May 30, 2017 12:58 Asia/Kabul
  • بې آبرو او بې پردې امریکا(دامریکاکورنیو حالاتو ته کتنه)

دتهران د پښتو خپرونې د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو، دوستانو امریکا په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ

دوستانو تیره اونۍ  په امریکا کې  دسیاسی بدلونونو او خبرونو زیاتره برخه،د دغه هیواد د ولسمشرۍ په څوکۍ د ډونالډ ترمپ له کیناستو وروسته  د هغه د لومړني سفر  تر اغیزو لاندې وه . ټرمپ په پیل کې  سعودي عربستان ته لاړ او د فارس خلیج د جنوبی هیوادونو  له مشرانو او دغه راز ئې دځينو عربی او اسلامی هیوادونو له مشرانو سره  وکتل .  وروسته  ډونالډ ټرمپ نیغ په نیغه  له عربستانه  دنیواکي فلسطین په لور  الوت وکړ  او له هغه ځایه بیا اروپا ته لاړ .  د امریکا ولسمشر په اروپا کې  له پاپ فرانسس  سره  هم وکتل او  د ناټو د مشرانو او دغه راز ئې د اوه ډلې  د مشرانو په ناستو کې  هم ګډون وکړ.

 همداراز  تیره اونۍ  د ټرمپ -روسیې  د دوسیې رسوایانې  هم  هماغه راز  روانې وې .ایف بی آئي دامریکا د ولسمشر له زوم  جرډ کوشنر څخه پلټنې وکړې او  مایکل فلین هم  د مشرانو جرګې  اطلاعاتي کمیټې  احضار کړ . بلاخره دا چې ، ټرمپ  له روسیې سره  درابطې په دوسیې کې له ډيرو تورونو سره  د مقابلې لپاره یو خصوصي وکیل  وګمارۀ.

 له بلې خوا د اپيل محکمې  امریکا ته د   شپږو اسلامی هیوادونو دښاریزو د  ورتلو  د منع کولو په باب  د ډونالډ ټرمپ  دکډوالۍ ضد حکمونو په  دوسیې کې  د محکمې  په ګټه فیصله وکړه  او سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی ،  دغه  دوسیه  به سترې محکمې  ته وکاږي .

 همداراز تیره اونۍ  د امریکا د ۲۰۱۸کال  مالي بودجه هم  کانګرس ته وړاندې شوه چې  په هغې کې د هوساینې ډير پروګرامونه په تیره بیا  دامریکا د بې وزله او تاوان موندونکو پرګنو لپاره بودجه  کمه شوې ده .

            تیره ونۍ  ډونالډ ټرمپ  د ولسمشرۍ  په ګدۍ له کیناستو وروسته پخپل لومړني سفر کې عربستان ته لاړ څو  له آل سعود رژیم سره  د امریکا دتاریخ   د وسلو خورا ستر تړون لاسلیک کړي .  د دغه تړون اندازه یو سل لس میلیارډ ډالره اعلان شوې ده  چې  په لسو کلونو کې به  اجرا شي .  همداراز په دغه سفر کې  له عربستان سره  دکابو درې سوه پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت  تجارتي  تړون هم شوی چې   په هغه کې  په  امریکا کې  دسعودیانو   دنیغ په نیغه پانګونې لسګونو میلیارډ ډالري برخه هم شامله ده .ټرمپ  هم   د سعودیانو  د  دغې بې مخینې چاپلوسۍ  او خوشامدیو په وړاندې  په ریاض کې ،  دایران  داسلامی جمهوریت په ضد په سختې لهجې سره خبرې وکړې ، او په هغه څه ئې چې  هغه، په لویدیځي آسیا کې  دایران پراختیاغوښتنه او  د نفوذ پراختیا وبلله،نیوکې وکړې .دغه خبرې دفارس خلیج  دجنوبی هیوادونو د مشرانو او دغه راز  د ځينو عربی اواسلامی هیوادونو دمشرانو  په  دوو جلاجلا غونډو کې  چې  ریاض ته بلل شوي وو،تکرار شوې .په دغو څرګندونو سره له ایرانه د ویرولو  بهیر  اوج ته ورسید او امریکایان وتوانیدل  ،د دغې غیر واقعي او  زهرجنې فضا ترڅنګ  د وسلو دخرڅلاؤ یا دغیرپوځي پانګونو  په چوکاټ کې  دسعودیانو له اسعاري زیرمو په میلیارډونو ډالرځان ته جذب کړي څو له دې لارې  د امریکا د میلیونونو کارګرانو لپاره کارکسب پيدا کړي.  په عین حال کې  ډونالډ ټرمپ  په دې جملې سره چې  امریکا   له ترهه ګرو سره د عربانو ترڅنګ جنګیږي ،خو  دهغوي په ځاي به ونه جنګیږي ،  وښودله چې  ترکومه اندازه  ئې د عربانو  شتمنیو ته  تمه دارې سترګې نیولي دي .

له بل پلوه  ډونالډترمپ له سعودي عربستانه  نیواکي فلسطین ته  په سفر سره،  د ریاض اوتل ابیب  ترمینځ  لومړنی مستقیم الوتک هم ترسره کړ .هغه  د اسرائيلو لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو لپاره  د سعودي عربستان دپاچا  ملک سلمان  هغه پيغام  له ځان سره یو وړ  چې دقدس شریف  له نیواکګرو ئې د سولې غوښتنه کړې وه .  همداراز ټرمپ   په بیت المقدس کې  د  ندبه دیوال ترڅنګ  د  دعا په کولو سره   د امریکا په هغه لومړي ولسمشر بدل شو چې  د قدس شریف  له نیواکګرو څخه ئې  دسولې د غوښتنې پيغام وړی ؤ .  همداراز ټرمپ  د اسلامی نړۍ په پراخې غوسې  او کرکې د اندیښنې په دلیل ، نیواکي فلسطین ته  پخپل لومړني سفر کې له تل ابیبه  بیت  المقدس ته  د  امریکا د سفارت  دمنتقلولو له اعلانه ډډه وکړه .

          ډونالډ ټرمپ  تیره اونۍ او په سعودیانو د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د وسلو له خرڅولو او  له صهونیسټانو  د بې شرطه ملاتړ   له اعلانولو وروسته ، اروپا ته لاړ، څو  دناټو او  اوه ډلې  په  دوو مهمو سرمشریزو کې  هم ګډون وکړي.دامریکا ولسمشر  په دغو دوو  جلاجلا سرمشریزو کې له ګډونه مخکې  په پیل کې په   واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو له رهبر  پاپ فرانسیس  سره  هم وکتل . که څه هم ټرمپ   دغه لیده کاته  دوستانه او  ښه  بللي دي،خو دپاپ د ترینګلي څيرې خپرۀ شوي عسکونه ښئ چې دنړۍ د کاتولیکانو رهبر هماغه راز د امریکا د ولسمشر په ځينواقداماتواوخبرو خپه دی.  د  ټرمپ  په هغو اقداماتو کې  امریکا ته د مسلمانانو  اوکډوالو پر  ورتلو   او دغه راز  په نړۍ کې  د آب وهوا د بدلون  له نړیوالوتړونونو  سره  د ټرمپ مخالفت او بندیزونه    شامل دي .

 البته   د ناټو  موسسې  په سرمشریزې کې د ډونالډ ټرمپ لومړني ګډون   هم ،  د امریکا د ولسمشر  لپاره څه خاص بریا نه درلوده .  ټرمپ  په دغې غونډې کې  هڅه وکړه،دناټو غړي دامریکا په مشرۍ د داعش ضد تش په نامه ائيتلاف کې  ګډون او دپوځي بودجې زیاتولو ته  وهڅوي .  په عین حال کې ،  په هردواړو موضوعګانو کې دناټو غړو هیوادونو مشرانو خپل محدودیتونه بیان کړل او  د دغو غوښتنو  د منلو لپاره  ئې   له  ژمنو ورکولو ډډه وکړه .  امریکائي رسنیو   هم  د دغو مخالفتونو په غبرګونونو کې  په بروکسل کې  د ناټو په سرمشریزې کې  د ټرمپ شتون دامریکا د حکومت لپاره یوه ناکامي بللې ده .

  دایټالیا په  سیسیل کې  د  اوه  ډلې   د سرمشریزې په باب هم  ټرمپ  څه خاص  بریا نه ده ترلاسه  کړې .  دامریکا  د ولسمشر په مقابل کې  دغړو هیوادونو مشرانو پر تجارت پالو ملاتړي سیاستونو نیوکې وکړې اودنړۍ پر اقتصادي مشکلاتو  دبرلاسه کیدو لپاره ئې  دنړیوالو  ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار وکړ .  دغه  دریځ وښودله  چې ټرمپ به   لومړۍ دامریکا    شعار  دپوره کولو لپاره  د واشنګټن  د ترینګلتیاؤ سره  مخامخ  وي . 

          تیره اونۍ  هماغه شان   په امریکا کې  اطلاعاتي رسوایانو دوام   درلود.  دې ځل  دغه رسویانې پر امریکائي چارواکو  د انګریز چارواکو  دسختو اعتراضونو لامل شوې . شخړه هاله پیل شوه  چې  امریکائي رسنیو ،  د انګریز چارواکو د غوښتنې په  اپوټه ،  د بریتانیا د منچسټر ښار په کنسرټ کې دترهه ګرې پيښې د عامل هویّت  ایشوا کړ . دغو رسانیو  لیکلي دي ،  چې یرغلګر سلمان عبیدي نومیږي  چې په انګلستان کې له لیبیائي مورپلاره زیږیدلی  ؤ.  د دغو اطلاعاتو ایشواکیدا  چې  د  انګلستان  د اطلاعاتي  ادارو له لارې امریکایانو ته  وررسیدلي وې ، لامل شوې څو  انګریزه لومړۍ وزیره  رسما  امریکایانو ته  د  حکومتي پټو اطلاعاتو  د لیک کولو په  خاطر تذکر ورکړي.  که څه  دامریکا حکومت  په دې چارې  خواشيني ښودلې ده،په عین حال کې  د مانچسټر له ترهه ګرې پيښې سره د اړونده اطلاعاتو دلیک کیدو پيښې وښودله  د امریکاپه اطلاعاتي اواستخباراتي ټولنې کې  یو ډول ګډوډي روان دي .

له دې سره په یو وخت    دټرامپ – روسیې له دوسیې سره  په ارتباط کې  هم   په تیرې اونۍکې څو مهمې پيښې رامینځةشوې .په پیل کې مایکل فین  د مشرانو جرګې  اطلاعاتي کمیټې ته احضار شو  او وروسته  دامریکا ولسمشر   له روسانو سره د پټو اړیکو د تورونو په وړاندې  له ځآنه  د دفاع لپاره   خصوصی وکیل وګمارۀ. په نهایت کې دا چې اعلان وشو ،له روسانو سره  د ارتباط د دوسیې په باب ایف بې آئي پولیسو د امریکا د ولسمشر زوم ، وپلټۀ. دغه پيښې د دې ښودنه کوي چې  له روسیانو سره د ډونالډ ټرمپ  د انتخاباتي ټیم  دپټوتماسونو موضوع  یوې حساسې مرحلې  ته رسیدلې ده.  له یوې  خوا  کانګرس اوایف بي آئي  هڅه کوي دمایکل فلین  په احضارولو او له کوشنرڅخه په پلټنو سره ،  دټرمپ په ضد دکلابندي کړۍ لازیاته تنګه کړي  او له بل پلوه،دامریکا ولسمشر  له هغه څه سره  دمخامخیدو لپاره  چې ممکنه ده ،  دهغه  دمواخذې کولو  لامل شي ، د  خصوصي  وکیل  په ګمارلو سره ځان تیاروي . اټکل کیږي  په راتلونکو میاشتو کې دغه مخامخیدنې  لازیات جدي اړخونه  غوره کړي .

         دوستانو تیره اونۍ ،  په امریکا کې د اپیل محکمې   د ډونالډ ټرمپ  له خوا د سفر د منع کونکو فرمانونو په ضد د شکایت د دوسیې په باب د محکمې  په ګټه فیصله وکړه .په دې توګه ، امریکا ته د ورتلو لپاره دڅو اسلامی هیوادونو دښآریزو په ضد دامریکا دحکومت  دکډوالۍ ضد فرمانونو دځنډولو حکم تمدید شو . البته سپينې ماڼۍ  اعلان کړی دی چې  دغه دوسیه به سترې محکمې ته  ولیږدوي . سپينه ماڼۍ  هیله منه ده،  دفیډرل  په  سترې محکمې کې پر لیبرل قاضیانو  د  محافظه کارو قاضیانو  دشمیر په زیاتیدو  په تکیې سره ،  امریکا ته د مسلمانانو  د سفر  د منع کولو  په موضوع کې   اوڅاره بریالیتوب  ترلاسه  کړي . په عین حال کې جدي شکونه  شته دي  چې  ستره محکمه  په دغې دوسیې کې  دټرمپ په ګټه  فیصله وکړي . ځکه  دغه  فرمانونه ، دمذهب او ملیّت  په اساس د کسانو په ضد ښکاره توپير دی. په همدې دلیل د برابرۍ او مدنی حقوقو مدافع ډلې او  زیاتره وکیلان ټينګار کوي  چې  دامریکا د  ولسمشر  دغه  فیصله د دغه هیواد  له اساسی قانون سره په تضاد کې ده  او سپینه ماڼۍ  هم تراوسه پورې نه ده توانیدلې ، د  شپږو  مسلمانو هیوادونو د لسګونو میلیونونوکسانو  او ترهه ګرو  دخطرو ترمینځ  د ارتباط لپاره  د محکمې  خوښ دلیلونه وړاندې کړي . .

 له بلې خوا سپينې ماڼۍ   تیره اونۍ ، د ۲۰۱۸کال  دمالی بودجې  مسوده اعلان کړه . په دغې بودجې کې هم د ۲۰۱۷کال دبودجې په شان   دهوساینې په پروګرامونو کې  له ډيرې زیاتې  کمیدا سره په یو وخت  په امریکا کې دپوځي بودجو  زیاتیدا شامله ده .  دغه بودجه  د هغولس فی صدي   امریکائي  ښاریزو  لپاره  چې  ډير کم عاید لري ، ډيره  تاواني بلل شوې ده .ټاکل شوې ده په راتلونکي یوې لسیزې کې دامریکا ئي کم عایده  او سرچینو لرونکو کسانو او کورنیو لپاره  د دغه هیواد  د روغتیائي  پروګرام (میډیکیډ) له لګښتونو څخه  شپږ سوه لس ميلیارډ ډالر کم شي او له دغه بچت اوپيسو څخه دکم عایده کسانو  د درملنې   دلګښتونو  لپاره    له هغو سره  دمرستې لپاره   ترې استفاده وشي .همداراز د تغذئې د مرستې په پروګرام(دخواړو دکوپن پروګرام ) کې به یو لړ اصلاحات وشي . دامریکا د اړمنو  کورنیو  ځانګړي موقتي  مرستو له لګښتونو څخه  به هم چې   دکار په بازار کې  دجذبولو لپاره   له هغوي  دملاتړ په موخې سره  وړاندې کیږي ، ځينې برخې کمې شي . په عین حال کې ، د ډونالډ ټرمپ  حکومت  نیّت لري ، په راتلونکو دوو کلونو کې  د پرکوټو  کسانو  سره  د مرستو د  پروګرامونو  لګښت  هم  دوه میلیارډ ډالره کم کړي . اټکل کیږي  دغه بدلونونه   دامریکا په کانګرس کې له یو لړ اعتراضونو سره مخامخ شی .  د هوساینې دپروګرامونو  دبودجې کمیدا  په راتلونکي کال کې  دکانګرس  په مینځ پړاوه انتخاباتو کې   دبې وزله اوتاوان موندونکو  کورنیو د ملاتړ پر اندازې ډيرې منفي اغیزې شیندلی شي .

   دتهران دپښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو  د دغه ننني پروګرام وخت  هم همدومره  ؤ  ،تربلې اونۍ   پورې او دیوه بل نوي پروګرام  تر وړاندې کولو پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو  ، ا... مومل اوملګری .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه