Apr 08, 2017 10:59 Asia/Kabul
  • جومات،د عشق او ایما  زیږنځاي

دتهران دپښتو خپرونې ویب پاڼې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا،جومات یعني د ایمان اوعشق د زیږنځاي دلړۍ له دیارلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په تیر پروګرام کې مو دجومات دیوه اصلي کردار یا کړنې په توګه د جَمې لمانځه او دجمې دامام په باب درسره وغږیدو.نن هم په دوام کې د جمعې لمانځه په باب چې د ښارونو په سترو اواصلي جوماتونو کې د معمول په توګه ترسره کیږي،درسره غږیږو،هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ .

           دوستانو  دجُمعې لمونځ  داسې  لمونځ دی چې  دجمعې ورځې دماسپښین  په لومړني وخت کې د ماسپښین لمانځه په ځاي   په جماعت سره  اداکیږي . د دغه لمانځه په فضیلت کې  همدا کافی ده چې   په قرآن کریم کې په همدې نامې سره  یوه  سوره نازله شوي ، او  په  هغې کې  په  ډاګه مومنان  د جمعې په لمانځه کې  د ګډون بلنه ورکړل شوې ده  او  په دغې سورې کې  راغلي دي ؛ کله چې  موذن د آذان  چغه پورته کړه او د لمنانځه بلنه ئې درکړه، نو  بیا تجارت او معاملې پریږدئ  او د دغه الهي واجب امر د ترسره کولو لپاره حاضر شئ،چې  د تاسو لپاره  له هرڅه غوره  ده که چیرې پوه شئ ::::::

 په روایتونو کې راغلي دي  چې  په  جمعې لمانځه کې  ګډون،دهغه چا لپاره چې  د حج په ترسره کولو کې دګډون وس نه لري ، له حج سره برابر ثواب لري .

                دجمعې لمونځ  یو عبادت دی د نورو هغو لمانځونو په شان چې  په جامع جوماتونو کې دجمعې ورځې په ماسپښین  اداکیږي .  په جمعې   لمانځه کې  د دوو  رکعتونو په ځاي دوې خطبې  وئيل کیږي ، نو ځکه  د ماسپښین لمانځه دڅلورورکعتونو په ځاي دوه رکعته  اداکیږي . له دې  امله  هغه کارونه  چې  په لمانځه کې جایز نه دي ،  د دغو دوو خطبو په  وخت هم جایز نه دي .  لمونځ ګزار  پابند دي د جمعې لمانځه دخطبو لوستونکي امام  خبرو ته غوږ کیږدي . داسې  خبرې   چې ټول تقوا او پرهیزګارۍ  ته بولي ، دټولنې ټوله پرګنې اوخلک ،  د یوه بل له شرائطو او وضعیته خبروي،او داسلامی ټولنې دمشکلاتو او ستونزو د ختمولو لپاره د هغوي  ځواک او توانمنۍ غونډوي .  حضرت امام خمیني   پخپل تحریر الوسیله  نومې  کتاب کې د  جمعې لمانځه په باب  داسې لیکي :؛  غوره ده چې   دجمعې لمانځه امام  پخپلې خطبې کې دمسلمانانو دیني او دنیاوي  مصلحتونو سره اړونده  د  هغو مسئلو ،چې دمسلمانې ټولنې ښه او بد شرائط او ښې اوبدې پيښې ، سیاسی  ټولنیز اواقتصادي  مسائل  ، چې  دمسلمانانو  په خپلواکۍ او کړنو کې  اغیزمنې وي،او  هرهغه څه  چې  مسلمانان  ورته په معاد اومعاش کې  اړتیا لري،یادونه وکړي .:::

حضرت امام رضا علیه  اسلام  داسلام دګران پیغمبر  له قوله فرمائي؛له همدې  امله  په جمعې ورځې خطبه سسټماټيک شوې ده چې جمعه ورځ،د خلکو د عامولیدو کاتو او  د  ولس د شتون لپاره  یو  فرصت دی  او  د  هغې ټولنې  د رهبرۍ  لپاره  چې   ورته نصیحت وکړي ، یوه وسیله شي ، او دخداي اطاعت او عبادت ته ئې وبولي ،  او  له ګناهانو ئې  وویروي ، او   له هغه څه ئې چې  د  د هغوي د دین او دنیا لپاره  ښه  او مصلحت وي ، خبر کاندي :  او  هغوي ته د هغه څه  په باب چې  د نړۍ د خاطرو او پيښو په باب  چې  د هغوي لپاره ګټې او تاوانونه لري،خبر ورسوي . :

دجمعې لمونځ  یو  هغه مستحبي عبادت دی چې  دګناه له ککړتیاؤ  د زړه صفاکول   او   دغه راز له زړه  دګناه  د زنګونو  پاکول  او د روح   سوچه  ساتل  دي ..په اسلام کې دجمعې لمونځ  دومره اهمیّت لري،چې پیغمبر اکرم فرمائيلي دي؛په رښتیا چې  خداوند دجمعې لمونځ  فرض او واجب کړی دی، هریو  کس  چې د ما په ژوند کې او یا د ما له  مړینې وروسته ،ورته بې پامي  وکړي او یا ئې  پریږدي،نو خداوندمتعال  به ئې پریشانه کړي ،  دهغه تیت پرکوالی به  غونډ  نه کړي  او د هغه په  کار کې به برکت وانه چوي .ویښ شئ ، هغه څوک چې دغه کارونه کوي ،لمونځ دهغه لپاره نه دی(یعني لمونځ څه ګټه  نه ورکوي)،ویش شئ،زکواة دهغه لپاره نه دی،( هغه زکواة چې ئې ورکړي ،نه منل کیږي)،پوه شئ،چې  دهغه  حج  او روژه او هر نیک کار کول   دخداي په درګاه کې نه منل کیږي  ،تر دې  چې توبه وکړي :::::::

                 دجمعې لمونځ یو ډله ایز عبادت دی او ځان ته یا په فُرادا ډول  نشي اداکیدلی،په همدې دلیل  هم  دا،په اونۍکې یو لوي سیاسی اوټولنیز کانګرس  نومول کیږي .  په دغې سترې   اونیزې غونډې کې   دجمعې لمانځه امام  دنده لري  ،له هغه څه چې   په اسلامی نړۍ کې  پيښ شوي دي ،  لمونځ ګزار  ترې  خبر کاندي .  له همدې امله  دجمعې لمانځه امام، باید   دمسلمانانو پرحالاتو پوه،خبر او دغه راز داسلامی ټولنې پر ګټو اومصحلتونو خبر ، شجاع او دحق په بیانولو کې قاطع  وي .دجمعې لمانځه امام،د لمانځه د قایمولو لپاره  باید  خپل خورا پاک  قالی واغوستي،خوشبو ولګوي،  په وقار سره او میړنی ګام پورته کړي .کله چې  دخطبې دلوستلو پرځاي ودریږي،صبر وکړي ،څو آذان  ختم شي او د اذان  له ختمیدو وروسته  له جمعې لمانځه    مخکې  خطبه  ولولي .د روایتونو په اساس،دجمعې امام  په پیل کې  دخداي پاک حمدوثنا وصفت وکړي او وروسته پرپیغمبراکرم درود اوسلام واستوي، خلکو ته  د الهي تقوا سپارښتنه وکړي  او د قرآن کریم یوه لنډه سوره ولولي .په دوهمې خطبې کې هم  پرپیغمبر اکرم له درود او سلام وروسته  د مسلمانانو امامانو ته  دعا وکړي،  او د مومنانو ښځو اوسړیو لپاره   استغفار وکړي .غوره ده دجمعې امام په خطبې کې هغه مهمې  مسئلې  چې  دمسلمانانو  له دین او دنیاوي چارو سره  ارتباط  لري ،مطرح کړي  او هغه څه چې   داسلامی هیوادونوپه داخل او بهر کې  او دغه راز  د سیمې په داخل او بهر کې  د مسلمانانو د اړتیاوړ  دي ، پرې بحث  وکړي  او دیني ،اقتصادي ، ټولنیزې او سیاسی مسئولې او موضوعګانې  په لومړیتوب کېمطرح کړي ، او خلک ترې خبر کاندي ....

             دتهران د پښتوریډیو  خوږو مینه والو ،  د دغه پروګرام   په دوام کې په دغې برخې کې اوس  هم  د مکې اومدینې ترمینځ  دیوه  مشهور جومات : مسجد شجره : په باب  درسره غږیږو .

               مسجد شجره،له مدینې منورې باهر  یوهغه جومات دی چې  د یوه میقات په توګه  له ډير اهمیّته  برخمن دی . هغه کسان چې  مکې شریفې  او د خداي د کور  د زیارت نیّت لري ، هغه که هستوګن وي اویا مسافر وي ،  د احرام له تړلو پرته  دغه  ښآر ته د ورتلو حق نه لري،هغه ځایونه چې  حاجیان پکې  محرم کیږي ، میقات بلل کیږي .  شجره جومات   هم   په داسې ځاي کې واقع دی چې  د خداي رسول (ص)مکې ته د تلو په وخت،د  ::سَمَرَه ::  ونې  لاندې  لمونځ اداکړ او په همدې مناسبت   ئې دغه جومات  مسجد شجره ( ونه )  ونوماوه .په حقیقت کې  پیغمبر اکرم  درې ځله  په دغه ځاي  کې  محرم شوی دی ،  یو ځل د هجرت  په شپږم کال  په سفر کې  چې  دحُدیبیّه   دتړون  د لاسلیک کیدو  لامل شو . بیا بل ځل   د  اتم  هجري کال  دمکې د فتح په وخت  او  وروستي ځل هم  د  حجةالوداع  د ترسره کولو لپاره   په لسم هجري کال کې  په همدې ځاي کې محرم شو . په همدې دلیل   دغه جومات   دمسلمانانو او د پيغمبر اکرم داهل بیت علیهم السلام  لپاره ځانګړي  مقام لري.

           مسجد شجره   د مسجد اِحرام ، مسجد  ذوالحُلیفه او  آبیار علی  په نومونو  سره هم یادیږي .  آبیار علی ورته  له دې امله   وائي چې  حضرت  امام علی علیه السلام   دباغونو د خړوبولو لپاره  په دغې سیمې کې  ډير زیات څاګان کندلي  او :آبیار:  هم  د :بئر:  جمع   یعني  څاګان  دي .

 د ایران  یو لوي لغت لیکونکی اوتاریخ دان  فیروز آبادي  د دغه جومات د صفتونو په  بیانولو کې لیکي ،  دغه جومات  د :آبیار علی : نامې پرته  نه پيژندل کیږي .:  مسجد شجره  په اتمې قمري پيړۍ کې   ویجاړ شو ، خو  هماغه راز  ترې استفاده کیدله .

 هغه څه  چې ښکاري    په لومړنۍودانۍ کې ، دغه جومات  یو هال او صحن درلود، خو په اتمې اونهمې پيړیو کې  ئې  یوازې کلایه  پآتې  شوه .  دغه جومات   په ۱۰۵۸ قمری کال کې  دعثمانیانو  په پړاؤ کې  د یوه هندي مسلمان  په لاس  ورغاول شو او  د هغه لپاره یوه میناره هم جوړه شوه . 

 دد غه جومات  وروستۍ رغاونه هم  دشاه فهد  په  پړاؤ کې ترسره شوه،  جومات ته ډيره پراخه سیمه اودپارکنګ په څير امکانات   بیّل شوي دي ،  په دې توګه چې  د جومات درست مساحت  نوي زره مربع میټره   کیږي .  پخپله د جومات مساحت  کابو شپږویشت زره مربع میټره  دی چې پنځه زره لمونځ ګزار  پکې لمونځ اداکولی شي .شجره مسجد،دسعودیانو د پړاؤ  یو رغاول شوی جومات دی  او خپله  ساده بڼه ئې  بدله شوې او  دمدینې منورې په رغاول شویو  جوماتونو کې   دمعمارۍ یوه  خورا ښکلي بڼه  لري.

           پر مشهور شجره جومات سربیره ،چې دمیقات یو ځاي دی ، په مکې ښآر کې په همدې نامې سره یوبل جومات شته دی چې د دغه ښار  یو خورا مخکینی جومات  شمیرل کیږي .

د دریمې پيړۍ  یو تاریخ لیکونکی  محمد بن اسحاق  فاکهي  لیکي ،  یو هغه جومات چې  په  هغه کې لمونځ  اداکول مستحب دي  او دخداي د رسول (ص)  آثار پکې موجود دي،هغه جومات دی چې :مسجد شجره : نومیږي .  دغه جومات د مکې په  پاسَنۍ یا لوَړې   برخې کې  دغرۀ په لمن کې  او دمسجد الجن   په مقابل کې  دی .   دلته یوه   وَنه وه چې   رسول ا...بزرګوار  ورته غږ کړی ؤ  او هغه  وَنه هم  له خپل ځایه خوځيدلې وه  او د  هغه بزرګوار  وخوا ته  ورنزدې شوې  وه .  دغه لیکوال   بیا  د نوموړي جومات په ځاي کې  دپیغمبر اکرم د دغې معجزې  په باب پنځه روایتونه  نقل کړي  دي . په  هغوکې په یوه روایت کې راغلي دي  چې پیغمبر اکرم ،:  ُرکابه بن عبد یزید بن هاشم :  ته داسلام بلنه ورکړه . هغه وویل ، ترهغه به  ایمان  رانه وړي   چې  ونه  غږ   ونه کړي   او هغه  د تا  وخوا ته  درنزدې نشي .هغه بزرګوار  ونې ته مخ واړوۀ او  وې فرمائيل ، د خداوندمتعال په  ِاذن  ما ته رانزدې  شه  او هغه ونه هم دهغه بزرګوار واخوا ته ورنزدې شوه . 

زهیر کتبي دشجره  جومات  د اوسني وضعیّت  په باب لیکي ، دغه جومات د مسجد الجن  په ګاونډ کې دی ،  دجومات اوسنۍ نامه ،  مسجد  جندراوي (له  ابراهیم جندراوي سره منسوبه ) ده .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************