Jul 14, 2019 16:23 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د امریکادتیرې اونۍ ځّينيو مهمو خبرونو آوریدواو لیدو او بیا مو هم تحلیلی برخې ته رابولولو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

*/*/*/*/*/*/  د ډونالډټرمپ  په توکمیز کړچار د نینسي پلوسي سختې نیوکې **/*/*/*/*/  دامریکا  او انګلستان ترمینځ د تاؤتریخوالي رامینځةکیدا*/*/*/*/*/*/ له سعودي عربستان سره په اړیکو کې دجامعې بیا کتنې لپاره د امریکا د مشرانو جرګې پلان*/*/*/*/*/*/    او په امریکا کې د  پناه غوښتنې د قانون  د بدلولو په ضرورت  د ټرمپ  ټينګار،دا دي په تیرې اونۍ کې دبې نقابه امریکا ځیني مهم بدلونونه او  اوس مو هم رابولوو تحلیلی برخې ته */*/*/*/*/*/*/*  

              د امریکا  دکانګرس مشرې میرمن نینسی پلوسي  د جولائي په اتمه نیټه د ۲۰۲۰کال په سرشمیرنې کې د ا مریکا له ښاریزو سره  اړونده پوښتنو د ورځاي کولو  لپاره دخپل هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ  په وروستۍ فیصلې سختې نیوکې کړي  او وئيلي ئې دي،ټرمپ نیّت لري،امریکا بیرته د سپین پوستو په هیواد بدل کړي .هغې  په سانفرانسیسکو ښار کې   په رامینځةشوي پيښې په باب چې دټرمپ په انتخاباتي شعارونوکې ئې یولړبدلونونه رامینځةکړي دي، ووئيل،دغه کار ددې لپاره دی،چې هماغه ډول چې دټرمپ په خوالئ (ټوپئ)لیکل شوي دي ،امریکا  بیا دسپين پوستو په هیواد بدلوي .د میرمن پلوسي مقصدد:امریکا بیاقدرتمنه کوي :نومې هغه  مشهوره جمله ده چې  د ټرمپ د سرې خوالئ (ټوپئ)باندې لیکل شوې ده،چې د امریکا د و لسمشر  یو انتخاباتي شعار دی . دډونالډ ټرمپ  پلویان هم معمولا د ټرمپ په انتخاباتي دستورو کې له دغه  شان خوالئ(ټوبئ) استفاده کوي .

Image Caption

 

 میرمن پلوسي هم،د  ۲۰۲۰کال په سرشمیرنې کې  دامریکا له ښاریزو سره  د اړونده پوښتنې د ورځاي کولو  یوه اصلی مخالفه ده .هغه باوري ده چې   دغه کار په نهایت کې  لامل کیږي  د امریکا په سرشمیرنې کې  لږکي توکمونه  ونه شمیرل شي او پر دې اساس د قانون جوړونې لپاره دغه کلی پلانونه  د جمهوری غواړو  په ګټه تمامیږي . میرمن پلوسي پخپلې وینا کې ټينګار کړی دی ، دوي (جمهوری غواړي ) ډاډمنیدل غواړي ، چې  خاص کسان او دهغوي په خوښې خلک وشمیرل شي . دغه کار واقعا ډير شرمونکی دی  او دا هغه شی نه دی چې دمونږ بنسټګرانو په نظر کې درلود. هغه څه چې جمهوری غواړي ئې خوښوي ، دادي چې دغه فرم ته له خلکو خاص کسان ځواب ورکړي .

               له دې وروسته چې د امریکا سترې محکمې  د ۲۰۱۹کال په جون کې  د یوې  فیصلې په صادرولو سره دسرشمیرنې په فرمونو کې له ښاریزو سره  د اړونده پوښتنې د ورځاي کولو لپاره د ټرمپ له فیصلې سره مخالفت وکړ،  ډونالډترمپ  تیره اونۍ  له خبریالانو سره په خبرو کې ووئيل  د یوه اجرائي حکم  په ارزونې لګیا دی څو  له دې لارې تضمین کړي   دغه پوښتنه د امریکا د سرشمیرنې  په فرمونو کې  ورځاي شي .

 د امریکا سترې محکمې د څلورو منفي رایو په مقابل کې په پنځو مثبتو رایو سره  فیصله کړې،د رائ د حق د قانون  داجرا لپاره  دسرشمیرنې په فرمونو کې د ښاریزو په باب د پوښتنې د ورځاي کولو د ضرورت په باب د ټرمپ د حکومت  استدلال ، له وړاندې شوو مدرکونو او اسنادو سره  سمون نه خوري.  دسترې محکمې په فیصلې کې راغلی دي،د ټرمپ حکومت باید سرشمیرنې ته د دغې پوښتنې د ورزیاتولو لپاره  قانوني توجیه  وړاندې کړي . په پیل کې  دغه شان ښکاریده چې  د  ټرمپ حکومت  ددغه پلان له تعقیبونې شاتک کړی دی ، خو  د امریکا  دعدلیې وزارت په همداوروستیو کې وئيلی دي ،ددغه وزارت  چارواکو ته حکم ورکړل شوی دی ، د امریکا د سرشمیرنې په فرمونو  کې  له ښاریزو سره  داړونده پوښتنې د ورځاي کولو لپاره دې کومه لاره چاره ولټوي .د ټرمپ اقدامات او د ریځونه ، په امریکا کې د توکمپرستۍ  د پیاوړتیا په باب  د اندیښنو دز یاتیدا لامل شوي  دي . . 

Image Caption

 

             د امریکا دهیوسټن پوهنتون  یوه استاد جرالډ هورن  وائي،د ډونالډټرمپ کړچار په امریکا کې  توکمپرستي زیاته کړې  او ډيری خلک حیران دي ، چې د هغه په څير دروغجن او توکمپال کس  څرنګه  ولسمشر شوی دی .  دټرمپ توکمپال سیاستونه،  دسیاسی شخصیتونو اوخلکو دحساسیت دراپاریدو لامل شوياو دا موضوع  ئې د ۲۰۲۰کال په انتخاباتو کې  په ټاکونکي عامل بدله کړې ده. د  دباؤنو او نیوکو زیاتیدا بلاخره  ټرمپ دې ته اړ کړی ، څو  په دې زمینې کې پخپلې فیصلې بیا کتنه وکړي . ټرمپ دجولائي په دولسمه نیټه وئيلي دي، چې  د سرشمیرنې په ترسره کیدا کې د ځنډ دمخنیوي په خاطر  ئې د تابعیّت  د پوښتنې د ورځاي کولو لپاره  په خپلې فیصلې سترګې پټې کړي دي. ټرمپ په یوه فرمان کې له حکومتي ادارو غوښتي دي څو د سرشمیرنې په ځاي  دې له هغو اطلاعاتو څخه چې په اختیار کې ئې لري ، دکسانوتابعّیت معلوم کړي . د ۲۰۲۰کال په عمومي سرشمیرنې کې د کسانو له تابعیّت سره اړونده اطلاعاتو غوڼډول،د ټرمپ او پر هغه  دنیوکه کونکو ترمینځ  یو اختلافي ټکی دی.د کسانو د تابعّیت په باب د پوښتنې د نه کولو په باب  دامریکا  د سترې محکمې  له فیصلې وروسته ټرمپ وئيلي چې د یوه فرمان په صادرولو سره به،له ښاریزو سره داړونده پوښتنه ورزیاته کړي .خوحقوق پوهو خبرداری ورکړی چې د ولسمشر په فرمان سره د سترې محکمې  د فیصلې مخه نشي نیولی . د امریکا عمومی سرشمیرنې به د ۲۰۲۰ کال  د اپریل په لومړۍ نیټه ترسره شي . ویل کیږي ، چې  له ۱۹۵۰کال څخه د کسانو  له تابعیّت سره  اړونده پوښتنه  د امریکا له عمومی سرشمیرنو څخه حذف شوې ده .

               د لندن او واشنګټن ترمینځ تر ټولو وروستی سیاسی تاؤتریخوالی چې د ټرمپ او دهغه دحکومت  په باب په واشنګټن کې د انګلستان سفیر دلیدتوګو په ایشوا کونې سره سره پيل شوی ،بې مخینې  اړخونه او ریښې ئې اوږدې کړي دي .د ټرمپ دحکومت په ضد په امریکا کې د انګریز سفیر  کیم ډاروش  د پټ یاددښت په ایشوا کیدا پسې ،  د برګزیټ په باب د  واشنګټن او لندن  تجارتی خبرې اترې  ناڅاپی لغوه شوې .کیم ډاروش د خپل هیواد دلومړۍ وزیرې  دفتر ته په پټو پیغامونو کې ،ډونالډټرمپ  یو بې منطقه ، لړزانه  او بې کفایته   کس   د امریکا د ولسمشرۍ  لپاره ئې وړ او  ښه کس نه دی ګڼلی .

Image Caption

 

د انګلستان دسفیر  ارزونې بیلابیل اړخونه جوت کړي او ښئ  چې  ټرمپ  هغه که د تفکر  او انداز له پلوه وي او که  د هغه د اقداماتو او فیصلو له پلوه ،یو بې منطقه ، لالهانده ،بې ثباته شخصیت دی . هغه   همداراز  روسیې ته   د  ټرمپ د پامته داره کیدا په څير مورد،د نړیوال تجارت دنظام دجوړښت د خرابولو او دتجارتي جنګ  درامینځةکولو لپاره د ټرمپ د هڅې په څير په موردونو  ا و دغه راز په ایران دحملې لپاره د امریکا د ولسمشر   په نیّت  نړیوالو اندیښنو ته اشاره کړې ده .

              په امریکا کې  د ټرمپ او دهغه  له حکومته   د بریتانیا دسفیر د ډيرو منفي  ارزونو ایشواکیدا  په واشنګټن کې  ډير سخت غبرګونونو لامل  شوي ده .دغې موضوع ،  دلندن او واشنګټن ترمینځ  یو ستر درز رامینځةکړی دی . ټرمپ پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  ډاروش یو  ډير احمق کس بللی او ټينګار ئې کړی دی ،چې د هغه حکومت  نوره له  انګریز سفیر سره ملګرتیا نه کوي . ما ترزامي ته  وئيل چې څرنګه د  برګزیټ موافقه پر مخ بوځي ،خو  هغې احمقانه کار وړاندې کړ  او د موافقې د کولو  وړتیا ئې نه درلوده .   دا یوه غمیزه ده . 

Image Caption

 

 دا موضوع ښئ  چې ټرمپ تر کومه حده،ځان منامه،مستبد او کبرجن او ځان ته غَره دی او حتی د انګلستان په باب ئې هم نظر ډير سپَک او په ټيټې سوئې دی .انګریز خارجه وزیر جرِمي  هانټ  د ټرمپ سپکاوي بې ځوابه نه دي پریښودلیاو دا ئې بې احترامي بللې او پخپل ټولنیز پیغام کې ئې  د ټرمپ څرګندونو ته  په اشارې سره لیکلي دي،دوستان پخپلو کې سره  ، روښانه خبرې کوي ،زه هم  همدغه کار کوم .د  مونږ دلو مړۍ  وزیرې او هیواد  په باب دغه څرګندونې سپکې او ناسمې دي .

 انګلستان چې اوس  له اروپائي اتحادئې وَتَلو  سره لاس اوګریوان شوي، تر ډیره حده هیله من دی  چې د ټرمپ دولسمشرۍ په پړاؤ کې  په تیره بیا  له امریکا  سره د آزاد تجارت  دتړون دلاسلیک کیدا پشمول  په اقتصادي اوتجارتي  زمینو کې د امریکا له لازیات ملاتړونو او مرستو برخمن شي .په عین حال کې  په امریکا کې د لندن دسفیر د ارزونو ایشواکیدا چې د ټرمپ سخت غبرګون ئې په ځان پسې  درلودلی،د دواړو هیوادونو داړیکو د کمزورتیا او همداراز د تجارتي خبرواترو دلغوه کیدا په څير د واشنګټن د منفي اقداماتو لامل شوي  ده . په نهایت کې  هم کیم ډاروش  د جولائي په لسمه نیټه استعفی ورکولو ته اړ شو. په دې توګه لندن هڅه کړې ، څو  له واشنګټن سره سیاسی تاؤتریخوالی ختم کړي .

         د امریکا  مشرانو جرګې  له سعودي عربستان سره په اړیکو کې د جامعې بیا کتنې غوښتنه کړې ده .د امریاک دبهرنیو اړیکو دکمیشن  مشر سناتور جیم  ریچ د چارشنبې په ورځې د آل سعود رژيم  په وسیله دبشری حقوقود بیا بیا خلاف ورزیو او پرهغو د دباؤ په دلیل د امریکا او عربستان په اړیکو کې د جامع بیا کتنې غوښتنه کړې ده په دغه پلان کې  دسعودي ولی عهد محمد بن سلمان باندې په سختو نیوکو سره په تیره بیا دبشری حقوقو د دوسیو په باب  پر ریاض د دباؤ د زیاتولو غوښتنه  شوې ده .دغه پلان،د امریکا د کانګرس تر ټولو نوي هڅه ده څو آل سعود رژيم ،د ترکیې په استانبول کې پر آل سعود رژيم  دنیوکه کونکي او کرکتونکي خبریال جمال خاشقچي د وژلې پشمول د بشری حقوقو خلاف ورزي کونکی  اعلان کړي .همدا شان د یمن د جنګ له امله د انساني غمیزې په رامینځةکونې کې دعربستان ګرَم بل هم ددغه پلان یو بل مورد دی .دغه پلان  یا مسودې په عربستان باندې دامریکا  په وسیله د وسلو  خرڅلاؤ ته هیڅ اشاره  نه ده کړې.که څه هم د کانګرس ځينو غړو په دې چې،دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په سعودیانو باندې د وسلو دخرڅلاؤ  د دریدا په باب  دکانګرس  وروستي پریکړه لیکونو ته هیڅ پام نه کوي،نیوکې کړي دي.دغه مسودههمداراز دهغو سعودي چارواکو لپاره د امریکا په وسیله د درستوصادرو شوو ویزو د باطلولو  غوښتنه کړې ، چې  دبشری حقوقو ئې خلافل ورزي کړې ده . 

Image Caption

 

        د امریکاد کانګرس ډیری غړيله سعودي رژيم سره دخپل هیواد پراړیکو سخت ټکونه کوياودا ناانډول اقدامګڼي .همداراز دوي د ټرمپ حکومت باندې تور لګوي،چې دبشری حقوقو د مسئلو دخلاف ورزیو په زمینې کې د سعودیانو پر اقداماتوسترګې پټوي چې دا چاره په درستې نړۍ کې د امریکا د احترام او اعتماد دله مینځه تلو لامل شوې او اوس په درستې نړۍ کې د امریکا په اعتماد او احترام د سترګو پټونکو شمیر ورځ تربلې  په زیاتیدا دی او داسې ورځ به بلاخره هم راورسیږي،چې پخپلو انډيوالانو کې به هم دامریکا  داحترام لپاره څو ک ونه ویني او خپل پیاوړی اعتماد به له  لاسه ورکړي .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************