افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی
-
افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی
ګوینده: ګرانو اوریدونکو! په پیل کی د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو خبرونو سرټکی بیانوؤ، پسله هغه د دغو دؤو هیوادونو د ډیرو مهمو بدلونونو تحلیلی راپورونه ستاسو حضور ته وړاندی کوؤ.
په پیل کی د خبرونو سرټکی: د افغانستان او پاکستان پر اقتصادی مناسباتو باندی د سیاسی لانجو اغیزه، له افغانستان سره د امریکا مالی مرسته، په امنیتی مسایلو باندی د پاکستان په تمرکز کولو باندی؛ د هند د سیاستونو تاثیر، په افغانستان کی د پاکستان د طالبانو د شتون ردول، د انتخاباتی نظام د اصلاح لایحې سره د افغانستان د پارلمان یو ځلې بیا مخالفت، له پاکستان سره د سولې مذاکرو د سره پیلولو لپاره د هند شرط، د افغانستان د سولې په پروسې باندی؛ د ملا اختر منصور د وژل کیدو د اغیزې په باره کی د روسیې د خاص استازی دریځ، او له امریکا سره د مناسباتو په باره کی د پاکستان د لمړی وزیر د سلاکار ویناوې، د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ له مهمو بدلونونو څخه وې.
په دوام کی د دغو دؤو هیوادونو د حالاتو په هکله تحلیلی رپوټونه اوریدلای شئ.
ګوینده: په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو یو لوړ پوړی مقام، جنرال اسکیپ ډیویس، اعلان وکړ: واشنګټن غواړی تر ۲۰۲۰ م کاله پوری، د افغانستان له امنیتی قواؤو سره ۳ میلیارد ډالره مالی مرسته وکړی. ده زیاته کړه؛ د افغانستان امنیتی ځواکونه، هر کال نږدی پنځه میلیارد ډالره، مالی مرستو ته اړتیا لری، چی د هغو مرستو دری میلیارد ډالره؛ سپینه ماڼۍ قبلوی، او هڅه کوی چی د مرستو پاتی برخه؛ د ناټو غړی هیوادونه پوره کړی. ده وویل: په افغانستان کی د امریکا تیر سیاست؛ یو ځلې بیا کتنې ته اړتیا لری. له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو، او د مالی او پوځی مرستو د کمیدو د مسئلې په شمول، د دغه هیواد په باره کی د امریکا او ناټو د تیرو تصمیمونو په هکله د یو ځلې بیا کتنې د ضرورت په اړه، د جنرال ډیویس ویناوې، یوه نوې موضوع نه ده.
څو میاشتې وړاندی هم، په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو قوماندان، د تاوتریخوالو د زیاتیدو له کبله؛ له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مسئلې باندی د بیا نظر اچولو غوښتنه کړې وه.
په افغانستان کی د امریکا نوی پروګرامونه ښیې، چی سپینه ماڼۍ پدې لټه کی ده؛ چی په افغانستان کی خپل اوسنی سیاستونه بدل کړی.
امریکا؛ چی خپلو سیمه ایزو اهدافو ته د لاسرسۍ لپاره، افغانستان یوه اډه ګنی؛ پدی هیواد کی د خپل شتون د تثبیتولو لپاره هڅه کوی، تر څو د ضرورت په وختو کی؛ په افغانستان کی له موجودو قواؤو څخه، د خپلو سیمه ایزو اهدافو د پرمخ بیولو په منظور استفاده وکړی.
امریکا؛ چی په تیرو دؤو کالو کی یی، له افغانستان سره د خپلو پراختیایی مرستو کمول، د کار په اجنډا کی راوستی ؤو، په اوسنیو شرایطو کی پدی لټه کی شوې ده، چی له کابل سره د دری میلیارد ډالریزې کلنۍ مرستې د وعدې ورکولو له لارې، پدی هیواد کی د خپل دائیمی شتون لپاره، زمینه برابره کړی.
سپینه ماڼۍ؛ چی پوهیږی افغانستان په پوځی برخه کی د خپلو اړتیاؤو د پوره کولو لپاره، په کلکه بهرنیو مرستو ته اړتیا لری، کابل ته د مالی مرستې د وعدې په ورکولو سره، غواړی داسی وښیې چی په افغانستان کی د امریکا شتون، کولای شی د کابل د مالی اړتیاؤو د سترې برخې د پوره کیدو سبب وګرځی. په تیره بیا داچی؛ جنرال ډیویس اعلان کړئ، چی د امریکا دولت به هڅه وکړی؛ د ناټو د غړیو هیوادونو مشران دیته تشویق کړی، ترڅو له افغانستان سره هر کال، دوه میلیارد ډالره مرسته وکړی.
له افغانستان سره د امریکا او ناټو د پنځه میلیارد ډالریزې مرستې وعده، پداسی شرایطو کی مطرح شوې ده، چی د دغه هیواد د سږ کال بودجه، نږدی ۷ میلیارد ډالره ده. څیړاندی وایی: افغانستان ته د امریکا او ناټو د پنځه میلیارد ډالریزې کلنې مرستې وعده، چی د دغه هیواد د کلنۍ بودجې د نږدی ۷۰ فیصدو په اندازه ده، کولای شی د کابل د دولت لپاره، جذاب او غولونکې وی.
ګوینده: د ملی امنیت په چارو کی د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار، طارق فاطمی، وویل: امریکا نشی کولای، په سیمه کی خپل استراتجیک هدفونه، د پاکستان حاکمیت ته په بی احترامۍ سره لاسته راوړی. د ملی امنیت په چارو کی د پاکستان د لمړی وزیر د سلاکار دغه ویناوې، دپاکستان په وړاندی د سپینې ماڼۍ د تبعیض څخه د ډکو اقداماتو، او د دغه هیواد په خلاف د سیاسی او مالی دباؤونو د عملی کولو په هکله، واشنګټن ته د اسلام آباد غیر مستقیم خبردارئ دئ.
د ملا اختر منصور د وژلو لپاره، د پاکستان په خاورې باندی د امریکا د پوځ د بی پیلوټه الوتکو د وروستۍ حلمې سربیره، په تیرو میاشتو کی؛ د اتو
اف – ۱۶ جنګی الوتکو د پیرودلو لپاره، له اسلام آباد سره د واشنګټن د مالی او پوځی مرستو بندیدا، او د اټمی تامینونکې په ډله کی د هند له غړیتوب څخه د امریکا ملاتړ هم، له امریکا سره د پاکستان په اړیکو کی د لانجې سبب شوئ دئ.
پاکستان؛ چی د امریکا د څو تیرو میاشتو له اقداماتو څخه په کلکه نا راضه ؤ؛ د افغانستان د طالبانو د پخوانی سرغنی د وژلو په ترځ کی، د بلوچستان په صوبې باندی د واشنګټن د بی پیلوټه الوتکو له وروستۍ حملې وروسته؛ د سپینې ماڼۍ په سیاستونو باندی، په سخته توګه نیوکه وکړه، او حتی د اسلام آباد یو شمیر مقامونو، له امریکا سره په اړیکو باندی د یو ځلې بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د پاکستان د لمړی وزیر د ملی امنیت د سلا کار څرګندونی پداسی حال مطرح کیږی، چی د افغانستان د امریکا د ځانګړی استازی، ریچارډ اولسن، په مشرې، امریکایی پنځه کسیز پلاوئ، اسلام آباد ته لاړ، تر څو په دؤو اړخیزو اړیکو کی، د نویو لانجو په باره کی؛ د نواز مسلم لیګ واکمن ګوند له مقامونو سره خبری اترې وکړی.
پدې هکله د طارق فاطمی ټینګار، چی که امریکا د پاکستان د ملی حاکمیت په نسبت بی احترامی وکړی، په سیمه کی به د دغه هیواد استراتجیک هدفونه رښتنی نه شی؛ سربیره پر دې چی له امریکایی پلاوی سره په خبرو اترو کی، له خپلو دریځونو څخه د اسلام آباد د شاتګ نه کولو ښودونکئ دئ، د اسلام آباد د نه همکارئ، او یا حتی پدې زمینه کی د مخالفت کولو د مسئلې سره د واشنګټن د مخامخیدو، بیانونکئ دئ.
البته په تیرو دریو میاشتو کی، له امریکا سره د پاکستان د نه همکارې کولو مسئله، د افغانستان د سولې د څلورو اړخیزو غونډو په زمینه کی پیل شوې ده.
پاکستان سره له دې، چی د څلور اړخیزې غونډې د فیصلې په اساس، دیته و ګمارل شو، چی د افغانستان د دولت مخالفې وسله والې ډلې، د دغه هیواد د سولې خبرو اترو په پروسه ګډون کولو ته ور وبولی؛ مګر له اسلام آباد سره د اړیکو په څرنګوالی باندی، د امریکا په سیاستونو باندی په اعتراض کی، دغه مصوبه اجرا نه کړه.
امریکا؛ له دې څخه اندیښمنه ده، چی د افغانستان د سولې په څلورو اړخیزو غونډو کی، د پاکستان له خوا د داشان کړچار دوام؛ چی د امریکائیانو له خوا یوه وړاندې شوې طرح ده، دغه طرح په کامله توګه بی نتیجې پاته شی، او د سپنې ماڼۍ بهرنئ سیاست، د یوې نوې ماتې سره مخامخ شی.
ګوینده: د افغانستان په چارو کی د روسیې د ؤلس مشر ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، اعلان وکړ: د طالبانو د پخوانی سرغنی، ملا اختر منصور وژل کیدا، په افغانستان کی د سولې مذاکرو د پایته رسیدو سبب شوې ده. ضمیر کابلوف د افغانستان د سولې په پروسه کی د نورو منفی عواملو په باره کی هم وویل: په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د اختیاراتو زیاتوالئ، د دغه هیواد په امنیتی وضعیت کی هیڅ بدلون نه رامنځته کوی، او یواځی له طالبانو سره د سولې خبرو اترو بهیر ته زیان رسوی.
په تیرو میاشتو کی، د افغانستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو د پنځو دورو په سرته رسیدو سره، د دغه هیواد د سولې په پروسه کی د امریکا په رول باندی د روسیې نیوکې، مخ په زیاتیدو وې.
پنځه میاشتې وړاندی، چی امریکا د واشنګټن؛ پکینګ؛ کابل او اسلام آباد د نمایندګانو په شتون، د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې غونډې، طرح وړاندی کړه، د مسکو دولت هم؛ له سپینې ماڼۍ سره د سیمه ایز او نړیوال رقابت په چوکاټ کی، د افغانستان د سولې په باره کی د روسیې؛ هند او چین د خارجه وزیرانو په حضور کی، د دری اړخیزې غونډې د ترسره کولو لپاره، د خپل پروګرام خبر ورکړ، چی دغه غونډه په تیر اپریل کی، په روسیه کی ترسره شوه.
د افغانستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو د نتیجې په ورکولو کی، د امریکا په ناکامۍ سره، د واشنګټن د دغې طرحې په چوکاټ کی، د افغانستان د سولې په پروسې باندی د روسیې نیوکې، په زیاته اندازه زیاتې شوې.
د ملا اختر منصور له وژل کیدو وروسته، د روسیې خارجه وزارت اعلان وکړ: د امریکا په مشرۍ د افغانستان د سولې د څلور اړخیزې ډلې، د هلو ځلو بی نتیجې والې ته په پام سره، مسکو له سیاسی لارې څخه؛ د افغانستان د سولې له پروسې سره، مرستې کولو ته چمتو دئ.
له دې وړاندی هم، کابلوف، د افغانستان د سولې په اوسنی بهیر باندی په نیوکې سره ویلی ؤو؛ مسکو دیته چمتو دئ، چی په نوې بڼې سره پدې بهیر کی برخه واخلی.
د روسیې دولت، د افغانستان د سولې په پروسه کی د منځګړی رول د لوبولو په هکله، د خپل پروګرام د کارنده توپ لپاره، له څو تیرو میاشتو څخه د طالبانو له ډلې سره اړیکې ټینګې کړې، او د مسکو د مقاماتو له قوله؛ دغو اړیکو، د طالبانو د نوی سرغنی، ملا هیبت الله آخوندزاده سره هم، دوام موندلئ دئ.
هیبت الله آخوند زاده، د پاکستان د بلوچستان صوبې په یوه سیمه کی، د امریکا د بی پیلوټه الوتکو په حمله کی، د ملا اختر منصور له وژل کیدو وروسته، د طالبانو د نوی سرغنی په توګه وټاکل شو.
شناندی وایی: روسیه؛ د امریکا د بی پیلوټه الوتکو په وسیله، د ملا اختر منصور د وژل کیدو، له وروسته دورې څخه؛ په افغانستان کی د خپلو هدفونو د پرمخ بیولو لپاره، استفاده کوی.
مسکو هڅه کوی، داسی وښیې جی د افغانستان د سولې څلور اړخیزې غونډې د ترسره کولو لپاره، د امریکا پروګرام نا کاره وښیې؛ چی البته په عمل کی همداسی دئ، همداراز مسکو باوری دئ چی د طالبانو د پخوانی سرغنی وژله، په افغانستان د سولې په پروسې باندی د سپینې ماڼۍ وروستئ ګذار ؤ. د روسیې له نظره امریکا ښه ترا پوهیدله، چی د ملا اختر منصور وژله، په افغانستان کی د تاوتریخوالو د زیاتیدو، او د سولې پروسې د بشپړ بنیدو سبب به شی، خو د خپلو ګټو په اساس، او د ټروریزم سره په مبارزه کی؛ له ناکامۍ څخه د ژغورنې لپاره یی، دې ته اړتیا درلوده چی د طالبانو د پخوانی سرغنی په وژلو سره، پدې زمینه کی خپله ماته جبیره کړی.
ګوینده: افغانستان اعلان وکړ؛ چی د فراه ولایت د بخش آباد بند، د جوړولو تړون، له پاکستان سره لغوه کړئ، او ایټالیې ته یی سپارلئ دئ.
د افغانستان د ؤلس مشر مطبوعاتی دفتر راپور ورکړ؛ چی د محمد اشرف غنی په شتون، د افغانستان د اوبو او بریښنا د وزیر، علی احمد عثمانی، او د ایټالیې د هایدرو آرک شرکت د رئيس، کاتیلو سیلیتو، ترمنخ نوئ تړون لاسلیک شو.
عثمانی، د دغه تړون د لاسلیکولو په مهال وویل: د بخش آباد بند د جوړولو تړون، دری کاله وړاندی د یو پاکستانی شرکت سره لاسلیک شو . خو د دغې طرحې په اجرا کی د سرعت د نشتوالی او ځنډ له کبله، د دغه شرکت سره د نوموړې پروژې تړون لغوه شو.