تاریخ پاڼه شماره ۲۰
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له نهمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو اووه شپیته کاله پخوا، د دوه سوه یو اویایم هجری قمری کال د رجب په یوولسمه نیټه، په ابن انباری مشهور، ادیب، لغت پېژاندی او د قرآنی علومو مفسر، ابوبکر محمد په بغداد ښار کښې وزیږید او لغت پیژندنې او قرآنی علومو له زده کولو وروسته یې حدیث زده کولو ته مخه کړه. هغه ځواکمنه حافظه درلوده او د تدریس په کار کښې یې د شاګردانو پر وړاندې ډېره عاجزی ښودله.
ابن انباری په ډېرې پوهې او بې شماره تالیفاتو او حیرانوکی حافظې او ډېرو پریمانه اخلاقی فضایلو کښې مشهور کس ؤ.
هغه په عین حال کښې، یو پرهیز ګاره عالم ؤ چې جرم او ګناه یې نه وه کړې.
ابن انباری پر تدریس او د شاګرانو پر روزنې سربېره د (ادب الکاتب) او (ضمائر ا لقرآن) په شان یو شمیر کتابونه هم لیکلی دی.
ابن انباری د درې سوه اته ویشتم قمری کال د لوئ اختر په ورځ په اووه پنځوس کلنۍ کښې وفات شو.
««««««««««««
اته سوه اووه شپیته کاله پخوا، د پینځه سوه یو اویایم هجری قمری کال د رجب په یوولسمه نیټه، د اسلام یو مشهور محدث او مورخ ابن عساکر دمشقی وفات شو. په ابن عساکر مشهور ابوالقاسم علی بن حسن دمشقی د دمشق له لوړو عالمانو او فقیهانو، قرآنی علوم، حدیث، فقه او اصول په ډیر شوق سره زده کړل. هغه په اسلامی علومو کښې د خپلې پوهې د بشپړولو لپاره یو اوږد سفر پیل کړ. ابن عساکر د بغداد، کوفې، موصل، نیشابور، مرو، اصفهان او همدان ښارونو په علمی حوزو او مرکزونو کښې حاضر شو او د بیلا بیلو څانګو د پوهانو له محضره یې دینی علوم او معارف زده کړل. ابن عساکر د زیاتو حدیثونو په یادولو او روایتولو ، د ګڼ شمیرو علمی سفرونو او علمی استفادو او په اسلامی ښارونو کښې له سترو عالمانو د استفاده کولو او د مهمو کتابونو د تالیفول په خاطر په خپل وخت کښې د تاریخ له لیکوالانو او د حدیث له سترو حافظانو شمیر شو. له ابن عساکر څخه له یو سلو دیرشو زیات تاریخی او علمی اثار په یادګار پاتې دی چې په اتیاوو ټوکو کښې (تاریخ دمشق) یا (تاریخ کبیر) ، (مناقب الشباب) او (الامالی فی الحدیث) له هغو څخه دی. دغه نامتو علمی شخصیت بالاخره د پینځه سوه یو اویایم هجری قمری کال په رجب میاشت کښې په دوه اویا کلنۍ کښې په دمشق کښې وفات شو او د جنازې له پرتمینو مراسمو وروسته په همغه ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د اپریل په نهمه نیټه، د فلسطین په نیواکی ځمکو کښې د دیریاسین کلی اوسیدونکی د صهیونیسټو ترهه ګرو په لاس ووژل شول. د دیریاسین کلی د خلکو ډله ایزه وژله چې کابو څلور سوه خلک پکښې اوسیدل، د یهودی حکومت د جوړولو د پیل لپاره د یوې حل لارې په توګه وپیژندل شوه او د مناحیم بیګین په مشرۍ د ارګون ، د اسحاق شامیر په مشرۍ د شټیرن او ډیویډ بن ګوریون په مشرۍ د هاګانا په نوم درې صهیونیسټی ترهه ګرې ډلې دیریاسین ته ننوتلې. دغه عام وژله د فلسطین په نیواکی ځمکو کښې د صهیونیسټو ترهه ګرو یو لړ تر ټولو غمیزناک ترهګر عملیات دی چې پکښې صهیونیسټانو له هیڅ جنایته ډډه ونکړه او پکښې یې په لسګونو فلسطینی ماشومان، ښځې او سړي په خاورو او وینو کښې ولغړول.
««««««««««««
څلور ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د صدام د بعثی رژیم د تپل شوی جنګ یو نامتو مستند فیلم جوړوونکئ سید مرتضی آوینی د ایران د جنوب په فکه سیمه کښې د اته کلن جنګ یو نوی مستند فیلم د جوړولو په حال کښې د یوه ښخ شوی بم له امله شهید شو.
د (روایت فتح) په نوم د آوینی مستند فیلمونه د صدام رژیم په وړاندې د ایرانی ځوانانو د اته کلن مقاومت تر ټولو مهم او ځانګړی روایتونه دی. آوینی د جنګ د روایت یو نوئ سبک وړاندې کړ او د هغه په فیلمونو کښې د هغه له اغیز شیندونکی غږ سره د هغه لیکنو د آوینی مستند فیلم جوړونې ته یوه خاصه ځانګړتیا ورکړه. هغه د هنر او سینما په ډګر کښې هم یو ځانګړئ منتقد او د نظر خاوند ؤ.
له مستندو فیلمونو سربیره، د آوینی یولړ لیکل شوی ادبی اثار هم راغونډ کړئ شوی او چاپ کړئ شوی دی چې زیات ځوان مخاطبان لری. د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای همدغو شخصیتی او د فیلم جوړونې ځانګړتیاوو او عرفانی روحیې ته په پام سره چې سید مرتضی آوینی لرله، هغه د قلم د خاوندو شهیدانو سید او سردار بللئ دی. د ایران په جنترۍ کښې هم د سید مرتضی آوینی د شهادت ورځ د اسلامی هنر د ورځې په توګه نومول شوې ده.
««««««««««««
او له ننه لس کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د پام وړ اټومی لاسته راوړنو او د اټومی سوانګو د سیسټم د تکمیلیدا په اعلانیدا سره دغه ورځ په ایرانی جنترۍ کښې د اټومی ټیکنالوجۍ د ملی ورځې په توګه ونومول شوه. دغه نومونه د یورانیمو د بډایونې زیاتې پرمختللی ټیکنالوجۍ بشپړه سیسټم ته په رسیدو کښې د ایران د اټومی سائینسدانانو د بریالیتوبونو له امله ده.
په دغه ورځ اعلان وشو چې ایرانی ځوانو سائینسدانانو د ایران د سوله ایز اټومی پروګرام د پوځی والی په باره کښې د لویدیځو حکومتونو د ټولو بائیکاټونو او دروغجنو پروپیګنډو باوجود کړئ شوی دی، د لاعلاجه ناروغیو د علاج او د اټومی بریښنا کوټ لپاره د اټومی سوانګو د بشپړه سیسټم ټیکنالوجۍ ته لاس رسی پیدا کړی. د ایران په اسلامی جمهوریت کښې په دغه ورځ هر کال جشن کیږی او د ځینو نویو اټومی لاسته راوړنو مخ څرګندونه کیږي.
ذیشان حیدر بنګش