تاریخ پاڼه شماره ۳۱۵
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې نهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له نهه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له اته ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
اووه سوه پینځه شپیته کاله پخوا، د شپږ سوه درې اویایم هجری قمری کال د ربیع الثانی په میاشت کښې، په شمس الدین مشهور، نامتو محدث او مورخ محمد بن احمد ذهبی وزیږید. هغه د حدیثونو راغونډولو سره زیاته علاقه درلوده او د دغه علم د بشپړولو لپاره یې زیات سفرونه وکړل او په دغو سفرونو کښې یې له بزرګانو او عالمانو څخه زیات حدیثونه واوریدل. ذهبی د اسلام د تاریخ او د دغه پړاؤ د مشهورو شخصیتونو پیښې د اسلام د مبین دین د ظهور له وخته تر اووه سوه څلورم هجری قمری کال پورې تعقیب کړل او د دغه پړاؤ د محدیثینو خبرونه او پیښې یې هم ولیکلې. هغه دغه ټولګه د اسلام تاریخ تر عنوان لاندې د یو کتاب په شکل برابره کړې ده. د ذهبی له اثارو څخه د علم خاوندانو زیاته استفاده وکړه او په اکثرو موقعو کښې د علم څېړونکی د احادیثو د اوریدو لپاره د هغه په محضر کښې حاضریدل. د هغه له اثارو څخه (الکاشف)، (طبقات القُراء)، (المعجم الصغیر) او (المعجم الکبیر) کتابونو ته اشاره کولئ شو. ذهبی په اووه سوه اته څلویښتم هجری قمری کال کښې د سوریې په پلازمینه دمشق کښې وفات شو.
««««««««««««
پینځه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه شلم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په نهمه نيټه، د دیارلس سوه شلم لمریز کال د وږي په میاشت کښې پر ایران د شوروي او انګریز پوځيانو له تيري او په دویم نړیوال جنګ کښې د دغه هيواد له بې پلوۍ له تر پښو لاندې کولو وروسته، د دریو هیوادونو تر مینځ درې اړخیز تړون لاسلیک شو. د دغه تړون په اساس، د ایران د وخت دولت د اړتیا له مخې ومنله چې خپل ځمکني، سمندري او هوايي لارې او وسایل د متفقینو په واک کښې ورکړي څو هغوئ له ایرانه د تجهیزاتو د استولو له لارې، د نازي جرمني پر وړاندې د شوروي جبهه پیاوړي کړي. په مقابل کښې شوروي او بریتانیا د ایران ځکمنۍ بشپړتیا په رسمیت وپيژندله او ژمنه یې وکړه چې د جګړې له ختمیدا وروسته، ډير تر ډيره شپږو میاشتو کښې به د ایران له خاورې ووځي. بریتانیا او شوروي د ایران په نیواک سره نه یواځې دغه هيواد ته نه جبرانیدونکي زیانونه واړول بلکې له جګړې وروسته هم شوروي له ایرانه وتلو ته چمتو نه ؤ او هڅه یې وکړه چې د ایران په شمال لویدیځ کښې د ګوډاګي دولت په جوړولو سره، له ایرانه د یوې برخې د بیلولو لارې برابرې کړي. خو دغه دسیسه له ماتې سره مخامخ شوه او د شوروي پوځ د ایران د خاورې پريښودو ته اړ شو.
««««««««««««
یو پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه اتیایم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، په شیبانی مشهور یو نامتو محدث محمد بن عبدا... بن بهلول وفات شو. محمد بن عبدا... بن بهلول د امامیې یو مشهور کوفی الاصله ؤ چې د حدیثونو د اوریدلو لپاره یې سفرونه وکړل او تالیفات هم لری. هغه په لومړیو کښې د معتبرو حدیثونو نقلولو ته ملا تړله خو د غریبو حدیثونو له روایتولو یې هم ډډه ونکړه او دغه کار د دې سبب شو چې نور خلک د هغه د روایتونو بیانول معتبر و نه بولی.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په نهمه نیټه، ایران ته د امام خمینی (رح) د تګ د مخنیوی له امله پر باچا رژیم په اعتراض کښې د تهران په جومات کښې د ایران د نامتو روحانیونو په پرلتۍ کښې دغه جومات ته د تهران د خلکو ډېرې ډلې روانې شوې.
د ایران په نورو ښارونو کښې هم معترضو خلکو چې د الله اکبر، خمینی رهبر شعارونه یې ورکول، هیواد ته د حضرت امام خمینی (رح) د راتلو او د باچا د ظالم رژیم د نسکوریدو غوښتونکی شول.
په دې وخت کښې د باچا پوځی مامورینو یوځل بیا د تهران د خلکو د تیت پرک کولو لپاره عمل وکړ.
په دې نښتو کښې د ایران ګڼ شمیر مبارز او مسلمان خلک شهیدان او ټپیان شول.
««««««««««««
څوارلس کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اتیایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په نهمه نیټه، مشهور عارف او د اخلاقو استاد محمد اسماعیل دولابی وفات شو. هغه په دولس سوه دوه اتیایم هجری لمریز کال کښې د تهران له خوا او شا په دولاب کلی کښې وزیږید. په ځوانۍ کښې یې بزګرۍ ته مخه کړه او له دې سره په یو وخت یې د دینی علومو او د سیر او سلوک زده کولو ته مخه کړه او په دې لړ کښې یې د لویو استادانو له محضره استفاده وکړه. استاد دولابی د پیغمبر اکرم (ص) له اهل بیتو سره پریمانه مینه درلوده او په خپلو وعظ او ویناوو کښې یې خلکو ته زیاتره د مینی او مهربانۍ روده وړاندې کوله. هغه تر لسګونو کلونو پورې اخلاقی او عرفانی غونډې درلودلې، خو دغه موضوګانې یې په ډیره ساده او عامه توګه بیانولې. د حاج اسماعیل دولابی د زوئ په هڅو سره، د (طوبای محبت) په نوم په شپږو ټوکو کښې د هغه د موعظو او پندونو ټولګه راغونډه کړئ شوې ده. همداراز په همدې زمینه کښې د (مصباح الهدی) په نوم یو بل کتاب هم تالیف شوې ده.
ذیشان حیدر بنګش