Oct 28, 2019 12:33 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

غزنوی باچاهانو په تیره بیا د مسعود غزنوی ځای ناستو د اقتصادی او سیاسی ملاتړ په کولو سره د خپل وخت د شاعرانو د وړتیاو د غوړیدا زمینه برابره کړه

په تیر پروګرام کی مو وویل چی امیر سعید الدوله ابو النجم مسعود سعد سلمان همدانی د سلجوقیانو او غزنویانو د پړاو مشهور شاعر او په هندوستان کی د غزنوی دولت یو ستر امیر  وو . هغه چی اصالتا همدانی دی ، د خپل پلار د دیوانی خدماتو په دلیل له ۴۲۵ تر ۴۳۸ کلونو ترمینځ  په لاهور کی وږیږیده . د مسعود پلار او نیکونه د خپل وخت له عالمانو او پوهانو وو . مسعود په لاهور او غزنین کی له مشهورو عالمانو په علم او هنر سربیره د جنګ ، سوارۍ او تیر کمان  اصول هم زده کړل . له ادبیاتو سره د هغه بلدتیا هغه له شاعرۍ او شعر سره لیواله کړ تر دې چی په قصیده ویلو کی د خپل وخت مخکښ شو . هغه د سلطان ابراهیم په حکم د باچا د زوی سیف الدین محمود ندیم او ملګری شو او له هغه سره هند ته ولاړ . مسعود سعد سلمان د سیف الدوله محمود سره یو خاص ځای او مرتبه درلوده ، خو دغه پړاو د غزنی باچا ته د حاسدانو د بدویلو او شیطاني په وجه ختم شو او د سلطان ابراهیم غزنوی په حکم له شاهزاده سیف الدوله سره یو ځای د هغه نږدې کسان او ملګری هم زندانی شول چی مسعود سعد سلمان هم پکې شامل وو . مسعود سلمان  د سلطان ابراهیم غزنوی په پړاو کی خپل لس کاله  په جیل کی تیر کړل . هغه یو ځل بیا هم زندانی شوی وو ، هغه د خپل ژوند شل کاله په قید کی تیر کړی دی .

 

ځینې تذکره لیکونکی او څیړاندی په دې باور دی چی هغه له زندان له خلاصیدا وروسته  له دیوانی کارونو ځان څنګته کړ او د خپل نفس پاکولو او عبادت ته یې مخه کړه . خو له دغه پړاوه په پاتې اثارو کی که لږ ځیر شو نو له ازادۍ وروسته د هغه  له وضعیت خبریدلې شو .د هغو اثارو او نښو نښانو په استناد چی پاتی دی ، هغه له ازادۍ وروسته نور د مهمو او حکومتی څوکیو د ترلاسه کولو هڅه نه کوله خو له درباره هم څنګته نشو او د خپل عمر تر پایه د مسعود غزنوی د ستر کتابتون د کتابدارۍ په شان په کلتوری چارو یې عمر تیر کړ . مسعود سعد سلمان په ۵۱۵ یا ۵۱۶ کال کی په پیاوړی ګومان  په غزنین کی وفات شو.

همداراز وموویل چی د مسعود سعد سلمانپه دیوان کی چی کابو اولس زره بیتونه لری ، دوه مضمونونه مدایح او حبسیات له نورو مضامینو زیات تکرار شوی دی اوپه دغو زمینو کی زیات شعرونه ویل شوی دی ، د حبسیه په مضمون سره مو د هغه د شعرونو په اړه درسره اجمالی خبرې کړی دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

مدح د فارسی یو بډایه شعری ډول حسابیږی او که څه هم شاعرانو په دې زمینه کی له بیلا بیلو چوکاټونو ګټه پورته کړی ده خو د هغه اصلی چوکاټ قصیده ده . مدح په فارسی شعر کی ډیر زوړ او مهم دود مضمون دې او له تیر وخت راهیسې تراوسه د شاعرانو د منظومو اثارو ستره برخه ځانته بیل کړی ده . ادبی څیړاندوپه فارسی شعر کی د مدحه ویلو دوران په څلورو پړاونو ویشلې دې چی په دغو پړاونو کی لومړنې پړاو تر ټولو مهم بلل کیږی . د مدحه ویلو طلایی پړاو د سامانیانو له دورانه پیلیږی او له هغه وروسته غزنویانو او سلجوقیانو هم د شعر او ادب دودولو او خپرولو ته مخه کړه . د انعام او ګران بیه ډالیو په ورکولو سره د ادب له خاوندانو ملاتړ او هڅول یوازې د باچاهانو ، امیرانو او حکومتی لویانو لخوا ترسره کیدل . په دې ډول شعر په بشپړه توګه رسمی ډول دربارونو ته لاره پیدا کړه او شاعران د دربارونو ضروری غړی وبلل شول تر دې چی باچاهانو ، هغو په خپلو معمولی او جنګی سفرونو کی ځان سره بوتلل .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

په مدح او ستایلو کی تل هڅه دا ده چی د ممدوح ښوخصلتونو او ځانګړنوته پام وشی او مدح د مدح کیدونکی له احوالو او ارزوګانو سره سمون وخوری . که ممدوح د لوړو او نیکو صفتونو خاوند نه وای نو هغه ته د دغو صفتونو په نسبت ورکولو سره ممدوح د هغو درلودلو ته هڅوه .

د استاد سید جعفر شهیدی په باور د ایران  د ادبیاتو په تاریخ کی تحقیق او لټون ښی چی له شاعرانو د ممدوح غوښتنه یوازې دا نه وه چی هغه په نیکۍ سره یاد و ستایی چی هغه پرې خوشحال شی بلکی غوښتل یې چی د هغه وینا دومره نافذه وی چی د خلکو په زړونو کی اثر وکړی  او په نتیجه کی د مدح کیدونکی لویتوب تر لیری لیرې ورسی .

غزنوی باچاهانو په تیره بیا د مسعود غزنوی ځای ناستو د اقتصادی او سیاسی ملاتړ په کولو سره د خپل وخت د شاعرانو د وړتیاو د غوړیدا زمینه برابره کړه . د دغه پړاو د شاعرانو د شعر د دیوانونو په جاج سره  ډیر ښه پوهیدلې شو چی باچاهانو ، فاضل شخصیتونه ، ادیبان او شاعران د وزیرانو او امیرانو په شمول په خپلو حکومتی څوکیو ګمارل  چی د بیلګې په توګه د مسعود سعد سلمان نوم ته اشاره کولې شو .

««««««««««««««««««

د یولسمې او دولسمې میلادی پیړۍ  مشهور شاعر مسعود سعد سلمان که څه هم زیات شهرت د هغو حبسیو د ویلو په دلیل دی چی د زندان په ورځو کی یې ویلی دی ، خو د هغه د دیوان زیاتره برخه د هغه مدحی قصیدو ته بیل ده . مسعود سعد هماغه راز چی په حبسیو کی خپله روده او ژبه درلوده ، په مدحی شعرونو کی هم د خپل وخت د شاعرانو او قدرت لرونکیو ستاینه کړی ده  او په خپلو خاصو معیارونو سره یې هغو دحقیقی فضایلوپه دلیل ستایلی دی او فضایلو ته د هڅولو او له بدیود منع کولوپه هدف  یې ستایلی دی .  د جرمنی د ختیځ پیژاندی هرمین اته په باور که څه هم د مسعود مدحی شعرونه د هغه حقیقی ذوق نه ښی خو لکه څرنګه چی دغه رنګین  شعرونه د باچاهانو او امیرانو د قدرت او جلال په ښودلوکی له شاعرانه تعبیراتو او هنرپالونکو تصنع او ښکلی کولو سره اخښلی دی ، په دې وجه د هغه شعر رومانتیکه  او شاعرانه مدحه بللې شو .

««««««««««««««««««««««««

د مسعود په شعر کی د تصویرونویوه اوچته ځانګړنه فلسفی اوکله د هغه علمی رنګ دی اوله دې سره سره چی هغه په دغه لاره کی لومړنې کس نه بلل کیږی  خو د دغه ډول تصویرونو د پراختیا له نظره چی د هغه په شعرونو کی د پام وړ دی ، پوهیدلې شو چی هغه له فلسفې خبر او دخپل وخت  له علمونو او پوهو سره بلد دی . د مسعود سعد د مدحی شعرونو یوه صوری ځانګړنه هغه وحدت دی چی د هغه په قصیدو کی لیدل کیږی . په بله وینا د هغه د قصیدو بیتونه د فارسی د غزلونو او قصیدو په اپوټه لوه یوه بل سره تړلی دی او دغه  ټول بیتونه او اجزا  یو کل رامینځته  کوی .د ډاکټر خسرو فرشیدورد په باور د مسعود د شعر  اجرا ارتباط تر دې حده دې چی کله د هغه قصیدې د یوه حکایت یا شرح حال په بڼه راځی .

په همدې دلیل ده چی ځینې ادبی کره کتونکی د هغه د مدح ډول ته روایتی مدح ویلی ده . په دې معنا چی هغه له مدح وړاندی یا د مدح په ترڅ کی په زندان کی خپل حال او وخت او خپل فضل روایت او یادونه کوی .

««««««««««««««««««««««««««

د مسعود سعد د مدحی شعرونو یوه  بله ځانګړنه دا ده چی په غیر مستقیم ډول پر درباریانو له واکمنو خصلتونو او خوی خبر شو او پوهه شو چی د ټولنې دننه تر کومه اندازه اخلاقی ځوړتیا دوده وه . د مسعود په مدحی شعرونو کی د پام وړ یو بل ټکی دا دی چی شاعر د  تعارفی کلام او کلیشه ای تعبیرونو په څنګ کی په غیر مستقیمه توګه د کلام د جوړښت په ژورتیا او معنا ، خوښیو او د خپلې اجتماع تمې مطرح کړی او نصیت یې کړی دی .

ملکا خسروا خداوندا

کارها شاهوار باید کرد

مملکت انتظار نپذیرد

تا به کی انتظار باید کرد

هغه په خپلو ځینو شعرونو کی حتی له دې هم بره تللی دې او په بشپړه روښانه توګه د خپل وخت د شرایطوپه باب خبرې کړی دی . مسعود په خپلو ځینو شعرونو کی په ډاګه ویلی دی چی د اسلام دین او ضوابط نه رعاتیږی ، فساد بی حده دود دی او څوک نشته چی له عدالت ملاتړ وکړی او وایی چی له ټولو مهم دا چیلمونځ کونکی او مسلمان زیات دی خو څوک په هغه څه د اعتراض قدرت نلری چی د اسلام په اپوټه دی .

«««««««««««««««««««««

 

ټیګونه