قالیباف: د امریکا خلګ به د تېلو اوسني قیمت پسې ارمان وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171982-قالیباف_د_امریکا_خلګ_به_د_تېلو_اوسني_قیمت_پسې_ارمان_وکړي
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر وویل چي د هرمز تنګی د اوبلارې بیا ځلې بندول به د قېمتونو د لا زیاتېدو لامل شي.
(last modified 2026-04-13T07:24:54+00:00 )
Apr 13, 2026 11:52 Asia/Kabul
  • قالیباف: د امریکا خلګ به د تېلو اوسني قیمت پسې ارمان وکړي

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر وویل چي د هرمز تنګی د اوبلارې بیا ځلې بندول به د قېمتونو د لا زیاتېدو لامل شي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د هرمز تنګی د اوبلارې د بندولو لپاره د ټرمپ ګواښ ته په غبرګون کې، د سپینې ماڼۍ په چارچاپېر پټرول پمپونو کې د تېلو له قېمت څخه د انځور په خپرولو سره، ولیکل: د تېلو له اوسني قېمت څخه خوند واخلئ. د هغه څه چي ورڅخه د محاصرې تر عنوان لاندې یادونه کیږي، ډېر به ژر د څلورو او پنځو ډالرو تېل پسې ارمان وکړئ.

قالیباف په دوام کې د تېلو د ګرانېدو فارموله خپره کړه څو وښیي چي د هرمز تنګی د اوبلارې بیا ځلې بندلو به د قېمتونو د لا زیاتېدو لامل شي او ټرمپ به په هغه څا کې چي خپله یې کېندلې ده، نور هم ښخ کړي.