د ایران د سپاه پاسداران ځواک د استخباراتو مشر شهید کړی شو
پارس ټوډی- د ایرن د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د دغه ځواک د استخباراتي ادارې د مشر «جنرال پاسدار مجید خادمي» د شهادت خبر ورکړ.
د پارس ټوډی سایټ د راپور پراساس، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په یوې بیانیې کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د استخباراتي ادارې د قدرتمن او پیاوړي مشر «جنرال پاسدار سید مجید خادمي» د شهادت خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ:دغه ستر جنرال په استخباراتي او امنیتي حوزو کښې د اسلامي انقلاب، د نظام او د اسلامي ټاټوبي د صادقانه او د زړورې ساتنې په کابو پنځوسو کلونو کښې ستر ، تل پاتې او درس ورکونکی رول ثبت کړی دی، چې تر پرله پسې کلونو لپاره کولای شي د ایران د استخباراتي ټولنې په تیره بیا د سرلوړي ایران په امنیت او ارامښت کښې د لړزانتیا د رامینځته کولو او د نفوذ لپاره د خارجي شیطاني او سپیرو پلانونو او له خارجي دښمانانو سره په مقابلې کولو کښې لاره پرانیستونکي ووسي.