تاریخ پاڼه شماره ۳۱۸
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادی الاول د میاشتې له دویمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له یو دیرشمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو اووه څلویښت کاله پخوا، د درې سوه یو نوېم هجري قمري کال د دریمې خور یا جمادی الاول په دویمه نيټه، ایرانی شاعر ابو اسحاق کيسائي مروزی وفات شو.
هغه په درې سوه یو څلویښتم هجري قمري کال کښې د لرغوني ایران په یو ښار مرو کښې چې اوس په ترکمنستان کښې دی، وزيږيد. د کيسائي د ژوند دوران د سامانیانو د پړاؤ له وروستیو وختونو او د غزنویانو د پړاؤ له لومړیو وختونو سره سمون خوري نو له همدې امله له دغه فارسي ژبې شاعر څخه د دغو دواړو کورنیو په اړه یو شمير بیتونه په یادګار پاتې دي.
کيسائي د خدائ د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبيتو علیهم السلام په تيره بیا د حضرت امام علی بن ابی طالب (ع) په مدح کښې زیات شعرونه ویلي دي. هغۀ د مضامینو په لیکولو او د معانی په بیانولو کښې زیات شهرت درلود. کيسائي مروزی له شعري توصیفاتو او تشبیهاتو سربیره وعظ او حکمت هم په فارسي شعر کښې کمال ته ورساوه.
له دغه ارزښتناک ایراني شاعر څخه د شعرونو یو دیوان په یادګار پاتې دی.
««««««««««««
څلور سوه اتلس کاله پخوا، د پینځلس سوه نهه نوېم میلادی کال د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه، د هندوستان په ټاټوبی کښې، په ختیځی هندوستان کښې لومړنئ انګلیسی کمپنئ د انګلیستان د ملکې لومړۍ الیزبت په حکم جوړه شوه.
دغې کمپنئ د جنوبی آسیا پر زرخیزو سیمو د بریتانیا د ښکیلاکی تسلط پښې ټینګې کړې او له هغې وروسته ټول ښکیلاکی عملیات او د جنوبی آسیا له ملتونو سره د انګریزانو ښکیلاکی اړیکې د ختیځ هند د کمپنئ له خوا تر سره کیدې.
له انګلیستان وروسته د هالینډ ، فرانسې او پرتګال په څیر هیوادونه هم د ښکیلاکی موخو لپاره د هند وړې وچې ته داخل شول.
د دغې کمپنۍ له جوړیدو دری پیړۍ وروسته پر هند د انګریزانو ژور نفوذ او تسلط د دې لامل شو چې هند د انګلیستان یوه برخه اعلان شی او ملکه ویکټوریا د هند او انګلیس د امپراطوری په توګه تاج په سر کیږدی.
دغه پړاؤ د انګریز حکوت او سرمایه دارانو لخوا د هند د خلکو د چور او تالان پړاؤ ګڼل کیږی.
««««««««««««
یو سلو اووه شپیته کاله پخوا، د اتلس سوه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په یو دیرشمه نیټه، د چین د خلکو تر ټولو لوئ پاڅون د( تای پنګانو بلوا) یا د خلکو ارادې په نوم پیل شو. د تای پنګانو پاڅون د کلی والو د ګډوډ حالت او دیرې تش لاسۍ پیله وه چې د منچود بی کفایته کورنۍ د حکومت او د بهرنی ښکیلاک له امله لوړ حد ته رسیدلئ ؤ.
دغه پاڅون د الهی فرمان تر عنوان لاندې د منچو کورنۍ د ړنګولو په موخه پیل شواو نیم چین یې راونغاړه. خو د تای پنګانو پاڅون چې څوارلس کاله اوږد شو، ورو ورو ړنګ شو او ډیرې کلتوری مؤسسې او د چین کتابتونونه په اور وسوځیدل .
بالاخره دغه پراخ پاڅون د ګن شمیر وژلو وروسته، د انګلستان او فرانسې په لاس وهنې سره چې د چین د فیوډالانو او منچو کورنۍ په ملاتړ یې دغه هیواد ته ځواکونه ولیږل، وځپل شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دولسمه نیټه، د ایران د اسلامي انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) له پینځلس کلنې جلاوطنۍ او له وطنه له لیرې پاتیکیدو وروسته، د خلکو په له شوره ډک هرکلی کښې د اسلامي ایران په خاوره ګام کیښود. له حضرت امام خمیني څخه د ایران د ویښ، پوه او مینه ناک ولس پراخ هرکلی بې مخینې ؤ، په دې ډول چې ویل کیدلئ شي، د اوسمهال د تاریخ په یوه پړاؤ کښې هم ولس د خپل یوه محبوب شخصیت دغه شان هرکلی نه دی کړئ. حضرت امام خمینی (رح) د تهران په مهرآباد هوایي ډګر کښې له یوې لنډې وینا وروسته، د اسلامي انقلاب د شهیدانو د احترام او درنښت لپاره په بهشت زهرا کښې د هغوئ هدیرې ته ولاړ او هلته یې د خلکو په څپانده سمندر او ولولناک ټول کښې مهمې خبرې وکړې او د خپلې وینا په دوام کښې یې یو ځل بیا د بختیار حکومت د باچا یو لاس پوڅئ او تالي څټئ وباله او اعلان یې وکړ: زه د دغه ملت په ملاتړ سره حکومت ټاکم.
حضرت امام خمینی (رح) د شهیدانو له پاکې هدیرې له ستنیدو وروسته، په تهران کښې په یوې ساده خونه کښې استوګنه شو او د اسلامي انقلاب لارښونه یې پیل کړه تر دې چې بالاخره ایران ته د هغه له راتلو لس ورځې وروسته د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د همدغې میاشتې یعني د سلواغی په دوه ویشتمه نیټه، د ایران پرتمین اسلامي انقلاب بریالئ شو. په همدې وجه، دسلواغی له دولسمې تر دوه ویشتمې نیټې پورې د (سباؤن لسیزه) نومول شوې ده او هر کال په دغو ورځو کښې د ایران درست ملت په دغه ورځ ډیر ښکلي جشنونه کوي.
««««««««««««
او له ننه څلور دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دولسمه نیټه، د فجر د تیټر او فیلم لومړنی فیسټیول په تهران کښې ترسره شو. د اسلامي انقلاب د بریالیتوب څلورمی کلیزی په درشل کښې او په دیارلس سوه یو شپیتم لمریز کال کښې د انقلاب د سباؤن لسیزی له پیلیدا سره په یو وخت، د فجر فیلم او تیټر لومړنی نړیوال فیسټیول په تهران کښې ترسره شو. په دغه فیسټیول کښې بهرنیو خاصو شخصیتونو او پوهانو، د سینما او ټیلویزیون ډایریکټورانو ګډون درلود او یو شمیر ایرانی او بهرنی فیلمونه یې نندارې ته وړاندې کړل. د فجر د تیټر او فیلم فیسټیول د ایران په اسلامی جمهوریت کښې ترټولو مهم هنری فیسټیول دی. هر کاله د فجر او سباؤن په لسیزه کښې د لسګونو ایرانیو ډایریکټرانو او هنروالو سینمایی او د تیټر مهم تولیدات نندارې وړاندې کیږی او د فیلم او تیټر په بیلا بیلو برخو کښې ډیر غوره هنروال ته سیمرغ بلورین ډالئ ورکول کیږی .
ذیشان حیدر بنګش