دسباؤن لسیزه ،بې مخنینې اسلامی انقلاب
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دسباؤن لسیزې په مناسبت له یوه مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . په دغه ننني پروګرام کې نیّت لرو،د هغې خپلواکۍ د آئيډیا په باب چې د ایران د ملت یوه تاریخي غوښتنه او همداراز د نړۍ د مظلوم اوکړیدلي ملت یو آرمان ؤ او د ایران د ولس د اسلامی انقلاب په بریالیتوب کې په بشپړ ډول پوره شوې ، له تاسو سره په دې باب غږیږو، نو هیله ده چې ترپایه راسره مله ووسئ .
دوستانو اسلامی انقلاب ډيرې آيئډیاوې درلودې،خو خپلواکي او آزادي په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامی انقلاب تر بري پورې په پرله پسې کلونو اعتراضونو او مظاهرو کې د ولس یو خورا مهم شعار ؤ .دوې غوښتنې ،یعني آزادي او خپلواکي ، دایران د ولس د غوښتنو د مرکزپه توګه ، پر دې سربیره چې د ایران د اوسمهاله تاریخ په ژورتیا او د ولس په دیني اوملی ارزښتونو کې ئې ریښه درلوده، د هغه وخت د مظلومو او استعمارځپلو ملتونو په ډيرو لیدتوګو ،خبرو او سیاسی کردار کې هم له ښه ځایه برخمنې وې . په هغه وخت کې کله چې د ایران ولس په یوه خوله او په دوامدار ډول د اسلامی انقلاب د بریالیتوب لپاره سرښیندنې کولې ، د استعمار ګرو هیوادونو له زبیښاک او د داخلی واکمنانو له استبداد اوکړاؤنو ستړي شوو د دنیا ډيرو مظلومو او آزادي غواړو ملتونو د خپلو هیوادونو د خپلواکۍ او آزادۍ د پوره کیدا هیله درلوده.
که څه هم د آزادۍ غوښتنې ترڅنګ خپلواکي غوښتنه په اسلامی انقلاب کې د ایران د ولس یو اصلي شعار ؤ،خو له تاریخي نظره،په ایران کې د دغو دوو ارزښتونو د پوره کیدا تعقیبونه،داسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې کابو یوې پيړۍ پورې مخینه لري . دنولسمې پيړۍ په وروستیو کلونو کې ، په ایران کې مشروطه انقلاب بریالی شو.داسې انقلاب چې د آزادۍ او خپلواکۍ آرمان او د ټولنیز عدالت پوره کیدا ئې یو اصلي اصول اچورلیز ؤ. په هغه وخت کې کله دوو قدرتونو یعني روسیه اوانګلستان په مستقیم ډول د ایران په کورنیو چارو کې ګوتې وهلې ، او دایران دحکومت دکمزورتیاؤ په دلیل واکوالانو ورسره دمقابلې توان او وس نه درلود،خو سوکه سوکه چې دسیاسی اواقتصادي امتیازونو دترلاسه کولو لپاره د دغو دواړو هیوادونوسیالۍ زیاتې شوې،نو د ولس حساسیّت راوپارید اوعمومی شور راپورته شو .دبهرنیو استعمارګرو حکومتونو او مستبدو واکوالانو په ضد د ولس دغه جوش او ولوله له هماغه وخته رامینځة شوه او تر اسلامی انقلاب پورې بلوغ ته ورسیده.
د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنې او پر خلکو ظلم اوستم،د روسیې د حکومت په وسیله دایران پر حکومت دبې شرمه تړونونوتپل یوه خورامهمه پيښه وه .روسانو په جنګ کې ایران ته له ماتې ورکولو وروسته د ګلستان او ترکمانچائ په تړونونو کې د ایران د خاورې ډيرې برخې ونیولې او د ایران پر ملت ئې دکپيټلیشن حق وتاپه .دوي همداراز د ایران د مشروطه انقلاب ارزښتمند میراث ،یعني دایران ملی شورایا پارلیمان په توپونو وویشت او له هغو مشروطه غواړو سره ئې چې روسانو ته له امتیاز ورکولو سره مخالف وو،سخت چلند وکړ.انګریزانو هم چې دایران دسرچینو په زبیښلو او نغرلو کې د روسانو سیالان وو، د مشروطه انقلاب په ناکامولو کې له روسانوسره ملګري شول ،ځکه چې دایران مشروطه انقلاب ، د :ملي خپلواکۍ : په مطرح کولو اوتعقیبونې سره پر دواړو نړیوالو قدرتونو دلاسوهنې لاره بندوله . انګریزانو چې په حقیقت کې ئې د ولس قدرت او د انګلستان زبیښاک ته د هغوي حساسیّت تجروبه کړی ؤ ، د ولس له قدرتمنیدا ډير زیات ویریدل او اندیښمن وو . په دغې پيښې کې،ولس دوو انګریزانو ته د ایران د تماکو او توتون د خرڅلاؤ د انحصاري امتیاز له ورکولو سره مخالفت کړی ؤ او د لغوه کیدا لامل ئې شول . د دغه امتیاز ورکول چې ایرانیو تاجرانو ته ئې ډير تاوان رساوه،له عمومی غبرګون سره مخامخ شو او د ایران په اوسمهال تاریخ کې ئې له بهرني استعمار سره د مقابلې لومړنی باب پرانیست.
روسیه او انګلستان دوه قدرتونه نه یوازې د ایران له مشروطه انقلاب سره ،چې دخپلواکۍ د آرمان په پوره کیداپسې ؤ ، مقابله وکړه ،بلکې په لومړي او دوهم نړیوالو جنګونو کې ئې هم ،دایران دحکومت له بې پلویتوب سره سره ئې ، د بې پلویتوب خلاف ورزي وکړه او هیواد ئې ونیو . همداراز دجنګ له ختمیدو وروسته له ایرانه دخپلو ځواکونو وسیتلو ته د دغو حکومتونو له ژمنتیا سره سره ، شوروي له ایرانه دخپلو عسکرو له ویستلو ډډهوکړه او دشمال دتیلو دامتیاز داخستو په باب ئې پر حکومت ددباؤ اچولو لپاره دایران د دوه شمالی ولایتونه ،یعني آذربایجان او کردستان ونیول او له کورواکه حکومتونو ئې چې پخپله ئې جوړ کړي وو ، ملاتړ وکړ . د آذربایجان او کردستان بیلیدا چې د شمال دتیلو دامتیاز داخستو لپاره دشوروي په ملاتړ سره رامینځةشوي وو، دمځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ پر خلاف ورزۍ سربیره ئې ایران ته ډير زیات تاوانونه هم واړول .
د دوهم نړیوال جنګ له ختمیدو سره دنړۍ په بیلابیلو برخوکې د استعمار ضد او ژغورونکو غورځنګونو ستره څپه راپورته شوه او وتوانیدۀ ډيرو کړیدلو ملتونو ته د برخلیک دټاکنې دحق او د خپلواکۍ د خواږو شهتو او ګبینو خوند ورپه برخه کړ . که څه هم ایران هیڅکله د خپل تاریخ په اوږدو کې ،دیوه هیواد مستعمره هم نه دی پاتې شوی ، دایران ملت له دوهم نړیوال جنګه په وروسته کلونو کې له استعمارګرانو سره دمقابلې مخکښ او مبارزه کونکی ملت پاتې شوی دی .ځکه چې بهرني قدرتونه تل دایران د ارزښتمنو زیرمو اوسرچینو په نغرلو او زبیښلو او په کورنیو چارو کې په لاسوهنو پسې وو.د دوهم نړیوال جنګ له ختمیدو وروسته په لومړنیو کلونو کې د تیلو د صنعت د ملی کیدا د غورځنګ په چوکاټ کې په ایران کې له استعمار سره د مقابلې څپه راپورته شوه .
د تیلو دصنعت د ملی کیدا غورځنګ ،دانګلستان د ۱۹۳۳کال د زبیښونکي تړون په ضد د ایران د ولس عمومي پاڅون ؤ .د دغه تړون په اساس،چې انګلستان په زور پر ایران تپلی ؤ ، دغه هیواد حق درلود،د ایران د جنوب دتیلو زیرمې خالی کړي او وې پلوري او د هغو یوازې شل فی صدي عایدات د ایران حکومت ته وګرځوي . دایران ملت د آيت ا.... کاشاني او ډاکټر محمد مصدق په مشرۍ د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړنیو کې د دغه ظالمانه تړون په ضد پاڅون وکړ او دا ئې لغوه کړ. د ایران تیل ملی شول،خو انګلستان د ایران دحکومت او ملت په ضد له هیڅ ډول کارړنګونو لاس وانخست ،نړیوالو محکموته له شکایتونو رانیولې د پراخو اقتصادي بندیزونو تراعمالولو پورې ئې د ایران دملت او حکومت د تسلیمولو په خاطرهڅې وکړې.خو د انګریزانو دزیات غوښتنې په وړاندې د ولس مقاومت د ایران په ضد د نوي دسیسې لامل شو.دایران دملی حکومت په ضد په ۱۹۵۳ کال کې کودتا دانګلستان اوامریکا په ملګرتیا او یوه خوله کیدا سره وشوه څو زوړ او نوی استعمارګر په لازیاتې آسانۍ او ښه ډول دغه لوئې اقتصادي سرچینې ونغرل شي .
د ۱۹۵۳کال له کودتا په وروسته کلونو کې انګلستان او امریکا دوه قدرتونه وو چې له دوهم نړیوال جنګه وروسته د دوه قطبي او ساړه جنګ په فضا کې ئې له ایرانه د شوروي په شاکولو سره او دغه راز د یوه لاس پوڅي حکومت واک ته په رسولو سره ، دایران پر تیلی زیرمو اوسرچینو یوځل بیا منګولې ښخې کړې . د دغې کودتا رامینځةکیدا د ایران په تاریخ کې یوه مهمه پيښه ده ، ځکه چې په ایران کې خپلواکي اوآزادي،دمحمد رضاشاه د مطلق استبداد په پیاوړي کولو سره چې امریکا او انګلستان ئې بشپړ ملاتړ کاوه،له مینځه لاړه .په دغه پړاؤ کې د ایران تیل د امریکا او انګلستان ترنظر لاندې شرکتونو ترمینځ وویشل شول او ایران د بغداد دتړون غړی شو او له دې وروسته سنټو تړون چې دامریکا اوانګلستان تر نظر لاندې د شوروي د نفوذ له پراختیا سره دمقابلې لپاره جوړ کړائ شوی ؤ ، رامینځة شو. په دغو کلونو کې ایران ، دامریکایانو په دباؤنو سره دسپين انقلاب په نامه یولړ اصلاحاتو ته غاړه کیښودله ، چې د ولس او مذهبی اوسیاسی ډلو له سخت مخالفت سره مخامخ شو ،البته ایران ئې دامریکا دپوځي تجهیزاتو د اخستو او د امریکا د وسلوالو صنائعو په یوه ځلیدونکي ځاي بدل کړ .دحکومت د مخالفانو د ځپلو لپاره د :ساواک: په نامه د رژيم امنیتي اورګان جوړ او پیاوړی شو او د ایران د خپلواکۍخلاف ورزي ئې وکړه.په ایران کې د امریکایانو دسلطه ګرۍ اوج ته رسیدل،د دوه سوه میلیون ډالري پور د ورکولو په بدل کې دکپيټلیشن دقانون دتصویبولو لپاره پر حکومت دباؤ ؤ چې په ولس کې ئې سخت غبرګون راوپاروه .
دتیلو دصنعت دملی کیدا په غورځنګ کې د ایران د ولس مبارزه که څه هم په ۱۹۵۳کال کې له امریکائي اوبریتانوي کودتا سره مخامخ شوه او په هغه پسې په ایران کې له لودیځ سره د یو اړونده اوتالي څټی رژیم جوړ شو، خو دغه غورځنګ د دنیا د مظلومو ملتونو لپاره یو ډير لوي الهام بخښونکی شو.له هغو هیوادونو جوړ ناپيّلي غورځنګ چې دساړه جنګ او دوه قطبي فضا کې ئې دخپلواکۍ د ساتنې او دغه راز دامریکا او شوروي په مشرۍ له لودیځ اوختیځ بلاکونو سره د نه اړوندوالي غوښتنه کوله ،له دوهم نړیوال جنګه وروسته د فضااو د انګلستان په ضد د ایران د ولس دپاڅون تراغیز لاندې ورغلل .په دې ډول چې په باندونګ کې په ۱۹۵۵کال کې د دغه غورځنګ په لومړنۍ غونډې کې،له لودیځ او ختیځ سره د نه ژمنتیا او دمنفي انډول دمخکښ په توګه د ډاکټر محمدمصدق ستاینه وشوه .دخپلواکۍ غوښتنې او له استعمار سره دمبارزې دغې څپې،له نیکه مرغه دنړۍ ډير مظلوم ملتونه هم راویښ کړل او ډيرې ټولنې وتوانیدې،ځانونه داستعمار له بدماشیو او باؤؤ وژغوري .
په ایران کې اسلامي انقلاب په داسې شرائطو کې بریالی شو چې،دغه غورځنګ دامریکا او شوروي د دوو زبرځواکونو په ګډو دباؤنو سره کم رنګه شوی او د نړۍ په ډيرو هیوادونو کې د برخلیک د ټاکنې حق او خپلواکۍ ته هیلې له مینځّه تللي وې .دمثال په توګه،په چیلي کې د آلنده ولسی حکومت د امریکایانو په ملاتړ سره نسکور او د پينوشه مستبد او لاسپوڅی حکومت پیاوړی اوتثبیت شوی ؤ.په دغو شرائطو کې دایران ملت دحضرت آیت ا.... خمیني په رهبرۍ او په الهي قدرت په تکیې سره وتوانید دخپل هیواد له ټولو سیاسی، اقتصادي ،کلتوري اوټولنیزو زمینو کې له لاسوهنې د امریکا لاسونه لنډ کړي .اسلامی انقلاب دخپلواکۍ جارچي ؤ، او نه پيّلتیا او دغه راز نه لوديځ او نه ختیځ شعار ته پابند ؤ .حضرت امام خمیني د دریمې نړۍ د هغو ډيرو رهبرانو په اپوټه ،چې دخپلواکۍ او نه ژمنتیا چغې ئې وهلې خو په عمل او تر پردو شا ئې له دوو په یوه قدرت تکیه درلوده،په ډاګه او چورلټ ډول ئې د خپلواکۍ چغه پورته کړه او عملا هم ورته پابنده پاتې شو .
په هغه وخت کې ډير سیاستوالان اوشناندي په دې اند وو چې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره به له لودیځ په تیره بیا امریکا سره دایران پيوند هماغه راز پاتې شي او یا لږترلږه که ایران د امریکا دملګرو له کړۍ ووځي هم ، نو د شوروي لمن ته به لاسونه واچوي .خو حضرت امام خمیني نه یوازې په ایران اکې امریکا او لودیځ نفي کړ ،بلکې د شوروي له لاسوهنې او تیریو سره ئې چې په هغه وخت کې په ایران کې د ځينو اډو د درلودلو لپاره تمَدارې سترګې غړولې ، هم مقابله وکړه .
حضرت امام خمیني په هماغه اندازه چې امریکایان ئي رټل او دایران په کورنیو چارو کې ئې د دغه هیواد د لاسوهنو مخنیوی کاوه،له شورویانو سره ئې هم مقابله کوله او دهیواد په کورنیو چارو کې ئې دلاسوهنې اجازت نه ورکاوه .د دغه سیاست یو ښکاره مثال ، دحضرت امام خمیني له خوا په افغانستان د شوروي د حملې سخت محکوم کول وو.امام خمیني په افغانستان د حملې په خاطر د شوروي په ضد په ښکاره دریځ نیونې سره ثابته کړه ، چې دهغه لپاره نه یوازې ختیځي اولودیځي استعمار کوم فرق نه کوي ، او له هر دواړو سره مخالف دی ، بلکې دخپلواکۍ نعمت ، نه یوازې د ایران د ولس لپاره ،بلکې د درستو مظلوموملتونو په تیره بیا داسلامی هیوادونو دټولو مظلومو ملتونو لپاره غواړي .
اسلامی انقلاب دخپلواکۍ نعمت دایران دملت لپاره ډالۍ کړ او اسلامی جمهوریت داسلامی انقلاب له کابو څلورلسیزو تیریدا وروسته اوس توانیدلی دی،دغه ستر او لوي نعمت وساتي . شک نشته ، په تیرو کلونو کې له ایران سره د نړۍ د سرزورو د دښمنیو یو مهم دلیل دخپلواکۍ په ساتنې د ایران ټينګار دی . ایران حاضر نه دی دغه ګرانبیّه ملغلره چې د ډيرو زیاتو شهیدانو په قرباني کولو او څه دپاسه یوه پيړۍ زیار او هلوځلو وروسته ترلاسه شوی ، له لاسه ورکړي . بې له شکه هماغه ډول چې خپلواکۍ دایران د ملت لپاره ډير زیات لګښتونه درلودلي ، وبه ئې ساتي او د دې ساتنې لپاره به نوره ډير لګښتونه هم ورکړي . هغه ډير زیات سیاسی دباؤنه ،اقتصادي بندیزونه او رسانئ یرغلونه چې په نړۍ کې دایران داسلامی جمهوریت په ضد پيل کړائ شوي دي ، هغه تاوانونه دي چې دایران ملت ئې دخپلواکۍ د ترلاسه کونې اوساتنې لپاره ورکوي .
(سیماب)
*****************************************************************************************************************************************