د زمري د څوارلسمې نیټې ورځپاڼې
ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو هیله ده چې تر پاې مو ملګرتیا وکړئ.
ګرانو مینه والو د تهران ورځپاڼو په سرکښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې سوریې ته د د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن د مشر د سفر خبر راخیستی او لیکلي یې دي:د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن مشر وویل: د سوریې د پوځ وروستۍ بریاوې په تیره بیا د حلب په محاذ کښې یې کامیابۍ، د سترو بریاو زیری ورکوی.
علاء الدین بروجردی چې د پارلیمانی پلاوی په مشرۍ دمشق ته تللی دی، پرون خبریالانو ته وویل: په ترهګرۍ باندې د سوریې د خلکو بریا نزدې ده او ایران له دغه هیواده خپل ملاتړ همدغه شان جاری ساتی.
د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت د کمیشن مشر ډاډ څرګند کړ چې سوریه به د هغو ترهګرو له سپیره شتونه پاکه شی چې له لس هاو هیوادونو ورلیږل شوی دی.
ښاغلی بروجردی همداشان د عربستان په مشرۍ له صهیونیسټی رژیم سره د اړیکو د سمولو د نوې دسیسې د غندلو په ترڅ کښې وویل: د فلسطین مسئله لاهم د ایران او اسلامی نړۍ د بهرنی سیاست ترټولو مهمه مسئله ده.
هغه پرون همداشان د سوریې د پارلیمان له مشر هدیه عباس سره په کتنه کښې، د تهران او دمشق پخوانیو او کلکو اړیکو ته په اشارې سره وویل: ایران او سوریه د مقاومت د چورلیز دوه اصلی ستنې دی او د دښمنانو د دسیسو په وړاندې ولاړ دی.
د ایران پارلیمانی پلاوی پرون لبنان ته له سفر او د دغه هیواد له چارواکو سره له ملاقاتونو وروسته د سوریې پلازمینې دمشق ته لاړ.
** د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې بیا د ایران خلاف د برطانیې د خارجه وزیر ادعا ته د ایران د خارجه وزارت د غبرګون خبر راخیستی او لیکلي یې دي: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران لخوا یمن ته د وسلو د لیږلو په هکله د انګلستان د خارجه وزیر ادعا بې بنیاده وبلله.
بهرام قاسمی د ایران خلاف د برطانیې د خارجه وزارت د مسئولانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې اعلان وکړ: دا څرګندونې د سیمې د هیوادونو په مسائلو کښې څرګنده لاسوهنه او د دغه هیواد د تفرقه اچونکو سیاستونو په دوام کښې دي.
قاسمی په دې خبرې سره چې د ایران اصولی سیاست همهغه شان په سیمه کښې ثبات او امنیت په رامنیځته کولو ولاړ دی، زیاته کړه: پردی هیوادونه په سیمه کښې پخپل پوځی شتون سره تل د بې ثباتۍ، د افراط پالنې د ودې او د ترهګرې د لازیات دودیدو سبب شوی دی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند څرګنده کړه: د سیمې هیوادونه د نورو او له سیمې د بهرو هیوادونو له لاسوهنې پرته دا توان لری چې په خبرواترو او لازیات تعامل او د ښه ګاونډیتوب، د متقابل احترام او د هیوادونو د حاکمیت د حق د احترام د سیاست په پیروۍ سره په کړکیچونو او ناکراریو برلاسی کیدی شی.
همدې ورځپاڼې په یوه بله برخه کښې په عراق کښې د امریکې بمبارۍ او پکښې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې خبر راخیستی او لیکلي یې دي: د عراق په لویدیځ باندې د امریکې په مشرۍ ائتلاف په هوائی حملو کښې په لسګونو عراقیان ووژل شول.
د عراق د الانبار ولایت د شورا غړي فرحان محمد نن وویل، د امریکې په مشرۍ د ائتلاف جنګی الوتکو د دغه ولایت په القائم ښار کښې د عراقیانو په کورونو باندې د امریکې په مشرۍ د ائتلاف جنګی الوتکو بمونه وورول چې له کبله پې دېرش عراقیان مړۀ اواولس نور ژوبل شول.
په عراق کښې د ملګرو ملتو دفتر هم وویل چې په دغه هیواد کښې د روان دوه زره شپاړسم میلادی کال په جولائۍ کښې د ترهه ګرو په حملو، تشدد او وسله والو نښتو کښې اوۀ سوه نهه پنځوس تنه وژل شوی دی.
همدارنګ د عراق امنیتی ځواکونو پرون د بصره ولایت په شمال کښې د څلورو ترهه ګرو د نیولو، د پنځوسو چاودېدونکو جاګټونو او پنځوسو توغندیو د کشفولو خبر ورکړ.
** له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې د افغانستان او پاکستان ترمینځ روانې سرحدي لانجې دوام ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي چې د افغانستان ولسی جرګه له پاکستانه ملګرو ملتو ته د شکایت کولو هوډ لری.
د افغانستان د ولسی جرګې د ملی امنیت د کمیشن ځینو غړو وویل چې دا هیواد نیت لری په تورخم سرحد کښې د پاکستان لخوا د جوړې شوې دروازې په هکله د ملګرو ملتو امنیت شورا ته شکایت وکړی.
د افغانستان د ولسی جرګې ځینو استازو هم له امریکې، انګلستان او چین څخه وغوښتل چې د دې مسئلې په هوارولو کښې د افغانستان مرسته وکړی.
د افغانستان د ملی امنیت د کمیشن یو غړی صالح محمد صالح وویل: په تورخم کښې د دروازې جوړولو لپاره د پاکستان فعالیتونه له ډیر مخکښې نه پیل شوی وو او د افغانستان حکومت یې په مخنیوی کښې پاتې راغلی دی. دا په داسې حال کښې دی چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په تورخم کښې د پاکستان لخوا د دروازې په جوړیدو نیوکه کړې او هغه یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ښو اړیکو په تاوان بللی دی.
** ښه دوستانو! را به شو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته.
(افغان ځواکونه له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي او امریکا هم ورته تر اوسه پیسې ورکوي) فارن پالیسي خپرونه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي: د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې د دې کارمخه به نیسي او د امریکا حکومت هم د خپلو قوانینو په اساس هغو هېوادونو ته د مالي مرستو له ورکولو منع کړای شوی چې ماشومان استخداموي خو له دې سره سره ولې متحده ایالات بیا هم هغوی ته شاوخوا ۴۷۰ میلیون ډالر ورکوي؟
فارن پالیسي لیکي:
د ملګرو ملتونو څېړونکو دا موندلې چې تېر کال په افغانستان کې ۴۸ سرتېري ماشومان ګومارل شوي و.
د دوی له نیمایي برخې زیات یې د ملي اردو او د ملي او سیمه ییزو پولیسو په چوکاټ کې په دندو بوخت و خو د خپرونې په وینا دغه خبر پر واشنګټن هیڅ ډول اغېز ونه کړ.
د فارن پالیسي خپرونه وړاندې لیکي:
په هغه کلني راپور کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جون په دېرشمه خپور کړ، د هغو لسو هېوادونو په ډله کې چې له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي، د افغانستان نوم نه و راغلی، د هغه هېواد چې ملګرو ملتونو بیا په خپل مخکیني راپور کې چې له هغه یې دوه میاشتې مخکې خپور کړې و، افغانستان هغه هېواد بللی و چې په دوامدار ډول له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي.
د فارن پالیسي په وینا د دغه اختلاف یو عامل ښایي دا وي چې قانون څه ډول تعبیریږي خو تر هرڅه زیات هغه په نړیوالو سیاستونو پورې تړلی دی.
د خپرونې په وینا د هغه قانون له مخې چې په ۲۰۰۸ کال کې په متحدو ایالتونو کې نافذ شوی، واشنګټن نه شي کولای هغو هېوادونو ته چې په خپلو ځواکونو کې ماشومان سرتیري ګوماري، پوځي وسایل یا وسلې ورکړي خو د ولسمشر بارک اوباما اداره ټینګار کوي چې دغه قانون پر افغانستان نه عملي کیږي ځکه د دې هېواد سیمه ییز پولیس چې له ماشومانو کار اخلي او د کارپوهانو په وینا هغوی د ملیشو په توګه فعالیت کوي، د وسله والو ځواکونو یوه برخه نه ده.
پبلیک انټګریټي:
پبلیک انټګریټي خپرونې هم پردې موضوع یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، کارپوهان وایي چې امریکا نه غواړي دا ومني چې افغانستان ماشوم سرتیري استخداموي.
د خپرونې په وینا افغان ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۵ کال یو فرمان صادر کړ چې د سرتېرو په توګه د ماشومانو ګومارل جنایت بولي خو د کارپوهانو په وینا دغه ستونزه تراوسه شته.
د خپرونې په وینا د ملګروملتونو د وروستي راپور له مخې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې چې له ماشومانو د سرتېرو په توګه کار اخلي، څوارلسم ځای خپل کړی او لیکي:
په دې هېواد کې تېر کال د وړم کال په پرتله د هغو ماشومانو شمېر چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ګومارل شوي، دوه چنده زیات شوی دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
عبدالماجد درانی