Jan 12, 2019 16:39 Asia/Kabul
  • ایران داونۍ په هینداره کې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،په پيل کې هم دځينومهموپیښوپه باب درته معلومات درکوو او ورپسې مو هم تحلیلي برخې ته رابولوو. هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*/*/دقم دسپيڅلي ښار دمیړني ولس دتاریخي پاڅون  کلیزه */*/*/* د ایران په باب دامریکادسیاسی لوبو اوسناریوګانو دوام */*/**/ دایران او عراق د اړیکو لوړتیا او پياوړتیا*/*/*/*/*/ او هندوستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سفر په تیرې اونۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت ځيني مهم بدلونونه ؤ  اوس مو هم رابولو تحلیلی برخې ته

               تیره اونۍ د قم د سپیڅلي ښار د ولس  په ۱۳۵۶ لمریز کال کې  د تاریخي پاڅون  کلیزه په پرتم سره ولمانځل شوه او د اسلامی ایران  په تیره بیا د قم ښار ولس اسلامی انقلاب له آئيډیالونو سره یو ځل بیا خپل بیعّت نوی کړ .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود دتیرې اونۍپه چارشنبې ورځې،د ۱۳۵۶ لمریزکال د مرغومې دمیاشتې  په نولسمه نیټه د قم   د ولس  دتاریخ جوړونکي پاڅون په کلیزې کې د قم  دسپيڅلي ښار  د زرګونو خلکو په ولولوناک ټول کې له اسلامی ایران سره د امریکا او استکباري قوتونود دښمنۍ  د ریښې په باب  له لټیو او  لنډفکریو  د ډډه کولوضرورت ته په  اشارې سره،د اسلامی انقلاب ماهیّت اوحقیقت او شجاعت او ددغه اسلامی انقلاب موخو او اساس  ته  د ملت او نظام وفاداري،ددغه دوامدار او ژورو دښمنیو اصلي علتونه وبلل . 

        د ایران قم سپيڅلی ښار  د  هغه اسلامی انقلاب  اصلي او معنوي  ملاتړ او سرچینه ده چې دینا ئې بدله کړه .حضرت آيت ا... العظمي سیدعلی خامنه اي   د  اسلامی انقلاب د مهم ټکي  په توګه  د ۱۳۵۶لمریز کال  دمرغومې  دمیاشتې  نولسمه نیټه دقم  د ولس  دبرخلیک ټاکونکي  پاڅون په  ستاینې سره . قم ښار، د انقلاب مرکز او مور بللې او د مرغومې  د میاشتې  د نولسمې نیټې  د  پاڅون  او ددغه تاریخي حرکت د  اغیزو او اهمیّت په  بیانولو کې  ددغه  الهي  پاڅون  څو تل پاتې او مهم درسونه بیان کړل .

 حضرت آیت ا...العظمي سید علی خامنه اي تر نن پورې دامریکا د محاسباتي فکر  او سیاست  دکمزورتیا  دوام ،یو واقعیّت وبالۀ او  د یوشمیر ترهه ګرو او لنډيغرو  په په ټول کې  دیوه  امریکائي  چارواکي   دتیر کال هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې  هغوي ته ئې ژمنه ورکړې وه،  د ۲۰۱۹کال  جشن به په تهران کې لمانځي، روښانه کړې ؛دایران ددښمنانو محاسباتي  توانمنۍ په همدې حد کې دي،هماغه ډول چې هغه  وخت صدام  هم هیله مند ؤ یوې اونۍ کې تهران ته رسیږي  او  تالی څټو منافقینو هم  خیال کاوۀ،چې  دمرصادپه حملې کې به په درو ورځو کې  له کرمانشاه تهران ته ورسیږي .داسلامی انقلاب  معظم لارښود پخپلې ولولناکې ویناکې فرمائيلي؛ځیني ا مریکائي چارواکي  داسې بریښوي  چې لیواني دي،البته  زه دا نه منم،خو دوي په حقیقت کې  د لومړۍ درجې احمقان ضرور دي::

             له هغه وخته چې اسلامی  انقلاب  بریالی شوی،امریکا له ایران سره دښمني پیل کړې ده  او  په بیلابیلو  رودو سره   له تهران سره  په مقابلې پسې ده .امریکا ترکلونو پورې ایران  تورن کړی ، چې  یو غیر عقلاني ، لاسوهونکی  او  د نه اټکل وړ دښمن دی . دغه چلند،له ایرانه د  غلط  انځور په وړاندې کولو پسې دی،خو اوس ډونالډټرمپ پخپلو سیاستونوسره،دامریکا حقیقي څيره   د نړیوالو نندارې  ته وړاندې کړې ده .داهماغه واقعیّت دی،چې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرمحمدجواد ظریف  دایران په وړاندې  دامریکا د بهرني سیاست  په بیانولو کې په ډاګه  کړی دی .

            دایران خارجه وزیر   د ایران په  باب  د امریکا دبهرني سیاست په بیانولو سره پخپل ټولنیز پيغام کې لیکلي دي،امریکا د یوه واقعي او حقیقي  سیاست په ځاي   له ایرانه د ویرونکي او وسوسې راپارونکي سیاست  پسې  ده .د ایران په نسبت د امریکا دخارجه  وزیر مایک پپمئو او ددغه هیواد دملی امنیت دسلاکارجان بولټن لمسونې،هره شیبه لازیات  هغونفسیاتی ناروغانو ته  ورته  چلند غوره کوي ،چې  په دوامدار ډول  ماته خوري .

دامریکا د بهرني سیاست موخه ،له ایرانه د  ویرونکي انځور وړاندې کول دي. خو هماغه ډول چې داسلامی انقلاب معظم لارښود هم فرمائيلي دي؛د امریکا واکوالان  هماغه راز له غلطومحاسباتوسره لاس اوګریوان دي :::دوي فرمائيلی دي ؛ داستکبار  ددغو غلطو محاسبو په مقابل کې،د اسلامی نظام  د دقیقو محاسبوتفکر شته،چې دمونږ ارواښاد امام فرمائيلي دي؛د مارکسیزم  د هډوکو دماتیدو غږ آورم؛؛؛ او دوه کاله وروسته  درستې دنیا   دغه غږ  واورید .

            دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمدجواد ظریف تیره اونۍ  هندوستان ته سفر وکړ .هغه په دغه درې ورځني سفرکې  له لوړپوړو هندي چارواکو سره لیدۀکاتۀ وکړل . د  رائسینا دخبرواترو په کلني نړیوال کنفرانس کې  ګډون   هندوستان ته  په سفر کې د ایران دخارجه وزیر  په پروګرامونو کې شامل ؤ .

 جوادظریف په نوي ډيلی کې  په دغه نړیوال کنفرانس کې  پر ګډون او وینا سربیره،له هندي خارجه وزیرې میرمن سوشما سواراج ،دټرانسپورټ له وزیر  نیتین ګادکاري او د اسپانیا  له خارجه وزیر  جوزف بورل سره هم لیده کاته وکړل .

              په وروستیو کلونوکې ددواړو هیوادونو ترمینځ  زیات شمیر موافقې لاسلیک شوي دي،چې  په هغو پنځلس موردونوکې  تیرکال  نوي ډيلی ته د اسلامی ایران د ولسمشر  حسن روحاني   په سفر کې نهه موافقې  نهائي شوې.  ددغو موافقو  موضوعګانې ډيرې پراخې دي ، چې په هغو کې  د ډيرو مالیاتو له اخستو ډډه کول،کرهیڼزې ملګرتیاوې،ددواړو هیوادونو  دتجارتي کوټو ترمینځ  دملګرتیاؤ اوغږملتیاؤ لوړتیا او  بانکي موافقې  هم پکې شاملې دي.  دچابهار سټراټژیک بندر   دپراختیا په پروژې کې  دهندوستان ګډون  د ایران او هندوستان  په اړیکو کې  یوه مهمه موافقه  ده . چابهار بند،د ایران او هند ترمینځ  دټرانسپورټ فعالیتونه  لازیات ښه کوي او د ایران لپاره فرصت رامینځة کوي څو  د هندوستان   ډيرو بندرونو ته  چې  د ختیځي آسیا دروازه حسابیږي،لاس رسی ولري.دغه پروژه په همدا وروستیو کې د هندوستان د پانګونې او همداراز د افغانستان د پراختیا او ودې لپاره  ددغه بندر  د اهمیّت په دلیل  دامریکا  له بندیزونو  معاف شوه .

 د ۲۰۱۸کال  له اپریل  تر  نومبر پورې   له ایرانه د هندوستان  ټول واردات کابو یولس میلیارډ ډالر وو،چې  په هغو کې نوي فی صده  ئې  د اومو تیلو  واردات  جوړوي .

   هندوستان ته د ایران دخارجه وزیر له سفرسره په یووخت،هندوستان د ایران د تیلو د وارداتو پیسې،چې  په روپيۍ سره  ورکول کیږي،د  له  زیاتو مالیاتو ورکولو معاف کړې .دغه اقدام ،دهندوستان  چاڼځایونو ته  دا امکان ورکوي، څو دایران د تیلو ملی شرکت ته خپل  ځنډول شوي کابو یو نیم میلیارډ روپۍپور  ورکړي .    

                دایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه  دتیرې اونۍ په پنجشنبې ورځې   په یوه ورځني سفربغداد ته لاړ.هغه له خپل عراقي همڅنګ سره پر سلامشورو سربیره ،  دعراق له ولسمشر او لومړي وزیر  سره هم لیده کاته وکړل .

  د ایران  د تیلو وزیر همداراز  له دغو لیدوکاتو وروسته  له خپل عراقي همڅنګ ثامرالغضیان سره  په ګډ خبري کنفرانس کې وئيلي دي،ایران به   هیڅکله   هم حتی   د ایران په ضد د امریکا  له بندیزونو سره سره ،دخپلو تیلي  صادراتو داندازې په سر یا ددغو صادراتو  دمقصد په سرخبرې اترې ونه کړي.

  دایران په ضد د امریکا دبندیزونو له بیرته پیلیدا وروسته،دایران دیوه اصلي تجارتي شریک په توګه عراق ،ددغو بندیزونو دبیرته ګرځیدا په نتیجو  اندیښمن دی .په همدې اساس،له دغو بندیزونو دمعافیّت  دترلاسه کولو لپاره له امریکائي حکومت سره دعراقي چارواکو له خوا ډيرې خبرې اترې شوي دي . ددغې غوښتنې په وړاندې  د امریکاسیاست هم  دعراق د یوې مودې دمعافیّت صادریدا،د امتیاز داخستو او ددغه هیواد چارواکو تر دباؤ لاندې د راوستو لپاره ده .په دې توګه چې تر دې دمه ئې  په جوت ډول  په نړیوال بازار کې  دایران د تیلو د کمیدا دجبرانولو په موخې سره  دعراق له شمال  څخه د کرکوک د تیلود صادراتو زیاتولو،دعراق  د ولسی مقاومت د ډلو  د ړنګولو  ضرورت او دعراق په خاورې کې د نوو پوځي مرکزونو  له جوړولو سره  موافقه کولو ضرورت ته اشاره شوې ده . 

  عراق چې  دخپلې بریښنا او ګیسو  د اړتیاوړ  زیاتره برخه  له ایرانه تامینوي،   له ایرانه د  وارداتو دجبرانولو لپاره دعربستان او کویت  په څير  دهیوادونو  د  وړاندیزونو  له ارزونې وروسته،ونه توانید،له ایرانه دخپلو وارداتي اړتیا  د جبرانولو لپاره  کومې ډاډمنې لارې ته ورسیږي .په همدې خاطر همدااوس  د ایران په ضد د امریکا دبندیزونو د احتمالی  اړخونو اوپایلو   دختمولو لپاره  په لارو چارو پسې دی .که څه هم،عراق ته  پخپل وروستي سفر کې دامریکا د انر ژۍ وزیر،عراقي لوري ته دګیسو دتولید دزیاتولو او دبریښناد بټیوپر جوړولومشتملې ژمنې ورکړې وې،خو په عراق کې دامریکائي شرکتونو  مخکینیو ارزونو ښودلې ده،چې ددغه هیواد سیاست،د سټراټژيکو پروژو په تیره بیا د عراق د انرژۍ  دبرخې د پروژو په  افتتاح  کولو کې د ځنډ او دبیخ بینائي برخو  وروسته پاتیکول دي.په عین حال کې د عراق ولسمشر برهم صالح  هم  د ایران د تیلو له وزیر نامدار زنګنه  سره په کتنې کې  ټینګار کړی ،  د تهران بغداد  د اړیکو پراختیا د درستې سیمې  د امنیت او ثبات په ګټه ده .

  ټاکل شوې ده،د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمدجواد ظریف هم له یوه پلاوي سره یوځاي  په نزدې راتلونکي کې عراق  ته سفر وکړي . د سیاسی څارونکو په اند،دغه سفر هغو نووشرائطو ته په پام سره چې په سیمې کې  په رامینځةکیدا دي،ډير اهمیت لري  او دسیمې  هیوادونه  باید له دغه ډول شرائطو سره په یووخت خپلو سلامشورو او راشه دیرشه ته دوام ورکړي څو پردیو او له سیمې ورآخوا نابللو میلمنو ته د دسیسو د جوړولو  فرصت  په لاس ورنشي .

        دوستانوایران داونۍپه هنیداره کې نومې اونیزپروګرام وخت هم همدومره ؤ نوتربلې اونۍ پورې له نوي مطلب سره  موپه نیاؤمن خداي سپارو.

(سیماب)

******************************************************************************************************************************