په تیرې اونۍ کې دمینځني ختیځ بدلونونه
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې دمنیځني ختیځ دبدلونونو د اونیز پروګرام د لړۍ له نننی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه مطلب کې په پیل کې دمینځني ختیځ د ځینو مهمو بدلونونو مهمو سرټکو او ورپسې هم تحلیلی برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
*/*/*/*/*/*/ دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په ضد دامریکا د ولسمشر په غلیمانه اقدام سیمه ایز غبرګونونه */*/*/*/*//* په نیواکي ټاټوبو کې وارمخکې پارلیماني انتخابات*/*/*/*/*/ او همداراز دفلسطنییانو په ضد د اسرائيلو دجنایتونو دوام،په تیرې اونۍ کې د منیځني ختیځ ځيني مهم بدلونونه ؤ چې په وروستۍ برخې کې مو په دې باب له تحلیلی برخې هم خبروو ، نو راسره ملۀ وووسئ */*/*/*/*//*//
*********************
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې په یوه غلیمانه اقدام کې دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسداران دیوه ترهه ګر اورګان په توګه معرفی کړ .. په داسې حال کې چې سعودي عربستان او بحرین د ډونالډټرمپ د دغه غلیمانه اقدام هرکلی کړی دی ، دامریکا د حکومت له دغه اقدام سره په مخالفت او د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو څخه په ملاتړکې په درستې نړۍکې په تیره بیا دمنیځني ختیځ په سویه پراخ غبرګونونه راپورته شول .

دسورئې خارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د ترهه ګر بللوکې د ټرمپ اقدام په کلکه محکوم کړی او وئيلي ئې دي،د امریکا دغه اقدام د اسلامی ایران دحاکمیّت او دملی هوډ او ارادې او دهغو دخپلواکۍ په دفاع او همداراز د مقاومت په چورلیز کې د دغه ولسی ځواک د مهم رول په دفاع کې د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک په مهم رول اعتراف او یو ویاړمن میډال دی .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا.... هم د اپریل په لسمه نیټه په بیروت کې په یوې وینا کې ، داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په دفاع سره،امریکا پخپله د ترهه ګرۍ سمبول وبالۀ.
دفلسطین داسلامی جهادغورځنګ هم د ایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک په ضد دسپینې ماڼۍد اقدام په غندلو سره په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی ،امریکا پخپله دترهه ګرۍ ملاتړې او په سیمې کې د جنګ جګړو خورونکي او د تاؤتریخوالي د اوور دلمبو زیاتونکي ده .
دیمن د سولې په خبرواترو کې دملی پلاوي مشر او د انصار ا.. ولسی غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام د ډونالډ ټرمپ دغه فیصله په سخته محکومه کړي او وئيلي ئې دي،امریکا د ترهه ګرۍدسپیرې بلا اصلی ملاتړي او درستو هیوادونو ته ددغې بلا صادرونکي ده .
دپاکستان د پوځ یوه پخواني جنرال ا و د دفاعي چارو یوه شناندي جنرال امجد شعیب هم په یولړ څرګندونو کې د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په ضد دامریکا د ولسمشر فیصله ، دنړیوال نظم لپاره یوه جدي خطره بللې او وئیلي ئې دي باید نړیواله ټولنه دامریکا د ولسمشر دغه فیصله محکومه کړي او ددغه ډول فیصلو مخه ونیسی ، ځکه په دغه ډول فیصلو سره به په سیمې او نړۍ کې د اوور لمبې نوره هم زیاتې شي او دنړیوالو اورګانونو او مقرراتو منل به ډير ګران شي او دغه راز به استکباری قدرتونه دخپلې خوښې له کړنو د ډډه کولو په خاطر خپلواکه هیوادونه پخپلې خوښې اقداماتو سره سزاکوي چې د نړیوال نظام دګډوډولو یوه وسیله کیدلی شی . هغه وئيلي دي له کوم دلیل پرته د یوه خپلواکه هیواد د پوځي ځواک ترهه ګر بلل هیڅکله هم دتوجیه وړ نه دي او دا یوازې پر یوه هیواد ددباؤ د زیاتولو لپاره یو اړم دی .

دعراق خارجه وزیر محمد علی الحکیم هم د تیرې دوشنبې په شپه دامریکا د ولسمشر د دغې فیصلې په لومړني غبرګون کې ټينګار کړی ، چې هیواد ئې دایران په ضد دامریکا تپلي بندیزونه نه مني ا و باؤري دی ، دغه سیاست به په سیمې کې د تاؤتریخوالي د زیاتیدا لامل شي .
دعراق بدر تنظیم هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره د واشنګټن دچارواکو له خوا د سپاه پاسدارانو ترهه ګر بلل یو تاؤتریخجن اقدام او دهغو ټولو هیوادونو په ضد یو بې توجیه ا قدام بللی ، چې خپلواکه سیاست ته مخه کوي . هغه دغه راز وئيلي دي ، دغ لمسونکی اقدام ، په حقیقت کې د نړیوالو قوانینو او تړونونو تر پښو لاندې کول دی .
د عراق د حزب ا.... غورځنګ د کنډکونو ویندوي سید حعفر الحسیني هم د امریکا د ولسمشر دغه سپیر اقدام په کلکه محکو م کړی او وئيلي ئې دي ، دایران داسلامی ا نقلاب سپاه پاسداران د واشنګټن د سپیرو نقشو په وړاندې دسیمې د ملتونو ترڅنګ ولاړ دی . دنجف اشرف د جمعې لمانځه خطیب شیخ خالد النعماني هم د ډونالډټرمپ ددغې فیصلې په محکوم کولو سره ددغې فیصلې ملاتړو ته په خطاب کې وئيلي دي ، که دعراق د مرجعیّت فیصله او په سیمې کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانوغوره او اوڅاره رول نه وائ، نو اوس به د ډيرو هیوادونو پلازمینې دمریّتوب د پير پلور په بازارونو بدلې شوي وې .
دعراق داهل سنت یوه ستر دیني عالم او روحاني او ددغه هیواد د دارلافتا ویندوي شیخ عامر البیاتي هم دتیرې پنجشنبې په ورځې دترهه ګرۍ په تور لیسټ کې د سپاه پاسدارانو دنامې شاملول د امریکا یو چټي او بې توجیه اقدام وبالۀ او وې وئيل د نړیوالو لپاره روښانه ده چې امریکا پخپله داغش او نورو ترهه ګرې اوتکفیری ډلې راوپنځولې څو له دې لارې د خپلواکه ملتونو په ضد دباؤنه زیات کړي .

د اسرائیلو یویشتم پارلیماني انتخابات داپریل په نهمه نیټه ترسره شول. اسرائيلو پارلیمان (کنسټ) یو سل شل څوکۍ لري ، چې غړي ئې د څلورکلن پړاؤ لپاره ټاکل کیږي . په نیواکي ټاټوبو کې هیڅ ډول انتخابیه حوزه نشته او ددرستو نیواکي ټاټوبو انتخاباتي لیسټ یو شان دی.ګوندونه لیسټونه وړاندې کوي او راي ورکونکي کسانو ته نه ،بلکې لیسټونو ته رائ ورکوي .هرهغه ګوند چې څه دپاسه درې اعشاره پنځه ویشت فی صدي راي ترلاسه کړي ، په کنسټ کې څوکۍ درلودلی شي .
د صهونیسټ رژيم د پارلیماني انتخاباتو یو یشتم پړاؤ په داسې شرائطو کې داپریل په نهمه نیټه ترسره شوچې ټاکل شوې وه ،انتخابات د ۲۰۱۹کال په نومبر کې ترسره شي ، خو د واکمن ائیتلاف دړې وړې کیدا لامل شوې ، وارمخکې پارلیماني انتخابات په ایجنډا کې شامل شي .دصهونیسټ رژيم د پارلیماني انتخاباتو په دغه پړاؤ کې ،۴۷ګوندونو نامې ثبت کړي ، چې تقریبا د ۲۰۱۵ کال په پرتله دوه برابره زیاتې وې .دا له ۲۰۰۹کال څخه تردې دمه لومړني انتخابات وو،چې د ګډون کونکو ډلو ترمینځ جدي سیالي پکې موجوده وه .اصلی سیالي هم د صهونیسټي رژيم د پوځ دپخواني مشر بنی ګانټس په مشرۍ د سپین او آبی ائیتلاف او د بینامین نتن یاهو په مشرۍ د لیکوډ ګوند ترمینځ وه .
له انتخاباتو څخه مخکې تر ټولو وروستۍ نظر غوښتنو ښودله چې دآبی او سپین ائیتلاف کاندیدان به په دغو انتخاباتو کې د لیکوډ ګوند څخه لازیاتې څوکۍ وګټي.دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هراړخیز ملاتړونه ترسره کړل څو په اسرائیلو کې پر عمومي افکارو ومني دنتن یاهو او لیکوډ ګوند ته رائ ورکړي .په همدې ا ساس ، ټرمپ د مارچ په پنځه ویشتمه نیټه داسرائيلو له انتخاباتو مخکې دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسداران د امریکا دترهه ګرۍ په ادعائي لیسټ کې شامل کړل .
په عین حال کې لیکوډ ګون او نتن یاهو یوازې دیوې څوکۍ په اختلاف سره بریالی شو.دنتن یاهو په مشرۍ لیکوډ ګوندپه دغو پارلیماني انتخاباتو کې ۳۶ څوکۍ او او آبی اوسپین ائيتلاف هم ۳۵څوکۍ وګټلې. شاس ګوند اته،د توراتی یهودیّت ګوند اوه ، کارګرانو ګوند شپږ، او میرټس ګوند څلور او دغه راز دوو عربی لیسټونو هم په ټول کې لس څوکۍ ترلاسه کړې . پاتې څوارلس څوکۍهم داسې وویشل شوې،چې د آویګدور لیبرمن په مشرۍ اسرائيل دمونږ کور نومې ګوند ته پنځه څوکۍ ورسیدېاو ښي پالو یا زوړ پالو ته هم پنځه او کولانو ته هم څلور څوکۍ ورسیدې .نورو ګډون کونکو ګوندونو کنسټ ته د رسیدو لپاره لازمې رائ یعني درې اعشاره پنّځه ویشت فی صدي رای ونه ګټلې او پاتې شول .
دغو رایو ته په پام سره ، بین یامین نتن یاهو له ۲۰۰۹کال راهسې تر دې دمه د پرله پسې څلورم ځل لپاره او په تیرو درویشتو کلونو کې به د پنځم ځل لپاره داسرائيلو د لومړی وزیر پاتې شي (نتن یاهو له ۱۹۹۶کاله تر ۱۹۹۹کال پورې هم یو ځل لومړی وزیر ؤ ). نتن یاهو د فساد له څلورګونه دوسیو سره لاس اوګریوان دی او په نیواکي ټاټوبو کې د عمومی افکارو او بهیرونو تر سخت دباؤ لاندې دی .
په تیرې اونۍکې په مینځني ختیځ کې یوه بله مهمه پیښه د فلسطینیانو په ضد د صهونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو دوام ؤ. په همدې باب په بندونو کې د پرازیټ دهغو آلو د لګولو پشمول چې دبندیانو سلامتیا ئې له جدي خطرو سره مخامخ کړې ، له فلسطینیو بندیانو سره داسرائيلیانو غیر انساني او ځيږچلندونه سبب شوي دي،چې فلسطینی بندیان له تیرې دوشنبې راهسط په بندونو کې تر نامحدودې مودې پورې لوږ تړ پیل کړي . داسرائيلو په بندونو کې کابو شپږ زره فلسطنیان شپې سبا کوي چې په هغو کې ۲۴ میرمنې او دوه نیم سوه واړۀ ماشومان هم ترسترګو کیږي .دځينوراپورونو په اساس، یوسل پنځوسو فلسطنیانو د کرامت دوه په نامې سره لوږ تړپیل کړی دی او د هغوي دغوښتنودنه پوره کیداپه بڼه کې به کابو یو زر پنځه سوه نور فلسطیني بندیان هم لوږ تړ پیل کړي .دغه لوږ تړ په داسې شرائطوکې پیل شوی،چې د اسرائيلو د زندانونو د چارو ادارې له دغو اعتراضونو څخه په ویردو سره هڅه کړې،دخبرواترو او یا دګواښ له لارې ددغو لوږتړونوخنډ شي،خو فلسطینیو بندیانو داطلاع رسونې دفتر وئیلي دي،ترهغه وخته چې اسرائيلي لوری د فلسطینیو بندیانو غوښتنو ته حاضر نشي ،نو تر هغه وخته به دغه لوږ تړ عملی اړخ ولري او له غوښتنو پوره کیدا پرته به هیڅکله هم ددغه اعتراض ختمولو ته راضي نشي .

(سیماب)
*******************************************************************************************************************************************************