تاریخ پاڼه شماره ۳۲۲
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له شپږمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له څلورمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلورویشت کاله پخوا، د څلور سوه څوارلسم هجري قمري کال د دريمې خور په شپږمه نیټه، مشهور مسلمان ریاضي پوه ابو سعید محمد بن عبدالجلیل سیستاني وفات شو.
هغه د ریاضۍ، هندسې او ستور پيژندنې په برخو کښې تکړه استاد ؤ.
سیستاني په هر علم کښې چې پوهه تر لاسه کوله، کتاب يې لیکلو او خپله پوهه یې نورو ته انتقالوله.
په ریاضیاتو کښې د ( جامع شاهي) کتاب د هغه نامتو اثر دی چې د عضدالدوله دیلمي په نوم یې لیکلی دی.
د هغه له نورو کتابونو په ستور پیژندنه کښې (المدخل)، ( المعانی فی احکام النجوم) او ( الدلایل فی احکام النجوم ) کتابونو ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
پینځه سوه یو کاله پخوا، د نهه سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول په شپږمه نیټه، په هند کښې د ګورکانیانو د لړۍ باچا ظهیر الدین بابر شاه وفات شو.
ظهیر الدین محمد بن میرزا عمر چې د امیر تیمور ګرکاني له لمسیانو ؤ، په اته سوه نهه نوېم قمري کال کښې د خپل پلار له وفات وروسته، په یوولس کلنۍ کښې د ماوراء النهر په فرغانه سیمه کښې واک ته ورسید.
هغه په سر کښې یوولس کاله له ازبک او تاتار باچاهانو سره وجنګید او چې پر خپلې کمزورۍ پوه شو، نو کابل او قندهار ته یې مخه کړه او د افغانستان له نیولو وروسته يې دوه ویشت کاله په دغه سیمه حکومت وکړ. هغه په نهه سوه دوه دیرشم هجري قمري کال کښې د هند په لور وخوځید او دهلي يې ونیو. ظهیر الدین بابر له هماغه وخته په هند کښې د ګورکانیانو د لړۍ دولت چې د مغولو د دولت په نوم یادیده، جوړ کړ.
دغه دولت تر دولس سوه څلور شپیتم قمري کاله د درې سوه دوه دیرشو کلونو لپاره په هند او شا او خوا هیوادونو حکومت کاوه. بابر په هند او افغانستان کښې ډیرې لارې او کاروان سرایونه جوړ کړل او د دغه هیوادونو له آبادونې او جوړونې سره يې ډیره مرسته وکړه.
د هند مشهور جومات بابري هم د ظهیر الدین محمد بابر د وخت مشهوره ودانۍ ګڼل کیږي. هغه تر نهه سوه اووه دیرشم قمري کاله پورې د پینځو کلونو لپاره په دهلي حکومت وکړ او بالاخره په نهه څلویښت کلنۍ کښې وفات شو.
ظهیر الدین بابر په تاریخ کښې عالم او ادیب یاد شوئ دی. هغه د خپلو بریاوو ژوند او حکومت په اړه یو کتاب هم لیکلئ دی.
بابر د هند په جمنا ښار کښې خاورو ته وسپارل شو خو کلونه وروسته د هغه هډوکي کابل ته منتقل شول او له ښار د باندې پرې یو مجلل زیارت جوړ شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په شپاړسمه نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی(رح) د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په درشل کښې د اسلامي انقلاب د لنډ مهاله حکومت د جوړولو حکم صادر کړ. امام خمینی په دې حکم کښې د اسلامي انقلاب اهداف او پروګرامونه اعلان کړل او له موقت حکومته یې وغوښتل چې د دغو اهدافو د پوره کولو هڅه وکړي. د امام په فرمان کښې د موقته حکومت اصلي دندې، د هیواد د سیاسي نظام د ټاکنې لپاره د ریفرنډم ترسره کول، د انتخاباتو ترسره کول او د اساسي قانون د برابرولو لپاره د موسسانو د شورا جوړول او د شورا د وړومبنیو انتخاباتو ترسره کول ذکر شوي وو. د لنډ مهاله حکومت له جوړولو سره په یو وخت د شاه د رژیم په څو پوځي اډو کښې د اسلامي انقلاب او د امام خمینی (رح) په پلویتوب یو لړ مظاهرې وشوې او د باچا رژیم لخوا د پوځي حکومت د ټینګښت او په مظاهرو له بندیز سره سره، په ټول ایران کښې همهغه شان پراخې مظاهرې کیدې او د شاه رژیم د پرزولو لپاره د ایران د مسلمانو خلکو د مبارزو لمن هره ورځ لا پراخیدله.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې په شپاړسمه نیټه، د امریکې جاسوسي ادارې سي، آیی، اې د ایران د اسلامي انقلاب د مسائلو په وړاند وینه کښې پر ناکامۍ اعتراف وکړ. د دغې ادارې مسئولانو ومنله چې یادې ادارې د ایران د مسائلو د راتلونکو چارو په اړه ماتې خوړلې ده. هغوی وویل: د کوم څیز اټکل او تمه چې مو نه کوله دا وو چې یو اته اویا کلن سپین ږیرئ له څوارلسو کالو جلاوطنۍ وروسته، د ایران خلک په دا ډول پخپلو کښې سره یو کړي.
««««««««««««
درویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجري لمریز کال د سلواغې په شپاړسمه نیټه، د ایران نامتو ژباړن او لیکوال استاد علي اکبر کسمایي په درې اویا کلنۍ کښې وفات شو. علي اکبر کسمایي په معقول او منقول څانګه کښې د لیسانس یا ګریجوئیشن له ترلاسه کولو وروسته په جنرل ازم کښې د زده کړې د دوام لپاره مصر ته لاړ. دا سفر یو داسې فرصت ؤ چې هم د طه حسین، توفیق الحکیم او عباس عقاد په شان د مصر له مشهورو استادانو سره اشنا او بلد شي او هم په عربي ژبه او ادبیاتو کښې تجربه او مهارت ترلاسه کړي.
کسمایي ایران ته له راستنیدا وروسته، د جنرل ازم او عامه اړیکو په لړ کښې کار پیل کړ او څه موده د ځینو مجلو سرمنشي پاتې شو. هغه له اطلاعات ورځپاڼې سره ملګرتیا پیل کړه او پنځوس کاله یې دوام ورکړ.
««««««««««««
او له ننه نولس کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اویایم هجري لمریز کال د سلواغې په شپاړسمه نیټه، خدمتګزاره عالم حجت الاسلام و المسلمین جلیل هنروَر وفات شو. جلیل هنرور خویي په دیارلس سوه پینځم هجري لمریز کال کښې د لویدیځي آذربایجان ولایت په خوی ولسوالۍ کښې وزیږید او په ځلمیتوب کښې یې د دیني علمونو زده کړې ته مخه کړه. هغه په څوارلسو کالو کښې ادبیات او په لوړه کچه فقه او اصول په ښه توګه زده کړل او له دیارلس سوه اووه دیرشم لمریز کال څخه د شلو کالو په موده یې د ښار د یوې علمیه مدرسې مدیریت په غاړه واخیست. هغه په دغه موده کښې او د عمر تر پایه پورې د دیني علومو تدریس او ښوونه وکړه او په لس هاو طلبا او فاضلان یې وروزل. هغه به له سهار نه تر ماښامه په دوامداره توګه د اهل بیتو علیهم السلام د معارفو په ښوونه، د خلکو د مسائلو په هوارولو، د خلکو دیني مشکلاتو او پوښتنو ته په ځواب ورکولو او د جوماتونو او مدرسو په اداره کولو لګیا ؤ او اوزګار وخت به یې د مختلفو کتابونو په لوستلو کښې تیروه. په دې لاره کښې یې په تفسیر، تاریخ، حدیث او عرب او عجم ادبیاتو باندې ډیر تسلط درلود او ټول مطالب یې حفظ کړي وو.
له حجت الاسلام هنرور خویي څخه د پیغمبرانو او امامانو او د شیعه او سني عالمانو د وجه تسمیه په بیان کښې (توضیح الاسماء) کتاب او هم د یو ستر عالم د حال شرحه پر ځائ پاتې ده.
ذیشان حیدر بنګش