تاریخ پاڼه شماره ۳۰۹
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له درویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له دوه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
دوه سوه دوه څلویښت کاله پخوا، د اوولس سوه پینځه اویایم میلادی کال د جنورۍ په دوه ویشتمه نیټه، فرانسوئ ریاضی پوه او فزیک پوه آندره میری ایمپر وزیږید . هغه له ماشومتوبه له ریاضۍ سره مینه درلوده او په دې څانګه کښې یې مطالعې ته مخه کړه. ایمپر د پاریس د پولی ټیکنیک پوهنتون استاد ؤ او مهم اکتشافات او اختراعات یې رامینځته کړل. هغه د بریښنایی ټیلیګراف دستګاه اختراع او د بریښنایی بهیر شدت ېې کشف کړ او د هغه د اندازه کولو لپاره یې یوه وسیله جوړه کړه .
ایمپر د الیکټرو ډاینیمیک د برخې لاس راوړونکئ بلل کیږی او د فزیک په برخه کښې یې د هغه د خدماتو له امله د بریښنایی بهیر واحد د هغه په نوم یعنی (ایمپر) نومولئ دی . ایمپر په اتلس سوه شپږ دیرشم میلادی کال کښې مړ شو .
««««««««««««
دوه سوه نهه ویشت کاله پخوا، د اوولس سوه اته اتیایم میلادی کال د جنورۍ په دوه ویشتمه نیټه، انګریز شاعر ( جارج ګورډن بایرن ) وزیږید. هغه له لوړو ژورو ډک ژوند او جنجالی شخصیت درلود. د بایرن آثار له احساسه ډک او انتقادی دی. بایرن له ځوانئ د شعر ویلو ته مخه کړه او د شعرونو لومړئ ټولګې یې (فارغ ساعتونه ) نوم درلود. د هغه له نورو آثارو څخه (د شیلان زندان ) او ( چایلډ هارولډ) ته اشاره کولائ شو. بایرن اروپا او آسیا ته سفرونه وکړل او بالاخره په اتلس سوه څلورویشتم میلادی کال کښې د عثمانی امپراطورئ او یونانیانو د جنګ په وخت کښې په داسې حال کښې چې د یونانیانو په څنګ کښې جنګیده، ووژل شو .
««««««««««««
نهه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دریمه نیټه، د ایران له مبارزو روحانیانو یوې ټولنې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشری حقوقو کمیشن ته په یوه لیک کښې، د مدنونو د آزادۍ او د سیاسی زندانیانو د آزادۍ غوښتونکی شول. دغه لیک په داسې حال کښې خپور شو چې د ایران اسلامی انقلاب تازه یوې نوی مرحلې ته داخل شوې ؤ. ایرانی روحانیانو د خپل لیک په ځینو برخو کښې راوستی : په داسې شرایطو کښې چې د نړۍ بی وزلې ولسونه یو په بل پسې خپله خپلواکی ترلاسه کوی او د اسارت او غلامۍ زنځیرونه شلوی، د ایران د شریف ولس حقوق د پهلوی د شرمناکې لړۍ د سپیرو موخو قربانی کیږی او هره ورځ زمونږ د ولس لاسونه او پښې د اسارت او غلامۍ په زنځیرونو لا تړلی دی. هغوئ همداراز د امام خمینی (رح) جلاوطنی، د مجاهدینو زندانی کول او د آیت ا... خامنه ای په شان د ځینو لوړ رتبه روحانیانو جلاوطنۍ و غندله. ایرانی روحانیانو د ملګرو ملتونو د سازمان د بشری حقوقو کمیشن ته د خپل لیک په وروستیو کښې ، د امام خمینی (رح) او نورو روحانیانو د جلاوطنۍ د ختمیدا، د سیاسی زندانیانو د آزادیدا او د بیان، قلم او ټولنو د آزادۍ غوښتونکی شول. البته همهغه راز چې هیله کیده، دغه کمیشن د باچا د رژیم لخوا د ایران د خلکو پر حقوقو د پراخه تیری د مخنیوی لپاره کوم ځانګړئ اقدام و نه کړ.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دریمه نیټه، ایران ته د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر د حضرت امام خمینی(رح) د راستانیدا په اړه د فیصلې له څرګندیدا وروسته د ( کمیته استقبال از امام) تر عنوان لاندې یوه غونډه جوړه شوه. په دغه کمیته کښې له بیلابیلو انقلابی ډلو او ګوندونو پنځوس زره غړی شامل وو. د کمیتی اصلی ماموریت د امام هرکلی، د هغه د ځان ساتل، نظم رامینځته کول او وطن ته د امام خمینی د راستانیدا په مراسمو کښې د امنیت او ثبات ټینګول وو. له امام څخه د هرکلی کمیتی په مناسب نظم سره د تهران او د نورو ښارونو د کابو پینځه ملیونه هرکلی کونکو د کوربه توب په موخه خپله وظیفه په ښه توګه ترسره کړه او د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکښې او وروسته هم د انقلاب د ساتنې او دوام لپاره د انقلابی ارګانونو کمیټې جوړې کړې.
همداراز په دې ورځ کښې پوځی او پولیسی ځواکونه د قم له مذهبی ښاره ووتل او د خلکو په کنټرول کښې راغئ.
ذیشان حیدر بنګش