May 20, 2019 14:56 Asia/Kabul
  • دلویدیځي آسیا بدلونونه ،د  یمن غمیزې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا دپيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې هم د ځينو مهمو پيښو خبرونو ته لنډه شان کتنه او ورپسې هم تحلیلی برخه لرو،هیله ده تر پایه راسره ملګرتیاوکړئ.

*/*/*/*/*   په لویدیځي آسیا سیمې کې  د ترینګلتیاؤ له زیاتیدا سره په تیره بیا د ایران او امریکاترمینځ د شخړې زیاتیدا*/*/*/*/*/*  د اماراتو دالفجیره  چاودنې */*/*/*/*/*     دسعودي عربستان او  دیمن دپوځ او ولسی مبارز غورځنګ انصار ا... ترمینځ د  جنګ سختیدا*/*/*/*/*/*    او دعربستان په قطیف کې د  آل سعود رژيم دمامورانو په لاس داتو ښاریزو وژل کیدا  په تیرې  اونۍ کې ځيني مهمې پيښې وې ، چې  په  اړه مو تحلیلی برخې آوریدو ته   هم رابولوو.*/*/*/*/*//*//*

 

     دتیرې اونۍ په یکشنبې ورځې  دمتحده عربی اماراتو په الفجیره بندر کې  څو چاودنې وشوې ، چې  د لږترلږه  اوو تیلی کشتیو  د سوزیدو لامل شوې . د اماراتو چارواکو په پیل کې په الفجیره کې د هرډول پيښې رامینځةکیدا ردوله ، خو له دغې پيښې څو ساعته وروسته ئې   دغه خبر د ورانکارۍ په ادعا سره تائيد کړ .  داماراتو خارجه وزارت اعلان کړی ، چې  له الفجیره سره نزدې  د متحده عربی اماراتو په سمندري حدودو کې  څلور تجارتي کشتۍټارګټ شوي دي .له دې څو ساعته وروسته دسعودي عربستان د انرژۍ وزیر  خالد الفالح هم  ومنله چې په دغې پيښې  کې  د  سعودي عربستان  دوه تیلی کشتۍ هم  تاواني شوي دي .تر وروستیو پورې د الفجیره پیښې هیچامسئولیّت په غاړه نه دی اخستی .دایران  اسلامی جمهوریت د الفجیره چاودنو په غبرګون کې دغه پيښه محکومه کړې  او ددغې پیښې دسپړلو غوښتنه ئې کړې ده .په عین حال کې ، دغه حمله  د لویدیځي آسیا په بدلونونو کې  یوه مهمه پيښه ګڼل کیږي .

 الفجیره   د متحده عربی اماراتو یوازینی شیخ میشته  بندر دی  چې  دعمان سمندر په څنډې کې واقع دی او همدغې ځانګړنې دغه بندر ته یو خاص موقعیّت ورکړی دی .  ددغه شیخ میشتې سیمې د  تیلو د پنځه اویا فی صدي  صادراتو لپاره په دغه بندر  کې د شیل ، ټوټال او  اکسن موبیل  په څير  ستر تیلی شرکتونه  موجود دي .

Image Caption

 

  دالفجیره چاودنې،دمتحده عربی اماراتو لپاره  ستر شاک ؤ.په همدې دلیل  هم  اماراتي چارواکو په پیل کې  ددغې پيښې په پټولو سره،په الفجیره بندر کې   هرډول پيښه  دروغ  وبلله،خو له دې وروسته چې  دغه خبر په پراخه سویه خپور شو،د ابوظبئ چارواکي مجبوره شول چې  دغه پيښه تائيد کړي .

 د عربي نړۍ یو نامتو شناندي او دسیاسی چارو کارپوه  عبدالبادري عطوان په یوه تحلیل کې لیکلی دي،ممکنه ده چې  دالفجیره پيښې په سیمې کې د هغو پټو او بلاغواړو ادارو یا اسرائيلي ځواک په وسیله شوي  وي،چې  غواړي  د فارس  خلیج له ککړو   او خړو اوبو کبان ونیسي  او  د پوځي نښتو  د بیلیدا لامل شي . په حقیقت کې دغه تحلیل ددې ښودنه کوي ، چې  له سازباز سره اړونده  او د مقاومت ضد لاسونو او یا اسرائيلي عواملو ، په پلانونو  او سپيرو نیّتونو سره  د الفجیره چاودنې کړي وي څو له دغو چاودنو او  ډ يرو زیاتو رسندوئي تبلیغاتو څخه  په استفادې سره ، ایران او د مقاومت د چورلیز نور لوبغاړي  ددغو چاودنو عاملان معرفي کړي او امریکا په سیمې کې دایران په ضد او  دمقاومت له ډلو سره  په جنګ کې ګډون ته وهڅوي .

            په تیرې اونۍ کې د یمن بدلونونه داسې وو،چې وې ښودله،د سعودي عربستان  تاوني کیدا زیاته شوې ده .تیره اونۍ په پیل کې ملګروملتو د شنبې په ورځې اعلان  وکړ،انصار ا.... غورځنګ دمئ په یولسمه او څوارسمه   د یمن په لویدیځ کې  له درو اصلي بندرونو څخه له یو اړخیز وتلو سره موافقه کړې ده  او  دا،په یمن کې د جنګ دختمولو په موخې سره   د سیاسی خبرواترو  د اجرا لپاره یو ښه او خوښ ګام دی .له الحدیده ، الصلیف او راس عیسی بندرونو څخه د  یمن د انصار ا...غورځنګ د ځواکونو شاتګ د ۲۰۱۸کال په دسمبر کې د  سویس د سټاکهم  د موافقې  د اجرا لپاره یو اقدام  ؤ .په داسې حال کې چې امریکااوعربستان او دهغه متحدانو په څومیاشتنیو کارړنګونو سره  ددغې موافقې د اجرا مخه نیولې وه،انصار ا... له  الحدیده او دوو نورو بندرونوڅخه  دخپلو پوځیانو په شاکولو سره له خپلې خوایوځل  بیا   د سټاکهم  دموافقې  اجرائي کولو لپاره ښه نیّت نندارې ته وړاندې کړ .

Image Caption

 

 د بیا دیره کولو غږملونکي کمیټې چې مشري ئې د مائيکل لولیسګارډ په غاړه ده،په  یوې اعلامیې کې وئيلي دي،انصار ا...په یواړخیز ډول  له الصلیف بندره(د خوراکي او درملیزو موادو او نورو مرستو د منتقلولو  او تلوراتلوله بندره )، همداراز د د  راءس  عیسی تیلی بندر او  همداراز د یمن د هیواد  د اصلي بندر په توګه  له الحدیده تیلی بندره  شاتګ کړی دی .  ملګرو ملتو ځواک  په دغو بندرونو کې  دانصار ا... غورځنګ د ځواک پر وتلو  څارنه کوي  او دا  دسویډ دسولې د  موافقې  داجرائي کیدا لپاره  لومړنی  ګام دی .

           په  داسې حال کې چې  انصار ا... غورځنګ  د سټاکهم د موافقې  داجرا لپاره یو مهم ګام پورته کړی،د عربستان په  مشرۍ ائيتلاف  دیمن دبیلابیلو  سیمو  د بمبارولو په دوام سره هڅه کړې،وښئ چې انصار ا.... په کمزوري  دریځ کې  له درو بندرونو شاتګ کړی دی .په دې اساس د  الحدیده پشمول  دیمن دبیلابیلو سیمو په ضد ئې  بې آمانه بمباریو ته دوام ورکړی دی  چې  ددغو تیریو له امله  په لسګونو عام خلک چې ښځې اوماشومان پکې ترسترګو کیږي  په وینو کې لیت پیت کوي .

 دیمن د تیرې اونۍ د بدلونونو دریم اړخ ، د سعودي عربستان په حملو  د یمن دپوځ او  د انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزانو پریکنده غبرګون ؤ .په پیل کې  انصار ا... ولسی غورځنګ دتیرې سه  شنبې په ورځې،د سعودي عربستان د آرامکو تیلی شرکت سره اړونده دتیلو درې  منتقلونکي پمپاژونه (سترپمپينګ نظام ) په بې پيلوټه الوتکو سره په نښه کړل . په دوام کې همد یمن د پوځ  او ولسی کمیټیو یونټونو  دعربستان په  جیزان کې  واقع  السلب پوځي  مرکز  په یوه زلزال یو  ډوله توغندي سره وویشت چې په دغه پوځي مرکز کې ئې  دسعودي په لسګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده . د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ ویندوي  محمد عبدالسلام  وئيلي دي،مونږ  یوې سټراټژيکې مرحلې ته داخلیږو او د آل سعود رژيم  د پوځ په ضد  د حملو نوي او سخته مرحله پیلوو .

Image Caption

 

 د  سعودي عربستان د جنګ غواړي خوي  په مقابل کې  د انصار ا... ولسی غورځنګ  دغه اقدامات  ښئ چې  له درو بندرونو څخه  شاتګ ،  د انصار ا... دکمزورتیا نښه نه وه،بلکې په یمن کې د جنګ د ختیمدا او د سولې د رامینځة کولو لپاره  دهغوي ښه نیّت  ؤ . په عین حال کې  د عربستان  په آرامکو  تاسیساتو او  په جیزان کې په السلب پوځي مرکز  حملې،دسعودي عربستان د تاواني کیدو د زیاتیدا ښودنه کوي .

                   په لویدیځي آسیا کې دتیرې اونۍ په یوه بل مهم بدلونو کې دسعودي عربستان په ختیځ کې په القطیف سیمې کې په یوه کلي د آل سعود رژيم   د امنیتي مامورانو  په حملې کې  د  اتو کلیوالو  وژل کیدل وو .په داسې حال کې چې  د عمومی افکارو او اړونده رسندویو  پام  په لویدیځي آسیاسیمې کې  د ایران او امریکا ترمینځ دتاؤتریخوالی  له زیاتیدو سره اړونده  خبرونو ته  ؤ،دسعودي عربستان پوځیانو یو ځل بیا په  القطیف سیمې په یرغل سره اته کسان ووژل .

  دعربستان په ختیځ کې القطیف شیعه میشته  سیمه ،  ددغه هیواد  د نفوسو څه دپاسه شل فی صدي برخه جوړوي .دغه ولایت  له ۲۰۱۱کال راهسې  په بې عدالتۍ  او دشتمنیو په ناعادلانه ویش باندې په اعتراض کې د  آل سعود رژيم  د چارواکو په ضد  د سختو  اعتراضونو او مظاهرو شاهده ده .  آل سعود رژيم  دعربستان دشیعیانو دځپلو لپاره له ترهه ګرۍ سره  د تش په نامه مبارزې جوړ شوي قانون ته مخه کوي . ددغه قانون په اساس،په آل سعود رژيم  هرډول نیوکه ا و ورسره مخالفت،دهیواد دامنیت  سلبول او دعمومي افکارو  اندیښمنول حسابیږي .

Image Caption

 

د القطیف سیمې له بې څوکه خلکو سره  د آل سعود رژيم د امنیتي  ځواک  دتیرې سه شنبې ورځې نښتې او ښکیلیدا  کې هم  د خلکو دځپلو لپاره  له  ترهه ګرۍ ره دمبارزې  قانون اساس وګرځول شو .دعربستان رسمي خبري آژانس راپورورکړی،چې په قطیف کې  په تاروت کلي کې  په یوې نوي ترهه ګرې ډ لې  په پټنځاي باندې د  آل سعود رژيم د امنیتی ځواک  په حملې کې  اته کسان وژل شوي دي  چې  دا اته واړه  وژل شوي کسان ترهه ګر وو . او امنیتی ځواک هماغه راز  په سیمې کې  دخپل ماموریت  په ترسره کولو لګیا دی .

  آل سعود رژيم  په داسې حال کې  خپل  ښاریز  ترهه ګر ګڼي ،چې   ددغو ښاریزو ترټولو ستر جرم ، د آل سعود رژيم  په توپیرناکو سیاستونو  دهغوي اعتراض  او د هغوي شیعه شونه ده .  سعودي عربستان  چې ځان د   اهل تسنن مسلمانانو  رهبر   ګڼي ،  ددغه هیواد اهل تشیَع ته  په توپيرناک نظر سره ګوري  او دوي  د دوهم لمبر ښاریز ګڼي.په همدې دلیل،د آل سعودرژيم توپیرناک کړچار  دعربستان  په شیعه میشتو سیمو کې  د حکومتي ضد مظاهرو او دمدني غورځنګونو  د راپنځیدو  لامل شوی دی .

=    دوستانو د لویدیځي آسیا سیمې د  تیرې اونۍ دبدلونونو په باب  د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې له تاسو اجازت غواړو .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه