Apr 04, 2017 13:40 Asia/Kabul
  • د وري د میاشتې د پنځلسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو.

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د اسلامي ایران د ولسمشر پرونیو څرګندوو ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي: د زوږناکو، پتمینو او له اخلاقو او سیالۍ د ډکو انتخاباتو په تکل کښې یو.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحانی پرون د نظام د یوه ډله چارواکو او د ادارو د مدیرانو په کتنه کښې تولید د کار روزګار او اقتصادی ودې یوه سریزه وبلله او ویې ویل: د کار او کسب د فرصت رامینځته کونکی او چټک تولید په سیوری کښې به ایران دا قدرت ولری چې هغو دواړو اهدافو ته چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر د تولید او اشتغال په ډګر کښې د ۱۳۹۶ هجری لمریز کال لپاره انځور کړی، ورسیږی.

روحانی زیاته کړه: په ایران کښې د کارکسب جوړونکی تولید لپاره کوشش یوه دینی، ملی او انقلابی دنده ده او په روان لمریز کال کښې د حکومت هدف ټاکنه له اوو لکو زیاتو کسانو ته کار ورکول دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همداشان د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) ته په اشارې سره څرګنده کړه: په برجام کښې د ایران هدف دا و چې د ظالمانه او تپل شویو بندیزونو زنځیر وشلوی چې دغه هدف پوره شو.

ولسمشر روحانی په ایران کښې دوو مهمو او برخلیک ټاکونکو انتخاباتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: انتخابات د جمهوریت او ولسواکۍ کِلی او د مشروعیت له اصولو دی.

هغه ټینګار وکړ چې ایران د خلکو په رایو او انتخاباتو متکی دی او د ولس او هیواد لوړې موخې له دې لارې عملی کیږی.

اطلاعات:

له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې هم خپل وړومبی خبر د ولسمشر حسن روحاني څرګندونو ته بیل کړی خو ورسره یې بیا د سن پیټرزبرګ ښار د پرونۍ پيښې یو انځور راخیستی او لیکلي یې دي: په سن پیټرزبرګ کښې چاودنې لس وژلي او پنځوس زخمي کړي دي.

په خبر کښې لولو چې د روسیې امینتی چارواکو ویلی دی دسن پیټرزبرګ ښآر د تخنولوګیچسکی اینسټیټیوټ په میټرو تم ځای کې پرون په زوروې چاودنې کې لس کسان وژل شوی او کابو پنځه پنځوس نور ټپیان شوی دی .

 ویل کیږی  په دغې چاودنې پسې  د دغه ښار دمیټرو   اوه تمځایونه  تړل شوی دی .

 امنیتی مامورانو  هم  په دغه ښار کې  همدرااز  شاوخوا سیمې  هم دخلکو دتګ راتګ لپاره تړلی دی  او پلټنې ئې پیل کړی دی .

 روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین   له د غې پیښې وروسته وئیلی دی ،   امینتی  او استخباراتی  چارواکی او ځواک  په دې باب د چاودنې دلیلونه ارزوی چې  آیا دغه ترهه ګره پیښه ده او که کومه تخنیکی  نیمګړتیا له امله  دغه پیښه شوې ده .

دا په داسې حال کښې دي چې دروسیې لوئې څارنوالۍ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، دسن پیټرز برګ ښار د تخنولوګیچسکی اینسټیټیوټ په میټرو تم ځای کې چاودنې ترهه اقدام دی او په دې باب پلټنې روانې دی .

 دروسیې دپارلیمان ددفاعی اوامنیتی  چارو دکمیشن مشر ویکټور  اوزروف  هم ویلی دی ،  د دغې پیښې  ټوله نښې نښانې د ترهه ګرۍ ښودنه کوی  د روسیې چارواکو له دې مخکې ویلی وو چې  په دې باب پلټنې روانې دی .   دایران داسلامی  جمهوریت   خارجه  وزارت ویندوی بهرام قاسمی   په سن پټرز برګ کې پرونۍ   چاودنه په سخته غندلې او د پیښې دقربانیانو سره  ئې دخواخوږۍ په څرګندولو سره وئیلی دی ، ترهه ګری اوترهه ګر هیڅ   دین او مذهب  او پولې نه لری او  باید ددغې سپیرې بلا په  خلاف په مبارزې کې نړیواله ټولنه  غږمله او  یو موټی  عمل وکړی . همداراز  ویل کیږی  د  ملګروملتو امنتی شورا هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  دغه پیښه په سخته غندلې او   د دغې پیښې ډعاملانو ډپیژندلو او سزاکولو غوښتنه ئې کړې ده .

ایران:

له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې بیا د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د مشر علي لاریجاني پرونیو څرګندونو ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي: د ایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی پرون مازدیګر دپارلیمان دکارکونکو په ټول کې پخپلې وینا کې دایران دایټمی موافقې په باب وویل ، ایټمی وسلو ته دایران درسیدا مدعی هیوادونو سره موافقه لامل شوې چې ایټمي ټیکنالوجي وساتله شي او په دې زمینې کې څیړنې هم دوام ولرل شي.

 ډاکټر لاریجانی وویل:  هغه فیصله چې  د ایټمی موافقې په باب  دایران حکومت  ،پارلیمان او د دهغو په سر  داسلامی انقلاب  معظم لارښود کړې ،  یوه ډیره هوښیاره ،دقیقه  او   په سټراټیژیکو  مسئلو کې   ډیره سمه  فیصله  ده .

 هغه  په مینځنی ختیځ کې  د شخړو اودترهه ګرو ډلو  رامینځة کول  دامریکا اواصهونیسټ رژیم یوه ښکاره نقشه وبلله او ورښانه  ئې کړه ،   دسیمې داسلامی هیوادونو تیت پرکوالی  اونفاق  دصهونیسټ رژیم  لپاره دسااخستو لپاره  سمه فضا اوښه شرائط برابرکړی دی .

  داسلامی شورا مشر دې خبرې ته په اشارې سره چې  د داعش  دمصرف دنیټې   په ختمیدو سره به ،   په سیمې کې  نوره  ترهه ګرې ډلې  مطرح شی ،  وویل ، امریکا او صهونیسټ رژیم  باوری دی  په سیمې  کې ترهه ګر داسلامی هیوادونو دانرژۍ  د له مینځه وړلو لامل شوی  او  په همدې علت باید  دغه بهیرونه  پیاوړی  شی .

 علی لاریجانی  همدرااز  په  سیمې کې د ایران سیاست  یوه منطقی اوسمه سټراټیژی وبلله او  ټینګار ئې وکړ ، په دې علت چې   د ایران  منطقی چلند  په سیمې کې  پلویان لری ،  امریکا اولویدیځ   ایران  له ترهه ګرو  سره په ملګرتیا اوملاتړ تورنوی .  

 

کیهان:

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونه په برخه کښې لیکلي دي چې د عراق لومړی وزیر حیدر العبادی بیګا د لبنان له المیادین ټیلویژنی چینل سره په مرکه کښې د دې خبرې په کولو سره چې دریاض بغداد د اختلافاتو ریښه ډیره زاړه مخینه لری ،روښانه کړې: عراقیان په عراق کې په ترهه ګرو حملو او جنایتونو کې سعودی عربستان ګرم او دخیل ګڼي. هغه وویل: په عراق کې دځان مرګو حملو اونورو جنایتونو زیاتره  عاملان  دسعودی عربستان ښاریز دی .

 دعراق لومړی وزیر همدراز په دې خبرې په ټینګار سره چې  په عراق کې  دامریکائی پوځیانوشتون  یوازې  په هوائی پوښښ، روزنې او  لوجسټیکی  ملاتړونو کې  خلاصه کیږی ، روښآنه کړې ،    واشنګټن ته ئې  په وروستی  سفر کې  له امریکائی چارواکو سره  هیڅ ډول موافقه نه دی لاسلیک کړی .

 حیدرالعبادی   د ترکیې اوعراق داړیکو په باب هم وویل ،  دعراق په خاورې کې دترکیه والو پوځیانو شتون  دبغداد انقرې  دایړکو دښه کیدو لپاره  خورا مهم خنډ دی .

 دعراق  لومړی وزیر  ددې خبرې په کولو  سره چې   دموصل په شمال کې  :بعشیقه :سیمه  دعراقی ځواک په  کلابندۍ کې ده ، په دغې سیمې کې  ئې  دترکیې دپوځیانو شتون یو ځل بیا نیواکګری  وبلله .

 

جام جم:

د تقلید یو لوړ مرجع آیت ا... نوری همدانی وویل: په خواشینۍ سره دښمن د تفرقې او اختلاف په رامینځته کولو او د وهابیت په شان دروغجنو فرقو په جوړولو او د تکفیر او سلفیت په روزلو سره مسلمانانو ته یو ستر ګوذار ورکړ.

آیت ا... نوری همدانی پرون سهار د فقې د درسِ خارج په پيل کښې څرګنده کړه: شیعه او سنی دنده لری چې دغه تندلارې ډلې معرفی کړی او ورڅخه د براءت اعلان وکړی. هغوی زیاته کړه: مسلمانان باید پوه شی چې د دې ټولو ستونزو لامل نړیوال استکبار یعنې امریکا ده او د مسلمانانو له اول نمبر دښمن یعنې امریکې څخه غافل کیدل نه دی پکار.

آیت ا... نوری همدانی څرګنده کړه: امریکا د تکفیری ډلو په جوړولو او په سیمه کښې د خپلو انډیوالانو په مرستې او په یمن او بحرین کښې د جنګ او غلبلۍ په جوړولو سره د صهیونیسټی رژیم لپاره امنه څنډه برابرول غواړی.

هغوی وویل چې امریکا له ایران سره ترټولو ستره دښمنی لری ځکه چې ایران له استکبار سره د مقابلې په وړومبی صف کښې دی او په سیمه کښې د مقاومت د ځواکونو د وحدت او یووالی عامل دی.

 

کابل چاپ ورځپاڼې:

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ اسټرالیا ته د افغان ولسمشر د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

انیس دولتي ورځپاڼې لیکلي محمد اشرف غني د اسټرالیا له صدراعظم سره په کتنه کې ویلي د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د ترورېزم د خطر د دفعه کولو لپاره خپل امکانات سره شریک کړي.

 

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د اقتصادي او پانګونو په برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د اسټرالیا د بهرنیو چار وزیرې جولې بیشپ افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او د امنیت او ثبات برخه کې دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.

په سرمقاله کې دا هم ویل شوي له افغانستان سره د اسټرالیا همکارۍ ډېرې مهمې او حیاتي ارزښت لري، ځکه د لیکوال په باور د اسټرالیا همکارۍ د افغانستان تاریخي دښمن ته ښکاره کوي چې افغانستان یوازې نه دی.

 

بل خوا سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د تاجک چارواکو له خولې لیکلي بهرني استخبارات د افغانستان شمال کې جنګیالي منسجموي.

ورځپاڼه د تاجکستان د سرحدي کمېټې مسؤل میرعلي رازق اف له قوله لیکي د تېر کال په نوومبر کې د یوه بهرني هېواد یوې ځانګړي امنیتي ډلې افغانستان ته په خپل غیر رسمي سفر کې بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د ترهګرو ډلو له مشرانو سره لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

 

بلې خپلواکې ورځپاڼې ویسا د تاجک چارواکو په حواله لیکلي بهرني استخبارات د افغانسان شمال کې داعش وسله وال او وسله وال طالبان یوځای کوي.

همدې ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانسان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمی خلیلزاد له خولې لیکلي د امریکا او روسیې ترمنځ ناندرۍ د افغانستان په زیان دی.

وړاندې په مطلب کې راغلي بهتره ده چې روسیه د افغانستان د امن او ثبات لپاره له امریکا او لویدیځ سره ګډې هڅې او همکاري وکړي.