Feb 05, 2017 13:18 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۲۳

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له اوومې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له پینځمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو نهه څلویښت کاله پخوا،  د درې سوه نهه اتیایم  هجري قمري کال د جمادي الاول  د میاشتې په اوومه نیټه، د قرآن  قاري او مشهور محدث ابن غلبون وفات شو. هغه په درې سوه نهم  قمري کال کښې  د سوریې  په  حلب  ښار کښې زیږیدلئ ؤ خو  په  مصر کښې استوګن شو. ابن  غلبون  د  خپلې زمانې د قرائت  او  حدیثو  له سترو عالمانو ډیره ګټه پورته کړه او بیا پخپله په دې برخو کښې  استاد شو او تدریس او ښوونه یې  پیل  کړه. دغه  مسلمان  محدث د قرآن مجید په  قرائت  پورې  د اړوندو مسائلو په  هکله  یو لړ  نظرونه  څرګند کړي چې د مکي بن ابی طالب په نامه د هغه یو شاګرد په (الکشف) نومې کتاب کښې راوړي دي. د  هغه  تر ټولو مهم اثر  (الارشاد) دی چې  د قرآن  کریم د اووه ګونو قرائتونو په  هکله  دی.

««««««««««««

دوه پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اتیایم  هجري قمري کال  د جمادي الاول  د میاشتې په  اوومه نیټه، د مصر مسلمان پوه او مبارز سید قطب په قاهره کښې سره له  خپلو دوو ملګرو اعدام شو. هغه په لس کلنۍ کښې قرآن کریم په بشپړه توګه حفظ کړ او تقریباً له  همهغه  وخته  یې سیاسي مسائلو او له استمعار او استبداد سره مقابلې ته مخه کړه.

سید قطب شپاړس کلن ؤ چې د قاهرې په یو پوهنتون کښې یې زده کړه پیل کړه او په  نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال کښې د زده کړې د دوام لپاره امریکې ته لاړ. هغه د امریکایی ټولنې د ګډوډیو په لیدو سره له لویدیځه سخت کرکجن شو.

سید قطب  د خپلو سیاسي مبارزو په دوران کښې د اخوان المسلمین جمعیت له  بنسټګر حسن البناء  سره  اشنا  شو او په دغه اسلامي غورځنګ کښې شامل شو او پکښې یې مهم رول ولوباوه. د دغې ډلې او د مصر د هغه وخت د ولسمشر جمال عبدالناصر ترمینځ  د اختلاف  د رامینځته کیدو په  وجه  سید قطب هم  ونیوئ شو او بیا اعدام کړئ شو.

هغه باوري  ؤ چې  ختیځ  او لویدیځ پکټونه د مسلمانانو په خلاف جنګیږی او دواړه د اسلامي هیوادونو د لوټلو لپاره له یوبل سره ملګري شوي او د مسلمانانو په خلاف جنګ ته راپورته شوي دي.

د سید قطب په آثارو کښې د (اسلام په قلمرو کښې راتلونکی)، ( اسلام او نړیواله سوله) او (په قرآن کښې هنري تخلیق) کتابونو ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې په اولسمه نیټه، د ایران  د لنډ مهاله انقلابي حکومت د جوړیدو له اعلان وروسته په مختلفو ښارونو کښې د حضرت امام خمینی(رح) د دغه پریکړې د ملاتړ او تائید لپاره د میلیونونو مسلمانو او انقلابي خلکو لخوا پراخ  لاریونونه  وشول.

په  دغه ورځ د ایران مسلمانو خلکو په سړکونو کښې په راغونډیدو سره په یوه غږ د بختیار د پیئلي حکومت د څنګته کیدو غوښتنه وکړه. په دغه ورځ همداشان  د امریکې ځانګړی استازی جنرال هایزر چې د پهلوی رژیم له پاتې شونو سره د مرستې او د باچا د پوځ له قومندانانو د امریکې د ملاتړ د اعلان او د اسلامی انقلاب خلاف د کودتا د زمینې جوړولو لپاره تهران ته راغلی و، د یوې میاشتې له عبس هڅې او پخپل ماموریت کښې له ماتې وروسته امریکې ته ستون شو.

««««««««««««

نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال  د سلواغې د میاشتې په اوولسمه نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمینی (رح) په حکم د رهبرۍ د لوړ مشاور په توګه د (نظام د مصلحت پیژندنې ټولنه) جوړه شوه. د دغه حکومتي اورګان اصلي دنده د هغو اختلافاتو هوارول دي  چې کله کله  د اسلامي شورا (پارلمان) او د اساسي قانون د ساتندویه شورا ترمینځ رامینځته کیږي. ساتندویه شورا دنده لري چې د پارلمان  ټولې مصوبې  وڅیړي او کومې مصوبې چې د اسلام  له شرعې او  یا د ایران له  اساسي قانون سره  په  ټکر کښې ویني، د اصلاح لپاره بیرته پارلمان  ته  واستوي. خو که پارلمان  د خپلې مصوبې په سموالي ټینګار وکړي  نو د  نظام  د مصلحت  پیژندنې ټولنه یې څیړي او وروستۍ او فاینل نظر ابلاغوي.

دغه  ټولنې په  دیارلس سوه اته شپیتم هجري لمریز کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په  اساسي قانون  د غور او  پکښې د بیا کتنې په بهیر کښې لاپراخې دندې ترلاسه کړې او د اسلامي جمهوري نظام د کُلّی سیاستونو په ټاکنه کښې رهبر ته مشوره ورکول او همداشان د ځینو هغو ستونزو هواري چې رهبر یې ورته ارجاع کوي، د نظام د مصلحت پیژاندې ټولنې په دندو کښې راځي. د دغه  ټولنې غړي هر پینځه کاله پس د ایران د اسلامي جمهوریت  د رهبر لخوا غوره کیږي.

««««««««««««

او له ننه نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم  هجري لمریز کال  د سلواغې په اوولسمه نیټه، اوسمهاله ایرانی محقق استاد ابراهیم میر فخرایي وفات شو.  هغه  د ایران  په  یو شمالي ښار رشت کښې زیږیدلئ  ؤ او په  شپاړس کلنۍ کښې د زده کړې  د دوام  لپاره  تهران  ته  راغئ.  هغه  د بهرني استعمار او کورني استبداد خلاف د ځنګل  د غورځنګ په اوج کښې خپل زیږنځائ  ته  ستون  شو او  له  میرزا کوچک خان  جنګلي سره  اشنا شو او  د هغه  د تحریراتو څوکۍ یې  په  غاړه  واخیستله.

میر فخرایي د ځنګل  د غورځنګ په بهیر کښې د میرزا کوچک خان  یار او ملګرئ ؤ. (تاریخ ایران)، (سردار جنګل) او (ګیلان در جنبش مشروطیت) نومي کتابونه  د  دغه  ایراني  محقق  ځینې آثار دي.

 

ذیشان حیدر بنګش