تاریخ پاڼه شماره ۲۹۰
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له څلورمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له دریمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه پینځه شپیته کاله پخوا، د یو سلو درې اویایم هجری قمری کال د ربیع الثانی په څلورمه نیټه، د حضرت امام حسن مجتبی (ع) یو لمسی حضرت عبدالعظیم په مدینه منوره کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې . حضرت عبدالعظیم یو پرهیزګاره او پوهه کس ؤ او د حضرت امام هادی (ع) یو باوری راوی بلل کیده.
حضرت عبدالعظیم د حضرت امام رضا(ع)،حضرت جواد(ع) او حضرت هادی (ع) په څیر له سترو ائمه ؤ په مستقیم ډول حدیث نقل کړی دی.
حضرت عبدالعظیم د حضرت امام هادی (ع) د امامت په وخت ،د هغوئ په وړاندیز سره ،د خلکو د هدایتولو لپاره ایران ته کډه وکړه او تهران ته نږدې په ری ښار کښې استوګنه شو .
هغه د دوه سوه پنځوسم هجری قمری کال په شوال میاشت کښې شهید کړائ شو .
د حضرت عبدالعظیم حسنی (ع) سپیڅلی حرم په ری ښار کښې دی او د خلکو یو مهم زیارت ګڼل کیږی.
««««««««««««
نهه سوه پینځه ویشت کاله پخوا، د پینځه سوه دیارلسم هجری قمری کال د ربیع الثانی په څلورمه نیټه، بغدادی لغت پیژاندی، فقیه، محدث او نحوی ابوبکر محمد انباری وزیږید.
هغه له ځوانۍ د دینی علومو زده کولو ته مخه کړه او نحو او لغت علوم یې له خپل پلاره زده کړل .
ابن انباری د نورو علومو او پوهې له زده کولو وروسته،تدریس ته مخه کړه او ډیر شاګردان یې وروزل .هغه یو پیاوړی او وتلی فقیه ؤ ،په تیره بیا په نحوه کښې هم یو تکړه استاد ګڼل کیده او ګرم او په زړه پورې کلام یې هم درلود.
ابن انباری ډیر ارزښتمن آثار له ځانه په یادګار پریښی دی چې پکښې (منشور الفوائد) کتاب ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
یو سلو دوه څلویښت کاله پخوا، د اتلس سوه پینځه اویایم میلادی کال د جنورۍ په دریمه نیټه، فرانسوی ادیب او لغت پیژاندی پایری لاروسی مړ شو.
هغه په اتلس سوه اوولسم میلادی کال کښې وزیږید. پایری لاروسی له زده کړې سره سم د خپل پلار په کارګاه کښې هم کار کاوه. لاروسی له هغه وخته د لغت د کتاب برابرولو په لټه کښې شو او له کلونو کلونو هڅې او مطالعې وروسته یې (د لاروس ستر فرهنګ) ولیکه.
لاروسی له هغو کسانو څخه ؤ چې د فرانسې په ښوونځیو کښې یې د تدریس او ښوونې روده بدله کړه او درسی کتابونه یې خلاصه او ساده کړل.
««««««««««««
یو سلو شپږ ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دولسم هجری قمری کال د ربیع الثانی په څلورمه نیټه، په تاج العلماء مشهور د هندوستان یو وتلی عالم سید علی محمد بن سلطان العلماء په دوه پنځوس کلنۍ کښې وفات شو. هغه په دولس سوه دوه شپیتم هجری قمری کال کښې د هندوستان په شمال کښې په لکهنو ښار کښې وزیږید.
تاج العلماء یو فقیه عالم، متکلم حکیم ، او پوه محدث ؤ. هغه همداراز د بیلا بیلو دینونو په هکله زیاته پوهه درلوده ،په دې ډول چې د هر دین له نظر خاوندانو او مشرانو سره به خبرو اترو ته کښیناسته. دغه ستر عالم همداراز په دین کښې له روڼ آندو بهیرونو سره مخالف او د انګلستان له ښکیلاک سره په منفی مبارزې باوری ؤ. له تاج العلماء ډیر تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې د یوسف د سورت په تفسیر کښې احسن القصص، او د لمونځ د فضلیت په اړه (د شپی د څراغ ګوهر) ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
او له ننه څلور نوي کاله پخوا، د نولس سوه درویشتم میلادی کال د جنورۍ په دریمه نیټه، د چیک خپلواکی غواړی لیکوال یاروسلاو هاسک مړ شو. هغه په اتلس سوه درې اتیایم میلادی کال کښې په داسې شرایطو کښې وزیږید چې هیواد یې د آسټریا او هنګری تر نیواک لاندې ؤ. په همدې وجه هاسک د خپلو زده کړو له ترسره کولو وروسته د خپل وطن له نیواکګرو سره په سیاسی مبارزو لاس پورې کړ او په دې لاره کښې په ځلونو زندانی شو.
په نولس سوه اتلسم میلادی کال کښې له لومړنی نړیوال جنګ او د آسټریا او هنګری د امپراتورۍ له ړنګیدو وروسته د چیکو سلواکیا سیمې خپلواکې شوې او چیکوسلواکیا هیواد ترې جوړ شو.
د هاسک له آثارو څخه (شوایک، ښه سرباز) او (زما کاڼی خرڅونه) نومی کتابونو ته اشاره کولائ شو.
ذیشان حیدر بنګش