Apr 03, 2017 10:37 Asia/Kabul
  • د وري د میاشتې د څوارلسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو>

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: د وري له دوویشتمې نیټې څخه د ولسمشریزو انتخاباتو د داوطلبو کاندیدانو نوم لیکنه پيلیږي.

خبر زیاتوي چې د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې مشر وویل: د روان ۱۳۹۶ لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۲ نیټه به چې د امام علي علیه السلام د ولایت له کلیزې سره برابره ده، د ولسمشرۍ د ټالټاکنو د دولسم پړاو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه پیل شي چې یوازې د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو په کمیټه کښې به تر پنځو ورځو جاري وي.

جمهوري اسلامي په همدې تړاو د امام رضا علیه السلام د پاک حرم د زیارتوالو په ستره غونډه کښې د انتخاباتو د سالمې او قانوني سیالۍ په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د سپارښتنو خبر هم سره د دوي له انځوره چاپ کړی او د معظم رهبر له خولې یې په غټو ټکو لیکلي دي: ټول دې ګډون وکړي او زوږناک انتخابات دې ترسره کړي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي همداشان وفرمایل:په انتخاباتو کښې د قانون په اصل باندې عمل ضروري دی. د ایران ګران ولس به په ټولټاکنو کښې په حقیقي ځلا سره خپل پرتم دښمنانو ته څرګند کړي.

جمهوري اسلامي ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د وړومبي مرستیال اسحاق جهانګیري له قوله لیکلي دي: امریکا په نویو بندیزونو سره په نړیواله فضا کښې خپل اعتبار له مینځه وړي.

خبر زیاتوي چې د ولسمشر وړومبي مرستیال وویل: دا چې امریکایان پر خپل غلط کړچار ټینګار لري، د هغوي د فطرت له امله دی او زمونږ حکومت او خارجه وزارت به د امریکې نوې بندیزونه وڅیړي او مناسب غبرګون به ورته وښئي.

 

اطلاعات:

                له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې یې د افغان ځواکونو په بریدونو کښې د طالبانو د ډلې د ۲۷ غړو د هلاکت خبر ورکړی دی.

خبر د افغانستان د دفاع وزارت د خبرپاڼې په اساس زیاتوي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د طالبانو خلاف بیلابیل عملیات کړي چې پکښې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۷ زخمي شوي او همداشان شپږ تنه ژوندي نیول شوي دي. دا عملیات د قندهار، هلمند، ننګرهار او قندوز په شمول د افغانستان په یولسو ولایتونو کښې ترسره شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت همداشان اعلان وکړ چې په دغو عملیاتو کښې د محمد په نامه هغه کس چې په قندهار کښې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو ماسټرماینډ و، وژل شوی دی.

 

اطلاعات همداشان لیکلي چې د امریکې د نړیوال امنیت مرکز وايي: سعودي عربستان ایټمي وسلو ته د لاسرسۍ په تکل کښې دی.

په خبر کښې لولو چې د امریکې د نړیوال امنیت او علومو مرکز د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل: سعودي عربستان د ایټمي وسلو ترلاسه کولو په لټه کښې دي. یاد مرکز په دې لړ کښې په ایټمي کلب کښې د یو نوي غړي د شاملیدو په عنوان سره د سعودي رژیم د هلوځلو یادونه وکړه.

د دې رپورټ له مخې د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ایشوا کړه چې عربستان نیغ په نیغه ایټمي وسلو ته د رسیدو لپاره ګام نه شي پورته کولی ځکه چې دا کار تاوان لري او په سیمه کښې د ایټمي وسلو د سیالۍ د زیاتیدو سبب کیږي. د یاد مرکز په بیانیه کښې راغلي دي: عربستان غواړي په راتلونکو څو کلونو کښې ۱۶ ایټمي ري ایکټرونه جوړ کړي.

همدې ورځپاڼې د پاکستان د پنجاب صوبې په سرګودها سیمه کښې په یو زیارت کښې د شلو کسانو د بوږنونکې وژلې خبر راخیستی دی.

د خبر په تفصیل کښې لولو: دپآکستان دپنجاب صوبې په سرګودها کې په ۹۵شمالی سیمې کې په یوه زیارت کې چې په ګدی نشینۍ له یوې مودې راهسې شخړه روانه وه د دوو لورو ترمینځ په اخ وډب او د ډنډو او چاقوانو په ناتار کې شل کسان په بوږنونکی ډول وژل شوی دی .

 راپورښئ  د  سرګودها  ډویژن  ډپټی کمیشنر  لیاقت علی چټه  ویلی دی ، د دغې درګاه د منجوروالي په سر   د دوو ډلو ترمینځ له یوې مودې راهسې  شخړه روانه  وه او  بیګا   دیوې ډلې یوشمیر مریدان هلته موجود ؤ چې  ویل کیږی   هغوی ته نشه ای شیان ورکړل شوی او له دې  وروسته  پر هغوی   په ډنډو او چاقوانو او خنجرو سره  یرغل شوی چې ویل کیږی  د درو ښځو په شمول  پکې شلو کسانو  خپل ژوند له  لاسه ورکړی دی .  هغه ویلی دی ،  چې  د شخړې په وخت دوه نورې ښځې   او دوه سړي چې ټپی شوی وو له  هغه ځایه په تښته بریالي شوی او  د شخړې  اطلاع ئې  پولیسو ته ورکړې ده .

 لیاقت علی چټه دغه راز وئیلی دی  چې  د دغه زیارت  دمنجورعبدالوحید  پشمول  اوه کسان نیول شوی دی  او   په هغو کې ځینو کسانو په لومړنیو  پلټنو کې په دغه جنایت  اعتراف هم کړی دی .    په سیمې کې د روغتونونو  چټیانې کینسل شوی او بیړنۍ حالت پکې اعلان شوی دی .

 ځيني راپورونه داهم ښئ چې  په دغه ځاي کې کوم زیارت او هدیره نشته او یوشمیر کسانو  پخپلې هجرې کې  دغه شان مریدان ساتل ا او د جادو منتر دنده ئې   روانه کړې وه .

او د بحرین حکومت د دغه هیواد د مشهور عالم آیت ا... عیسی قاسم د استازي عبدا... الدقاق تابعیت هم لغوه کړ. عبدا... الدقاق د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د شیخ عیسی قاسم استازی دی چې د بحرین د جنايي محکمې څلورمې څانګې یې په یو حکم کښې تابعیت لغوه کړ او د لس کاله بند سزا یې ورته واوروله. د آل خلیفه رژيم محکمې همداشان عبدالامیر العرادي د تابعیت په لغوه کولو او لس کاله بند او هاني شاکر یې هم د تابعیت د لغوه کولو ترڅنګ په ۱۵ کاله بند محکوم کړ.

په دې منځومان کښې دملګرو ملتو د سرمنشي ویاند په یوه خبري غونډه کښې په بحرین کښې د حکومت د مخالفانو خلاف له ترسره شویو اقداماتو اندیښنه وښودله او د دغه هیواد حکومت یې ملي خبرواترو ته وباله.

په عین حال کښې د بشري حقوقو اوو سازمانونو د بحرین د آل خلیفه رژيم د مخالفانو خلاف د پلان شویو شکنجو په هکله یو رپورټ خپور کړ او د هغو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې وکړه.

اطلاعات همداشان لیکلي چې د عراق ځانګړو امنیتي ځواکونو د موصلِ قدیم او د نور جومات په سیمه کښې چې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي د خلافت د اعلانولو ځاې و، د خپلو پرمختګونو په دوام کښې په سړکونو کښې او کور په کور جګړه پیل کړې ده. د عراقي ځواکونو یو قومندان ویلي چې فیډرل پولیسو د موصل قدیم په سیمو کې داعشي ترهګر کلابند کړي او په څو راتلونکو اونیو کښې به د دغه ښار بشپړه ازادي اعلان کړي.

کابل چاپ:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د نړۍ دريو هېوادونو ته د ولسمشر غني د سفر د پیل او دغه شان د ډیورنډ کرښې په اوږدو د روسیې او پاکستان له خوا د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته د روزنځایونو د جوړولو په تړاو یو شمېر مطالب لیکلي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سره مقاله کې لیکلي، ولسمشر غني درېيو هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې اسټرالیا ته رسیدلی دی.

په سرمقاله کې راغلي ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر دا سفر د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د پنځمې کړۍ برخه بولي خو سر مقاله لیکونکي پنځمه کړۍ پرېښې او په سرمقاله کې د بهرنۍ پالیسۍ د لومړې کړۍ او پاکستان، سعودي او چین ته د ولسمشر د سفرونو جاج اخیستی او هغه یې ناکامه بللي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور په داسې حال کې چې افغانستان د یوې بلې نیابتي جګړې په ډګر د بدلېدلو په حال کې دی، حکومتی بیا هم د خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسیو د بریا ډنډورې وهي.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه مطرح کړې چې ایا دا په دې معنا نه ده چې پهلوان ژوندۍ خوښ دی؟

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا اسټرالیا، اندونیزیا او سینګاپور ته د ولسمشر غني دغه سفر چې له اسټرالیا څخه یې پیل کړی خورا اغېزمن بللی دی.

د هېواد سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د ولسمشر دې سفر ته ډېرې هیلې راټوکېدلې دي او تمه ده چې دغه سفر به یې سترې لاسته راوړنې ولري او د افغانستان د ناورین د مخنیوي لپاره به ګټور تمام شي.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر به په دغه سفر کې د یادو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر سر پر خبرو سربېره له یو شمېر سوداګرو سره هم وګوري او په افغانستان کې به یې د پانګونې لپاره وهڅوي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه څه نه دي لیکلي خو په خپل یو مطلب کې دا موضوع راخیستې چې پر ډیورنډ کرښه دې د روسي او پاکستان د اقداماتو مخه ونیول شي.

په مطلب کې د پکتیا د ولایتي شورا د ځینو غړو په حواله راغلي چې روسي او پاکستاني چارواکي ډیورنډ کرښې ته نېږدې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته روزن ځایونه او مرکزونه جوړوي.

دوی اندېښنه ښودلې چې که د دغه اقدام مخه ونه نیول شي په افغانستان کې به امنیتي وضعیت له جدي ګواښ سره مخ شي.

*/*/*/*/*/*/*/*