Apr 07, 2016 16:34 Asia/Kabul
  • دهدایت حدیث

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د هدایت دحدیث نومې ټولګې له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په انسان کې یوه ځواکمنه غریضه ، غوسه ده . داسې ځواک ،چې له ځانه د دفاع او له حقه په ساتنې کې د انسان په بدن کې سسټماټيک شوی دی .

 خو  مهم  او د پام وړ  ټکی دادی چې  دغه  ځواک باید په انډول کې وساتل شي ،ځکه که  له انډوله ووځي ،نو په یوه ستر اخلاقي رذالات بدلیږي .  پر دې اساس ،  غوسه او غضب  که دحق په لاره کې او انډولیز  وي ،   نه یوازې ناخوښ نه دی، بلکې  دخداي درضا وړ او خوښه  چاره  به هم وي  . حضرت اما علی علیه السلام   د رسول ا... بزرګو ار  دغوسې  په باب فرمائي :؛ هغه بزرګو ار ددنیا د  چارو لپاره هیڅکله هم نه غوسه  کید؛ خو کله چې دحق لپاره  غضبناک کیده، نو بیا ئې هیڅوک  ددې په مقابل کې نه پیژندل  او دپیغمبر اکرم غوسه  به ترهغه نه سړیدله ترڅو ئې  له حق سره بشپړ مرسته نه وائ کړي .
 خوږو دوستانو  زمونږ  اوسنۍ پروګرام هم  دغوسې په باب  حدیثونو ته بیل  دی نو ترپایه راسره مله ووسئ
  خوږومینه والو  انسان له نورو سره په ټولنیزو اړیکو کې  ،کله کله   له تمو د لیرې تیروتنو  او دهغوي له غلطو کړنو سره  مخامخ کیږي  چې  دیوه انسان د غوسه کیدا لامل ګرځي .  په  دغه شان حالت کې ، دانسان دیني اواخلاقي  دنده داده چې  خپله غوسه   دې چټي نه ښکاره کوي  او کنټرول دې کړي . ځکه  چې که   غوسه کیدل کنټرول نشي ،  او په انسان کې دغوسې لمبې زیاتې شي ، نو  د هغه دتاواني کیدا و ذلیل کیدا او کله نه کله   نه جبرانیدونکي کیږي .  حضرت امام علی علیه السلام  غوسه دهغه اوور په شان ګڼي چې  که له دیني اومذهبی چوکاټه ووځي ، نو دانسان او ټولنې  دنیکمرغۍ  ریښې سوزوي.:::  نو  ځکه  په دې باب فرمائي ؛: له غوسې ډډه  کړئ  چې دا یو بشپړ سوزونکی اوور دی ؛؛؛:::::::
کله چې پر انسان غوسه  غلبه وکړي ، نو هغه دعقل اوشرعې له حاکمیّته وباسي ، نو بیا هغه داسې حرکتونه او  چلندونه کوي ، چې نه یوازې د شاوخوا خلکو د حیرانتیا  لامل کیږي ،بلکې پخپله هغه  هم  دغوسې له سړیدا وروسته   په هغو کارونو چې ئې دغوسې په حالت کې کړي وي ، پښمانه او حیرانه  کیږي . لکه څنګه چې  حضرت اما م علی علیه السلام  په یوه بل ځاي کې فرمائي ؛:زر او ډ ير غوسه کیدل  یو ډول لیونتوب دی ، ځکه غوسه شوی کس پخپل کار پښمانه کیږي ،  او که پښمانه نه شي ، نو دهغه لیونتوب جرړه ایز  اوپياوړی کیږي . حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  فرمائي ،  هرڅوک چې دخپلې غوسې مالک  نه وي (یعني  خپله غوسه نشي کنټرولولی ) ، دخپل عقل خاوند به نه وي ::::::
  غوسه انسان بدرنګه  او داغي کوي . په زیاتره وختونو کې غوسه شوی کس   ځيني داسې  ګناهانې کوي چې د ایمان له روح سره سمون نه خوري . پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص)  فرمائي ؛:   غوسه ایمان  خرابوي    ، هماغه شان لکه چې سرکه عسل فاسد کوي   او خرابوی ئې :::::  
داتشبیه ددې ښودنه کوي چې  غوسه او غضب   ایمان  او له خداي سره  د انسان  قلبي ارتباط ته ډیر تاوان رسوي ، او  له خداي سره  ارتباط او  ایمان داسې له مینځه وړي چې  ګو اکې له خداي سره ارتباط او  ایمان  له سره نه وي.  په همدې دلیل  دغوسې په وخت ، شیطان په آسانۍ سره  په انسان کې نفوذ کوي .د مُحَجة البیضاء په نامه داخلاقیاتو په کتاب کې راغلی دي ، : ذوالقرنین  له یوې فرښتې سره کتنه وکړه  اوهغې ته ئې وویل،ماته داسې پوهه راکړه چې  ایمان او یقین  مو زیات کړي .فرښتې ورته وویل،غوسه مه کوه ،  ځکه کله چې انسان  غوسه شي،نو شیطان له بل هروخته زیات پر هغه مسلط کیږي ،  پر دې اساس غوسه اوغضب  په زغم سره بدله کړه ، او دهغې اوور په آرامښت سره مړ کړه . او له بیړې ډډه وکړه  ، کله چې په کارونو کې بیړه  کوې ، نو له خپل نصیب  څخه  به محرومه شې  او دخپلو خپلوانو او دوستانو  په وړاندې  مهربان ووسه  او سختي  مه کوه  او  ځيږ والی پریږده.
      دوستانو غوسه دانسان منطق  له مینځه وړي ،  او هغه  اَوتې باؤتې  ا و چټي خبرو ته اړباسي . حضر امام علی علیه السلام په یوه ځاي کې فرمائي ؛:   دغوسې اوغضب زیاتوالی،دانسان منطق ګډوډوي،او د دلیل اوبرهان ریښه غوڅوي،او فهم او شعور له میځه وړي . نوکه انسان دغوسې په وخت  کوم قضاوت وکړي یا په بله وینا، که غوسه ناک دقضاوت په مقام شي ، په یقین سره ویل کیدلی شي ،چې  دقضاوت  لپاره به  وړ نه وي . پیغمبر اکرم په یوه حدیث کې فرمائي ؛:   څوک چې  دقضاؤت په څوکۍ کیني ، نو دغوسې په وخت دې قضاؤت نه کوي .
      دغوسې او غضب  یوه بله ناسمه پایله ،  دانسان دپټو عیبونو رابرسیره کیدل دي ، ځکه  په عادي  وخت کې ،   هرڅو ک  ځّان کنټرو لوي  څو عیبونه او کمزوري ټکي ئې پټ پاتې شي ، او عزت ئې  خوندي شي ، خو کله  چې څوک غوسه  وي ، نو دهغه پټ عیبونه رابرسیره کیږي ، دعقل کنټرول له لاسه ورکوي   او عزت ئې  بربادیږي .
له امام علی علیه السلام څخه  په غرر الحکم کې داسې نقل شوي دي ؛:  غضب یو بد  ملګری دی ، پټ عیبونه رابرسیره کوي ، شر او بدۍ نزدې کوي او خیر او نیکۍ لیرې کوي :::::::  
                                                                                                                                                                        (سیماب)
*************************************************************************************************

ټیګونه