د تاریخ پاڼه (۲۱۲)
Oct 18, 2018 13:55 Asia/Kabul
نن پنجشنبه؛ د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د تلی میاشتی ۲۶ نیټه ده، چی د ۱۴۴۰ هجری ق کال د صفر میاشتې له ۸ ، او د ۲۰۱۸ م کال د اکټبر له ۱۸ نیټې سره برابره ده. ******
۴۵۳ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۵۶۵ کال د اکټبر په ۱۸ نیټه؛ فلپاین په رسمی توګه، د اسپانیی د آسیایی مستعمرو ضمیمه شو. دغه هیواد؛ په ۱۵۲۱ م کال کی د پرتګالی دریانورد «ماژلان» په وسیله کشف شو، او د شپاړلسمی میلادی پیړۍ تر پایه پوری، د ټاپو ګانو د دغه ټولګی ټولی برخی، د اسپانیی تر سلطی لاندی ونیولی شوې.
اسپانیایانو؛ پر فلپاین د څه د پاسه دری پیړیو واکمنۍ په موده کی، د هغه زیاتره طبیعی زیرمی لوټی کړې. بالآخره؛ اسپانیا په ۱۸۹۸م کال کی، له امریکی څخه د ماتی له زغملو وروسته، د ټاپو ګانو دغه ټولګئ، امریکی ته پریښود. د فلپاین هیواد، بالآخره په ۱۹۴۶ م کال کی خپله خپلواکی لاسته راوړه.
فلپاین؛ څه د پاسه ۷ زره ټاپوګان لری، او د آسیا په جنوب ختیځ کی، په آرام سمندر کی پروت دئ، او دری سوه زره متر مربع مساحت لری.
*******
۱۵۱ کاله پخوا؛ پداسی یوه ورځ د۱۸۶۷ م کال د اکټبر په ۱۸ نیټه؛ د آلاسکا هیواد، د امریکی په وسیله ونیول شو. آلاسکا داسی یوه سیمه ده، چی د نږدی یو میلیون او پنځه سوه زره کیلو متر مربع پراختیا سره، د امریکی په شمال لویدیځ کی، د امریکی یو ایالت دئ. آلاسکا، تر ۱۸۶۷ م کال پوری په روسیی پوری متعلق وه، مګر پدې دوره کی؛ د روسیی د هغه وخت پاچاه، د دغې لیری پرتی او کنګلې سیمی ساتل، ګټور نه بلل. له دې رویه یی؛ د دغې سیمی د پیرودلو لپاره د امریکائیانو وړاندیز ومانه، او پدې توګه د آلاسکا خاوره، د ۱۸۶۷ م کال د اکټبر له ۱۸ نیټې څخه، د امریکایی ځواکونو په واک او مالکیت کی ورغله.
آلاسکا؛ په اوس حال کی د امریکی د ایالاتو یو ډیر بډای او له زیرمو ډک ایالت دئ، او د ۱۹۶۰ م کال د لسیزی د پیلیدو را پدې خوا، مهمی تیلی زیرمی پکی کشفی شوې، او تر استفادی لاندی نیولی شوی دی.
۱۴۷ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۸۷۱ کال د اکټبر په ۱۸ نیټه؛ بریتانیایی پوه او د حساب ماشین اختراع کونکئ« چارلز بِبیج Charles Babbage » مړ شو. هغه، په ۱۸۱۲ م کال کی تحلیلی ټولنه، د ریاضی د پرمخ بیولو لپاره جوړه کړه، او په ۲۴ کلنۍ کی د بریتانیی د سلطنتی ټولنی غړئ شو. ببیج په وروستیو کلونو کی، پدی لټه کی شو چی داسی وسیله جوړه کړې، چی د ریاضی د هر ډول محاسباتو د سرته رسولو قابلیت ولری، او زر پنځوس رقمی عدد، پخپله حافظه کی وساتی. له دې رویه یی؛ د هڅې په کولو سره؛ په ۱۸۳۳ م کال کی د محاسبی ماشین، چی د ببیج تفاضلی ماشین نومیده؛ جوړ کړ. که څه هم ببیج، پدغه کار کاملاً بریالئ نه شو، خو نږدی یوه پیړۍ وروسته، نورو پوهانو؛ د ببیج طرحې لا بشپړې کړې، او له الکټریکی قوې څخه په استفادې سره یی، د حساب ماشین په لا دقیقه توګه جوړ کړ. له دې رویه؛ «ببیج» د حساب د نویو ماشینونو د پلار په توګه پیژندل کیږی. هغه؛ له دې سربیره، د سرعت لمړنۍ ښودونکۍ دستګاه جوړه کړه، د ریل ګاډی د مخ سپر، او د سترګې د شبکیې د لیدلو لپاره یی یوه وسیله اختراع کړه.
*******
۹۶ کاله پخوا، د ۱۹۲۲ م کال د اکټبر په ۱۸ نیټه؛ په بریتانیا کی د «بی؛بی؛سی» راډیو فعاله شوه. دغه راډیو په پیل کی خصوصی وه، خو په ۱۹۲۷ م کال کی د دولت تر څارنی لاندی راغله، او د بریتانیی په دولتی راډیو بدله شوه. د بی؛بی؛ سی پروپاګنډچی رسنۍ، له ۱۹۳۶ م کال څخه، خپل ټلویزونی پروګرامونه پیل کړل. د بی؛بی؛سی راډیو بودجه، چی د دنیا په مختلفو ژبو پروګرام خپروی، د بریتانیی دولت له خوا تامنیږی.
که څه هم بی؛بی؛سی د خبری بی پلوۍ ادعا کوی، خو په وروستۍ نیمه پیړۍ کی یی د انګلیستان د دولت د تبلیغاتی وسیلې په توګه فعالیت کړئ، او د مختلفو هیوادونو په داخلی چارو کی د لندن د دخالت لپاره یی، زمینه برابره کړې ده. سربیره پردې، بی؛بی؛سی تل، د هدفمنو او غرضناکو خبرونو او راپورونو په خپرولو سره، په دریمه نړۍ کی د لویدیځ؛ په تیره بیا د بریتانیی، ښکیلاکی او ګټه غوښتونکی سیاستونه توجیه کړی دي.
*******
۸۷ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۹۳۱ م کال د اکټبر په ۱۸ نیټه، د بریښنا کشفونکئ«توماس اډیسن» مړ شو. هغه؛ په ۱۸۴۷ م کال کی دنیا ته راغئ. اډیسن؛ پوهنتونی تحصیلات نه درلودل،
او یواځی یی د ګڼو پوښتنو په مطرح کولو، او د زیاتو آزموینو په سرته رسولو سره، د خپلې پوهی سطح لوړه کړه. هغه؛ په ځلمی توب کی د کیمیا یو لابراتوار جوړ کړ، او په پراخه پیمانه یی مختلفې آزموینی وکړې. اډیسن، په زیار او کوښښ سره وکولای شول؛ ګڼ نووښتونه او اختراعات پخپل نوم ثبت کړی دی، چی ډیر مهم یی؛ د بریښنا کشفول- د ګروپ؛ ګرامافون او فونوګراف اختراع کول ؤو.
ټیګونه