تاریخ پاڼه شماره ۳۲
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې لومړی نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له در ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له یویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
د ایران په کال هنداره کښې د غویی د میاشتې وړومبۍ نیټه د ستر ایرانی شاعر او ویناوال شیخ مصلح الدین سعدی شیرازی د درنښت ورځ ده. هغه تقریباً په ۶۰۶ هجری قمری کال کښې په شیراز ښار کښې په یوه علمی کورنۍ کښې وزیږید.
سعدی د ابتدایی علمونو له زده کولو وروسته د خپلې پوهې د زیاتولو په موخ بغداد ته لاړ. هغه پخپل ژوند کښې د عراق، شام، حجاز، ترکیې او آذربایجان په شان مختلفو ټاټوبو ته سفرونه وکړل او ارزښتناکې تجربې او پوهه یې ترلاسه کړه. سعدی خپل زیږنځی شیراز ته له راستنیدو وروسته له دغو تجربو څخه په (بوستان) چې په نظم لیکل شوی او په (ګلستان) چې په نظم او نثر لیکل شوی کتاب دی، استفاده وکړه.
هغه یو غزل ویونکی استاد و او پخپلو شعرونو او لیکنو کښې یې ډیرې لطیفې معنې په ډیرو ساده، فصیحو او په زړه پورو الفاظو راوړې دی. دغه ستر ایرانی شاعر او حکیم په حکمت او موعظه او د مثالونو په راوړلو کښې بې ساری و. د شیخ سعدی له نورو آثارو څخه (عقل و عشق) ، (نصیحة الملوک) او (مجالس پنج ګانه) ته اشاره کولئ شو. دغه مشهور فارسی ژبی شاعر په ۶۹۱ هجری قمری کال کښې وفات شو.
««««««««««««
یو سلو نهه دیرش کاله پخوا، د دولس سوه نهه نوېم هجری قمری کال د رجب په درویشتمه نیټه، یو نامتو عالم او فقیه آیت ا... سید حسین کوه کمره ای وفات شو. هغه تر کلونو د خپل وخت د مشهورو استادانو له محضره خصوصا له شیخ مرتضی انصاری څخه استفاده وکړه. آیت ا... کوه کمره ای په فقې او اصول کښې استاد ؤ او له مرحوم شیخ انصاری وروسته د عراق د حوزې له مشرانو ګڼل کیده. له اتو سوو نه زیاتو لویو عالمانو د آیت ا... کوه کمره ای د درس له محضره استفاده کړې ده. د اسلام دغه لوئ عالم د عباداتو ، فروغ دین او احکام حلال و حرام په څانګو کښې ګڼ شمیر کتابونه او رسالې لیکلی دی.
««««««««««««
نهه اویا کاله وړاندې، د ۱۹۳۸ میلادی کال د اپریل د میاشتې په ۲۱ نیټه مسلمان متفکر او د هند وړې وچې د پارسۍ او اردو شعرونو ویونکی علامه محمد اقبال لاهوری وفات شو.
هغه په ۱۸۷۷ میلادی کال کښې د اوسنی پاکستان د پنجاب صوبې په سیالکوټ ښآر کښې وزیږید او له ابتدایی زده کړو او ماسټرۍ ډګرۍ له اخیستو وروسته د زده کړو د بشپړولو او د فلسفې د زده کړې لپاره یې څلور کاله په جرمنی او انګلستان کښې تیر کړل.
علامه اقبال لاهوری په لیسه کښې د زده کړې له وختو شعر ویل پیل کړل او د هغه د وړومبنی شعر نوم و (د یتیم فریاد). دغه ژمن شاعر هندوستان ته له ستنیدو وروسته د دغه هیواد د مسلماناو اګاه کولو او د نړۍ د مسلمانانو د یوموټی کولو لپاره هلوځلو ته ملا وتړله او خپل افکار یې د فارسۍ ژبې په شمول په اردو کښې د شعر په چوکاټ کښې بیان کړل. اقبال په هند کښې یو ستر دینی اصلاح غواړی او د پاکستان د خپلواکۍ یو بنسټګر ګڼل کیږی.
له علامه اقبال څخه په فارسۍ او اردو ژبو ډیر آثار پاتې دی. د اقبال د فارسۍ شعرونه په ډول ډول قطعو، دوبیتیو، رباعیانو، غزلونو، مثنویو او قصیدو مشتمل دی چې د (اسرار خودی) ، (رموز بیخودی) ، «ارمغان حجاز»او «زبور عجم» په نوم کتابونو کښې راغونډ کړی شوی دی. اقبال لاهوری همداشان د «سیر حکمت در ایران» په نامه یوه رساله هم لیکلې ده.
««««««««««««
شپږ شپیته کاله پخوا، د ۱۳۳۰ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په اوله نیټه، د ملک الشعرا ملقب د ایران توانمن شاعر او لیکوال میرزا محمد تقی بهار په ۶۴ کلنۍ کښې وفات شو. هغه په ۱۲۶۶ لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ مشهد ښار کښې زیږیدلی و او له ځلمیتوبه یې د شعر او ادب په برخه کښې خپل استعداد او وړتیا څرګنده کړه او د سترو استاذانو له محضره یې ګټه پورته کړه.
بهار له څوارلس کلنۍ څخه د آزادی غواړو په محفلونو کښې په ګډون سره په انقلابی خوځښتونو کښې شامل شو او د ایران د مشروطیت په دوران کښې یې د مملکت په حالاتو او سیاسی چارو باندې په نیوکې کښې ډیرې مقالې او شعرونه خپاره کړل. د هغه شعرونه په حقیقت کښې د خلکو د حال بیانونکی او د آزادی غواړو د افکارو او نظریاتو استازی وو. هغه د ۱۲۹۹ لمریز کال له کودتا وروسته چې پکښې رضا خان پهلوی د انګلستان په مرسته قدرت وموند، زندانی او جلاوطن شو. ملک الشعرای بهار په ۱۳۱۳ کال کښې آزاد شو او کلتوری او ادبی فعالیتونه یې پیل کړل. بهار په مشهد مقدس ښار کښې نوبهار ورځپاڼه خپره کړه او څه موده پس یې په تهران کښې دانشکده ادبی ټولنه جوړه کړه. د ایران د دغه آزادی غواړی شاعر په آثارو کښې د هغه د شعرونو دیوان او په دریو ټوکو کښې (سبک شناسی) کتابونو ته اشاره کوی شو.
««««««««««««
او له ننه اووه دیرش کاله وړاندې، د ۱۳۵۹ هجری لمریز کال د غوی د میاشتې په اوله نیټه، اوسمهاله ایرانی شاعر او نقاش سهراب سپهری د وینې د کینسر په ناروغۍ د اخته کیدو په وجه وفات شو. هغه په کال ۱۳۰۷ شمسی کښې د ایران په یو مرکزی ښار کاشان کښې زیږیدلی و.
سپهری وړومبۍ معلمی پیل کړه او بیا یې په هنری چارو کښې فعالیت ته مخه کړه. هغه په طراحۍ او نقاشۍ کښې یو ځانګړی او ممتاز سټایل او سبک درلود او د هغه نقاشیو په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کښې د هغه لپاره ډیر انعامونه او امتیازونه وګټل.
د سپهری د شعرونو وړومبۍ ټولګه په ۱۳۳۰ لمریز کال کښې د (مرګ رنګ) په عنوان سره خپره شوه او له هغه وروسته د (زندګی خواب ها)، (آواز آفتاب) او (شرق اندوه) په شان د هغه نور آثار خپآره شول. (صدای پای آب)، (مسافر) او (حجم سبز) د سهراب سپهری د اشعارو یوه ډیره ښکلې او مشهوره ټولګه ګڼله کیږی. هغه د نقاشۍ او شعر نه علاوه له ځانه څه یاداښتونه او ترجمې هم په ځاې پریښې دی چې ټول د هغه د روانې طبعې، د بیان د طریقې او ژور لید ګواهی ورکوی.
ذیشان حیدر بنګش