جومات، د خدای کور ۶
جومات جوړونه د پیغمبراکرم(ص) د عملي سیرې یو رکن و. د جومات د جوړونې جرړه قرآن ته ستنیږي چې د نور د مبارکې سور په ۳۶ آیت کښې فرمایي: هغه کورونه چې خدای یې د قدر او منزلت د لوړیدو اجازه ورکړې چې د هغه نوم پکښې یاد شي.
په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل چې جومات د خدای کور دی او کوم کسان چې جومات ته ځي راځي، د خدای خاص رحمت به یې په برخه شي. متعال خدای د جومات او جومات ته د تلونکو کسانو په برکت پر خلکو الهی رحمتونه نازلوي. لکه څنګه چې به پیغمبراکرم(ص) فرمایل: څوک چې جومات ته لاړ شي د خدای د کور میلمه دی او خدای یې په معنوي او مادي رزق سره میلمستیا کوي.
د اسلام په پیل کښې مسلمانانو د جومات له جوړولو سره ډیره مینه څرګندوله. دغه ډیره مینه د اسلام د ګرانقدره پيغمبر(ص) د عملي څیرې له امله وه. هغوي مدینې ته د هجرت په همهغه وړومبیو کښې په خپلو مبارکو لاسو مسجدِ قبا او مسجد النبي جوړ کړل. له هغه وروسته هم د قبایلو په مختلفو سیمو کښې نهه نور جوماتونه جوړ شول. پیغمبر اکرم(ص) به د جوماتونو جوړولو لپاره د قبایلو سیمو ته ورتله او د جومات ځاې او د قبلې لور به یې په دقیقه توګه معلوموه. د جومات له جوړولو وروسته به هم معمولاً وړومبی لمونځ د رسول الله(ص) په شتون سره کیده او داشان به د جومات افتتاح کیدله او رسمیت به یې مونده.
پیغمبراکرم(ص) به چې هر چرته سفر کوه، د لمانځه لپاره به یې ځیني ځایونه بیلول. هغوي پخپل دغه کار سره د جومات جوړونې کلتور دود کړ. البته دا خیال نه دي کول پکار چې کوم جوماتونه به پیغمبراکرم(ص) جوړول هغه به د لوړو دیوالونو، ستنو او چت لرونکې لوکسې ودانۍ نه وې بلکې هغه حضرت به د دغو جوماتونو د جوړولو لپاره په پوره سادګۍ سره په سیمه کښې د موجودو ډبرو او لرګیو په شان ابتدایي شیانو کار اخیسته.
جابر بن اسامه وايي : یوه ورځ مې د خدای ګران رسول(ص) له یوشمیر اصحابو سره د مدینې په بازار کښې ولیده. د هغوي له ملګرو مو پوښتنه وکړه: له کوم ځایه راغلئ؟ ويې ویل: ستاسو له سیمې. ما وویل: د څه کار لپاره تللي وئ؟ ویې ویل: پیغمبراکرم(ص) هلته د جومات د ځاې او د قبلې د معلومولو لپاره تللی و. بیا چې خپلې سیمې ته ستون شوم نو ومې لیدل چې هغوي د جومات ځاې ټاکلی او د قبلې د علامت په توګه یې یو لرګی لګولی دی. (اسد الغابة فی معرفة الصحابة)
داشان د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) پخپلو مبارکو لاسو ډیر جوماتونه جوړ کړل یا یې د هغو ځاې او قبله وټاکله او یا یې هلته لمونځ وکړ. په ډیر ځایونو کښې به یې یوازې د جومات جوړولو حکم ورکوه. داشان جومات د اسلام او اسلامي ټولنې اصلي سمبول او علامت شو. کومو کسانو به چې اسلام قبلوه، هغوي به هم په وړومبي ګام کښې د جومات جوړول پیلول.
د پیغمبراکرم(ص) دا ټول فعالیتونه د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالي د ټینګولو لپاره د اسلام د اهدافو په لړ کښې وو. له همدې امله کله چې رسول الله(ص) خبر شو چې یوه ډله منافقان د یو جومات په جوړولو سره د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې لامینځته کولو لپاره د دسیسې په تکل کښې دي نو نه یوازې یې په هغه جومات کښې لمونځ ونه کړ بلکې حکم یې ورکړ چې هغه وران کړي او ویې سوزوي. هغه جومات چې د قرآن د آیتونو له مخې، مسجدِ ضِرار یعنې زیان رسونکی جومات نومول شوی دی. قرآن کریم د دغه جومات له جوړولو د منافقانو موخو او انګیزې د توبې د مبارکې سورې په ۱۰۷ آیت کښې داسې بیانوي: هغو کسانو چې مسلمانانو ته د تاوان رسولو، د کفر د پیاوړي کولو، د مومنانو ترمینځ د تفرقې اچولو او د هغه کس لپاره د یو کمین د جوړولو لپاره چې مخکښې یې هم له خدای او د هغه له پیغمبر سره مبارزه کړې وه، یو جومات جوړ کړ، هغوي قسم خوري چې له ښیګړې او خدمت پرته یې کوم نظر نه دی لرلی خو خدای ګواهي ورکوي چې هغوي دروغجن دي.
په حقیقت کښې یوه ډله کسانو د اسلام په جامه کښې هڅه کوله چې د جومات په جوړولو سره د اسلام خلاف یو مرکز جوړ کړي څو د مسلمانانو له ټولنې څخه اسلام خراب کړي. خو د مسجد ضرار په ورانولو او په ډیران د هغه په بدلولو کښې د اسلام د ګرانقدره پیغمبر انقلابي او باتورانه اقدام وښودله چې د باطل سمبولونه باید وران شي که څه هم ظاهري کړه وړه یې مقدس وي.
ګرانو دوستانو د پروګرام په دې برخه کښې د مسجدالنبي اهمیت او د هغه جوړښت ته په پام سره چې د رسول الله(ص) په مبارکو لاسونو یې بنسټ کښیښودی شو، د دغه سپيڅلي جومات ځینې نورې برخې درپيژنو.
لکه څنګه چې په تیر پروګرام کښې وویل شول، مسجدالنبي ډیر ساده او له تجملاتو خالي جوړ شو. دیوالونه یې له کاڼو او خښتو او ستنې یې د خرما یا کجورې د ونې له تنو جوړې شوې دي. هغه ستنې چې هره یوه یې د اسلام د څوارلس سوه کلن تاریخ هومره اوږده مخینه لري او د مهمو پیښو رایادونکې پاتې شوې ده. په دغو ستنو کښې اته ستنې له ټولو مشهورې دي ځکه چې د رسول الله(ص) له وختو په هرې یوې یو نوم ایښودل شوی دی. دغه ستنې نن سبا په سپين رنګ سره د مسجدالنبي په پراختیا سره له نورو ډیرو جوړو شویو ستنو ځانګړې او معلومې شوې دي.
د مسجدالنبي په دغو مشهورو او بافضیلته ستنو کښې یوه، د توبې ستن ده. د دې ستنې کیسه د احزاب په جنګ کښې د د ابولُبابه د خیانت او د هغه د توبې کیسې ته ورګرځي.
کله چې د هجرت په پنځم کال مشرک ګوندونو پر مدینې برید وکړ او د مدینې په شمال کښې د مسلمانانو له خندق سره مخامخ شول نو له بني فریظه یهودیانو سره د اتحاد په فکر کښې شول چې د مدینې په جنوبي برخه کښې اوسیدل او د خپلو ورونو په خلاصولو سره یې احزابو ته د مدینې لاره ورکولې شوه. بني قریظه یهودیانو له رسول الله(ص) سره تړون درلود خو سره له دغه تړونه، له مشرکانو سره ملګري شول او ژمنه یې ماته کړه. د احزابو له حملې وروسته پیغمبر اکرم(ص) بني قریظه ته مخه کړه او هغوي یې کلابند کړل. د خبرواترو لپاره د رسول الله له لوري ابولبابه بني قریظه ته ورغی. هغه چې خپله یې له هغوي سره تعلق او ملګرتیا درلودله، هغوي ته داسې خبرې وکړې چې بني قریظه یې د مسلمانانو په وړاندې سختې دفاع ته مجبورولی شول. خپله د ابولبابه په وینا، له دغه خیانت وروسته یې لا قدم نه و پورته کړی چې د ګناه احساس یې وکړ. د وجدان او ضمیر له ملامتیا له خلاصي لپاره پر ځاې د دې چې رسول الله(ص) ته ورشي او خبره ورته وکړي، د توبې لپاره نیغ جومات ته لاړ او ځان یې د جومات له یوې ستنې سره په پړي وتړه او قسم یې وخوړه چې له پیغمبراکرم(ص) پرته بل څوک به له ستنې د هغه پرانستلو ته پرې نږدي. په کومې ستنې پورې چې ابولبابه ځان تړلی و هغه له همهغه وخته د توبې په ستنې مشهوره شوه. په ځینو روایتونو کښې د دغې ستنې په خوا کښې د لمونځ او عبادت لپاره ډیر فضیلت نقل شوی دی. د توبې ستن نن سبا د پیغمبراکرم(ص) له حجرې او قبر مبارک څخه دویمه ستن ده.
مُخلَّقه ستن د حضرت محمد مصطفی(ص) د لمونځ د ځاې ښودونکې او د هغه حضرت د لمانځه ځاې ته ترټولو نزدې ستن ده. اوس دغه ستن له اصلي ځایه لږه مخکښې ده او دپاسه پرې هم په شنه او زرینه دایره کښې د اسطوانځ المخلقه عبارت لیدل کیږي. دغه نوم پرې د هغو عطرو او سپیلنو او دودي یا اګرباتیو په وجه دی چې د جومات د خوشبویه کولو لپاره به یې پر دغې ستنې سوزول.
د عایشې ستن چې د مهاجران او القرعه په ستنې هم مشهوره ده، د جومات د اصلي ستنو په مینځ کښې ده. اوس پې د (اسطوامة العائشه نوم لیدل کیږي. د قرعه په نامه د هغې د نومولو د علت په هکله روایت دی چې رسول الله(ص) فرمایلي دي: زما په جومات کښې له دې ستنې مخکښې یو ځاې دی چې که خلکو ته یې د فضیلت پته وی نو د هغې په خوا کښې به یې لمونځ نه کوه مګر دا چې پخپلو کښې یې (د لمانځه لپاره) قرعه یا پچه اچوله.
په دغو کښې د یوې بلې ستنې نوم تهجد دی. په روایت کښې راغلي چې رسول الله(ص) به د شپې کله به چې خلک له جوماته خپلو کورونو ته تللي وو، د دغې ستنې په خوا کښې به یې پوزی خوروه او د تهجدو او شپې لمونځ به یې کوه او په همدې وجه په دغه نوم مشهوره شوه. دغه ستن د پيغمبراکرم د لور بي بي فاطمه زهرا(س) د کور شاته ده. په دغه ځاې کښې په لګیدلي سنګِ مرمر په عربي ژبه لیکل شوي دي: دا د پيغمبر(ص) د تهجدو (د شپې د نفل لمونځ) ځاې دی.
مربّعة القبر ستن چې ورته مقامِ جبرائیل هم ویل کیږي، د پاکې ضریح په شمالي ګوټ پورې لګیدلې ده او اوس چې څوک د مسجدالنبي(ص) زیارت ته ځي، دغه ستن نه شي لیدلې. دغلته یو ور و چې د حضرت امام علي او حضرت فاطمې بي بي د کور په لور به خلاصیده. د دغې ستنې د فضیلت په هکله له ابي الحمراء څخه یو روایت شوی چې وايي: د خدای ګران رسول(ص) مې ولیده چې څلویښت ورځې د علي، فاطمې، حسن او حسین علیهم السلام کور ته راځي او د ور په چوکاټ لاس ږدي او وائي: سلام دې پر تاسو ای اهل بیتو. او د احزاب سورې ۳۳ آیت به یې تلاوتوه چې (ای اهل بیتو! خدای له تاسو پلیدي لرې کول او ستاسو پاکول غواړي.
سریر ستن، د قبلې له لورې وړومبنی ستن ده چې د توبې ستنې په ختیځ کښې ده. د سریر په نامه د دې ستنې نومول کیدل په دې وجه دي چې پيغمبر اکرم(ص) به د اعتکاف په ورځو کښې لکه د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کښې شپه او ورځ په جومات کښې پاتې کیده او د دې ستنې په خوا کښې به یې عبادت کوه او کله به چې ستړې کیده، همدلته به یې ارام کوه.
مَحرَس ستن د مسجد النبي هغه بله ستنه ده چې علي بن ابیطالب علیه السلام به یې په خوا کښې ودریده او د رسول الله(ص) ساتنه به یې کوله. په دې وجه د دې ستنې بل نوم، علي بن ابیطالب دی ځکه چې هغوي به د دې ستنې په خوا کښې لمونځ کوه.
وُفود ستن د شمال له لوري د محرس ستنې شاته ده او د قبلې له لورې دریمه ستن ده. د رسول الله(ص) په ورځنیو کارونو کښې یو د قبایلو له مشرانو سره کتنه وه. دغه ملاقاتونه به د دغې ستنې په خوا کښې کیدل چې بیا وروسته په اسطوانة الوُفود مشهوره شوه او اوس هم په همدې نوم پيژندله کیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*