Jan 19, 2017 09:50 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۰۶

نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له شلمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له نولسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

درې سوه څلور کاله پخوا، د یوولس سوه څلور دیرشم هجری قمری کال د ربیع الثانی په شلمه نیټه، ایرانی شاعر او ادیب، حاج لطفعلی بیک آذر بیګدلی د ایران په اصفهان ښار کښې وزیږید.

هغه څه موده په قم او شیراز کښې تیره کړه او بالاخره د حج له سفره له راستانیدا وروسته، په خپل زیږنځائ اصفهان کښې استوګنه شو.

حاجی لطف علی بیک، په هغه وخت کښې په ایران کښې د جګړې له امله د ناامنۍ او قحطۍ سره سره، د علم زده کړه پرې نه ښوده او د ډېرو عالمانو، شاعرانو او فاضلانو په درسی ټولګیو کښې یې ګډون وکړ او له هر یوه یې ګټه پورته کړه.

هغه په وینا والۍ، شعر پېژندنې او د شاعرانو د حال شرح په اړه په معلوماتو کښې ډېره پوهه درلوده.

د دغه ایرانی شاعر له آثارو دهغه د شعری دیوان کتاب او د اوسمهالو او له ځانه د پخوانیو شاعرانو په اړه د ((آتشکده آذر)) کتاب ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دیرشمه نیټه، د خلکو ترمینځ ایران ته په لنډه موده کښې د حضرت امام خمینی (رح) د ستنیدا خبر په پراخه کچه خپور شو. دغه خبر د ایران په خلکو کښې زیاته خوشحالی رامینځته کړه. د امام خمینی (رح) د راستنیدا او د هغوئ د هرکلی د څرنګوالی په باره کښې خبرو اترو د خلکو په وړو او لویو ټولنو کښې یو نه بیانیدونکې شور او شوق رامینځته کړ. له بلی خوا ایران ته د ستنیدا په اړه د امام خمینی (رح) د پریکنده فیصلې اعلان د شاه د رژیم عوامل له سخت بحران او وارخطایی سره مخامخ کړل. هغوئ هڅه کوله چې د ځان د نجات لپاره یوه لاره پیدا کړی او له هغوئ څخه زیاتره په استعفی ورکولو او له ایرانه تیښتې ته مجبور شول. د شاه له رژیم سره تړلی ځینو پوځیانو هم په بې دفاع خلکو باندې په حملو سره د پهلوی رژیم د ساتنې لپاره له خپلو وروستیو هڅو کار واخیست. خو دغو اقداماتو نه یوازې د ایران د خلکو په اراده کښې څه خنډ پېدا نکړ بلکې هغوئ یې د وروستۍ بریا تر حاصلولو پورې خپلې لارې ته د دوام ورکولو په اراده کښې لا زیات پیاوړی کړل.

««««««««««««

دوه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په دیرشمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت لومړنی لومړی وزیر انجینیئر مهدی بازرګان وفات شو. انجینیئر مهدی بازرګان په دولس سوه شپږ اتیایم لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او په فرانسی کښې یې د میکینیکل انجینیئرنګ د ډکټرا په څانګه کښې خپلې زده کړې ترسره کړې. هغه له دیارلس سوه شلم لمریز کاله د تهران په پوهنتون کښې تدریس ته مخه کړه. انجینیئر بازرګان د تیلو د صنعت د ملی کیدا په بهیر کښې سیاسی مبارزو ته ور ننوته او د دیارلس سوه دوه دیرشم لمریز کال د زمری د اته ویشتمې نیټی له کودتا وروسته ونیوئ او جلاوطن کړائ شو. بازرګان، له زندانه له آزادیدا وروسته له څو نورو سیاستوالو سره د آزادۍ د غورځنګ د ټولنې بنسټ کیښود . د آزادۍ غورځنګ مشران په دیارلس سوه څلور دیرشم لمریز کال او وروستیو کښې ، د شاه رژیم پر ضد د فعالیتونو په وجه، د دغه رژیم په وسیله ونیول شول او بازرګان هم په زندان محکوم شو. مهدی بازرګان له اسلامی انقلابه څه وخت وړاندې د انقلاب د شورا غړئ شو او د دغه شورا له وړاندیز سره ، د لنډ مهاله حکومت په جوړولو مامور شو. د دغه حکومت عمر د اسلامی انقلاب د معظم رهبر له لیدتوګو سره د بنسټیزو اختلافونو او په لنډمهاله حکومت کښې د انقلاب ضد کسانو د نفوذ په وجه له نهه میاشتو زیات نه ؤ. بازرګان بالاخره د دیارلس سوه درې اویایم لمریز کال د مرغومی د میاشتې په وروستئ نیټه د زړه د ناروغئ له امله په اووه اتیا کلنۍ کښې وفات شو.

««««««««««««

او له ننه اووه کاله پخوا، د دوه زره لسم میلادی کال د جنورۍ په نولسمه نیټه، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یو قوماندان محمود المبحوح د عرب اماراتو په دبۍ ښار کښې شهید کړائ شو. هغه د صهیونیسټ رژیم د جاسوسی تنظیم موساد د یو شمیر مامورانو په لاس چې د څو اروپایی هیوادونو په جعلی پاسپورټونو سره دوبۍ ته داخل شوی وو په هوټل کښې شهید کړ.

المبحوح په نولس سوه شپیتم میلادی کال کښې د غزې د تړانګې په جبالیا کیمپ کښې په یوې فلسطینی مذهبی کورنۍ کښې وزیږید. هغه د میکینک انجنیئرنګ په څانګه کښې فارغ التحصیل شو او له څو ژبو سره یې اشنایی درلوده. شهید المبحوح د حماس د پوځی څانګې عزالدین القسام د کنډکونو له جوړونکو څخه ؤ او په ځلونو یې د خپلې وژلې لپاره د صهیونیسټ رژیم هڅې ناکامه کړې. د محمود المبحوح له شهادته څو میاشتې وروسته صهیونیسټ رژیم په څرګنده د دغه اقدام په ترسره کولو اعتراف وکړ او د دغه قتل مسئولیت یې په غاړه واخیست.

دغه جنایت وښودله چې د صهیونیسټ رژیم حکومتی ترهه ګر د لویدیځوحکومتونوپه ملاتړ سره په نورو هیوادونو کښې هم د فلسطینی مبارزانو له وژلو څخه ډډه نه کوی.

 

ذیشان حیدر بنګش