Mar 04, 2017 16:40 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۴۸

نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له دریمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له دوهمې نیټې سره برابره ده.

یو زرو څلور سوه اووه ویشت کاله پخوا، د یوولسم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په دریمه نیټه، د خدائ د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) ګرانه لور او د حضرت امام علی بن ابی طالب (ع) قدرمنه میرمن حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) له یوه لنډ عمر وروسته په شهادت ورسیده. د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد (ص) د رسالت له پیلیدا پینځه کاله وروسته د هغه حضرت قدرمنې میرمن بی بی خدیجه (س) یوه لور وزیږوله او د خدائ ګران رسول (ص) د هغې نوم فاطمه کیښود. دغه قدرمنې بی بی له ماشومتوبه د خپل پلار او د اسلام د قدرمن پیغمبر (ص) تر لارښونې لاندې له لوړو الهی معارفو سره بلده شوه. په دې ډول بی بی فاطمه زهرا (س) د وحی په کور کښې په شتون سره د کمال او معنویت لوړې درجې ترلاسه کړې. دغه قدرمنه بی بی د خدائ پاک د درګاه له هغو خاصو کسانو څخه وه چې د الهی علومو له سرچینې څخه یې پریمانه ګټه پورته کړه. هغې قدرمنې له واده وروسته هم د حضرت امام علی (ع) له مهربانۍ نه په ډک کور کښې د هغه حضرت ترڅنګ چې د عدل، انصاف او تقوا یوه غوره بیلګه وه، د ټولنې د پیښو په وړاندې د یوې میرمن، مور او مسئول انسان په توګه ارزښتناک رول ولوباوه.

حضرت بی بی فاطمه زهرا (س) په خپل ټول ژوند کښې سخاوت، سرښیدنه، صبر، زغم ، قناعت ، د خدائ پاک عبادت او له بې وزلوسره مرستې په ډیر ښکلی شکل کښې څرګندې کړې او د امام حسن (ع) او امام حسین (ع) په څیر تاریخ جوړوونکی او ستر انسانان د هغې په لمنه کښې وروزل شول.

د اسلام د دغې قدرمنې بی بی حضرت فاطمه زهرا (س) د رحلت په مناسبت د تسلیت په وړاندې کولو سره د هغې قدرمنې بی بی یوه ارزښتمنه وینا نقلوو چې فرمایی:

(څوک چې په خدائ پاک او د قیامت په ورځ باندې ایمان لری، پکار دی په ژبه غوره او ښکلې خبرې ادا کړی یا چپتیا اختیار کړی، ځکه چې خدائ پاک نیک، زغم لرونکی او پاکلمنه انسانان خوښوی او له بد ژبو کسانو او چاپلوسانو بیزاره دی).

««««««««««««

یو سلو پینځه شپیته کاله پخوا، د دولس سوه درې اویایم هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په دریمه نیټه، مسلمان عالم او څیړاند میر سید حسن مدرس اصفهانی په درې شپېته کلنۍ کښې وفات شو. هغه په دولس سوه لسم هجری قمری کال کښې په اصفهان ښار کښې وزیږید او د دینی له مقدماتو او فقهې او اصول فقه له زده کولو وروسته یې د خپل وخت له نامتو استادانو علمی ګټه پورته کړه. میر سید حسن مدرس له زده کړو وروسته په خپل زیږنځائ کښې تدریس پیل کړ او داسې علمی درجې ته ورسید چې د دینی علومو عالمان او علمی څیړاندی به د هغه د درس په ټولګیو کښې د ګډون لپاره اصفهان ته ورتلل.

(جوامع الکلام) او هغه حاشیه چې د بوعلی سینا پر مشهور کتاب (شفا) یې لیکلئ دی، د اسلامی نړۍ د دغه قدرمن څیړاند له اثارو ګڼل کیږی.

««««««««««««

یو شپیته کاله پخوا، د 1956 ميلادي کال د مارچ په دويمه نيټه، يو ډير پخوانی افريقائي هيواد مراکش خپلواکي ترلاسه کړه. دغه هېواد د مديترانه سمندر او اطلس بحيرې په څنډه کښې د افريقا په شمال کښې پروت دی او الجزائر او لويديځې صحرا سره ګډه پوله لري. مراکش د اوومې ميلادي  پيړۍ په وروستيو کښې د مسلمانانو په لاس فتح شو او څو باچائي لړيو پرې حکومت وکړ. په مراکش باندې د اروپائی حکومتونو تېري له پينځلسمې ميلادي پېړۍ څخه شروع شول، دغه هېواد تر 1912 کال پورې چې د فاس تړون له مخې په رسمي توګه د فرانسې او اسپانيا تر ملاتړ لاندې راغئ، کم  و زيات د عمل خپلواکي لرلې وه.

له 1912 کال څخه وروسته د عبدالکريم ريفي په مشرۍ د اسپانيائي او بيا د فرانسوي  استعمارګرو په خلاف د ريف په غرونو کښې د مراکش د قبائېلو وسله وال پاڅون شروع شو او د مراکش په يوه برخه کښې د جمهوري حکومت تر اعلانه پورې يې دوام وموند، خو دغه ستر او ولسي پاڅون په 1926 کال کښې د استعمارګرو په هراړخيزو حملو سره ماتې وخوړه. د دغې ماتې او استعاري ځواکونو د دباو باوجود د مراکش مسلمانو خلقو له استعمارګرو سره مبارزې ته دوام ورکړ او بالاخره د 1956 ميلادي کال د مارچ په دويمه نېټه د مراکش خپلواکي اعلان شوه.

مراکش د اطلس بحيرې او د مديترانه سمندر په څنډه کښې پروت دی او تقريباً پينځۀ لکه مربع کېلوميټره مساحت لري. دغه هېواد له الجزائر او صحرا هېوادونو سره ګاونډيتوب لري.

««««««««««««

او له ننه دیارلس کاله پخوا، د 2004  ميلادي کال د مارچ په دويمه نېټه د عراق د کربلا او کاظمېن په مقدسو ښارونو کښې د امام حسېن (ع) د وير او ماتم په مراسمو کښې څو مضبوطې چاودنې د سلګونو بې ګناه انسانانو د شهيدېدو او زخمي کېدو سبب شوې. په دغه کال کښې د عراق مسلمانانو د عراق د پخواني ډېکټاټور صدام حسېن د رژيم لخوا کلونه کلونه د امام حسېن (ع) په وير او ماتم باندې له بنديز نه وروسته دغه له غم نه ډک مراسم په ډېرې ولولې او عقيدت سره نمانځل. د کربلا او کاظمېن دهشتګردانه چاودنې د هغو نااراميو په دوام کښې رامنځته شوې چې د 2003 کال په اپرېل کښې د امريکې او برطانيې لخوا د عراق د نيولو له وخت نه شروع شوې وې. په همدې وجه له دې سره چې په عراق کښې د عاشورا د دهشتګردانه پېښې عاملان معلوم نۀ شول خو د عراق خلق او د نړۍ عامه افکار امريکه د نيواکګرې او د عراق د خلقو د سر ساتنې د مسئولې په توګه په دغې غميزه کښې ګرمه بولي.

 

ذیشان حیدر بنګش