Aug 16, 2016 12:48 Asia/Kabul
  • د زمري د شپږویشتمې نیټې ورځپاڼې

ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.

ګرانو مینه والو د تهران ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې د عراقي ځواکونو او کرد پیشمرګه وسله والو یو انځور چاپ کړی چې د موصل تر ورونو رسیدلي دي او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: په موصل کښې د داعش چاپیره د محاصرې دایره تنګه شوې ده.

خبر زیاتوي چې د عراق د کردستان سیمې پيشمرګه ځواکونو په الخازر-الکویر سیمې او د موصل او الکویر ښارګي ترمینځ لویه لاره کښې په څو کلو باندې له کنټرول وروسته اوس د موصل په دروازو او داخلي لاروکښې له داعش ترهګرې ډلې سره په سړکونو کښې نیغ په نیغه جنګ پیل کړی دی.

د موصل د شمال، سویل او ختیځو برخو کښې د پوځي عملیاتو چټکتیا په دغه ښار کښې د داعش ډلې کلابندي تنګه کړې ده چې د موصل د آزادولو د برخلیک ټاکونکو عملیاتو سریزه کیدی شي.

همدې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د سوریې حلب ته څیرمه د الباب سټراټجک ښار د آزادۍ لپاره د سوریې د کردانو چمتووالي ته اشاره کړې ده.

په خبر کښې راغلي چې (سوریه ډیموکراټ) ځواکونو دمنبج ښار له آزادۍ وروسته د پوځي شورا د جوړولو او د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د الباب نومي سټراټیجک ښار د آزادولو لپاره د چمتووالي خبر ورکړ.

 

**      ایران

له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې بیا د تیلو دبیې د بې مخینې کمولو په وجه د سعودي عربستان د اقتصاد د خرابیدو او د دغه هیواد د بودجې د سخت کمښت او تاوان خبر راخیستی او لیکلي یې دي: د سعودی عربستان د بودجی خساره له سلو میلیارډو ډالرو زیاته شوه.

په نړیوالو بازارونو کښې د تیلو دبیو کمیدل او په سیمه کښې دسعودی عربستان د ال سعود رژیم جنګ غوښتنې سبب شوی چې د ریاض د حکومت دبودجې خساره له سلو(۱۰۰) میلیارډو ډالرو واوړی .

د فارس خلیج دملګرتیا دشورا شپږ(۶) غړی هیوادونه سعودی عربستان، کویت، متحده عربی امارات، قطر، عمان او بحرین روان کال دخپلې بودجې په خسارې سره کوشش کوی د قرضې د پاڼو دخرڅولو له لارې دبودجې خساره جبران کړی .

دسعودی عربستان لخوا د وسلو اخیستل په داسې حال کښې دی چې د انسانی پراختیا د نړیوالې موسسې د  راپور پراساس دعربستان د تیلو د میلیارډونو ډالرو له عایدو سره سره دعربستان کابو اوویا(۷۰) فیصده خلک له ناوړه اقتصادی شرایطو او د بې کارۍ له مشکل سره مخ دی او ددغه بهیر دوام په تیرو څو کلونو کښې په ټول عربستان کښې دخلکو پراخ اعتراض رامینځته کړی دی .

سعودی عربستان په قصدی ډول دامریکا او انګلستان په مشورې او حکم سره  دایران او روسیې اقتصاد ته د ګوزار د ورکولو لپاره په نړیواله سویه د تیلو بیې کمې کړی وې خو اوس یې خپله ګوزار خوړلی او اقتصادی مشکلات یې زیات شوی او ډیر قرضداره او پوروړی شوی او له نړیوالو بانکونو او موسسو یې قرضونه اخیستی دی .

 

**      جام جم:

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ایران ته د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي د راتګ او له ایراني چارواکو سره د هغه د سلامشورو خبر ته انعکاس ورکړی او په دې اړه یې لیکلي دي: د روسیې د ؤلس مشر استازی«میخائیل بوګدانف» او د ایران د خارجه وزیر مرستیال«صادق حسین جابری انصاری» د سیمې ډیر مهم بدلونونه، او دوه اړخیزې اړیکې وڅیړلې.

میخائیل بوګدانف چی تیره شپه، تهران ته راورسید، نن د ایران د خارجه وزیر د عربی او افریقایی چارو له مرستیال«جابری انصاری» سره په کتنه کی، له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د دواړو هیوادونو د غږملتیاؤو د پرمخ بیولو او د سورئې کړکیچ د سیاسی حل لارې په باره کی خبرې اترې وکړې.

د خبر په تفصیل او شننه کښې لولو چې د ایران اسلامی جمهوریت او روسیه د سوریې په بدلونونو کښې دوه مهم او اغیزشیندونکی لوبغاړی دی او په سوریه کښې د کړکیچ له پیله یې تل د دغه هیواد په وړاندې ګډې مشورې او نظریې لرلې دی.

د سوریې د کړکیچ د هواری لپاره د ایران او روسیې سلامشورې په مختلفو طریقو په تهران او ماسکو کښې ترسره شوې او د دې سلامشورو په نوی پړاو کښې د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازی او د دغه هیواد د خارجه وزیر مرسیتال میخائیل بوګدانف نن سبا په تهران کښې دی.

ترکیې ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له یو ورځنی او پروخت سفره وروسته په تهران کښې د بوګدانف ملاقاتونه ډیر مهم دی او په یو ډول د سوریې د کړیکچ د هواری لپاره د نویو هلوځلو په چوکاټ کښې ګڼل کیږی.

پر دې سربیره د تیرې اونۍ په سه شنبې په سن پیټرزبرګ کښې د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو رجب طیب اردوغان او ولادیمیر پوټین ملاقات او د سوریې د کړکیچ په هکله د هغوی سلامشورې او همداشان له سیاسی لارې د دغه کړکیچ په هوارولو باندې د دواړو ټینګار د سوریې د څه باندې پنځه کلن کړکیچ د ختمولو لپاره د هلوځلو د یو نوی پړاو د پیلیدو ښودنه کوی.

روسیې ته د اردوغان په سفر او بیا تیره جمعه ترکیې ته د ظریف په لنډ او مهم سفر او اوس تهران ته د میخائیل بوګدانف په راتګ سره د سوریې په هکله د وروستۍ یوې اونۍ سیاسی بدلونونه د ځینو بریاو د ترلاسه کیدو زیری ورکوي.

 

 ** کابل چاپ ورځپاڼې

ښه دوستانو! را ګرځو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته.  کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا او د افغانستان په ولایتونو کې د روان امنیتي وضعیت په اړه ځیني مطالب چاپ کړي دي.

 

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په سرمقاله کې لیکلي، په رسنیو کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس د پلویانو ترمنځ جنګ مغلوبه ښه په درز کې روان دی.

ویسا وړاندې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د تېرو څو ورځو یو پر بل انتقادونو ته په اشارې سره لیکلي چې دغه حکومت د بهرنیانو طرحه وه او د هغوی له خوا زموږ پر ولس وتپل شو او راتلونکې یې هم تر ډېره بریده د بهرنیانو په تصمیم پورې تړلې دی.

که وغواړي چې همدغه حکومت له همدومره ستونزو او نه همغږۍ سره دوام وکړي، ښايي ډېر ژر د همدغسې څه شاهدان وو، یو څوک به پټ یا برالا راشي او د جنګ مغلوبه د پای ته رسېدو اعلان به وکړي.

 

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د ملي یووالي حکومت خپل ځان خوري.

د اشرف غني او عبدا... تر منځ ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي:

د دوی تر منځ د تورونو او ګواښونو په لړ کې عبدا... پر اشرف غني نوي تورونه لګولي، نوموړي د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي چې په حکومت کې په پراخه کچه فساد او په قراردادونو کې فساد کوونکي له نړیوالې مافیا سره تړلي دي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې عبدا... عبدا... ویلي په ارګ کې کسانو خپل او خپلوان پر دندو ګمارلي دي، نوموړي ګواښ کړی چې له دې وروسته به په بله څېره راڅرګند شي.

 

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د بغلان ولایت د امنیتي چارواکو په حواله لیکلي چې له وسلهوالو طالبانو څخه یې د دهنه غوري ولسوالۍ د بېرته نیونې لپاره عملیات پیل کړي دي.

په مطلب کې راغلي چې په سیمه کې د وروستیو نښتو له امله یو شمېر کورنۍ تېښتې ته اړ شوي دي.

په مطلب کې د بغلان والي د ویاند محمود حقمل په حواله ویل شوي چې سیمې ته نوي ځواکونه رسېدلي دي.

 

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د هلمند د جګړې په اړه لیکلي چې په هلمند کې د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړه پاکستاني جنرالان رهبري کوي.

په مطلب کې د هلمند د امنیتي چارواکو په حواله لیکل شوي چې په دې برخه کې کافي اسناد په واک کې لري.

په مطلب کې د هلمند ولایت د پولیسو د ۵۰۵ بُست زون قومندان محمد حکیم انګار له خولې دا هم ویل شوي چې په دغه جګړه کې د پاکستان لشکر طیبه او لشکر جنګوي ډلو هم برخه اخېستې ده.

خو د سرچینې په حواله لیکل شوي چې اوس وضعیت کنټرول او افغان ځواکونه توانېدلي چې جګړه مهار کړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*