Apr 04, 2017 12:34 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۳

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې له څلورمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپریل له دویمې نیټې سره برابره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            د وري ۱۳مه په ایرانی تقویم یا کال هنداره کې د طبیعت د ورځې په نوم نومول شوې ده .

د وری ۱۳مه ورځ د سیزده بدر په نوم د ایرانیانو د نوروزی جشنونو ورځ ده . د ایران په رسمی کال هنداره کې دا ورځ د طبیعت ورځ نومول شوې او په رسمی ډول رخصتي وي.

یو شمیر په دې باور دی چې باید په دې ورځ له کور د چټلیو د لرې کیدا لپاره له کور بهر ووزی او نحوسیت، سپیره توب او بد مرغي په آزاد طبیعت کې پریږدي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۸۴۶ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۵۹۲ هجري قمري کال د رجب يا بزرګې د مياشتې په څلورمه نېټه مسلمان شاعر محمد بن علي واسطي چي په ابن معلم مشهور ؤ په ۵۰۱ هجري قمري کال کښې وزېږېد. هغۀ په خپلو شعرونو کښې اخلاقي او اجتماعي مضامين په ساده او روانو الفاظو سره بيان شوي دي. د ابن معلم ځينې شعرونه د عرفاني موضوعاتو په باره کښې دي او ځينې نور اشعار يې د مداحۍ په باره کښې دی. د ابن معلم يوازنی په يادګار پاتی اثر د هغۀ د اشعارو ديوان دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۵ کاله پخوا، د اتلس سوه دوه اویایم میلادی کال د اپریل په دویمه نیټه، امریکایی نوښتګر او د ټیلیګراف ایجادونکی سامیول مورس مړ شو. سامیول فینلی بریس مورس د اوولس سوه یو نوېم میلادی کال د اپریل په اووه ویشتمه نیټه د امریکې په ماساچوست ایالت کښې وزیږید. هغه په ځوانی کښې نقاشی پیل کړه او تر کلونو یې دغه هنر ته مخه کړه. له دې اړه یې په اتلس سوه شپږویشتم میلادی کال کښې د لاسی هنرونو نړیواله آکاډمۍ جوړه کړه او په اتلس سوه دوه دیرشم میلادی کال کښې په نیویارک پوهنتون کښې د نقاشۍ استادۍ ته غوره شو. مورس په دغو کلونو کښې له بریښنا او فیزیک سره بلد شو او بریښنایی آزموینو ته یې مخه کړه. هغه دغې نتیجې ته ورسید چې کوم وخت چې بریښنا په مزو کښې تیر شی، کولای شی د هغه په وسیله خبرونه له یو ځایه بل ځای ته ولیږی. مورس همداشان لکه څنګه چې له فنی چارو سره زیاد بلد نه ؤ، له خپل وطنوال فیزیک پوه جوزف هینری مرسته وغوښتله او د هغه په لارښونو او تجربو سره د هغه الفبا په ایجادولو بریالی شو چې له خط او ټکی جوړیدله. دغه الفبا چې د ټکی او کرښې پشمول ځینی علامتونه پکښې شامل وو او د بریښنا د بهیر په وسیله ثبتیدله، د پیغام د لیږلو اصلی بنسټ یې جوړوه چې د مورس په نوم یې شهرت وموند. په لومړیو ګامونو کښې مورس یواځې تر څو میتري واټنه کمزورې نښې او علامې لیږلې او په دوامدارو هڅو سره یې دغه واټن تر یو زرو پینځو سوو میترو پورې زیات کړ. سره له دې څه موده وروسته د اتلس سوه څلور څلویښتم میلادی کال د می په څلور ویشتمه د لسګونو کلومیترو په واټن یې د واشنګټن ـ بالتیمور د ټیلیګراف کرښه فعاله کړه او شهرت یې ډیر زیات شو. سامویل فینلی مورس په پای کښې د یو زرو اته سوه دوه اویایم میلادی کال د اپریل په دویمه په یو اتیا کلنۍ کښې مړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۰ کاله پخوا، د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اپریل په دویمه نیټه، امریکا په داسې شرایطو کښې د فرانسې او انګلیستان په ګټه په جګړه کښې ورګډه شوه، چې دلومړنی نړیوال جنګ له پیله کابو درې کاله تیر شوی وو. په جنګ کښې د ورګډیدو لپاره د امریکا پلمه، د امریکا پر سوداګریزو بیړیو د جرمنی د اوبتلونو له خوا برید او د یوشمیر دغه بیړیو ډوبیدل وو. جنګ ته د امریکا د ورګډیدو لپاره په تیارۍ پسې، په دې اړه د ټولو متحدو دولتونو له خواتړون لاسلیک شو. د امریکا د مشرانو په جرګه او پارلمان کښې د دې تړون له تصویب وروسته، د امریکا ولسمشر، وودرو ویلسون هم هغه لاسلیک کړ او د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اپریل په شپږمه یې حکم وکړ څو د دغه هیواد پوځ په رسمی توګه له جرمنی سره په جنګ کښې ورګډ شی. په لومړنی نړیوال جنګ کښې د امریکایانو ورګډیدا، د متحدینو په بریالیتوب کښې اغیزمن رول درلود.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۵ کاله وړاندې د ۱۹۸۲ میلادي کال د اپریل د میاشتې په دویمه نیټه د ارجنټین سمندري ځواک په فاکلینډ یا مالویناس جزیرو باندې په حملې سره د دغه هیواد په سویل ختیځ کښې دغه سټراټیجکې جزیرې ونیولې.

فاکلینډ ټاپوګان چې په ځايي ژبه کښې ورته مالویناس ویل کیږيؤ په شپاړسمه میلادي پيړۍ کښې کشف شوې او په ۱۸۳۲ کال کښې د انګلستان په نیواک کښې راغلې.

په عین حال کښې ارجنټین دغه جزیرې تل د خپلې خاورې برخه ګڼلې. د ارجنټین د پوځ لخوا د فاکلینډ جزیرو له نیول کیدو وروسته د انګلستان سمندري ځواکونو پر دغو ټاپوګانو خپله متقابله حمله پيل کړه او د ارجنټیني ځواکونو له ماتې وروسته فاکلینډ جزیرې یوځل بیا ونیولې.

ارجنیټن اوس هم د فاکلینډ جزیرو د بیرته نیولو موضوع تعقیبوي او په دې لړ کښې له انګلستان سره په خبرواترو اخته دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۶ کاله پخوا د ۱۳۷۰ لمریز کال د وري په دیارلسمه نیټه د عراق بعثي رژيم د عراق د خلکو د انتفاضې په دوران کښې د نجف او کربلا په مقدسو ودانیو تیری وکړ.

د ۱۳۶۹ لمریز کال د کب د میاشتې په وړومبیو کښې د عراق د بعث خونړي رژيم خلاف د دغه هیواد د مسلمانانو له پاڅون او د دواړو لورو ترمینځ له سختې نښتې وروسته بعثي تالي څټو د مسلمانانو په تیره بیا د شیعه مسلمانانو د احساساتو د خوږمنولو لپاره په نجف اشرف او کربلای معلا کښې د امام علي او امام حسین علیهم السلام په روژتي زیارتوالو باندې په یرغل سره له هغو څخه د یوشمیر له شهیدولو او زخمي کولو وروسته د دغو دواړو بزرګواره امامانو د ملکوتي بارګاهو سپکاوی وکړ.

بعثي منفور رژیم همداشان د هغه کال د روژې د میاشتې په نولسمه او شلمه نیټه په نجف او کربلا او د عراق په ځینو نورو ښارونو کښې د خلکو د عزادارۍ په مراسمو بریدونه وکړل او د مراسمو د مخنیوي لپاره یې ځیني کسان ونویل او دغه ښارونه یې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې راوستل.

د صدام رژيم د عراق په خلکو باندې دا ظلمونه او جنایتونه یوازې په دې وجه وکړل چې هغوي، خپل برخلیک پخپل لاس ټاکل غوښتل. د اسلامي مقدساتو دغه سپکاوی چې د امریکائي ځواکونو په مرستې او ملګرتیا ترسره کیده، د عراق د بعث رژیم خلاف یې د اعتراضونو یوه څپه راپورته کړه او دغه رژیم یې د نړیوالو له مخکښې نه د زیاتې کرکې سره مخ کړ. د یاد رژيم د جنایتونه په ۱۳۸۲ لمریز کال کښې د هغه له نسکوریدو وروسته نړیوالو ته لا په ډاګه شول او د نړۍ خلک د رژيم د نوکرانو د جنایتونو په ژورتیا لازیات خبر شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۱۲ کاله مخکښې د دوه زره پینځم میلادی کال د اپریل په دویمه نیټه، د نړۍ د کاتولیکانو پخوانۍ مشر، پاپ دویم جان پال مړشو.

هغه په نولس سوه شلم میلادی کال کښې په پولینډ کښې وزیږید او د دینی علومو له مطالعې وروسته د پادرۍ لوړ مقام ته ورسید. هغه په نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال کښې د پولینډ د کراکو ښار پادری شو او درې کاله وروسته یې د کاردینالۍ مقام ترلاسه کړ او بالاخره په نولس سوه اته اویایم میلادی کال کښې د کاتولیکانو تر ټولو لوړمذهبی مقام، یعنی پاپۍ ته ورسید. پر پاپ دویم جان پال یوځل په نولس سوه یو اتیایم میلادی کال کښې مرګونی برید وشو چې ورته پکښې زیان ونه رسید .

هغه د شپږویشتو کالو په اوږدو کښې چې د دې مقام لرونکئ ؤ، د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته ډیر سفرونه وکړل. د کمونیسټی نظام د واکمنۍ پر مهال یې خپل هیواد پولینډ ته او په نولس سوه اته نوېم میلادی کال کښې کیوبا ته سفر وکړ. پاپ دویم جان پال د دینونو، په ځانګړې توګه اسلام او مسیحیت سره د خبرو اترو پلوئ ؤ. هغه د بچی له اچولو او همداراز په لویدیځ کښې د همجنس بازۍ او په عامه توګه اخلاقی فساد سره مخالف ؤ.

هغه په خاصه توګه پر عراق د امریکا پر برید نیوکه وکړه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*