تاریخ پاڼه شماره ۱۷
نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې له اتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له شپږمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
څلور سوه پینځه کاله پخوا، د یو زرو درې دیرشم هجری قمری کال د رجب په اتمه نیټه، په شیخ حر عاملی مشهور یو مسلمان محدث او فقیه شیخ ابو جعفر محمد بن حسن د لبنان په جبل عامل کښې و زیږید. هغه له کلونو مطالعې او څیړنو وروسته د حدیث او فقې په لویو بزرګانوکښې شمیر شو او ګڼ شمیر کتابونه یې ولیکل. د هغه په آثارو کښې د (وسائل الشیعه) کتاب په فقه او حدیث کښې له ډیر اهمیته برخمن دی. د شیخ حر عاملی له نورو کتابونو څخه په لبنان کښې د (هدایت الامه) او ( کتابی در شرح احوال علمای جبل عامل) ته اشاره کولئ شو. دغه لوئ مسلمان پوه په یوولس سوه څوارلسم هجری قمری کال کښې وفات شو.
««««««««««««
دوه سوه اووه څلویښت کاله پخوا، د یوولس سوه یو نوېم هجری قمری کال د رجب په اتمه نیټه، لوئ او ژمن دینی عالم سید حسین خوانساری وفات شو. دغه پوه ډیر شاګردان وروزل او له هغو څخه یو شمیر د خپل وخت له لویو عالمانو ګڼل کیدل چې له هغو څخه علامه بحرالعلوم ته اشاره کولئ شو. سید حسین خوانساری ګڼ شمیر آثار په یادګار پریښی دی چې (شرح دعای ابو حمزه) او (شرح زیارت عاشورا) له هغو څخه دی.
««««««««««««
یو سلو لس کاله پخوا، د دیارلس سوه اته ویشتم هجری قمری کال د رجب په اتمه نیټه، د مشروطه غورځنګ یو اصلی مشر آیت ا... سید عبدا... بهبهانی شهید کړائ شو. د سید اسماعیل مجتهد بهبهانی زوئ آیت ا... سید عبدا... کابو په دولس سوه شپیتم قمری کال کښې وزیږید. هغه د شرعی علومو له مقدماتی زده کړو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د شیخ مرتضی انصاری ، میرزا محمد حسن شیرازی او سید حسین کوه کمره ای په شان د لویو آیت الاګانو د درس په حوزه کښې یې ګډون وکړ. سید عبدا... د اجتهاد درجې له ترلاسه کولو وروسته، په دولس سوه پینځه نوېم قمری کال کښې تهران ته راغئ او د پلار له وفات وروسته یې د هغه مذهبی مقام تر لاسه کړ. سید په روښانه وینا او د فطری ځیرکتیا په مرستې سره د تهران په علمی حوزه کښې ورو ورو مشهورتیا ترلاسه کړه او د پلازمینې په لویو عالمانو کښې شمیر شو. آیت ا... بهبهانی په مشروطه بهیر کښې له آیت ا... سید محمد طباطبایی سره یو ځائ د مشروطیت اصلی مشری پر غاړه درلوده او د خپلې انقلابی ایډیا د پرځایښت په لاره کښې یې ډیر تاوانونه ولیدل او څه موده عراق ته جلاوطن شو. هغه د محمد علی شاه قاجار له خوا پر جرګې د برید په پیښې کښې د قزاقانو په لاس و نیوئ شو او له ډیرو شکنجو وروسته په لوڅ سر او په وینو ککړې څیرې او شلیدلو جامو سره د باچا باغ ته بوتلئ شو. آیت ا... بهبهانی د مشروطیت له اعلانه وروسته، د ملی جرګې جوړولو او د انتخاباتو تر سره کولو کښې فعالانه ګډون درلود. که څه هم هغه دولتی څوکۍ و نه منله خو په ټولو کارونو یې پوره څارنه درلوده. په دویمې جرګې کښې چې غړی یې په دوو تند لارو او مینځ لارو ډلو تقسیم شوی وو، د مینځ لارو ملاتړ یې وکړ. په عین حال کښې تندلارو د هغه وژلو ته ملا وتړله. بالاخره قدرمن ،مبارز مجتهد او روحانی پوه آیت ا... بهبهانی د دیارلس سوه اته ویشتم قمری کال د رجب په اتمه نیټه چې د دولس سوه نهه اتیایم لمریز کال د چنګاښ له څلورویشتمې نیټې سره برابره ده، په اته شپیته کلنۍ کښې د هغو ناپیژندل شویو کسانو په وسیله په درو ډزو سره شهادت ته ورسیدچې د هغه پر کور یې یرغل کړئ ؤ. له دغه نامتو عالمه، په فقې کښې پینځه ویشت رسالې په یادګار پاتې دی.
««««««««««««
سل کاله پخوا، د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اپریل په شپږمه نیټه، د امریکې حکومت جرمنی ته د جنګ اعلان وکړ او د متفقینو په ګټه یې لومړنی نړیوال جنګ ته ودانګل. البته له دې مخکې امریکې له جرمنی سره خپلې سیاسی اړیکې ختمې کړې وې او له متحدینو سره یې مرستې کولې. پر امریکایی کشتیو چې فرانسې او انګلستان ته یې مرستې وړلې، د جرمنی د بیړیو او اوبتلونو له حملې وروسته امریکې په رسمی توګه د جرمنی په خلاف جنګ پیل کړ. د واشنګټن دغه اقدام چې له متحدینو سره له زیاتو پوځی او اقتصادی ګټو سره مل ؤ، په لومړنی نړیوال جنګ کښې د جرمنی او د هغه د متحدینو لپاره شرایط لا سخت کړل. له بلې خوا، دغه جنګ ته د امریکې وردانګل د نه چندان زیاتو پیسو په ورکولو سره د نړیوالو سترو قدرتونو معادلاتو ته د داخلیدو او ځانګړتیا او هم د بې طرفۍ له حالته د وتلو په معنا وو. امریکه دغه کار په دویم نړیوال جنګ کښې هم تکرار کړ او په یو نړیوال زبر ځواک بدله شوه.
««««««««««««
او له ننه دوه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه پینځه اتیایم میلادی کال د اپرېل په شپږمه نیټه، د سوډان پخوانئ ولسمشر جعفر نُمِیری په یو پوځی کودتا کښې له اقتداره لیری کړئ شو او جنرل سوارالذهب قدرت ته ورسید. د ویلو ده چې نمیری په نولس سوه نهه شپیتم میلادی کال کښې په یوې پوځی کودتا کښې په اقتدار راغئ او د شپاړس کلن مستبدانه حکومت په پړاؤ کښې یې له امریکې سره پراخې او ژورې اړیکې ټینګې کړې. هغه د خپل حکومت په ورځو کښې له پینځلسو نه زیاتو کودتاوو سره مخامخ شو چې له هغو څخه بې له وروستۍ کودتا هیڅ یوه نتیجې ته ونه رسیدله.
ذیشان حیدر بنګش