تاریخ پاڼه شماره ۲۹۴
نن د شنبه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له اتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له اوومې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو دوه سوه شپږ کاله پخوا، د دوه سوه دوه دیرشم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په اتمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) قدرمن لمسی، حضرت امام حسن عسکری(ع) د مدینی په سپیڅلی ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې.
هغه حضرت په ماشومتوب کښې له خپل پلار، امام هادی (ع) سره یوځائ د عباسی حکومت تر زور او دباؤ لاندې، د عراق سامرا ښار ته هجرت وکړ او په دې ښار کښې یې د استوګنې په دیارلسو کلونو کښې، له خپل قدرمن پلار څخه علمی ګټه پورته کړه.
حضرت امام حسن عسکری (ع) د خپل قدرمن پلار، امام هادی (ع) له شهادته وروسته تر پینځه کاله زیات د مسلمانانو د امامت او لار ښوونې مسوولیت پرغاړه درلود.
د حضرت امام حسن عسکری (ع) د امامت پړاؤ د عباسی واکمنانو د سیاسی او پوځی قدرت له اوج سره برابر ؤ.
حضرت امام حسن عسکری (ع) یواځې اته ویشت کاله ژوند وکه چې له هغو یې څو کلونه ،تر څارنې لاندې یا جلاوطنه او یا د عباسی واکمنانو په زندان کښې تیر کړل.
په دې توګه دغه قدرمن امام د مسلمانانو د هدایت ډیوې په روښانه ساتلو کښې، د پام وړ رول درلود.
د دغو اغیزو ځلا د هغو مسلمانو پوهانو په روزنه کښې ده چې د امام حسن عسکری (ع) تر تعلیماتو لاندې یې اسلامی علوم زده کړل او هر یو یې په بیلا بیلو اسلامی علومو کښې د لیکل شویو آثارو په رامینځ ته کولو سره، د اسلامی معارف په غوړیدنې او ساتلو کښې مهم ګامونه پورته کړل.
د اسلام د ګران پیغبمر (ص) د قدرمن لمسی د ولادت د کلیزې د مبارکۍ ترڅنګ، د هغه حضرت لنډه وینا را اخلو چې فرمایی: څوک چې له ټولو ډېر د خلکو د حقوقو لپاره پر درناوی قایل دی، له خدائ سره یې مقام تر ټولو اوچت دی.
««««««««««««
یو سلو پینځه شپیته کاله مخکښې، د دولس سوه دیرشم هجری لمریز کال د مرغومی په اتلسمه نیټه، د قاجار پړاو سیاستوال او باکفایته صدر اعظم میرزا تقی خان امیر کبیر د ناصرالدین شاه په حکم قتل شو. هغه د ډیرې زیاتې وړتیا او لیاقت څرګندولو په وجه د ناصر الدین شاه قاجار د سلطنت په وختو کښې صدارت ته ورسید.
امیرکبیر یو خپلواکه، باایمانه، وطن پرست، کلتور دوسته او د پوهې مینه وال انسان و او په ایران کښې د ښوونې او روزنې او کلتور په زمینو کښې د مترقی فکر او اصلاحاتو بنسټګر ګڼل کیده.
هغه د ایران د خلکو د خدمت په لاره کښې له هیڅ خنډه نه ویریده او په خپلې صدراعظمۍ په لنډه موده کښې یې ډیر خدمات او اصلاحات وکړل. امیر کبیر ډیر کوشش کوه چې د ایران په کورنیو چارو کښې د پردیو د لاسوهنې او د اشرافو او ځواکمنو په لاس د هیواد د لوټمارۍ مخه ونیسی.
د امیرکبیر له مهمو اصلاحاتو څخه د دارالفنون ښوونځی جوړولو او د ګټه ورو کتابونو ترجمې او خپرولو او همداشان د علمی او کلتوری ورځپاڼو خپرولو ته اشاره کوی شو. د امیر کبیر خپلواکی غواړی دریځ، د دربار له فساد سره د هغه مبارزه او هم د ایران د ترقۍ په لاره کښې د هغه هلې ځلې د بهرنیو قدرتونو او د هغو د کورنیو عواملو د قهر او کینې د راپاریدو سبب شوې. بلآخره بهرنیو او د کورنیو لاس پوڅو عواملو دباونو قاجار باچا د امیر کبیر عزلولو او کاشان ته د هغه جلاوطن کولو ته وهڅوه او بلآخره په داسې یوه ورځ د کاشان په فین نومی حمام کښې ووژل شو.
««««««««««««
څلور اویا کاله پخوا، د نولس سوه درې څلویښتم میلادی کال د جنورۍ په اوومه نیټه، یوګوسلاویایی فزیک پوه نیکولا ټیسلا مړشو.
هغه په اتلس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال کښې وزیږید. هغه د زده کړو په پړاؤ کښې، له فزیک سره ډیره مینه درلوده.
د ټیسلا تحقیقات او اختراعات تر ډیره په الکتریستیه برخه کښې وو او په دې برخه کښې هغه ډېرې لاسته راوړنې درلودې.
د الټرناټیو بریښنا د ټیسلا له اکتشافاتو ګڼل کیږی او له همدې امله د مقناطیسی چارچ د اندازه کولو واحد د ټیسلا په نوم نومول شوی دی.
««««««««««««
او له ننه یو دیرش کاله پخوا، د نولس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د جنورۍ د میاشتې په اوومه نیټه، په سینا دښته کښې د مصر یو سرحدی پولیس سلیمان خاطر په زندان کښې په شهادت ورسید.
هغه د نولس سوه پینځه اتیایم میلادی کال په اکتوبر کښې د مصر د وخت حکومت او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د کمپ ډیویډ د سازباز د تړون په اعتراض کښې، په سینا دښته کښې یوشمیر صهیونیسټان ووژل.
د مصر حکومت د سلیمان خاطر له نیولو وروسته، په یوه فرمایشی محاکمه کښې هغه په عمری بند محکوم کړ.
خو له څه وخت وروسته، د هغه مړی په داسې حال کښې چې په دار ځړول شوی ؤ، د زندان په روغتون کښې پیدا او د مصر حکومت ادعا وکړه چې سلیمان خاطر ځان وژلی دی.
د دې خبر له اعلانیدا وروسته، په قاهره او د مصر په څو نورو ښارونو کښې د مصر په زرګونو محصلینو ستر لاریونونه وکړل او د مصر د رژیم د دې اقدام پر وړاندې یې خپله غوسه اعلان کړه.
ذیشان حیدر بنګش