تاریخ پاڼه شماره ۳۱۹
نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادی الاول د میاشتې له دریمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له لومړی نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
دوه سوه درې کاله پخوا، د اتلس سوه څوارلسم میلادی کال دفرورۍ په لومړۍ نیټه، په روټیئر مشهوره خونړۍ نښته له اوب سین سره نږدې په همدې نوم یو ه ځائ کښې ،د فرانسې د امپراتور نیپولین بناپارټ په قوماندانۍ سره د فرانسې د دوه څلویښت زره پوځ په مقابل کښې د پرویشیا ،سویس او آسټریا له هیوادونو جوړ ې د اتحادیې د یولک شپیته زره کسیز ځواک ترمینځ رامینځته شوه. په دغه جنګ کښې فرانسوی عسکر د روحیې د نه درلودلو او د مخالف لوری د ځواک د نابرابرۍ په وجه ونه توانیدل، دمتحدینو د سنبال او تازه نفس ځواک په مقابل کښې مقاومت وکړی . دغه جنګ بالاخره د نیپولین بناپارټ په ماتې سره پائ ته ورسید.
««««««««««««
یو سلو یویشت کاله پخوا، د دولس سوه څلور اویایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، تکړه او مبارز ایرانی عالم آیت ا... میرزا جواد مجتهد تبریزی وفات شو. هغه د ایران په شمال لویدیځ کښې د تبریز په یوې روحانی او فاضلې کورنۍ کښې وزیږید. میرزا جواد مجتهدی د دینی درسونو مقدمات له خپل پلاره زده کړل او وروسته نجف ته ولاړ او د شیخ مرتضی انصاری او سید حسین کوه کمره ای په شان د قدرمنو عالمانو له محضره یې استفاده وکړه او د اجتهاد مقام ته ورسید. هغه تبریز ته له ستانیدا وروسته تدریس او تبلیغ ته مخه کړه او د دغه ښار د جمعې د امامت په څوکۍ د خلکو له پریمان نفوذه برخمن شو. دغه مبارز عالم په ایران کښې د انګلستان او روسیې له لاس وهنو سره سخت مخالف ؤ. د اسلامی انقلاب مشر آیت ا... خامنه ای د انګلستان په مقابل کښې د هغه د دریدا یوې بیلګې ته اشاره کوی: په تنباکو د بندیز د لګولو په پیښه او د رژی د انګریزې کمپنۍ سره په مبارزه او په ایران کښې د انګریزانو د اقتصادی سلطې په وړاندې په دریدو سره د مبارزې یو چورلیز، تبریز او د تبریز ستر عالم ارواښآد حاج میرزا جواد مجتهد ؤ.
««««««««««««
شپږ شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجري قمري کال د جمادي الاول په دریمه نیټه، فاضل عالم آیت ا... سید محمد حجت کوه کمره ای وفات شو .
هغه په دیارلس سوه لسم قمري کال کښې د ایران په شمال لویدیځ تبریز ښار کښې په یوې علم دوسته او با فضیلته کورنۍ کښې وزیږید .
محمد حجت له خپلې هوښیارۍ او وړتیا په استفادې سره د دیني علومو زده کړه پیل کړه او پلار يې سید علی کوه کمره ای چې ستر او بزرګوار عالم ؤ، د هغه لومړنی استاد شو . هغه د فقې د اصولو او یو شمیر نویو درسونو له زده کولو وروسته په شل کلنۍ کښې د عراق نجف علمیه حوزې ته لاړ .
هغه د دغه ښار له مشهورو او پیاوړو استادانو فقه، اصول، حدیث، ریاضي او نجوم زده کړل تر دې چې د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید .
آیت ا... کوه کمره ای په دیارلس سوه نهه څلویښتم قمري کال کښې قم ته لاړ او تدریس يې پیل کړ چې د علمي تسلط او روانې ژبې په برکت له ډیر هرکلي سره مخامخ شو .
هغه همداراز د حجتیه په نوم علمیه مدرسه او کتابتون د دینی علمونو د طالبانو د زده کړې په موخه جوړ کړل .
د دغه ستر عالم له تالیفاتو (کتاب البیع)، (کتاب الصلاة) او (مناسک الحج) کتابونو ته اشاره کولائ شو .
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د امریکې د حکومت دخارجه چارو وزارت چې د ایران د باچا رژیم اصلی ملاتړی ؤ، د تهران په بهشت زهرا هدیرې کښې د سلواغی د میاشتې په دولسمه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی (رح) له ولوله ناکې وینا او په ایران کښې د امریکا د لاسوهونکی سیاست په وړاندې د هغه حضرت د روښانه دریځونو له تکراریدا وروسته دغه وینا د امریکا پرضد وبلله.
صهیونیسټ رژیم هم ایران ته د حضرت امام خمینی (رح) په بیرته راستانیدا اندیښنه وښودله ځکه چې ډیر ښه پوهید چې حضرت امام خمینی (رح) او د ایران انقلابی خلک د دغه نیواکګر او غاصب رژیم سخت مخالف دی .
دپخوانی شوروی رسمی خبری اژانس تاس هم ایران ته د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی (رح) د بیرته راستانیدا خبر ته په غبرګون کښې وویل چې ایران ته د حضرت آیت ا...خمینی (رح) بیرته ستنیدا په دغه هیواد کښې د مبارزې لاره برخلیک ټاکونکی پړاؤ ته ورداخله کړې ده.
له بلې خوا په دغه ورځ له حضرت امام خمینی (رح) سره د کتنې لپاره ډیر خلک په تهران کښې په علوی مدرسې کښې د هغه کور ته روان شول.
هغه حضرت خلکو ته په وینا کښې سلطنتی رژیم د بشری حقوقو او د عقل مخالف وباله او ټینګار یې وکړ، هر ملت حق لری، خپل برخلیک په خپله وټاکی.
««««««««««««
او له ننه څلور کاله پخوا، د دیارلس سوه یو نوېم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د ایران د ویټرنری پلار ډاکټر محمد رضا بابا مخیر وفات شو.
هغه په دیارلس سوه شلم لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې په اردبیل کښې وزیږید او د ویټرنری په څانګه کښې یې ډاکټری له تهران پوهنتونه او د بیالوجۍ د علومو تخصصی ډاکټری یې هم د فرانسې د پاریس له پوهنتونه ترلاسه کړه.
ډاکټر بابا مخیر د اکیډمۍ دایمی غړی ؤ او د تهران پوهنتون د کب د ناروغیو او مایکروبونو استاد ؤ.
د ډاکټر محمد رضا بابا مخیر د (بیماری های ماهیان پرورشی) په نوم تالیف شوې کتاب د ایران د اسلامی جمهوریت د کال کتاب د انتخاب په څلورم پړاؤ کښې د کال د کتاب په توګه غوره شو.
د ډاکټر بابا مخیر له نورو آثارو کولائ شو، د (ماهیان خلیج فارس)، (فرهنګ کشاورزی) او (منابع طبیعی) کتابونو ته اشاره وکړو.
هغه په دیارلس سوه اووه اویایم لمریز کال کښې د ایران د علمی څیرې او د ویټرنری د برخې د مشهور شخصیت په توګه غوره شو.
ذیشان حیدر بنګش