Dec 15, 2018 15:47 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د امریکا ولسمشر ټرمپ چی د عربستان د جنایتونو د پټولو لپاره خپله هڅه کوی ، ګواښ کړی چی نوموړی طرحه به وټو کړی

 

۱:په یمن کې د سعودی ایتلاف له جنګه د امریکا د ملاتړ ختمولو ته د سنا رایه

۲ :د امریکا د حکومت په چټی کولو د ټرمپ ګواښ

۳:د امنیت شورا په غونډه کې د ایران پرضد د فضا جوړونې لپاره د امریکا هڅه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په تیره اونۍ کې د امریکا یوه مهمه سیاسی پیښه په یمن کې د سعودی ایتلاف له جنګه د امریکا د ملاتړ ختمولو ته د سنا رایه  وه . د امریکا سنا چی اکثریت یې د جمهوری غواړو په لاس کې دې ، د دسمبر په ۱۲ په یوه نادر او زیاتره نمایشی اقدام کې د امریکا د حکومت د سیاستونو پرضد  د یوه  پریکړه لیک  پرمخ بوتلو لپاره مثبته رایه ورکړه چی د نهایی تصویبیدا په بڼه کې  د عربستان په مشرۍ له پوځی ایتلاف د امریکا ملاتړ ختموی .

دې ته په پام سره چی د امریکا د کانګرس غړیو په دې ارتباط هر ډول اقدام  راتلونکی میلادی کال او د نوی کانګرس د کار پیلولو ته ځنډولی دی ، د سنا د شورو ورځې رایه اچونه زیاتره سمبولیک اړخ لری  او د امریکا په سیاسی ډګر کی د ریاض د ملاتړو د سختې کمیدا ښودنه کوی . تر څو راتلونکیو اونیو پورې د امریکا د نوی کانګرس په کار پیلولو سره به ډیموکراټان  اکثریت په لاس کې واخلی  او تمه کیږی چی نوموړی طرحه په دواړو پارلیمانونو کې تصویب شی ، خو د امریکا ولسمشر ټرمپ چی د عربستان د جنایتونو د پټولو لپاره  خپله هڅه کوی ، ګواښ کړی چی نوموړی طرحه به وټو کړی . د امریکا د قوانینو په اساس د امریکا ولسمشر په وټو کولو سره د یوې طرحې په قانون بدلیدو مخه نیولې شی ،  خو د دواړو پارلیمانونو د استازیو په دریو کې دوې برخې غړیو رای کافی دی چی دغه وټو کول باطل کړی .

د امریکا د سنا د استازیو د دریځ وروستې څرخ په ترکیه کې د عربستان په کونسلیټ کې د جمال خاشقجی له وژلې وروسته بللې شو . د امریکا لوړ رتبه سینټرانو  د امریکا د سی ای اې له مشرې میرمن جینا هاسپل سره له غونډې وروسته وویل له زیات ډاډمن شوی دی چی بن سلمان د خاشقجی د قتل عامل دې .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 تیره اونۍ د امریکا په داخلی ډګر کی د امریکا یو بل مهم بدلون  د امریکا د حکومت چټی کولو لپاره د ټرمپ ګواښ وو . د ټیلی ویژیونی چینلونو د کیمرو په وړاندې د کانګرس د مشرانو او امریکا د ولسمشر ترمینځ په بې مخینې  لانجې کې ، ټرمپ  د دغه هیواد د حکومت د چټی کولو ګواښ ورکړ . ټرمپ  د کانګرس له ډیمورکاټو مشرانو سره په لومړنۍ کتنه کې  په ډاګه ویلی وو کی که کانګرس له مکزیک سره د سرحدی دیوال د جوړلو لپاره  ۵ میلیارډ ډالره بودجه تامین نکړی ، نو د فیدرال دولت به چټی کړی . ټرمپ کانګرس په تلویحی ډول  په پوځی کودتا وګواښه . ټرمپ چی د امریکا د ټولو قواوو قوماندان هم دې ، وویل که هر څه چی زه یې غواړم ترسره نکړی ، نو زه په هره لاره چی ممکنه وی څه د تاسو له لارې او څه پوځی او یا بلې هرې لارې چی وغواړی ، حکومت چټی کوم . البته له دې مخکې هم  په ځلونو او حتی د اوباما د ولسمشرۍ په وخت کې  د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمینځ د اختلافاتو په دلیل د امریکا فیډرال حکومت چټی شوی وو ، خو په عین حال کی دا لومړې ځل دې چی د امریکا ولسمشر  د دغه هیواد د خلکو په وړاندې  حکومت په چټی کولو ګواښی . په هر حال که د دسمبر تر ۲۱ سپینه ماڼۍ او کانګرس د بودجې د لایحې پر سر موافقې ته ونه رسی ، نو د فیدرال حکومت فعالیتونه به د څوهم ځل لپاره  ودرول شی .

په داسې حال کی چی ټرمپ له مکزیک سره د سرحدی دیوال  په جوړولو ټینګار کوی ، د دغه دیوال جوړولو په ۲۰۱۶ کال کی د ټرمپ د انتخاباتی کمپاین اصلی ژمنه وه . ټرمپ هڅه کوی د جنورۍ په دریمه د نوی کانګرس د کار له پیلولو مخکې  خپل سیال ګوند ویروی تر څو د غیر قانونی کډوالو له ښکارندې سره د مقابلې په موضوع کې د امتیازاتو د ترلاسه کولو په ترڅ کې  په کانګرس کې د خپلې استیضاح د موضوع د مطرح کیدا احتمال هم کم کړی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تیره اونۍ د امریکا د بهرنی سیاست په ډګر کی د امریکا یوه بله مهمه پیښه  د ایټمی موافقې  په اړه  د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا د جاج په بهیر کې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې  د ایران پرضد د فضا جوړولو لپاره د امریکا هڅه  وه . د امریکا خارجه ویز مایک پمپیو  د امنیت شورا له غونډې  وروسته  د خبریالانو په ټول کی ادعا وکړه چی امریکا په دغه غونډه کې روښانه کړه چی د ایران د بالستیک توغندی فعالیتونه  له کنټروله بهر شوی دی .  ده  ادعا وکړه ایران په بیلا بیلو رودو  د امنیت شورا له پریکړه لیک سرغړونه کوی  ، هغه ادعا وکړه چی د یاران توغندوی ازمښتونه باید ختم شی . دا په داسې حال کی دی چی د ایران له نظره توغندوی مسله هیڅ وخت د ایټمی موافقې برخه نده او په دې زمینه کې د واشنګټن پلمه جوړونه بې اساسه ده . د ایران خارجه وزیر ښاغیل ظریف د ایران د وروستی توغندوی ازمښت په اړه وویل د توغندی موضوع هیڅکله د خبرو نده او د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کې  هم د  ایران لپاره د هغه د بندیز لپاره  څه ندی راغلی  او  نه هم تصویب شوی دی . د ایران دریځ د روسیې او چین په شمول د  ۴+۱ ډلې نورو غړیو هم تایید کړی دې . په دې زمینه کی  په ملګرو ملتو کی د روسیې استازی واسیلی نبنزیا  د شورو په ورځ  د امنیت شورا په هغه غونډه کی چی د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا  په اړه د ملګرو ملتو د عمومی منشی د راپور د جاج لپاره جوړه شوی وه  ، ټینګار وکړ چی ماسکو له نورو مسلو سره د ایټمی موافقې له تړلو سره مخالفه ده .

که څه هم د امریکا خارجه وزیر پمپیو ادعا کړی ده چی امریکا غواړی د امنیت شورا له درستو غړیو سره ملګرتیا وکړی تر څو د ایران د بالستیک توغندویو د پروګرام  پرضد د ملګرو ملتو له لارې د سخت محدودیتونه اعمال کړی ، خو په عین حال کی ډیر ښه پوهیږی چی د واشنګټن د د غې غوښتنې د تحقق هیڅ چانس نشته دی .

داسې ښکاری چی د امر یکا دایټمی موافقې سیاست چی د دغه هیواد د نورو یو اړخیزه سیاستونو په لړ کی غوره شوی دی ، د بریالیتوب چانس نلری .