تاریخ پاڼه شماره ۲۸۱
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د دسمبر د میاشتې هم له پینځه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
دوه زره اوولس کاله پخوا، د دسبمر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، ستر الهی پیغمبر، حضرت عیسی بن مریم (ع) د فلسطین ټاټوبی په بیت لحم کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې.
حضرت عیسی (ع) د خدائ (ج) په حکم سره، د حضرت بی بی مریم په شان د سپيڅلې او باکرې مور څخه په معجزه ډوله توګه وزیږید اوبیایې په زانګو کښې خبرې پیل کړې او د خپلې پیغمبرۍ زیری یې ورکړ.
په قرآن کریم کښې د دغو معجزو په واضحه توګه یادونه شوې ده.
د آل عمران سورې په پینځه څلویښتم آیت کښې د حضرت عیسی (ع) په اړه راغلي دی: ( په یاد کړه) هغه وخت چې فرشتو وویل: ائ مریم! خدای تاته د یوې داسې کلیمې زېری درکوي چې د هغه نوم مسیح، عیسی د مریم زوئ دی او په دنیا او آخرت کښې عزت مند او خدائ ته نږدې کس دی.
حضرت عیسی (ع) د ژوند په اوږدو کښې بې وزلو او بې نواوو خلکو ته تل ځانګړی پام درلود او له هغوئ سره به یې مرسته کوله.
هغه حضرت په خپل مینه ناک کلام سره چې د آسماني کتاب ، یعنی انجیل زیږنده ؤ، ټول یې د پنځون لوئ او مهربان خالق خواته بلل.
دا په داسې حال کښې وو چې دنیا پالنه او د هغې له ظواهرو سره پېلتیا د خلکو په ژوند، په ځانګړې توګه د بنی اسراییلو په قوم کښې چې حضرت عیسی (ع) د هغو په مینځ کښې مبعوث شوئ ؤ، ډيرې ژورې ریشې ځلولې وې او هغه حضرت هڅه کوله چې هغوئ په دنیاوي هوا او هوس کښې له غرقیدا وژغوري.
هغه حضرت په خپله وینا کښې فرمایي:
(په خاکسارۍ سره، حکمت غوړېږي، نه په تکبر سره، لکه څنګه چې په دښته (هواره ځمکه) کرونده کيږی، نه په غره کښې).
د حضرت عیسی مسیح (ع) د نیکمرغه زوکړې د رارسیدا له امله نړیوالو، په ځانګړې توګه د هغه حضرت پیروانو ته مبارکي وایوو او د نړۍ مسیحیانو ته د هغه حضرت له تعالیمو څخه د پېروۍ د توفیق هیله کوو.
««««««««««««
د حضرت عیسی (ع) د زوکړې کلیزه د جشنونو په جوړولو سره لمانځل کیږي. د روم د کیتولیک کلیسا او د پروټیسټنټ آیین ګڼ شمیر غړي او پیروان د دسمبر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه د کریسمس جشن لمانځي او ګڼ شمیر هم، دغه جشن د دسمبر د څلور ویشتمې نیټې په ماښام ترسره کوي. په ټوله نړۍ کښې د زیاترو ارتوډاکس کلیساګانو غړي هم د دسمبر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه د مسیح د زوکړې جشن لمانځي. په روسیې، اوکراین، د فلسطین په سپیڅلي تاریخي ټاټوبي او نورو ځایونو کښې د ارتوډاکس ځیني مسیحیان له یولیاني تقویم څخه د پیروۍ په اساس د کریسمس جشن د جنورۍ په اوومه نیټه لمانځي. د ارمانیانو د کلیسا غړي د یو ځانګړي دود سره سم د میلاد ورځ او همداراز د مسیح د تعمید د غسل ورځ په یوه وخت د جنورۍ په شپږمه نیټه لمانځي. د کریسمس دولس ورځنۍ مراسم د دسمبر په پینځه ویشتمه د مسیح د زوکړې په کلیزې سره پیلیږي او د جنورۍ په شپږمه ورځ د خاج شویان په جشن سره دوام مومي. که څه هم په مسیحي کال هینداره کښې ډیر مهم مذهبي اختر د پاک اختر ورځ ده چې د عیسی (ع) د مصلوبیدو د ورځې په توګه لمانځل کیږي، خو په امریکا او کینیډا کښې زیاتره خلک کریسمس یوه ډیره مهمه مسیحي کلنۍ پیښه ګڼي.
««««««««««««
یو سلو څلویښت کاله پخوا، د اتلس سوه شپږ اویایم میلادي کال د دسمبر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د هند د لویې وچې یو خپلواکي غواړی سیاستوال او د ننني پاکستان بنسټګر محمد علی جناح په کراچۍ کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه له خپلو زده کړو وروسته په وکالت بوخت شو. جناح څه موده وروسته د یوه اسلامي تشکیل په عمومي منشیتوب وټاکل شو چې دغه تشکیلات د هند د ملي اتحاد د کانګرس د جوړیدو سریزه وه. جناح په نولس سوه لسم میلادي کال کښې د انګلستان د حکومت او هند د اساسي قانون د ادارې په مشرۍ باندې وټاکل شو. هغه په پیل کښې د هندوانو او مسلمانانو د وحدت غوښتونکئ ؤ، خو لکه څنګه چې دغه چاره عملي کیدونکي نه وه، د دغو دوو ډلو له بیلوالي یې ملاتړ وکړ. هغه د برطانیې د استعمار په خلاف د آزادي غواړو په مبارزو کښې د هند د آزادۍ د غورځنګ له مشر مهاتما ګاندي سره ملګرتیا وکړه خو د ګاندي د منفي مبارزې پر خلاف جناح په عملي نښتې باندې باوري ؤ. ګاندي او جناح تر نولس سوه څلویښتم میلادي کاله پورې د انګریزانو په خلاف په خپلو مبارزو کښې ګډ نظر درلود. خو له دې نیټې وروسته د هغوئ تر مینځ د بیلوالي او د نظر د اختلاف نښې نښانې څرګندې شوې او محمد علی جناح د هند د نیمې وچې په مسلمان میشته برخه کښې د یوه خپلواک هیواد د جوړیدا غږ پورته کړ. ګاندي او جواهر لعل نهرو په هندوستان کښې د یوه واحد غیر مذهبي او لائیک هیواد د جوړیدو غوښتونکښ وو خو جناح د یوه اسلامي هیواد پر رامینځته کیدا ټینګار کاوه. د هغه موخه د هندوستان له هندویي برخې څخه د مسلمان میشتې برخې بیلیدل وو. هغه غوښتل، د مسلمانانو په خلاف د هندووانو پخواني ظلم او ستم ختم کړي. جناح په نولس سوه شپږ څلویښټم کال کښې په پارلماني ټاکنو کښې له بریالیتوب وروسته د هند کانګرس له هند څخه د پاکستان د بیلیدا د طرحې تصویبولو ته مجبور کړ. بالاخره دغه چاره د نولس سوه اووه څلویښتم میلادي کال په اګست کښې د محمد علی جناح د اسلامي مبارزو او انساني هڅو په نتیجه کښې ریښتیني شوه او هغه د پاکستان د هیواد بنسټګر شو. محمد علی جناح د پاکستان د خپلواکۍ ترلاسه کونکئ او د دغه هیواد د مسلمان ولس یو په زړه پورئ شخصیت ګڼل کیږي چې د قائداعظم لقب یې ګټلئ دی. محمد علی جناح بالاخره د پاکستان له خپلواکئ یو کال وروسته، د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د ستمبر په یوولسمه نیټه په دوه اویا کلنۍ کښې وفات شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال د مرغومی د میاشتې په پینځمه نیټه، د تهران د پلی تکنیک پوهنتون استاد کامران نجات اللهی د پوهنتونونو د استادانو د پرلتۍ په بهیر کښې د باچا رژیم د عواملو له خوا شهید کړائ شو.
د ویلو ده چې د پوهنتونونو استادانو او مدرسینو د باچا رژیم د پوځي مامورینو د تاوتریخجن چلند او د ایران د مسلمانو او مبارزو خلکو د حق غواړو مبارزو د ځپلو په اعتراض کښې، د تهران په مرکز کښې د لوړو زده کړو او کلتور وزارت په یوه ودانۍ کښې غونډه او پرلتۍ وکړه.
له دې پرلتۍ وروسته، د باچا رژیم عواملو د استادانو د کاربندیز د ماتولو لپاره پر هغوئ برید وکړ او په نتیجه کښې ا ستاد نجات اللهی شهید شو.
««««««««««««
او له ننه دولس کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اتیایم لمریز کال د مرغومی د میاشتې په پینځمه نیټه، د شپږ اعشاریه اته درجې یوې زوروې زلزلې د ایران په جنوب کښې د بم ښار او شا اوخوا سیمې ولړزولې.
په دې بوږنونکی زلزلې کښې، د بم ښار نیم وران شو او یو څلویښت زره کسان پکښې ووژل شول.
همداراز د سیمې لسګونو زره کسان ټپیان او یا بې کوره شول.
د بم له زلزلې سملاسی وروسته، د ایران خلکو او حکومت، د دغې بوږنونکی پېښې زیانمنو کسانو مرستې ته ور ودانګل.
خو د دغې غمیزې اړخونه دومره پراخ وو چې ځینو نړیوالو موسسو او نورو هیوادونو هم د بم ښار زلزلې ځپلو لپاره خپلې مرستې او مرستندویه ځواکونه راواستول.
دغې زلزلې د بم ښار ته، له ځانی مرګ ژوبلو سر بیره، ډیر اقتصادی زیانونه هم واړول او د دغې زلزلې له امله په ځانګړې توګه د بم ارګ مشهورو او لرغونی ځایونو ته زیان ورسید.