Jan 27, 2020 15:17 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

د امریکا حکومت د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو سیاستونو د اعمالولو په لاره کی چی په یو اړخیز پالنې ولاړ دی ، د ملی لارو چارو د کارولو په ترڅ کې له بیلا بیلو نړیوالو اورګانونو هم د اوزار په توګه د نورو هیوادونو تر دباو لاندې راوستلو لپاره استفاده کوی چی د د مالی اقدام ځانګړی ډله یعنی ایف اې ټی ایف هم په دې زمینه کی د سپینې ماڼۍ په لاس کی په یوې وسیلې بدله شوی ده .

د داووس په نړیواله غونډه کې د پاکستان د لومړی وزیر شتون

د امریکا او طالبانو د خبرو اترو ماته

د بهرنیو عسکرو په هوایی حملو کې د ملکیانو په وژلې د افغانستان د بشری حقوقو د کمیشن نیوکه

پاکستان ته د امریکا د خارجه وزیرې د مرستیالې سفر

د پاکستان په داخلی چارو کې د امریکا په لاس وهنو نیوکه

او په افغانستان کې د سولې لپاره د نړیوالو ملاتړونو د جلبولو لپاره د اشرف غنی هڅه د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په صادرولو سره محمد هارون چخانسوری د دغه هیواد دخارجه وزارت د سرپرست او سیاسی مرستیال په توګه وټاکه . چخانسوری له دې مخکې د حکومتدارۍ او د ولسمشرۍ د پلانونو مرستیال اودې مخکې هم د افغانستان د ولسمشر ویندوې وو . د افغانستان ولسمشر ادریس زمان په خارجه وزارت کې د اصلاحاتو د بهیر د پرمختګ او کاری کیفیت د ښه کولو د مسول په توګه وټاکه .

د افغانستان خارجه وزیر صلاح الدین ربانی کابو درې میاشتې مخکې استعفا ورکړه او ادریس زمان د دغه وزارت سیاسی مرستیال شو . د صلاح الدین له استعفا وروسته دا دوهم ځل دې چی اشرف غنی د دغه مهم وزارت لپاره سرپرست ټاکی . د اشرف غنی دا فیصله په داسې حال کی ده چی د هغه مخالفان د ۲۰۱۹ میلادی کال له جون راهیسې د افغانستان د ولسمشرۍ په څوکۍ د هغه د شتون دوام د اساسی قانون په خلاف  بولی .

په تیر جون میاشت کې د ولسمشرۍ په څوکۍ د شتون لپاره د اشرف غنی د پینځه کلن مهلت په ختمیدا سره د افغانستان سترې محکمې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کیدا پورې د هغه شتون ته رایه ورکړه چی د سیاسی فعالانو او همداراز د حقوقو اورګانونو  له پراخ مخالفت سره مخامخ شو .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو د اعلان جنجالی کیدا ته په پام سره چی د ۲۰۱۹ کال د ستمبر په ۲۸ ترسره شول ، د انتخاباتی کړکیچ دوام د خپل هیواد له سیاسی برخلیک د خلکو د ناهیلۍ سبب شوې دې . په تیره بیا دا چی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو نتیجو پرسر د اختلافاتو دوام د هغه له ترسره کیدا د کابو پینځو میاشتو په تیریدا سره د نهایی نتیجو د اعلانولو لپاره روښانه لرلید وجود نلری  اوپه انتخاباتی شکایتونو د غور کمیشن هم د شکایتونو او تخلفاتو زیاتوالی ته په پام سره  تراوسه له ناپاکو رایو د پاکو رایو د جلا کولو لپاره داسې لارې چارې ندی وړاندی کړې شوی چی د ټولو کاندیدانو د اجماع وړ وی . په داسې شرایطو کې چی د افغانستان انتخاباتی اورګانونه د انتخاباتو د سلامتیا او د خلکو د رایو د ساتنې لپاره اغیزمن پروګرامونه نلری  د خلکو د بې باورۍ سبب شوی دی .په مهمو څوکیو د کسانو د ټاکلو او ځای پر ځای کولو لپاره د اشرف غنی اقدام د عمومی افکارو له نظره دومره قانونی روا ونلری .

««««««««««««««««««««««««««««««««

د افغانستان د بشری حقوقو کمیشن په دغه هیواد کی د بهرنیو عسکرو په هوایی حملو کی د افغان ملکیانو په وژلې نیوکه وکړه . د افغانستان د بشری حقوقو د کمیشن په بیانیه کی راغلی دی د دغه کمیشن د تحقیق په اساس د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ناټو عسکرو په وروستیو هوایی حملو کی ۱۵ ملکیان مړه او ژوبل شول چی درې میرمنې او درې ماومان هم په وژل شویو او دوه ماشومان په ژوبلو کسانو کې شامل دی . د افغانستان د بشری حقوقو د کمیشن په بیانیه کی د بهرنیو عسکرو په لاس د جنګ د قربانیانو د شمیر د زیاتیدا او د بشری حقوقو د ښکاره او بیا بیا خلاف ورزۍ اندیښنه څرګنده شوی ده او له پردیو عسکرو غوښتل شوی دی چی د ملکیانو وژله بنده کړی .

 د افغانستان د بشری حقوقو د کمیشن انتقادی بیانیه له امریکا او ناټو سره د کابل د امنیتی تړون له امله د بهرنیو عسکرو په هوایی حمله کې د ملکیانو د وژلې له امله ده چی د هغه په اساس د ۲۰۱۴ میلادی کال په پاې کې د عسکرو جنګی ماموریت ختم شوې دې او بهرنی عسکر د افغان دولت له غوښتنې او غږملتیا پرته د ترهه ګرۍ ضد عملیاتو د ترسره کولو حق نلری .

په افغانستان کی پرتو بهرنیو عسکرو په تیرو پینځو کلونو کې په ځلونو له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په پلمه د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې په خپل سرو حملو کې ملکیان وژل شوی دی . البته په تیرو څه د پاسه اتلسو کلونو کې په افغانستان کې په ملکیانو د بهرنیو عسکرو مځکنی او هوایی حملې د ناامنۍ په زیاتیدا یو اغیزمن عامل دې چی په وروستیو پینځو کلونوکې د هغو دوام چی د جنګی ماموریت اجازه هم نده درلودلی ، له مخکې زیات  له نیواکګرانو د افغان ولس کرکه زیاته کړی ده .

په دغو کلونوکې بهرنیو عسکرو په ځلونو ملکیان وژلی دی چی دا کار سبب شوی دجرمونو نړیواله محاکمه د هغو په  جنګی جنایتونوغور وکړی چی البته د امریکا د ګواښ او دباو په دلیل د دغه اورګان د جاج بهیر درول شوې دې . د کندهار د وژلې دوسیې د افغان ملکیانو په وژله کې د امریکا او ناټو په ډیرو دوسیو کې زیات انعکاس درلود .

د افغانستان د بشری حقوقو کمیشن په داسې حال کې په دغه هیواد کې د بهرنیو عسکرو په وسیله د ملکیانو د وژلې د بندولو غوښتنه کړی ده چی په څه د پاسه اتلسوکلونو کې امریکا او ناټو هیڅکله د افغان ولس د ژوند د ساتلو لپاره غوښتنو ته پام ندې کړې او له جرمونو سره د نړیوالې محاکمې په شمول  نړیوال حقوقی  اورګانونه په بایکاټ او د امریکا خاورې ته د هغود ورتګ لپاره د ویزا په نه صادرولو ګواښلی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پاکستان حکومت د چین او پاکستان د اقتصادی کوریډور په اړه د امریکا د خارجه وزیر د مرسیتالې د ادعاګانو په غبرګون کی وویل د اسلام اباد او پیکنګ په تعاملاتو کې هیڅ هیواد د لاس وهنې حق نلری . د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د میرمن الیس ویلز د ادعاګانو په غبرګون کی وویل اسلام اباد نورو هیوادونوته په خپلو داخلی چارو کی د لاسوهنې حق نه ورکوی  او د دغې اقتصادی پروژې  د ترسره کولولپاره یې درست اړخونه سنجولی دی . له بلې خوا د چین خارجه وزارت هم د الیس ویلز په څرګندونو غبرګون ښودلی او هغه یې د نورو هیوادونو په اړیکو کی ښکاره لاس وهنه بللی ده .

د میرمن الیس ویلز په څرګندونو د پاکستان او چین غبرګون د ملګرتیاو د پراختیا لپاره د چین او پاکستان د جدی هوډ او د دغو اړیکو په لاره کی د سپینې ماڼۍ له دباونو سره د مقابلې لپاره د دواړو هیوادونو د سټراټیجیک شراکت ښودنه کوی .

په پاکستان کې د  چین سفیر یاؤژینګ  هم  له اسلام اباد سره دبیجینګ  په تجارتی اړیکو کې د امریکا  په لاسوهونکی کړچار په سختو نیوکو سره  وئیلی دی ،واشنګټن  د دواړو هیوادونو مخینه لرونکو اړیکو ته تاوان نشی رسولی ، او د امریکا له چټی هلوځلو سره سره  د پاکستان  او چین  تجارتی اړیکې به له مخکې لازیاتې پیاوړی شی . یاؤ ژینګ  زیاته کړې ، امریکاتل هڅه کړې ده څو د پآکستان ولس د دواړو هیوادونو په ګډ اقتصادی کریډور (سی پیک) بدبینه کړی،خو  د بیجینګ او اسلام اباد  اقتصادی اړیکې به په ۲۰۲۰ کال کې هم  هماغه راز دوام وکړی

په پاکستان کې د چین سفیر ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا د بیجینګ او اسلام اباد په ښو اړیکو اندیښمن دی ، روښانه کړې ، چین  هیڅکله هم اجازت نه ورکوی ،  دبل چا په  ګوت وهنو سره  ئې له پاکستان سره  اړیکې اغیزمنې شی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا حکومت د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو سیاستونو د اعمالولو په لاره کی چی په یو اړخیز پالنې ولاړ دی ، د ملی لارو چارو د کارولو په ترڅ کې  له بیلا بیلو نړیوالو اورګانونو هم د اوزار په توګه د نورو هیوادونو تر دباو لاندې راوستلو لپاره استفاده کوی چی د د مالی اقدام ځانګړی ډله یعنی ایف اې ټی ایف هم په دې زمینه کی د سپینې ماڼۍ په لاس کی په یوې وسیلې بدله شوی ده .

د امریکا حکومت کابو دوه کاله کیږی تراوسه د ایف اې ټی ایف په اوزار سره  په افغانستان کې  له خپلو سیمه ایزو پروګرامونو سره د ملګرتیا لپاره په پاکستان سیاسی دباونه اچولی دی . د دغې ډلې په خړ لیسټ کې د پاکستان په راتلو سره دهغه څه په اساس چی د دغه اورګان په ضوابطو کی راغلی دی ، اسلام اباد باید دځینو اقداماتو او کارونو په ترسره کولو سره له دغه لیسټه ځان وباسی ، خو د پاکستان په سیاسی او رسندوی ټولنو کی دا خبره مطرح ده د ایف اې ټی ایف په خړ لیسټ کې د دغه هیواد ورځای کول د سپینې ماڼۍ په دباو سره شوی تر څو اسلام اباد په افغانستان کې د واشنګټن له پروګرامونو ملاتړ او ورسره ملګرتیا وکړی .

د امریکا حکومت د چین د اقتصاد له اوج اخیستلو اندیښمن دې نو ځکه د چین او پاکستان د اقتصادی کوریډور سره هم مخالفه ده او هغه د خپلو ګټو په تاوان بولی  نو ځکه هڅه کوی چی له بیلا بیلو د پاکستان په شان هیوادونه چی له چین سره سټراټیجیکی ملګرتیاوې لری  د بیلا بیلو ګواښونو له لارې اسلام اباد خپلو غوښتنو منلو ته مجبوره کړی خو د د سپینې  ماڼۍ د سیاسی فشار په وړاندې د اسلام اباد او پیکنګ پریکنده غبرګون په ملی اوزارونو د نړیوالو اورګانونو د بدلولو په وړاندې د امریکا حکومت ته پریکنده ځواب دې .