د رڼا سرچینې (۹۰) قرآني معجزې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۹۰یم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې، د اسراء سورت له ۹۰ څخه تر ۹۵م آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ.
د مکې د مشرکانو مشران، له خپلو تاوتریخجنو هلوځلو له بې پایلې کېدو وروسته، د کعبې ترڅنګ سره راټول شول، تر څو له حضرت رسول (ص) او د هغه له صحابه کرامو سره په چلند کې، خپلې کمزورتیاوې وڅېړي. حاضرو خلکو هر یو یې په چیغو او فریاد سره، پر یوه بل باندې ملامتي اچوله او د بل د ګناه بار یې له خپلو اوږو څخه لیري کولو. ابوجهل چې د پېغمبراکرم (ص) او د اسلام سخت مخالف وو، په لوړ غږ سره ټول کسان یې چوپتيا او زغم ته راوبلل.
بیا یې وویل: زه اوس هم پر خپلې پخوانۍ عقیدې باندې ولاړ یم او زما نظر دا دی، چې یوازینۍ لاره، هغه تاوتریخجن کارونه دي، چې کولای شي د محمد(ص) د یارانو په زړونو کې وېره او ډار رامنځته کړي او هغوی د حضرت له شاوخوا څخه خواره واره کړي. اوس چې د محمد(ص) یاران کم او د کنټرول وړ دي، د دې کار ترسره کول ډېر آسان دي او کم لګښت لري.
ولید بن مغیره چې خپله له پیغمبر (ص) سره د تاوتریخجن چلند نظریه ورکوونکی وو، دا خبرې ونه زغملې او په غصې سره یې د ابوجهل خبره پرې کړه او وویل: ته خپله پوهېږې چې موږ ټولې ممکنې لارې وآزمویلې او د دې سړي او د هغه د یارانو پروړاندې مو هرډول ځورونه او ځپونه ترسره کړې ده، مګر کومه پایله مو ترلاسه نه کړه! اوس هم دلته سره راټول شوي یو، ترڅو د هغه لارو چارو په اړه چې پایله ورکوي، فکر وکړو. زما په آند، یوازې مذاکره او سوله ایزې خبرې پاتې دې، چې باید دا لاره هم تجربه کړو او حتی په ژمنو او وعدو سره هڅه وکړو، ترڅو هغه له خپلو ادعاوو څخه لاس واخلي.
د مکې مشران له یو بل سره په همفکرۍ، یو شخص یې د پیغمبر (ص) خوا ته ولېږلو چې: اې محمده! راځه چې د مکې مشران سره راټول شوي دي، چې له تاسو سره خبرې وکړي. حضرت رسول چې د دوی د هدایت او حق منلو لپاره ډېره هڅه کوله او ډېر یې غوښتل چې دوی ایمان راوړي، د دوی د هدایت لپاره د هېلې رامنځته کېدو له امله یې، دا وړاندیز ومنلو او په بېړه د دوی خواته ولاړ.
ابوجهل د حضرت رسول په لیدلو سره، له خپله ځایه پورته شو، څو ګامه مخکې ولاړ او په لړزیدلي غږ سره یې وویل: اې محمده! تاسو مو د اتمام حجت لپاره دلته رابللي یاست. موږ له تاسو څخه ګیله لرو! ولې دومره خپل قوم او پرګڼې ته ضرر رسوې؟ موږ داسې کس نه پېژنو چې ستا په اندازه یې، خپل قوم ته زیان رسولی وي! تاسو زموږ خدایانو ته بدې ردې وویلې، زموږ پر دین مو نیوکه کړې، زموږ پوه کسان مو احمقان وبلل او زموږ په منځ کې مو تفرقه او بې اتفاقي رامنځته کړه، او هغه لارې، رسم او دین ته موږ رابولې، چې موږ یې نه غواړو.
اې محمده! موږ هوډ لرو چې ستاسو او ستاسو له غوښتې سره خپل کار یوه خوا ته کړو، ځکه چې تاسو د خپلې ټولنې او خلکو پر وړاندې داسې لاره غوره کړې، چې تر اوسه چا نه ده غوره کړې. اوس موږ غواړو وګورو چې تاسو څه غواړئ؟ که ته پيسې غواړې، نو دومره پيسې به درکړو، چې ته بې نیازه شي. که تاسو مقام غواړئ، موږ به تاسو ته یو لوی مقام درکړو. که تاسو ناروغ یاست (او ذهني ستړیا لرئ)، موږ ستاسو د درملنې لپاره، خورا تجربه لرونکي ډاکټران راوبلو!
پیغمبر (ص) په ادب او زغم سره د دوی خبرې واورېدې. بیا یې په ځواب کې وفرمایل: نا! هغه څه مو چې ویل، زما یوه غوښتنه هم نه ده. زه د خدای له لوري راغلی یم، ترڅو تاسو د توحید او تقوا لو ته راوبولم. هوښیار و اوسئ چې که زما بلنه ومنۍ، په دې او په بلې نړۍ کې به کامیاب او نېکمرغه اوسئ او که هغه ونه منئ، صبر کوم، ترڅو خدای زموږ او ستاسو په منځه کې فیصله او پرېکړه وکړي.
دوی د دې خبرو په اورېدو سره، پوه شول چې حضرت رسول توحید ته د بلنې لپاره پر خپل هوډ کلک ولاړ دی. له دې امله، دوی له ملنډ وهونکو غوښتنو په بیان سره وویل: اوس چې داسې وایې، زموږ غوښتې پوره کړه، ترڅو پر تاسو ایمان راوړو. اې محمده! زموږ ټاټوبی له نورو ځمکو څخه کوچنی او وچ دی، اوس چې د خدای له لوري په رسالت مبعوث شوی یې، له هغه څخه وغواړه، ترڅو دا غرونه د مکې له شاوخوا څخه لېري کړي او د عراق او شام د ځمکو په څېر، دلته هم سیندونه او رودونه جوړ کړه او زموږ پخواني کسان په ځانګړې توګه، قصی چې یو رېښتینی کس وو، ژوندی کړه، ترڅو له هغه څخه ستاسو د بلنې او پیغام په اړه پوښتنه وکړو.
حضرت رسول دوی ته په نه پاملنې سره وفرمایل: زه د دې کارونو لپاره مأموریت نه لرم. زما خدای زه د دې کارونو لپاره نه یم رالېږلی. دوی وویل: اوس چې داسې نه کوې، له خپل خدایه وغواړه، چې یوه ملائیکه راولېږي، ترڅو ستا تصدیق وکړي. هغه ملائکه باید موږ ته له سرو زرو څخه بڼ، زېرمه او ماڼۍ هم جوړه کړي. حضرت رسول د دې بېهوده خبره په اورېدو سره له خپله ځایه پورته شو، ترڅو له دې غونډې څخه ولاړ شي. د دوی ځينې کسان د حضرت رسول پسې روان شول او وویل: اې محمده! د خپل قوم هېڅ یوه غوښتنه مو ونه منله، او د دوی غوښتنو ته مو پام ونه کړ. حتی له تاسو څخه یې وغوښتل، هغه عذاب چې ته ورسره تل دوی ګواښې، پر دوی باندې راولې، مګر ته هغه هم نه ترسره کوې!
په خدای قسم! هېڅکله به پرتاسو ایمان رانه وړو، مګر دا چې آسمان ته یوه زینه پرېږدې او زموږ د سترګو پر وړاندې په هغه باندې پورته شې او له راستنېدو وروسته، څو تنه ملائکې له ځان سره راولې. پیغمبر خپل حرکت ته دوام ورکړ. کله چې ابوجهل دا نه پاملرنه ولیده، وویل: پرېږدئ. محمد(ص) یوازې کولای شي زموږ بتانو او نیکونو ته سپکاوی وکړي. بل کوم کار نه شې کولای. او زه له خدای سره ژمنه کوم چې هرکله محمد سجده وکړه او فرصت برابر شو، له یوې لویې ډبرې سره، د هغه پر سر ګوزار وکړم او د هغه کار پایته ورسوم.
هو، جهالت او تکبر په ټولو مشرکانو کې عام شوی وو او د هغوی د هدایت هېڅ هیله نه وه. رسول الله (ص) د دې شر جوړوونکي صحنې په لیدلو او د هغه بهانې جوړونې او لجاجت خبرو په اورېدو سره، په غمجن زړه کور ته ورستون شو. په دې وخت کې، له ۹۰ څخه تر ۹۵ آیتونه نازل شول او د هغوی خبرو ته یې په لاندې ډول ځواب ورکړ:
وَ قالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَکَ حَتىَّ تَفْجُرَ لَنا مِنَ الْارْضِ یَنْبُوعاً / اَوْ تَکُونَ لَکَ جَنَّةٌ مِنْ نَخیلٍ وَ عِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْاَنْهارَ خِلالَها تَفْجیراً / اَوْ تُسْقِطَ السَّماءَ کَما زَعَمْتَ عَلَیْنا کِسَفاً اَوْ تَأْتِىَ بِاللَّهِ وَ الْمَلائِکَةِ قَبیلاً / اَوْ یَکُونَ لَکَ بَیْتٌ مِنْ زُخْرُفٍ / اَوْ تَرْقى فىِ السَّماءِ وَ لَنْ نُؤْمِنَ لِرُقِیِّکَ حَتّى تُنَزِّلَ عَلَیْنا کِتاباً نَقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحانَ رَبّى هَلْ کُنْتُ اِلاَّ بَشَراً رَسُولاً / قُلْ لَوْ کانَ فىِ الْاَرْضِ مَلائِکَةٌ یَمْشُونَ مُطْمَئِنّینَ لَنَزَّلْنا عَلَیْهِمْ مِنَ السَّماءِ مَلَکاً رَسُولاً:
او وویل: ترڅو چې له ځمکې څخه موږ ته یوه چینه برابره نه کړې، هېڅکله به پر تاسو ایمان رانه وړو / یا (باید) ستاسو لپاره د خرما او انګورو باغ وي او په ښکاره توګه له هغې څخه ویالې روانې کړې / یا لکه څنګه چې تاسو ادعا کوئ، آسمان ټوټې ټوټې زموږ پر سر باندې راوغورځوئ. یا خدای او پرښتې زموږ مخې ته حاضر کړې/ یا باید تاسو د سرو زرو کور ولرئ، یا آسمان ته ولاړ شئ، او موږ به ستاسو پر پورته کېدو هم باور ونه لرو، ترڅو موږ ته یو کتاب نازل کړې، چې هغه ولولو.
ووایه: زما رب پاک دی، آیا (زه) له یو انسان پرته، رالېږل شوی یم؟/ او خلکو ته، کله چې دوی ته هدایت(آسماني پیغام) راغی، نو دوی یې د حق له منلو او [په خدای باندې] له ایمان راوړلو څخه ونه ګرځول، مګر دا چې وايي: آیا خدای یو انسان په پیغمبر ۍ او رسالت باندې مبعوث کړی؟! [اې پیغمبره!] ووایه: که چېرې په ځمکه کې داسې پرښتې وای، چې پکې اوسېدل او په آرامۍ سره ګرځېدل، نو د دوی لپاره هم[د دوی په ډول] یوه پرښته د پیغمبر [او رسول] په توګه لېږله.
ژباړه: زماني