Jan 04, 2017 13:03 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۹۱

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له پینځمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له څلورمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

څلور سوه څلور څلویښت کاله پخوا، د پینځلس سوه درې اویایم میلادی کال د جنورۍ د میاشتې په څلورمه نیټه، په شپاړسمې میلادی پیړۍ کښې د عیسایانو د مشر اوم پاپ ګرګوار په نوښت یو کانفرنس چې د لاس د لنډولو په کانفرنس مشهور شو، جوړ شو.

په دغه کانفرنس کښې چې د عیسایی هیوادونو روحانی استازیو پکښې ګډون درلود، فیصله وشوه چې د عیسایی روحانی چارواکو د انتصاب یا ګمارل کیدا په باره کښې د دغو هیوادونو د باچاهانو لاسونه لنډ شی.

دغه فیصله د اروپا د سلاطینو او د پاپانو تر مینځ د اوږدو او خونړیو جنګونو سبب شوه.

««««««««««««

یو سلو یو اویا کاله پخوا، د دولس سوه اووه شپیتم هجری قمری کال د ربیع الثانی په پینځمه نیټه، وقائع اتفاقیه په نوم د فارسی ژبۍ ورځپاڼه په تهران کښې خپره شوه. د دغې ورځپاڼې خپریدا د قاجار باچا ناصرالدین شاه د سلطنت په دریم کال او د هغه وخت د قابل وزیراعظم میرزا تقی خان امیر کبیر په حکم شروع شوه. د دغې ورځپاڼې مدیریت او سردبیری د حاجی میرزا تذکره چی په غاړه وه او خبرونه یې هم د امیرکبیر تر څارنې لاندې راغونډیدل. هغه مطالب چې په دغه ورځپاڼه کښې به چاپیدل، د ایران د حکومت او نړۍ په هکله خبرونه او د اروپا له مطبوعاتو څخه د علمی مقالاتو ژباړه وه. د دغې ورځپاڼې یو څلویښت ګڼې د امیرکبیر د وزیراعظمۍ په دور کښې خپرې شوې او نهۀ څلوېښتمه ګڼه یې د دغه باکفایت او وطن دوست شخصیت د قتل په خبر مشتمله وه. وقائع اتفاقیه تر څلور سوه دوه اویاوو ګڼو پورې خپره شوه او بیا یې تر نورو نومونوپورې خپریدا دوام وموند.

««««««««««««

یو سلو لس کاله پخوا، د دیارلس سوه اته ویشتم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په پینځمه نیټه، د مشروطې دوه سرداران ستار خان او باقر خان چې له تبریز څخه یې د تهران په لور حرکت کړئ ؤ، په بریالیتوب سره تهران ته داخل شول. د آزادۍ او خپلواکۍ د لارې دغو مبارزانو د محمد علی شاه قاجار په زمانه کښې د تبریز ښار د محاصرې په وخت د دغه ښار د خلکو په مرستې سره د یولسو میاشتو په موده کښې له کم نظیره مقاومت سره له ښار څخه دفاع وکړه او د حکومتی ځواکونوحملې یې شنډې کړې او څه موده وروسته تهران ته راغلل. ستارخان چې په ملی سردار او باقر خان چې په ملی سالار مشهور وو، د مشروطې په غورځنګ کښې د خپلې زړورتیا او مېړانې په سیوری کښې ډیر مجاهدتونه وکړل او خپل نومونه یې د تل لپاره د ایران په تاریخ کښې په زرینو پاڼوکښې ثبت کړل.

««««««««««««

اووه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه اتلسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په پینځلسمه نیټه، آیت ا... میر سید محمد مدرس نجف آبادی په دوه شپیته کلنۍ کښې وفات شو.

هغه په دولس سوه شپږ پنځوسم لمریز کال کښې د ایران د اصفهان په نجف آباد کښې وزیږید او مقدماتی علوم یې په خپل زیږنځائ کښې زده کړل.

ورپسې د زده کړو د دوام لپاره د عراق نجف اشرف ته ولاړ او د لوړو علمی درجو له ترلاسه کولو وروسته اصفهان ته بیرته ستون شو او د ژوند تر پایه پورې څه د پاسه دیرش کاله په تدریس بوخت شو.

د ایران د اصفهان یو شمیر اوسمهاله ستر عالمان د هغه شاګردان دی.

همداراز په دوو ټوکو کښې (حاشیه بر کفایة الاصول) د هغه له اثارو څخه دی.

««««««««««««

او له ننه دوه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوایی ځواک د وخت قومندان ستر جنرال منصور ستاری په یوې هوایی پیښه کښې شهید شو. هغه په دیارلس سوه اووه ویشتم لمریز کال کښې له تهران سره نږدې وزیږید او له ښونځی وروسته ، د پوځ د افسرۍ پوهنځی ته ولاړ. ستر جنرال ستاری د هوایی دفاع د زده کړې وروسته په پوهنتون کښې لوړې زره کړې پیل کړې، خو په دیارلس سوه نهه پنځوسم لمریز کال کښې پر ایران د عراق د بعث رژیم د پوځ له حملې سره، له خپل هیواده د دفاع لپاره د خپل خدمت ځائ ته ستون شو. هغه د جنګ په اوږدو کښې ، د دښمن د پوځی الوتکو د تیری په مقابل کښې د ایران د هوایی حریم د ساتنې لپاره پریمانه میړانتیا او لیاقت وښودلو او په همدې وجه په دیارلس سوه پینځه شپیتم لمریز کال کښې د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوایی ځواک قومندان وټاکل شو. بالاخره ستر جنرال ستاری او د هوایی ځواک څو نور قومندانان له یوه ماموریته د ستانیدا په حال کښې، د هغوئ د الوتکې د فنی خرابۍ او نسکوریدا له امله شهید شول.

 

ذیشان حیدر بنګش