یو ټکئ یو روایت (۳)
-
یو ټکئ یو روایت (۳)
زکریا یو مسیحی ځوان ؤ، چی د حضرت امام جعفر صادق ع په زمانه کی یی ژوند کاوه، هغه له خپلې کورنۍ سره د کوفې په ښار کی اوسیده.
له یوې مودې څخه یی د مدینې منورې ښار خبرونه، او د حضرت امام صادق ع علمی فعالیتونه تعقبیول، د هغه د وجود له تل څخه یو آواز؛ نوموړئ اسلام ته راباله، باالآخره کنجکاویو او څیړنو دغه ځوان اسلام ته لارښوونه کړه. کله چی زکریا مسلمان شو، د حج موسم را ورسید، نوموړئ د حج سفر ته لاړ، او د امام جعفر صادق ع حضور ته ورغئ. د امام نورانی او معنوی څیرې؛ زکریا ځانته جذب کړ، مخته لاړ او د خپل مسلمانیدو کیسه یی بیان کړه. انحضرت له هغه څخه پوښتنه وکړه، څه شی ستا نظر اسلام ته جذب کړ؟ زکریا په ځواب کی وویل: د قرآنکریم د شوری د مبارکې سورې په ۵۲ آیت کی می ولوستل؛ چی متعال خدای ج پیغمبر اکرم ص ته په خطاب کی فرمایی:«ای پیغمبره! ته مخکی نه پوهیدې کتاب څه دئ، او نه پوهیدې چی ایمان څه دئ، مګر موږ دغه کتاب(قرآن) په تا باندی وحی کړ، یو نور مو وټاکه او د دغه نور په وسیله، هر څوک چی وغواړو لارښوونه کوؤ.» زکریا وروسته له هغه زیاته کړه: احساس کوم چی دغه نور؛ زما د هدایت سبب شوی هم دئ.
امام صادق ع وفرمایل: تصدیقوم چی متعال خدای هدایت کړئ یی، اوس ای زما زویه! هره پوښتنه چی لری و یی کړه. زکریا وویل: زما کورنۍ مسیحی ده، او مور می نا بینا ده؛ د هغوی په نسبت زما دنده څه ده؟
امام صادق ع د هغه په ځواب کی وفرمایل: ډیر د خپل مور د وضعیت خیال ساته، که څه هم هغه ستا په دین عقیده نه لری، خو تر څو پوری چی ژوندۍ ده له هغې سره نیکې وکړه.
زکریا د حج له مراسمو څخه وروسته کوفې ته ستون شو، د امام سپارښتنه یی په یاد ساتلې وه، تصمیم یی ونیو چی حتی یوه شیبه هم له خپلې مور سره له مهربانۍ او محبت څخه ډډه ونه کړی. پخپل لاس یی خپلې مور ته خواړه ورکول، جامې یی ور مینځلې او تیارولې، او د سر وریښتان یی ورته زمونږول. د مکې مکرمې له سفر څخه له راستنیدو وروسته، د هغه د کړچار دغه بدلون، د زکریا د مور لپاره ډیر حیرانونکئ ؤ. یوه ورځ یی خپل زوی ته وویل: څه شوی چی له پخوا څخه په زیاته اندازه زما سره لطف او محبت کوی؛ سره له دې چی ته اوس د یو بل دین پیروکار یی؟
زکریا وویل: ای ګرانې مورې! د اسلام د پیغمبر له اولادونو څخه یو شخص، ماته داسی سپارښتنه کړې ده. هغه دین چی ما ور باندی ایمان راوړئ، له مور او پلار سره د احسان کولو په باره کی جالب او ښکلی سپارښتنې لری. د اسلام ګران پیغمبر، حضرت محمد ص، د مینې له مخې د مور او پلار څیرې ته کتل، عبادت ګنی او متعال خدای هم په قرآنکریم کی، له مور او پلار سره نیکې کول، له ځان څخه د مننې ترڅنګ راوستی دي.
د زکریا مور؛ په خوشحالۍ سره وویل: دغه دستورونه او سپارښتنې له پیغمبرانو پرته، د نورو کسانو له خوا نه دي. ستا دین ډیر ښه دین دئ، له تا څخه غواړم چی هغه ماته را وښیې.
زکریا د اسلام طریقه خپلې مور ته ور وښودله، او مور یی د خدای تعالی ج په وحدانیت، او د حضرت محمد ص په پیغمبرۍ باندی شهادت ادا کړ؛ او مسلمانه شوه. هغه د نیکمرغۍ د لارې د پیداکولو له کبله ډیر خوشحاله وه، له یوې مودې وروسته د زکریا مور ناروغه شوه؛ کله چی د هغې ناروغې سخته شوه، خپل زوی یی را وغوښت او ویی ویل: زویه! یو ځلې بیا هغه څیزونه چی ماته دی وښودل، بیان کړه.
زکریا یو ځلې بیا د اسلام اصول، یعنی په خدای تعالی ج، پیغمبر اکرم ص، آسمانی کتابونو او د قیامت په ورځ باندی ایمان لرل، خپلې مور ته ور وښودل. د زکریا مور ټول دغه اصول په ژبې بیان کړل، او پسله هغه یی له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
***********
د زکریا څیره په غم کی ډوبه شوه، سترګې یی له اوښکو ډکې؛ او زړه یی د مور د مړینې له کبله ویرجن ؤ، خو هغه څه چی د زکریا د درد او رنځ یوې برخې ته یی آرامتیا ور وبخښله، له مور او پلار سره د نیکۍ کولو په باره کی د اسلام سپارښتنې وې.
زکریا د امام صادق ع خبره په یاد کړه؛ چی ویی وفرمایل:
«له مور او پلار سره نیکې او احسان کول- د انسان د خدای پیژندنی دلیل دئ، ځکه چی هیڅ عبادت د مور او پلار د احترام په شان، د خدای د رضایت او خوشحالۍ نه سبب کیږی.
************