امریکا له افغانستانه د وتلو فاینل رپورټ خپروي
پینټاګان ویلي چې ډیر زر به له افغانستانه د امریکې د وتلو د څیړنې د رپورټ نتیجه خپره کړي.
د فارس خبري آژانس د خبریال په وینا، د امریکې د جنګ وزارت ویلي چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کښې له افغانستانه د دغه هیواد د ځواکونو د ایستلو د طریقې په هکله شوي تحقیقات به په راتلونکو میاشتو کښې بشپړ او فاینل شي.
«سټارس اینډ سټرایپس» امریکايي نشریې د پينټاګان په حواله رپورټ ورکړی چې په دغه وزارت کښې «له افغانستانه د وتنې د څانګړې څیړنې د پینل» په نوم یوې ځانګړې کمیټې خپل تحقیقات تقریباً بشپړ کړي او ټاکل شوې چې وروستی رپورټ یې ډیر زر خپور شي.
رپورټ زیاتوي چې دغه کمیته تیر میلادي کال د امریکې د جنګ د وزیر پیټ هګسټ په حکم، د ۲۰۲۱ کال په آګست کښې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د څیړنې لپاره جوړه شوې ده. د دغه بهیر په دوران کښې ۱۳ امریکايي پوځیان د کابل په هوايي ډګر کښې په یوې ځانمرګې حملې کښې وژل شوي وو.
د پينټاګان ویاند وویل چې یادې کمیټې تراوسه د مختلفو ارګانونو څه باندې ۹ میلیون سندونه څیړلي او له جګپوړو پوځي او غیرپوځي چارواکو سره یې مرکې بشپړې شوې دي.