Mar 05, 2017 13:22 Asia/Kabul
  • د کب د میاشتې د پنځلسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې کیهان ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په ایران کښې د ایس-۳۰۰ ډوله دفاعي میزایل سیسټم د کامیابې ازموینې خبر ته انعکاس ورکړی دی.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران په مرکزی صحرا کښې د ((اېس300) دافع هوا سېسټم په کامیابۍ سره وازمائل شو او عملیاتی شو او نورو دافع هوا سېسټمونو ترڅنګه راغی.

د ((اېس300) دافع هوا سېسټم عملیاتی ازمائېنه چې پرون د دغه سېسټم د کارکردګۍ د څرنګوالی د جاجونې په هدف سره ترسره شوه، او توغندیو د بالېسټک توغندی او ډرون په شمول مختلف اهدف وویشتل او تباه یې کړل.

د ایران د فوځ د خاتم الانبیاء  هوائی دافع هوا مرکز قوماندان جنرل فرزاد اسماعیلی پرون د دې په بیانولو سره چې د ((اېس300) سېسټم د ایران حق ؤ او دغه حق یې واخېست زیاته کړه، د ((اېس300) دفاعی سېسټم له نن څخه د مرصاد او تلاش په شان ایرانی قدرتمنو سېسټمونو تر څنګه راغے چې د ایران آسمان شېبه په شېبه لا امنه او مقتدره شی.

جنرل فرزاد په دې باندې په تاکید سره چې د دښمن د جنګی رجز ځواب به د جنګ په مېدان کښې ورکړې شی څرګنده کړه: ایرانی ماهرانو دغه سېسټم د ګواښونو او عملیاتی نقشو مطابق وزمائلو او  بل هیڅوک به د ((اېس300) سېسټم د عملیاتی کېدو څه رنګوالی ته لاسرسائی پېدا نه کړی.

هغه زیاته کړه ((اېس300) بشپړه ایرانی سېسټم به د« باور 373 » په نامه په راتلونکو نزدیو وختونو کښې وزمائل شی.هغه دا خبره په ګوته کړه چې د ((اېس300) سېسټم بشپړه ایرانی ځايي سېسټم دی او ټېکنالوجی یې له روسی ((اېس300) سېسټم نه څو ګامه وړاندې ده.

په ایران کښې د ایس-۳۰۰ پیاوړی دفاعی سیسټم ازموینې په نړیوالو رسنیو کښې پراخ انعکاس لرلی دی.

 

د ایران دې کار ته د نړیوالو رسنیو غبرګونونه:

اسرائیل ټایمز صهیونیسټی ورځپاڼې پرون د (ایران اعلان وکړ چې ایس-۳۰۰ دفاعی سیسټم د استفادې وړ دی) تر عنوان لاندې یو رپورټ کښې لیکلی دی: ایس-۳۰۰ دفاعی سیسټم په داسې حال کښې فعال شو چې د امریکې د نوی حکومت او ایران ترمینځ شخړې په زیاتیدو دی ځکه چې د روان کال په جنورۍ میاشت کښې د ایران د مینځ واټنه بالیسټک توغندی له ازموینې وروسته د واشنګټن حکومت د تهران خلاف یولړ بندیزونه لګول.

فرانسې خبری آژانس هم په دې هکله ولیکل: د ایران اسلامی جمهوریت ایس-۳۰۰ دفاعی سیسټم په کامیابۍ سره وزامایه.

د روسیې سپوټنیک خبری آژانس بیا په یو رپورټ کښی لیکلی دی: ایرانی ماهرانو په ایس-۳۰۰ دفاعی سیسټم سره د هدف د پیژندنې، موندنې، تعقیبونې او ویشتنې یوشمیر ازمیښتونه په کامیابۍ سره ترسره کړل.

د آیرلینډ انډیپنډنټ ویب سایټ، د امریکې فاکس نیوز چینل او نورو نړیوالو رسنیو هم په ایران کښې د ایس-۳۰۰ نومی دفاعی سیسټم د کامیابې ازموینې خبر په مختلفو ټکو راخیستی دی.

 

اطلاعات:

                د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په یو خبر کښې لیکلي دي چې د پاکستان پوځ له ایران سره اړیکو ته ډیر اهمیت ورکوي. د پاکستان د پوځ قومندان په اسلام آباد کښې له ایرانی سفیر سره خبرې اترې وکړې، وایی چې په خپل مینځیو اړیکو به هیڅ ډول معامله ونه شی.

خبر زیاتوي چې د پاکستان د پوځ له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سره په اسلام آباد کښې د ایران سفیر مهدی هنردوست ملاقات کړی او په دغه کتنه کښې باجوا وویل چې د پاکستان پوځ له ایران سره اړیکې ډیرې مهمې ګڼی او پر خپل مینځیو اړیکو به هیڅډول معامله ونه شی. هغه زیاته کړه چې د پاکستان او ایران د پوځونو مخ په پراختیا ملګرتیا به پر سیمه مثبت اثرات ولری.

په دغه کتنه کښې په اسلام آباد کښې د ایران سفیر مهدی هنردوست هم وویل چې د امنیت لپاره د پاکستان د پوځ هلې ځلې د ستاینې وړ دی. هغه په پاکستان کښې د ترهګرۍ خلاف روان (رد الفساد) عملیات هم وستایل.

جمهوري اسلامي:

له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا داسلامی ایران د ولسمشرۍاو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د کمیشن د فعالیتونه د پيلیدو خبر ورکړی دی.

د ایران داسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي پرون مازدیګر د دغه کمیشن په پرانیستونکو دستورو کې وویل ، دټآکل شوي مهال ویش په اساس ، دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دولسم پړاؤ په انتخاباتو کې ګډون کونکي کاندیدان دمارچ له دولسمې تر شپاړسمې نیټې پورې او ډښارونو اوکلو دانتخاباتو کاندیدان هم دمارچ له شملې تر شپږویشتمې نیټې پورې خپلې نامې ثبتولی شي

 

  هغه همداراز  د کمیشن  له افتتاح وروسته  دولسمشرۍ او دښارونو اوکلو د شوراګانو   په یو وخت  دانتخاباتو د ترسره کیدا په باب  له  شویو اقدماتو  هم خبر کړائ شو  .  همداراز   کاندیدان  له دې وروسته چې صلاحیتونه ئې  د ساتندویه شورا له خوا  وارزول  اوتائيد شي ، ترشلو ورځو پورې  انتخاباتي  کمپاین  او د خپلو پروګرامونو په باب تبلیغات  کولی شي .

دایران دکورنیو چارو وزیر دغه راز وویل ، دښارونو اوکلو دشوراګانو کاندیدان هم  اوه ورځې وخت لري چې  دمئ  له یولسمې تر اولسمې  نیټې  پورې  په  ټاکلي مودې کې  خپل پروګرامونه  پخپلو انتخاباتي کمپاین کې   وړاندې کولی شي

داپه داسې حال کې دي چې  دایران د پارلیمان دمینځ پړاؤ   انتخاباتو لپاره دکاندیدانو دنامو ثبتولو نیټه  هم بیګا نیمه شپه پاي ته رسیدلی ده .

 ټاکل شوې ده  د  ایران داسلامی جمهوریت د دولسمشرۍ د دولسم پړاؤ  ،دپارلمیان  دمینځ پړاؤ  او  دغه راز دښارونو اوکلو د شوراګانو  دانتخاباتو پنځم پړاؤ  به   په یوه ورځ دمئ   په  نولسمه نیټه  یا د  ۱۳۹۶لمریز کال د  غوائ دمیاشتې  په نهه ویشتمه نیټه په درست  هیواد  او ټاکلو  حوزو  کې  ترسره  شي.

 

د کابل چاپ ورځپاڼې:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په پاکستان کې د بند پاتې شويو هغو افغانانو په اړه چې په قانوني وېزه هغه هېواد ته تللي او دغه شان د قبایلي سیمو په اړه د نوموړي هېواد د کابینې د تازه پرېکړې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

 

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګنې کښې په یو مطلب کې لیکلي، پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال وايي، په دغه هېواد کې به د بند پاتې شویو افغانانو د لېږد لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه وکړي.

ویسا د ښاغلي زاخېلوال له قوله لیکلي چې په دې اړه یې له افغان حکومت سره هم خبرې کړې او ښايي د دغو پروازونو تابیا ونیول شي.

په مطلب کې د زاخېلوال په حواله راغلي چې په پاکستان کې یې د ګڼو ګوندونو سره هم د تورخم دروازې د خلاصېدو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې پر خپل حکومت فشار راوړي.

 

سرخط:

سر خط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه لیکلي چې پاکستان اوس د سرتاج عزیز په خوله هم پیاز نه خوري.

په مطلب کې راغلي چې په پاکستان کې افغان سفیر ویلي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره یې دا موضوع شریکه کړې چې لږ تر لږه دې د هغو کسانو پر مخ لارې خلاصې شي چې په پاکستان کې بند پاتې دي خو د نوموړي په خبره چې د کلکې ژمنې با وجود لا هم ستونزه په خپل حال پاتې ده.

 

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د قبایلي سیمو په اړه د پاکستان د کابینې د وروستۍ پرېکړې په اړه سرمقاله لیکلې ده.

هېواد لیکلي، د قبایلي سیمو په اړه د پاکستان پرېکړه د منلو وړ نه ده او په کلکه یې غندو.

په سرمقاله کې راغلي د پنجاب حکومت دا حق نه لري چې هغه ولسونه ټوټه ټوټه کړي کوم چې له پېړیو پېړیو راهیسې ګډ دیني، مذهبي، ژبني، فرهنګي او سمتي مشترکات لري.

په سر مقاله کې دا هم راغلي چې پاکستان غواړي پر افغانانو د ډیورند کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره قبایلي سیمې د خیبر پښتنوخوا په ایالت کې مدغمې کړي.

 

واشنګټن پوسټ امریکائي ورځپاڼه:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: پاکستان د ترورېزم په پلمه افغان او پښتانه کډوال په نښه کوي.

په ليکنه کې راغلي، په پاکستان کې د فبرورۍ مياشتې تر ځانوژونکو بريدونو وروسته پاکستاني ځواکونو د ترورېزم پرضد سرتاسري پوځي عمليات اعلان کړل.

په پاکستان کې د پښتنو رهبران شکايت لري چې پښتانه په دغه هېواد بيا په ځانګړي ډول په پنجاب ايالت کې له بد چلند او فشارونو سره مخامخ شوي دي.

يو پښتون مېوه خرڅوونکي ۴٠ کلن انورخان چې وايي چې لس کاله مخکې له خيبرپښتونخوا پنجاب ته کډه شوى، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، چارواکي فکر کوي هر څوک چې په پښتو خبرې کوي، يا کډوال دى، يا هم تروريست.

دى وايي له موږ سره په داسې حال کې بد چلند کېږي چې په چاودنو کې موږ ته هم زيان اوښتى دى.

هغه خپلې پايڅې پورته کړې، د ورځپاڼې خبريال ته يې د بم د چرو هغه داغونه وښوول چې په ٢٠١۴میلادي کال کې يې پر پښه لګېدلې وې.

هغه ويلي هر چا چې هغه چاودنه کړې وه، خداى دې نېست او نابود کړي؛ په هغه پېښه کې چې په مارکېټ شوې وه- ٢٣ کسان وژل شوي وو.

د ورځپاڼې په حواله په پنجاب کې له وروستيو بمي حملو سره پښتانه او د افغان کډوالو سوداګر تر فشار لاندې دي او په سلګونو کسان نيول شوي دي.

د محلي پارلمان يوه پښتون غړي سيد ظفر شاه ورځپاڼې ته ويلي، په سلګونو پښتانه د تروريزم په نامه نيول شوي او يا ځورول شوي دي.

هغه زياته کړه، که څه هم په يو لړ بمي چاودنو کې پنجابي طالبانو لاس درلود؛ خو موږ نه دي ويلي چې ټول پنجابيان تروريستان دي.

يوه بل افغان کډوال ورځپاڼې ته ويلي، دا حالت له کلونو دلته روان دى، خو په وروستيو کې لا شديد شوى دى.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*