Feb 02, 2017 11:28 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۲۱

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادی الاول د میاشتې له پینځمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له دریمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه درې دیرش کاله پخوا، د پینځم  هجري قمري کال  د جمادي الاول په پینځمه نیټه،  د اسلام  د ګران پیغمبر یوه لمسۍ او د حضرت امام علی  او حضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها ګرانه  لور حضرت زینب کبری (س) نړۍ  ته  سترګې رڼې کړې. دغه  لویه  بی بی د خپل  ډیر  علم  او پوهې  په وجه په خلکو کښې  ډیره  مشهوره شوه .  حضرت  زینب  سلام ا... علیها د کربلا په پیښه کښې  د خپل ورور بزرګوار حضرت امام حسین علیه السلام د سپیڅلو موخو لپاره او له  هغه سره  یوځائ د هغه  وخت  د واکمنو له  ظلم او د خلکو له جهل سره مقابله وکړه. هغه بزرګواره د حضرت امام حسین علیه السلام  له پاڅون وروسته له نورو اسیرانو سره شام  ته  بیولل شوه. حضرت بی بی زینب (س) په  صبر او پرهیزګارۍ کښې د خپل وخت سرخیله وه. هغه بزرګواره همداراز  له فصاحت، بلاغت او ښه کلام  له نعمته هم  برخمنه وه  او د کوفې د واکمن  ابن زیاد په  دربار او  دغه راز  په  شام  کښې د یزید په  دربار کښې يې  پخپلو  ویناؤ کښې  د بنی  امیه  د ظلمونو  او جنایتونو  په ایشوا کولو او  دغه  راز  د رسول ا....  بزرګوار د کورنۍ د مظلومیّت او رسالت په اثبات  کښې غوره رول ولوباوه.

د یادولو ده  چې د ایران  په  اسلامي  جمهوریت  کښې  د حضرت  بی بی زینب (س) د نیکمرغه  زوکړې کلیزه  د نرس  د ورځې  په  توګه لمانځل کیږي.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه دیرش کاله پخوا،  د اتم  هجري قمري کال  د جمادي  الاول په پینځمه نیټه، د روم  د لښکر او د هغو د متحدانو او مسلمانانو ترمینځ  د (موته) په  نوم  جنګ وشو. دغه جنګ په  دې  پسې شوئ  چې اسلام  ته د بلنې لپاره شام  ته  د پیغمبر اکرم  (ص) لیږل شوئ استازی  د دغه  سیمې د سرحدي ولسوال په لاس شهید شو. همداراز ځینو مورخینو د قرآن کریم د څوارلسو قاریانو شهیدول چې د شام پوله ایزو سیمو ته روان وو، دغې سیمې ته د زرکسیز لښکر د جوړولو لپاره  د پیغمبر (ص) د فیصلې یو بل علت  بللی دی  چې  د روم  تر کنټرول لاندې وې. پیغمبر اکرم (ص) خپل  تره  زوئ  حضرت جعفر  بن  ابو طالب  د اسلام  د لښکر  په مشرۍ وټاکه او زید بن حارثه او عبدا... بن  رواحه  يې د هغه جانشینان کړل. مسلمانان  چې د لومړي ځل  لپاره له  دښمنانو سره د جنګ په موخه  په  دغه  شان  اوږد  سفر  روان  وو، د سیمې د قبایلو او رومیانو له  یوه  لښکر سره  مخامخ  شول  چې  تر یو لک پورې کسان اټکل شوي وو. دغه  نا برابر  جنګ  د اوسني  اردن  په لویدیځ کښې په موته  سیمې کښې وشو او مسلمانو مجاهدینو له خپلې خوا ډیره میړانه نندارې  ته  وړاندې کړه، په  دې توګه چې د هغو درې واړه قوماندانان او د اسلام د لښکر زیات شمیر مجاهدین شهیدان شول. بالاخره د مسلمانانو قومانده خالد بن ولید ته چې تازه مسلمان شوئ ؤ، وسپارل شوه او هغه هم د شاتګ حکم  صادر کړ. که  څه  هم  د موته  په  جنګ کښې مسلمانان  بریالي نه شول، خو د رومیانو له  جنګي تاکتیکونو او وضعیَت سره  ښه  بلد شول  څو له هغوئ  سره  په  جنګ کښې د ورپسې  بریالیتوبونو سریزه شي.

««««««««««««

دوه اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه دیارلسم هجري لمریز کال  د سلواغې په پینځلسمه نیټه،  د تهران  پوهنتون  بنسټ کیښودل شو. د تهران  پوهنتون  د جوړولو طرحه  په  دیارلس سوه دیارلسم لمریز کال  کښې  د قانوني لایحې په توګه ملي شورا ته وړاندې شوه او له تصویبیدا وروسته یې اجرا پیل شوه. تهران  پوهنتون  د طب د لوړ ښوونځي او د حقوقو او علومو د ښوونځي په شان  د هغې زمانې له لوړو ښوونځیو جوړیده. په دغه پوهنتون کښې د جوړیدو په  وخت  د طبي، انساني، تربیتي، سیاسي، اقتصادي او فني علومو په  نومونو شپږ  پوهنځي شامل  وو او  د جوړیدو نه  تر دیارلس سوه اوولسم کاله پورې یې مشري د ډاکټر علی اصغر حکمت په ملګرتیا ډاکټر عیسی صدیق په غاړه درلودله.

له اداري او فني نظره د تهران پوهنتون خپلواکي په  دیارلس سوه یویشتم لمریز کال کښې  د ډاکټر علي اکبر سیاسي  د  وزارت  په  وختو کښې عملي شوه او د پوهنتون د خپلواکۍ د قانون د اصولو له مخې په وړومبي ځل د پوهنځیو مشران له استاذانو څخه او د هغوئ د نظر او رایې په  موافقت سره غوره شول. همداشان د پوهنتون مشر هم د پوهنځیو له مشرانو څخه د پوهنتون  د شورا په  رایې سره غوره شو. دا پوهنتون نن سبا د ایران د پوهنتونونو د پلار  په  توګه  ګڼل کیږي.

««««««««««««

اته شپیته کاله  پخوا، د دیارلس سوه اووه ویشتم  هجري  لمریز کال د سلواغې په پینځلسمه نیټه، د  پهلوي لړۍ  دویم  او  وروستۍ باچا محمد رضا شاه په یوې حمله کښې بچ شو. هغه په داسې حال کښې چې په تهران پوهنتون  کښې  یې په یولړ مراسمو کښې د ګډون نیت درلود، د ناصر فخر آرایی په نوم د یو کس لخوا پرې پینځه ډزې وشوې. په دې پیښه کښې شاه سرسري زخمي شو خو  بریدګر  د  شاه  د ساتونکو د ډزو له  امله  په ځائ مړ شو. حکومت  د ایران  توده ګوند چې  په  پخواني شوروي پورې پیئلئ ؤ، د دې  حملې  لامل  وباله او  هغه  یې دړې وړې کړ.  پهلوي رژیم  په  عین  حال کښې د دغه پیښې په پلمه آیت ا... کاشاني هم چې د شاه تر ټولو ستر مخالف دیني مشر ؤ، ونیوه او جلاوطن یې کړ. په تهران پوهنتون کښې د محمد رضا شاه  ټرور یوه شکمنه پیښه وه چې پایلو یې د هغه او د هغه  د بهرنیو ملاتړو ګټې په  ځان  پسې لرلې.

««««««««««««

او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې په پینځلسمه نیټه، ایران  ته  د امام خمینی (رح) له  راتګ  وروسته چې د باچا له  رژیم سره د خلکو  مبارزې  خپل  هدف  ته  په  لاچټکتیا سره  نزدې کیدې، د دغه رژیم  وزیراعظم  شاپور  بختیار په  یوه  مصاحبه کښې هڅه وکړه، خلک آرام او کرار کړي. هغه چې د ډیموکراسۍ او آزادۍ غوښتنې په تظاهر سره یې هڅه کوله، خلک د انقلاب له دوامه وغړوي، په دې مصاحبه کښې اعلان  وکړ  چې امام خمینی (رح)  ته د لنډ مهاله حکومت د جوړولو اجازه نه ورکوي. دا په داسې حال کښې وو چې په مختلفو ښارونو کښې د خلکو  د مظاهرو او کار بندیزونو په سختیدو، له پوځي مرکزونو او قومندانیو د پوځیانو په تیښتې او همداشان د حکومتي چارواکو او د پارلمان  د استازو  په پرله  پسې استعفاګانو سره  د  هیواد  کنټرول،  په  عملي توګه  د حکومت  له  لاسه  وتلئ  ؤ.

 

ذیشان حیدر بنګش