Jan 11, 2017 13:20 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۹۷

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له لسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

اووه نوي کاله پخوا، د نولس سوه شلم میلادی کال د جنورۍ په لسمه نیټه، نړیوالې ټولنې په جنیوا ښار کښې د خپلې وړومبنۍ غونډې په ترسره کولو سره په رسمی توګه خپل کار پیل کړ. دغه ټولنه له وړومبی نړیوال جنګ وروسته د ورسای د سولې تړون په لاسلیکیدو او د امریکې د هغه وخت د ولسمشر ووډرو ویلسن د څوارلس ګونو اصولو په اساس، جوړه شوه.

د نړیوالې ټولنې د فعالیت په پیل کښې څو افریقایی هیوادونه او شوروی او حتی امریکا چې په یوډول یې د داسې یو سازمان د جوړیدو مشوره ورکړې وه، په دغه ټولنه کښې شامل نه شول او د انګلستان او فرانسې حکومتونو هم په یوازې د هغې ملاتړ وکړ. د دې سازمان منشور، غړی ژمنوی چې د یو بل متقابل احترام وکړی او د هغوئ په خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا باندې د تیری په خلاف اقدام وکړی او د هغوئ د لانجو په هواری کښې د زور له کارول کیدو ډډه وکړی او د هغوئ د اختلافاتو حل په وړومبۍ درجه کښې، اول دغې ټولنې او قضاوت ته وړاندې کړی.

همداراز د هغو غړو حکومتونو لپاره ځینې سزاګانې هم په نظر کښې نیول شوې وې چې د نړیوالې ټولنې د منشور خلاف ورزی وکړی. خو د نړیوالې ټولنې د پریکړو د اجرایی ضمانت نشتوالی د دغې ټولنې ترټولو ستره ستونزه او د هغې د منحلیدو اصلی عامل ؤ. همدا چاره سبب شوه چې له دویم نړیوال جنګ نه په مخکښنیو کړکیچونو کښې د جرمنی او ایټالیا په شمول د هغې زمانې سترو قدرتونو دغه نړیوال سازمان ناڅه وشمیره.

د نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال په اپریل کښې له دویم نړیوال جنګ وروسته د نړیوالې ټولنې د ارګان پرځائ د ملګرو ملتو سازمان جوړ شو خو د نړیوالې ټولنې ځینی جوړښتی ستونزې څه ناڅه په ملګرو ملتو کښې هم شته دی.

««««««««««««

شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه دیرشم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په یویشتمه نیټه، د فقې، اصولو او د طبیعې علومو او جغرافیا په شمول په ماډرن علمونو کښې د ایران یو ستر شخصیت استاد ابوالقاسم سحاب وفات شو.

هغه په دولس سوه شپږ شپیتم لمریز کال کښې په تفرِش ښارکښې وزیږید او په ځوانۍ کښې یې د فقې او اصولو په برخه کښې د دغه ښار له عالمانو زده کړه پیل کړه. استاد سحاب له عربۍ، فرانسوۍ، انګریزۍ او جرمن ژبې سره هم اشنا ؤ. له هغه څخه په مختلفو زمینو کښې اویا کتابونه په یادګار پاتې دی چې پکښې (زندګانی ائمه) ،(فرهنګ خاورشناسان) نومې کتابونو او د قرآن تاریخ او همداشان په شپږو ټوکو کښې د کارپینټر جغرافیا ژباړې ته اشاره کولائ شو.

ابوالقاسم سحاب په دیارلس سوه پینځلسم لمریز کال کښې په خصوصی برخه کښې د ایران لومړنی جغرافیایی او کارتوګرافی موسسه جوړه کړه. د سحاب جغرافیایی او کارتوګرافی موسسه اوس هم په ایران کښې یوه ډیره ستره جغرافیایی موسسه ګڼل کیږی. د هغه د موسسې یوازې په کتابتون کښې د جغرافیا تخصصی کابو شپاړس زره ټوکه کتابونه ، د جغرافیا د څو دورو اتلس زره کتابونه او د نقشو شل زره نسخې موجودې دی.

««««««««««««

څلور پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه درې شپیتم میلادی کال د جنورۍ په لسمه نیټه، دوو سویس صنعتګرانو الیکټرانیکی ساعت جوړ کړ. سولویل او ټایټس له دولسو کالو هلوځلو وروسته د سل هاو ټوټو او دقیقو اوزارو په سره نښلولو سره د دغه ساعت په جوړولو بریالی شول. په الیکټرانیکی ساعت کښې د الیکټرونونو حرکت مخ په وړاندې د ساعت د ستنو د خوځیدو لامل کیږی. دا ډول ساعت اټومیټیک دی او ډیر منظم او دقیق کار کوی او د تیروتنې اندازه یې هم ډیره کمه ده.

««««««««««««

او له ننه پینځه کاله پخوا، د دیارلس سوه نوېم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په یویشتمه نیټه، د ایران اټومی پوه مصطفی احمدی روشن د صهیونیسټ رژیم عواملو په لاس ترور شو او په شهادت ورسید. هغه د ایران د اټومی د سوله ایز پروګرام څلورم شهید ؤ. احمدی روشن په دیارلس سوه اته پنځوسم لمریز کال کښې د ایران په لویدیځ کښې له همدان سره نږدې په یوه کلی کښې وزیږید او د مدرسې له زده کړو وروسته د کیمیکل انجینیرنګ په څانګه کښې له پوهنتونه فارغ التحصیل شو. هغه د ایران په سوله ایز اټومی فعالیتونو کښې له بوختیدا سربیره ، علمی مطالعو او په معتبرو مجلو کښې د مقالو لیکلو ته هم مخه کړه. مصطفی احمدی روشن په داسې حال کښې چې د خپل کار ځائ ته روان ؤ، تر حملې لاندې وراغئ او له خپل ډرائیور رضا قشقایی سره په شهادت ورسید. څه وخت وروسته د هغه او د ایران د نورو اټومی شهیدانو قاتلان ونیول شول او د دغه ټیم غړیو د صیهونیسټ رژیم سره د تړاؤ او د دغه رژیم د مامورینو لخوا د ترور په زده کړې ورکولو او په پائ کښې یې د ایران د اټومی پوهانو په ترورولو اعتراف وکړ.

 

ژباړن: ذیشان حیدر