تاریخ پاڼه شماره ۲۹۵
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له نهمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له اتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
پینځه اتیا کاله پخوا، د نولس سوه دوه دیرشم میلادي کال د جنورۍ په اتمه نیټه، په جزیرة العرب کښې د انګلستان په مرسته د عبدالعزیز ابن سعود باچاهی پیل شوه. عبدالعزیز بن سعود د حجاز د قبایلو یو مشر و چې د نولسمې پیړۍ په وروستیو او د شلمې پیړۍ په وړومبیو کښې یې له عثمانی حکومت سره مقابله پیل کړه او یولړ بریاوې یې ترلاسه کړې.
په نولس سوه دریم میلادی کال کښې چې عثمانی تُرکان د حجاز له احساء سیمې وشړل شول، د سعودی حکومت بنسټ کښیښودل شو. د وړومبی نړیوال جنګ په دوران کښې سعودیانو د بریطانیا ملګرتیا وکړه. په نتیجه کښې له نړیوال جنګ وروسته د عثمانی حکومت د ماتې په وجه پر عربستان عثمانی ولکه بیخی ختمه شوه. په هغه جنګ کښې چې د عبدالعزیز بن سعود او د مکې د شریف او واکمن حسین بن علی ترمینځ ونښت، ابن سعود ځینې بریاوې ترلاسه کړې او داشان حجاز هم د هغه د قلمرو یوه برخه شوه.
بلآخره انګلستان دا سیمه په نولس سوه شپږ ویشتم میلادي کال کښې د جدې د تړون له مخې خپلواکه وپیژندله او عبدالعزیز بن سعود ځان د حجاز باچا وباله او بیا یې په نولس سوه اووه ویشتم میلادي کال کښې خپل عنوان د حجاز او نجد په سلطان بدل کړ. څه موده پس د نولس سوه دوه دیرشم کال د جنورۍ په اتمه نیټه عبدالعزیز د عربستان د سلطان په توګه د باچاهۍ په تخت کښیناست او ورسره په یو وخت عربستان هیواد جوړ شو او د سعود د نوم په وجه سعودی عربستان ونومول شو.
آل سعود د باچاهې تخت ته تر رسیدو او په خلکو باندې د وهابیت د بې لارې تفکر د ورتپلو لپاره ډیر قتلونه وکړل او وینې یې وبهولې.
««««««««««««
دوه څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په نولسمه نیټه، په عصار مشهور یو ایرانی فیلسوف او حکیم آیت ا... سید محمد کاظم لواسانی وفات شو. هغه په دولس سوه درې شپیتم هجری لمریز کال کښې د عراق په کاظمین ښار کښې وزیږید او درې کلن ؤ چې له خپل پلار سره د ایران پلازمینې تهران ته راغئ. سید محمد کاظم د دینی درسونو زده کړې له ماشومتوبه پیل کړې او پینځلس کلن ؤ چې د نویو علومو زده کولو ته یې مخه کړه. خو یو ځل بیا حوزې ته ستون شو او په جدی توګه یې د فلسفی او عرفان زده کولو ته مخه کړه. هغه په نهه ویشت کلنۍ کښې عراق ته ولاړ او له سترو استادانو یې فقه او فلسفه زده کړل. آیت ا... عصار ایران ته له راستانیدا وروسته د زده کړو په نویو او زړو معتبرو مرکزونو کښې د فلسفی، منطق، فقی او ریاضیاتو تدریس ته مخه کړه. هغه د نامتو شاګردانو له روزنې سربیره ، یو شمیر مهم اثار هم له ځانه په یادګار پریښودلی دی چې پکښې کولئ شو، (علم الحدیث)، (سه رساله در حکمت اسلامی) او (تفسیر سوره حمد) ته اشاره وکړو.
««««««««««««
نهه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په نولسمه نیټه، د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولی د پینځلسمې نیټی له پاڅون وروسته ، ، په قم سپیڅلی ښار کښې د ایران د باچا رژیم پرضد د دغه هیواد د مسلمانو خلکو لومړنۍ پراخې او پرتمینې مظاهرې وشوې. په دې ډول له څوارلسو کلونو وروسته، د ایران خلکو یو ځل بیا په پیاوړو او انقلابی روحیو سره ( درود دې وی په خمینی) شعارونه ورکړل .دغه مظاهرې د تهران د مازیګر چاپ په یوې ورځپاڼې کښې ، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) پر ضد د سپکونکې مقالی له چاپیدو وروسته وشوې.
په دی ورځ خلکو او روحانیونو د قم په ستر جومات کښې په پرلتۍ وهلو سره ، په ډاګه د باچا رژیم د لیرې کیدا غوښتنه وکړه او همدا موضوع د دې لامل شوه ، د رژیم ماموران په مظاهره کوونکو حملې وکړی او زیات شهیدان او ژوبل کړی . له دغې غمجنې پیښې وروسته ، زیاتره عالمان او روحانیان نورو ښارونو ته جلاوطن کړائ شول او په دې ډول د دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی نولسمه نیټه د ایران د اسلامی غورځنګ د اوج پیلامه شوه چې بالاخره د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال په سلواغې کښې بریالئ شو.
««««««««««««
او له ننه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په نولسمه نیټه، د عراق په دوهم مهم ښار بصرې کښې د صدام د تیریګر رژیم د پوځ پرضد د (کربلائ پنج )په نامه د ایرانیو جنګیالیو ستر عملیات پیل شول . د دغه سیمې د اهمیت په دلیل ، د عراق د بعث رژیم په دغه ښار کښې ستر خنډونه جوړ کړی وو چې ترې تیریدل ممکن نه وو . خو د ایران میړنیو جنګیالیو په لوئ خدائ په تکیې سره دغه خنډونه له مینځه یوړل او تیریګر دښمن ته یې درانه ګوزارونه ورکړل ، په دې ډول چې د عراق پوځ (کربلائ پنج) په عملیاتو کښې له اتیا زیاتې جنګی الوتکې او اووه سوو زیات ټانګونه له لاسه ورکړل او په زرګونو عراقی عسکر ووژل، ژوبل او یا هم ژوندی ونیول شول.
د (کربلائ پنج) عملیاتو صدام رژیم ته وښودله ، چې په ایران د تیرې لپاره له دغه رژیم څخه د عربی او لویدیځو حکومتونو له ملاتړ سره سره ، د ایران د باایمانه او میړنیو جنګیالیو په مقابل کښې بشپړ ناتوانه او زیان موندونکی دی .
ژباړن: ذیشان حیدر