Nov 16, 2016 13:12 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۵-۰۸-۲۲

ګرانو او محترمو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

له هر څه مخکې به په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ډېرو مهمو خبرونو ته يوه کتنه وکړوو او بيا به په دې اړه څو تحليلي رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو ښه ده اول د ډېرو مهمو خبرونو لنډيز ته پام وکړئ.

د افغانستان په شمال کښې د جرمني په کنسولګرۍ حمله،په نړيواله محکمه کښې له هند څخه د پاکستان شکايت، کراچۍ ته د امنيت د ستنېدو لپاره د پاکستان د فوځ د مشر قوماندان وعده، د افغانستان په وزارتخانو کښې د بودجو په نه خرچ کېدو باندې د اشرف غني نيوکه، په پاکستان کښې د ترهه ګرۍ د اقداماتو لپاره د القاعدې پلانونه، له پاکستانه د هند د درې ډېپلومېټانو وتل، د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د مشرانو د اختلافاتو دوام، په افغانستان کښې د امريکې په پروګرامونو باندې د روسيې نيوکه، د امريکې لخوا د افغانستان په ختيځ کښې په استوګن سيمو باندې بمباري او د سپاه صحابه له ځينو لوړ رتبه غړيو سره د پاکستان د کورنيو چارو د وزير په کتنه اعتراض د افغانستان او پاکستان د تېرې هفتې ځينې ډېر بدلونونه وو.

په  دوام کښې هم څو تحليلي رپوټونو ته پام وکړئ.

په پاکستان کښې د هند د سفارت درې ډېپلومېټان له دغه هېواده ووېستل شول. په پاکستان کښې د هند د سفارت دغه درې ډېپلومېټان له پينځو نورو ډېپلومېټانو سره په پاکستان کښې په جاسوسۍ تورن شوي دي.

له پاکستان څخه د هند د سفارت د دريو ډېپلومېټانو له وتلو سره په يو وخت د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د هند شارډزافئر په پوله ايز کنټرول لائن کښې د  ډزو په دوام باندې د اسلام آباد د حکومت د رسمي اعتراض د وړاندې کولو لپاره احضار کړ.

په پاکستان کښې د هند د سفارت د دريو ډېپلومېټانو وېستل د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې د ډېپلومېټکې لانجې د زياتېدو ښودنه کوي.

په تېره بيا دا چې په پاکستان کښې هندي ډېپلومېټان له جاسوسۍ نه علاه په پاکستان کښې د فرقه ايز جنګ په سختولو، له افغانستان او ځينو نورو ګاونډي هېوادونو سره د اسلام آباد د تعلقاتو د خرابولو او همدارنګ په بلوچستان او سېند صوبو کښې د تندلاريتوب د تقويتولو لپاره په کوششونوتورن شوي دي.

البته يوازې د پاکستان حکومت نه دے چې په اسلام آباد کښې د هند سفارتي ډېپلومېټان يې په جاسوسۍ  تورن کړي دي بلکه نوي ډيلي هم په هند کښې ځينې پاکستاني ډېپلومېټان جاسوسان بللي دي. په همدې بنياد څه موده مخکې د هند حکومت په نوي ډيلي کښې د پاکستان د سفارت ډېپلومېټ محمود اختر يو ناغوره عنصر وپېژندۀ او له هنده يې بهر کړ.

محمود اختر وويل، له دې مخکې چې د هند له خاورې ووځي د هند د حکومت لخوا يوې ليکنې لوستلو ته مجبوره کړې شو چې پکې تاکيد شوے ؤ چې په نوي ډيلي کښې د پاکستان څلور ډېپلومېټان د پاکستان د جاسوسي ادارو غړي دي. په جاسوسۍ باندې د يو بل د ډېپلومېټانو د تورنولو په چوکاټ کښې د هند او پاکستان د لانجې زياتېدل د دغو دواړو ګاونډي هېوادونو سياسي تعلقات تر ټولو لاندې سطحې ته رسولې شي.

د نوي ډيلي او اسلام آباد د سياسي تعلقاتو د کمېدو يوه ډېره سخته منفي پائېله به د هغوي د ډېپلومېټکو تعلقاتو د لارې پرې کېدل وي.

د خپل ماموريت په ځايونو کښې د يو بل په ډېپلومېټکو فعاليتونو باندې د هند او پاکستان د بدبينۍ زياتېدو او د خپلو هېوادونو د استخباراتي ادارو د جاسوسي پروګرامونو په مخ بيائيلو په اړه د هغوي په نسبت د دائمي بدګمانۍ رامنخته کېدل کولې شي سيال ته له مخکې نه د زيات زيان رسولو لپاره په نوي ډيلي او اسلام آباد کښې د دغو دواړو ګاونډي هېوادونو سفارتخانې د جاسوسۍ  رسمي او جدي ځايونه معرفي کړي. 

په داسې حالاتو کښې چې هند او پاکستان  د يو بل په ډېپلومېټانو باندې د جاسوسۍ د تور لګولو په اړه له تاوتريخوالي ډک ډېپلومېټک حالات کنټرول نه کړي نو کېدې شي د بدګمانيو او اختلافاتو په زياتېدو سره نوے ډيلے او اسلام آباد سيال ته د زيان رسولو لپاره له مخکې اقدام څخه رامنځته شوي جذباتي او هېجاني پروګرامونه وکاروي. داسې ښکاري چې په يو بل باندې د جاسوسۍ د تور لګولو په چوکاټ کښې د هند او پاکستان په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي له زياتېدو وروسته د افغانستان په خلاف د غليمانه اقداماتو په اړه د اسلام آباد په خلاف د کابل د همېشنيو تورونو په وجه د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کښې بې اعتمادي هم زياته شي.

د افغانستان د کابينې د اجرائي مشر وياند جواد فېصل وويل، په ځينو مسائلو کښې د دغه هېواد د ملي وحدت د حکومت د مشرانو اختلافات په خپل ځاے پاتې دي.

د افغانستان د جنبش ملي ګوند وياند هم  وويل د دغه هېواد د ولسمشر او د هغه د وړومبي مرستيال عبدالرشيد دوستم ترمېنځ تاوتريخوالے هم تر اوسه نه دے ختم شوے. د افغان ولسمشر او د کابينې  اجرائي مشر په تېرو دوو مياشتو او د اختلافاتو له سختېدو وروسته د دغه هېواد د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمېنځ د لانجې د کمولو او ختمولو په هدف سره د دوو اړخيزو غونډو څلور دورې وکړې.د اشرف غني او عبد... عبدا... ترمېنخ ترټولو غټ اختلاف د افغان ولسمشر او د کابينې د اجرائي مشر د ذمه واريو د بيلولو مسئله ده چې په افغانستان کښې ځينو سرچينو د دغه اختلاف د کمېدو خبر ورکړے دے.

د عبدا... او غني ترمېنځ د اختلافاتو د کمېدو يوه نښه په کابل کښې د مدني ملي ميثاق د پرانېستې په مراسمو کښې د هغوي په يو وخت ګډون ؤ. په تېره بيا دا چې په دغو مراسمو کښې د افغانستان د کابينې اجرائي مشر د دغه هېواد د ملي وحدت د حکومت د دړې وړې کولو لپاره په ځينو کوششونو نيوکه وکړه.

عبدا... له دغوخبرو مخکې په يوه تنده وېنا کښې چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د فعاليت د دورې له شروع کېدو څخه بې مخينې وبللې شوه محمد اشرف غني د دغه هېواد د ولسمشرۍ د پوسټ لپاره اهليت نه لرونکے وبلۀ. د عبدا... او غني اختلافات يوازې د ذمه واريو د بيلولو او په ملي او ځاي پوسټونو کښې د افرادو په لرې کولو او مقررولو کښې د کابينې د اجرائي مشر د رول د زياتېدو په مسئله کښې نه دي.

د غني په خلاف د عبدا... لخوا يو ترټولو مهم اعتراض دا دے چې هغه د لوئې جرګې د جوړولو او د افغانستان په اساسي قانون کښې د وزيراعظمۍ د پوسټ د ځاے کولو لپاره ضرروي زمينه نه ده برابره کړې.

د افغانستان په اساسي قانون کښې د کابينې د اجرائي مشر پوست نه دے اټکل شوے او د ملي وحدت په حکومت کښې دا پوسټ د انتخاباتو د دوو نامزدو عبدا... او غني د لانجې د ختمولو په  مقصد رامنځته شو.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د تشکيل د سياسي موافقه ليک له مخې غني ژمنه کړې وه چې د حکومت له جوړېدو نه دوه کاله پس به د لوئې جرګې په جوړولو سره  په اساسي قانون کښې د وزيراعظم پوسټ ځاے کړې شي او عبدا... به په دغه پوسټ وګمارلے شي. البته د عبدا... او غني ترمېنځ له اختلافاتو نه علاوه د افغان ولسمشر او د هغه وړومبے مرستيال جنرل دوستم هم زيات اختلافات لري چې دا مسئله د دې سبب شوه چې په دغه  هېواد کښې ځينې سياسي ټولنې د ملي وحدت حکومت ته د اختلاف د حکومت لقب ورکړي.

دا احتمال شته چې که د موجوده اختلافاتو په باره کښې عبدا... او غني موافقې ته ونه رسي چې د دواړو خواو د هيلو کمېدل ورلره لازمي دي د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د دړې وړې کېدو په پلان کښې به هغوي د سياسي قوت اوسنۍ ونډه له لاسه ورکړي.که څه هم عبدا... د افغانستان په حکومت کښې د اشرف غني او د هغه د پلويانو ونډه زياته بولي.

د پاکستان په سېنېټ کښې د دغه هېواد د پيپلز پارټۍ ځينو استازيو د سپاه صحابه د ترهه ګرې ډلې له ځينو لوړ رتبه غړيو سره د دغه هېواد د کورنيو چارو د وزير چودري نثار علي خان په کتنه باندې په سختې نيوکې سره وويل، هغۀ په دې اقدام سره قانون مات کړے دے او پکار دي په دې اړه ځواب ويوونکے وي.

د پاکستان د پيپلز پارټۍ دغو سېنېټرانو تاکيد وکړ په داسې حال کښې چې د دغه هېواد فوځ د ترهه ګرو په خلاف د ضرب عضب په عملياتو سره د عمل مېدان ته وردانګلي دي د ځينو ترهه ګرو ډلو له مشرانو سره د نثار علي خان کتنه له ترهه ګرۍ سره په مقابله کښې د واکمن ګوند د دوه رنګه چلند ښودنه کوي.

د سپاه صحابه تره ګرې ډلې له لوړ رتبه غړيو سره د پاکستان د کورنيو چارو د وزيرا کتنه په داسې حال کښې ده چې سپاه صحابه ډله له هغو ډلو څخه ده چې په دغه هېواد کښې يې فعاليت منعې کړے شوے دے.

په دوه زره دويم کال کښې او د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف په دوره کښې د لشکر جهنګوي او سپاه صحابه په شمول د يو شمېر ترهه ګرو ډلو فعاليت ممنوع اعلان شو، خو د دغې منعې باوجود د دغې ډلې فعاليت بند شوے نه دے.

په تېرو کلونو کښې په پاکستان کښې سپاه صحابه په زياترو ترهه ګرو حملو په تېره بيا د شيعه ؤ په خلاف عملياتو کښې بنيادي رول لرلے دے.

په داسې حالاتو کښې چې سپاه صحابه هم هغه شان په پاکستان کښې د ترهه ګرو او خطرناکو ډلو په لېسټ کښې شتون لري د دغې ډلې له لوړ رتبه غړيو سره د چودري نثار علي خان کتنه د نواز د واکمن مسلم ليګ ګوند لخوا د تندلاريتوب په خلاف په سياستونو کښې د جدي شکونو د رامنځته کېدو سبب شوې ده.

د سپاه صحابه ترهه ګرې ډلې له لوړ رتبه غړيو سره د پاکستان د کورنيو چارو د وزير کتنه په داسې حالاتو کښې چې دغه ډله هم هغه شان له تشدد نه په ډکو او غېر انساني اقداماتو سره د دغه هېواد د خلقو امنيت په خطر کښې اچوي د مختلفو مطلب اخېستنو سبب کيږي.

له دغې کتنې څخه وړومبۍ مطلب اخېستنه د پاکستان په اجتماعي سياسي فضاء کښې د سپاه صحابه ترهه ګرې ډلې ته رسميت ورکول يا يې د شتون منل دي چې په پاکستان کښې د خلقو او سياسي ډلو په نزد د دغه هېواد د حکومت په مقام باندې سخت منفي تاثير کولې شي. د دغه هېواد د خلقو او ګوندونو له نظره که د نواز مسلم ليګ ګوند په پاکستان کښې د مرګونو تاوتريخوالو او ترهه ګرو حملو ځينې عوامل د سپاه صحابه ترهه ګرې ډلې د اقداماتونتيجه بولي نو د دغې ترهه ګرې ډلې له لوړ رتبه غړيو سره د کورنيو چارو د وزير کتنه څه مقصد لرلے دے؟

د سپاه صحابه له لوړ رتبه غړيو سره د چودري نثار علي خان له کتنې  څخه دويمه مطلب اخېستنه له افراطي ډلو څخه د وسيلې په توګه د استفادې او له ترهه ګرۍ سره د دوه رنګه چلند په  اړه په پاکستان باندې د همېشنيو تورونو په چوکاټ کښې له هغو هېوادونو سره د افرادو د دريځو د مضبوطېدو سبب شي چې پاکستان له ترهه ګرۍ سره په مقابله کښې په نه روڼوالي تورنوي.

له دغې کتنې  څخه دريمه مطلب اخېستنه هم د تندلاريتوب په کنټرولولو کښې د واکمن ګوند په امنيتي  سياستونو باندې د نيوکو د کمولو لپاره په پاکستان کښې د تريخجنو اقداماتو د ختمولو يا کمولو لپاره له سپاه صحابه سره د حکومت د پټې احتمالي موافقې په باره کښې ده.

د افغانستان په ختيځ کښې د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ په نزديو کښې په يوې سيمې باندې د امريکې په هوائي حمله کښې دوه عامه خلق ووژل شول او اته نور هم ژوبل شول.

د امريکې فوځ له دې مخکې هم له طالب ډلې سره د مقابلې په بهانه د قندوز ښار په استوګن سيمو باندې بمباري وکړه چې له کبله يې تقريباً څلوېښت تنه ووژل شول.

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند دولت وزيري وويل، د طالب ډلې لوړ رتبه قوماندانانو د قندوز په بزقندهاري سيمه کښې په دغه ولايت باندې د بيا حملې د پلانونې لپاره يوه غونډه جوړه کړه چې د دغه هېواد د فوځ خاصو ځواکونو په دغو عملياتو کښې د لا زياتې کاميابۍ لپاره د امريکې له فوځي قوماندانۍ څخه د هوائي مرستې غوښتنه کړې وه.

د افغان ولسمشر وياند د دفاعي ډال په توګه له عامه خلقو څخه د طالب ډلې استفاده د قندوز په  هوائي حمله کښې د دغه هېواد د عامه خلقو د سرتاوانونو اصلي عامل وبلۀ.

 له امريکې او نېټو سره د افغانستان د امنيتي تړون په چوکاټ کښې د دوه زره څوارلسم کال په آخر کښې په افغانستان کښې د بهرنيو فوځيانو د رزمي ماموريت په ختمېدو سره د هغوي حملې له افغان ځواکونو څخه د هوائي ملاتړ لپاره د کابل حکومت له غوښتنې سره مشروطې شوې.

خو د داسې يو شرط باوجود په دغه هېواد کښې د ترهه ګرۍ په خلاف عملياتو کښې له افغان حکومت سره د امريکې او نېټو د ملګرتيا څه رنګوالي کښې داسې رپوټونه موجود دي چې دا ښودنه کوي چې د امريکې ځينې  هوائي حملې د کابل د حکومت له غوښتنې نه بغېر ترسره شوې چې نتيجه يې د عامه خلقو وژله وه.

په تېر کال کښې په کنړ، لغمان او قندوز ولايتونو کښې په مختلفو سيمو باندې د امريکې ډرون حملې د کابل د حکومت له غوښتنې نه بغېر شوې دي. په دغو حملو کښې د دوه زره پينځلسم کال د اکتوبر په  دريمه نېټه د امريکې د فوځ لخوا د قندوز ښار د بې پولې ډاکټرانو د ادارې په روغتون باندې بمباري وه چې له کبله يې لږ تر لږه دېرش ته مړۀ او په لسګونو نور ژوبل شول اود واشنګټڼ او کابل لپاره په يو سرخوږي لرونکې موضوع بدله شوه.

له طالب ډلې سره د مقابلې لپاره په قندوز ښار کښې د افغانستان له فوځي ځواکونو څخه د ملاتړ د غوښتنې په باره کښې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې له مشر کرېسټوفر سټوکس سره په کتنه کښې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونې او په  دغه ښار کښې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې په روغتون باندې بمباري دوه بيله بيلې موضوع ګانې دي. د اشرف غني دغوڅرګندونو وښودله چې په دغه روغتون باندې د امريکې هوائي حمله يو خپل سرے اقدام ؤ چې حتی د افغان ولسمشر د قهر او د دغه هېواد ګندونو او خلقو د سخت غبرګون سبب شو. په تېره بيا دا چې د بې پولې ډاکترانو د عملياتو مدير بارټ يانسنز هم ويلي وو چې دغې ادارې  په افغانستان کښې ښکېلو ټولو خواو ته د قندوز د روغتون د دقيق ځاے په باره کښې پوره اطلاعات وکړي وو. په ننګرهار او قندوز کښې د امريکې د فوځ بمباريو يو ځل بيا دا خبره ثابته کړه چې دغه هېواد د کابل حکومت له رسمي غوښتنې سره په دغه هېواد کښې د هوائي حملو د مشروطولو په شمول د افغانستان په وړاندې په خپلو ژمنو باندې ژمن نه دے او له دې نه علاوه له طالب ډلې سره د مقابلې په بهانه په استوګن سيمو باندې حملې هم هغه شان د سپينې ماڼۍ په اېجنډا کښې شتون لري.

----------