Feb 06, 2017 08:55 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۲۴

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له اتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له شپږمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو شپږ اویا کاله پخوا، د دولس سوه دوه شپیتم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په اتمه نیټه، مشهور عالم او فقیه حاجي کرباسي وفات شو. حاج ابراهیم بن محمد بن حسن خراساني کاخي چې په حاجي کرباسي  مشهور ؤ،  په  یوولس سوه اتیایم هجري قمري کال  کښې  په  اصفهان کښې زیږیدلئ  ؤ او له  لومړیو زده کړو وروسته  د هغو د  بشپړولو  لپاره  نجف اشرف ته لاړ.  فقه  او اصول  او  نور  دیني  علوم  یې له  علامه بحرُ العُلوم او شیخ  جعفر کاشف الغطاء  او  نورو  بزرګانو زده کړل.

(اشارات الاصول)، (شَوارَعُ)، (الهِدایه) او (منهاج الهدایه) د دغه عالم له کتابونو څخه دي. حاجي کرباسي په  دولس سوه دوه شپیتم هجري قمري کال کښې  په  دوه اتیا  کلنۍ کښې په اصفهان کښې وفات شو او په  هغه  جومات کښې خاورو ته  وسپارل شو چې هغه به پکښې درس ورکوه.

««««««««««««

یو سلو پینځه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دیارلسم هجري قمري کال  د جمادي الاول  یا  دریمې  خور د میاشتې په اتمه نیټه، مسلمان عالم میرزا محمد باقر  زین العابدین  خوانساري  په  اصفهان  کښې  وفات  شو. هغه په فقه او حدیث کښې مهارت درلود او په دې لړ کښې یې  د هغې زمانې له څو تکړه  استادانو د حدیث  د نقلولو اجازه واخیستله. دغه  لوړ رتبه  پوه چې د عالمانو  او  فقیهانو  شجره یې ښه پیژندله، څه موده پس  د اصفهان  د علمیه حوزې مشري په غاړه واخیستله. میرزا محمد باقر خوانساري ډیر کتابونه لیکلي دي چې له هغو د (حاشیه شرح لُمعه) او (روضات الجنات) ته اشاره کولئ  شو.

««««««««««««

یو سلو پینځلس کاله پخوا، د دیارلس سوه درویشتم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په اتمه نیټه، مشهور مسلمان  فاضل او مبارز شیخ محمد عَبده  د  مصر  د  شمال  په  اسکندریه  بندر کښې وفات شو.

هغه خپلې زده کړې له الازهر پوهنتونه پیل کړې  او  بیا  د  ایران  د آزادي غواړي  عالم  سید جمال الدین اسدآبادي  د درس  ټولګې  ته  ورسید او  د  هغه له افکارو یې  ډیره  ګټه  پورته  کړه. د سید جمال  الدین اسد آبادي  له  جلاوطن کیدا  وروسته  عبده  په  تدریس کښې  د هغه ځائ  واخیست  خو  په  مصر باندې د انګلستان د استعمار د نفوذ په پراخیدو سره عبده هم سوریې ته جلاوطن کړائ  شو.

عبده  په  سوریه کښې  له  شپږو کالو تدریس وروسته، پاریس  ته لاړ او د (عُروة الوثقی) ورځپاڼې په خپرولو کښې یې د سید جمال الدین اسدآبادي مرسته  وکړه. هغه  مصر  ته  له  ستنیدا  وروسته  قاضي  شو.

شیخ  محمد عبده  د  خپل  استاد سید جمال الدین  اسدآبادي په شان د اسلامي نړۍ او اسلامي مذهبونو تر مینځ  د اتحاد او یووالي آرزو درلوده  او باوري  ؤ چې  د نړۍ  مسلمانان  باید د کافرانو او استعمارګرانو خلاف  متحد او  یو موټي شي.

««««««««««««

یو سلو دیارلس کاله  پخوا، د  نولس سوه څلورم میلادي کال د فرورۍ په شپږمه  نیټه، په چین کښې د روسیې پر ځواکونو  د  جاپاني  پوځ  په حملې سره  د جاپان او روسیې جنګ پیل شو. جاپان چې د خپل پوځ  له سنبالولو وروسته  یې  په  اتلس سوه پینځه نوېم  میلادي کال کښې چین  ته  ماتې  ورکړې  وه او د دغه هیواد ځینې سیمې  یې  نیولې  وې، په چین کښې د روسیې د وروست  پوځ  په  مقابل کښې  هم  بریالئ شو. همداشان  د جاپان سمندري  ځواکونو د روسیې سمندري  پوځ  ته  په  ماتې  ورکولو سره  د کوریا ټاپووزمه  ونیوله.

د پورټسموټ  تړون  له  مخې چې  د دغه  جنګ  په  پائ  کښې د روسیې او جاپان د استازو لخوا لاسلیک شو، د چین په شمال ختیځ کښې د منچوري ځینې سیمې او د ساخالین جزیرې نیمه برخه جاپان ته وسپارل شوه او همداشان  د کوریا  ټاپووزمه  هم  د جاپان تر حمایت لاندې راغله.

««««««««««««

پینځه نوي کاله پخوا، د نولس سوه دوه ویشتم میلادي کال د فرورۍ په شپږمه نیټه، په  واشنګټن  کښې  د نړیوالو وسلو د محدودولو مهمه  غونډه، په  دغه  غونډه کښې د ګډونوالو پینځو هیوادونو لخوا  د  پنځه اړخیز تړون په نامه د یوه تړون  په لاسلیکولو سره پائ ته ورسیدله. د دغه تړون لاسلیکونکي امریکا، انګلستان، فرانسه، ایټالیا او جاپان  وو. د دغه تړون له مخې په جنګونو کښې د هر ډول  وژونکي یا بې هوشه کونکي زهرجن او کیمیاوي ګیس استعمال منعه شو.

څو کاله  وروسته  د  نولس سوه پینځه ویشتم میلادي کال په جون میاشت کښې،  په جنګونو کښې  د وژونکو ګیسونو استعمال بندیز ته د ډیرو هیوادونو لخوا پاملرنه  وشوه  او  په  جینیوا کښې په  یو پروټوکول کښې د ډیرو هیوادونو لخوا  لاسلیک  شو.

««««««««««««

او له ننه درې دیرش کاله پخوا،  د  دیارلس سوه دوه شپیتم  هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په  اتلسمه  نیټه، د اسلامي انقلاب په بهیر کښې د خلکو د وژلې عامل  جنرال  غلامعلي اویسي ووژل  شو. اویسي  په  نولس سوه درې شپیتم  او نولس سوه اته اویایم  میلادي کلونو کښې د اسلامي انقلاب په هلوځلو کښې د خلکو د وژلې یو عامل ؤ. هغه د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه  یوه میاشت  مخکښې  یعنې  د شاه  له  تیښتې  هم  مخکښې له ایرانه وتښتید. اویسي  د اسلامي انقلاب  له  بریالیتوب  وروسته  هڅه  وکړه، انقلاب  ضده  سلطنت غواړي راغونډ کړي او د اسلامي انقلاب د  زیانمولو لپاره  یو لړ  تحرکات  رامینځته کړي. خو  د  هغه  ټولې  هلې  ځلې  ناکامه شوې او  بالاخره  په  پاریس کښې ووژل  شو.

 

ذیشان حیدر بنګش