تاریخ پاڼه شماره ۲۸۸
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له دویمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له لومړی نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
دوه سوه دیارلس کاله پخوا، د اتلس سوه څلورم میلادی کال د جنورۍ په لومړنی نیټه، هایټی، د لاتینی امریکې د لومړنی هیواد په توګه خپله خپلواکی اعلان کړه. د هایټی خپلواکی د فرانسوی مریی ساتونکو په خلاف د دغه هیواد د تورپوستو مریانو له ستر پاڅون او بیا د فرانسې له پوځ سره د مریانو له مبارزې وروسته ترلاسه شوه.
په هایټی باندې د فرانسې استعماری سلطه له شپاړس سوه اوه اویایم میلادی کاله پیل شوې وه. هایټی له خپلواکۍ وروسته له ناکراریو او د قدرت له لاس په لاس کیدو سره مخامخ شو. امریکا چې له هایټی سره نزدې پرته ده له نولس سوه پینځم میلادی کاله د دغه هیواد په کورنیو چارو کښې لاسوهنه پیل کړه او له نولس سوه پینځلسم میلادی کاله یې د هایټی کنټرول په لاس کښې واخیست چې د امریکې په خلاف د دغه هیواد د خلکو د قهر سبب شو. په همدې وجه امریکایی ځواکونه مجبور شول چې په نولس سوه څلور دیرشم میلادی کال کښې له هایټی ووځی خو واشنګټن په هایټی کښې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړ څو په دغه هیواد کښې خپلې ناروا ګټې وساتی.
هایټی هیواد په اته ویشت زره مربع کیلومیټره پراختیا سره د اطلس سمندر په لویدیځ کښې پروت دی او له ډومینیکن هیواد سره ګاونډئ دی.
««««««««««««
یو سلو شپاړس کاله پخوا، د نولس سوه یووم میلادی کال د جنورۍ د میاشتې په لومړنی نیټه، د آسټریلیا هیواد خپلواکی ترلاسه کړه. د لومړنی ځل لپاره هالینډیان په شپاړس سوه شپږم میلادی کال کښې د آسټریلیا ټاپو ته رسیدلی وو. خو د اتلسمې پیړۍ په وروستیو کښې انګلستان دغه جزیره ونیوه او هغه یې د مجرمانو او محکومانو د جلاوطنۍ لپاره وکاروله.
د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایی کښې د آسټریلیا په ځینو سیمو کښې د سرو زرو د معدنونو پیدا کیدل دغه ټاپو ته د ډیرو خلکو د کډه کونې سبب شول. په عین حال کښې خپلواکی غواړی فعالیتونه هم زیات شول تر دې چې د نولس سوه یووم میلادی کال په داسې یوه ورځ د آسټریلیا خلکو له انګلستان څخه خپلواکی ترلاسه کړه. سره له دې په لومړنی او دویم نړیوال جنګ کښې د آسټریلیا پوځیان د انګلستان د پوځ ترڅنګ، د جرمنی په خلاف وجنګیدل.
نن سبا آسټریلیا په ګورنر جنرلی طریقه اداره کیږی چې مشر یې د انګلستان د ملکې تشریفاتی استازی دی.
آسټریلیا جزیره په کابو اوه میلیون او شپږ سوه اتیا مربع کیلومیټره پراختیا سره په آرام سمندر کښې د ایشیاء لویې وچې په جنوب ختیځ کښې پرته ده او د اوقیانوسیه لویې وچې ستره برخه جوړوی. د آسټریلیا پلازمینه کینبرا ښار دی.
««««««««««««
پینځه اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه درې پنځوسم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په دوهمه نیټه، یو پوه ایرانی عالم آیت ا... سید موسی زرآبادی قزوینی وفات شو. هغه په دولس سوه څلور نوېم قمری کال کښې د ایران په شمال کښې په قزوین ښار کښې وزیږید او د اسلامی علومو زده کړو ته یې مخه کړه. آیت ا... زرآبادی په ځوانئ کښې تهران ته راغئ څو په عرفان او فلسفې کښې خپله پوهه زیاته کړی. هغه قزوین ته له ستانیدا وروسته د شاګردانو روزنې او د کتابونو تالیف او په تیره بیا د ځان په اصلاح کولو او په عبادت لاس پورې کړ. دغه ستر عالم د مشروطه غورځنګ په بهیر کښې په لومړیو کښې د هغه پلوئ ؤ، خو په مشروطه غواړو کښې د انحراف له مشاهدې وروسته له هغه څخه څنګته شو. د آیت ا... زرآبادی په ټولو تالیفاتو کښې کولائ شو، (رساله اعتقادات)، (رساله اصول دین) او (حاشیه بر کفایة الاصول) ته اشاره وکړو.
««««««««««««
او له ننه پینځه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه شلم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دولسمه نیټه، اصولی فقیه آیت ا... فیاض زنجانی وفات شو. هغه په لومړیو کښې د خپل مجتهد پلار له آخوند ملا محمدڅخه استفاده وکړه. وروسته یې په تهران کښې د میرزا محمد حسن آشتیانی او میرزا ابوالحسن جلوه په شان د سترو استادانو د درس په کړۍ کښې د حکمت، فقی، اصول، کلام، منطق او تفسیر درسونه زده کړل او په عقلی او نقلی علومو کښې یې مهارت وموند. هغه له دولس سوه اوه اتیایم لمریزکاله د خپل عمر تر پایه پورې کابو دیرش کاله په زنجان کښې استوګنه شو او د هغه خاورې د خلکو د تقلید مرجع شو. هغه په دغو کلونو کښې د تشیع د مکتب یو ډیر ستر مدرس او دودونکئ او له ټولنیز نظره د خپلې زمانې د خلکو پناه ځائ ګڼل کیده.
ذیشان حیدر بنګش