تاریخ پاڼه شماره ۳۱۲
نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له شپږ ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له پینځه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
نهه سوه شل کاله پخوا، د پینځه سوه اتلسم هجري قمري کال د ربیع الثاني په شپږویشتمه نیټه، په ایران کښې د اسماعیلیانو د حکومت بنسټګر حسن صبّاح وفات شو. هغه خوا او شا په څلور سوه پینځه څلویښتم قمري کال کښې د قم په سپیڅلی ښار کښې زیږیدلئ ؤ او په ماشومتوب کښې له خپلې کورنۍ سره یوځائ د تهران د سویل ری ښار ته لاړ. حسن په دغه ښار کښې د اسلامي او شیعه علومو زده کړه پیل کړه خو په ځوانۍ کښې یې اسماعیلیه فرقې ته ګروهنه پیدا کړه. د دغې فرقې منونکي د نورو شیعیانو په اپوټه له حضرت امام جعفرصادق (ع) وروسته د هغه زوئ حضرت امام کاظم (ع) امام نه ګڼي او د اسماعیل په نوم د حضرت امام جعفر صادق (ع) یو بل زوئ یې د وروستي امام په توګه منلئ دی.
حسن صباح له دغې فرقې سره له اشنا کیدو وروسته مصر ته لاړ څو د دغه فرقې له تعلیماتو لا زیات خبر او پوه شي. په هغه وخت کښې د اسماعیلیه مشران د مصر فاطمي خلفا وو. حسن صباح په څلور سوه درې اویایم هجري قمري کال کښې ایران ته راستون شو او په مختلفو سیمو کښې یې د اسماعیلیه فرقې تبلیغ پیل کړ.
هغه په څلور سوه درې اویایم قمري کال کښې د ایران په شمال کښې له قزوین سره نزدې د الَموت مضبوطه قلا ونیوله او په ایران باندې د واکمنو سلجوقیانو د حکومت خلاف یې پاڅون پیل کړ. د صباح په مشرۍ د اسماعیلیانو حکومت د ایران د شمال ختیځ، سویل او حتی په مرکز کښې مختلفې سیمې او قلاګانې ونیولې او د سلجوقیانو ډیر مشران یې ووژل.
حسن صباح یو فاضل کس ؤ او په کلام، فلسفې او نجومو کښې یې ډیره تجربه درلوده او د خپلو منونکو لپاره یې یو شمیر کتابونه هم لیکلي دي.
««««««««««««
یو سلو دوه کاله پخوا، د دولس سوه درې نوېم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شپږمه نیټه، د لومړنی نړیوال جنګ په بهیر کښې د ایران په آذربایجان کښې د عثمانی او روسی ځواکونو ترمینځ جنګ پیل شو. د لومړنی نړیوال جنګ له پیلیدا او په دی جنګ کښې د ایران د بې پلویتوب له اعلان سره سره ، عثمانی ځواکونو د دولس سوه درې نوېم لمریز کال د مرغومی په وړومبیو کښې د ایران پر آذربایجان یرغل وکړ او هغه یې ونیوه. د عثمانی له تیری وروسته، د روسیې حکومت هم خپل ځواکونه ایران ته راولیږل او د ایران د ښارونو د نیوللو لپاره د ایران په خاوره کښې د دواړو لورو ترمینځ خونړۍ نښته رامینځته شوه. دغه جنګ د دولس سوه درې نوېم لمریز کال د مرغومی په اتمه نیټه د عثمانی له ماتی سره پائ ته ورسید او تر څو کلونو پورې، د روسیې پوځ د ایران په شمال او لویدیځ کښې ډول ډول جنایتونه او لوټ مارۍ ته دوام ورکاوه. په هغه وخت کښې، د ایران حکومت د قاجاریه باچاهانو د لړۍ د کمزورئ په وجه د انګریزانو تر نیغ په نیغه مداخلو لاندې راغئ. په همدې وجه یې د نیواکګرو ، چې د هیواد شمال او جنوب یې نیولئ ؤ، پر ضد ترټولو لږ مقاومت ونه ښودلو.
««««««««««««
دوه پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شپږمه نیټه، د ایران د باچاهۍ د تر ټولو مهم ګوډاګی د امیر عباس هویدا لومړی وزیری پیل شوه. د شاه رژیم لومړی وزیر د حسنعلی منصور له انقلابی اعدامه وروسته، امیر عباس هویدا چې د منصور په کابینې کښې د مالیې وزیر ؤ، د کابینې د جوړونې مامور شو. هویدا تر دیارلس سوه شپږ پنځوسم هجری لمریز کاله، کابو دیارلس کاله په دی څوکۍ پاتی شو. د هویدا د صدارت اوږد پړاؤ چې د پینځه ویشتو لومړی وزیرانو د وزارت له مودې سره برابر ؤ، د محمد رضا پهلوی د باچاهۍ د ثبات او ارامښت پړاؤ ګڼل کیده. هویدا د صدارت پړاؤ له ختمیدا وروسته، نورو چارو ته مخه کړه تر دې چې دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال په لړم میاشتې کښې په یوه غولونکی اقدام کښې د ازهاری د پوځی حکومت لخوا ونیوئ شو. خو دغه نیونه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب سره په یو وخت ترسره شوه او بالاخره د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه څو ورځې وروسته د انقلاب د عدالت په حکم چرمری کړئ شو.
««««««««««««
پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شپږمه نیټه، د (کمیونیسټانو اتحادیې) په نوم یوې انقلاب ضده ډلې د ایران په شمال کښې پر آمل ښار برید وکړ. وسله والو انقلاب ضده کسانو د کمیونیسټانو د اتحادیې په چوکاټ کښې د خپلو ټولو ځواکونو او امکاناتو په راغونډولو سره ، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د سلواغی د شپږمې په شپې په آمل ښار حمله وکړه څو د ایران په شمال کښې هغه د خپلو وروستیو حملو لپاره مرکز وټاکی. خو د دغه ښار انقلابی او جنګیالیو خلکو په لنډه موده کښې انقلاب ضده یرغل له مینځه یوړه. که څه هم په دغه انقلاب ضده وحشیانه برید کښې د دغه ښار څو شمیر اوسیدونکی شهیدان شول خو ډیر شمیر تیریګر هم ووژل ، ونیول او پاتی کسان یې په ښا او خوا ځنګلونو کښې خواره واره شول. د انقلاب ضده برید په مقابل کښې د آمل ښار د خلکو کوڅې تر کوڅې مقاومت د دی لامل شو چې آمل ښار په هزار سنګر مشهور شي.
««««««««««««
او له ننه یوولس کاله پخوا، د دوه زره شپږم میلادی کال د جنورۍ په پینځه ویشتمه نیټه، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس)، د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د حکومت په پارلمانی انتخاباتو کښې په ګډون سره د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړ. په دغه انتخاباتو کښې چې د بهرنیو څاروونکو په شتون سره تر سره شول، حماس، د دوئ پر ضد د لویدیځی حکومتونو او صهیونیسټ رژیم د رسنیو د منفی تبلیغاتو سره سره، وتوانید، چې د پارلمان له یو سلو دوه دیرشو څوکیو څخه، شپږ اویا څوکۍ تر لاسه کړی او اکثریت ترلاسه کړی. په دې توګه د حماس غورځنګ، اسماعیل هنیه، د خپل حکومت د لومړی وزیر په توګه وټاکه او د دغه نیت د درلودنې اعلان یې وکړ، ، چې د فلسطین د آزادی غواړی سازمان په ګډون سره به د ملی وحدت حکومت جوړ کړی.
خو صهیونیسټی رژیم او لویدیځی حکومتونو، په تیره بیا امریکا، د اقتصادی، سیاسی، پوځی او تبلیغاتی دباوونو په اچولو سره هڅه کوی، چې د حماس ولسی حکومت ، په دې پلمې سره، چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم په رسمیت نه پیژنی، نسکور کړی. په همدې لړ کښې ، دغه رژیم له میاشتو کلابندۍ وروسته، د دوه زره اتم او دوه زره څوارلسم میلادی کالو کښې پر غزه سخت او وحشیانه بریدونه پیل کړل، چې د ولس او حماس غورځنګ او د فلسطین د نورو مبارزو ډلو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. د فلسطین د ولس او د هغو د غوره شوی حکومت پر ضد، د لویدیځی حکومتونو، په ځانګړې توګه د امریکا اقداماتو، وښودله، چې لویدیځ تر هغه ډیموکراسۍ او بشری حقوقو ته ژمن دی، چې د هغو ئ او د هغوئ د ملګرو، په ځانګړې توګه د تل ابیب ناروا ګټې په خطر کښې ونه لویږي.
ذیشان حیدر بنګش