ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبوکې د ایرانیو شخصیتونو او نړیوالو ویاړونو نومې د لړۍ له اوسني دوه سوه اته ویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، د تیر مطلب په دوام کې په دغه مطلب کې هم په اوه مې قمري پيړۍ کې د ایران د یوه نامتو عارف او شاعر فخر الدین عراقي په باب درسره غږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي له مونږ سره ووسئ .
دوستانو لکه څنګه چې وئيل شوي فخرالدین عراقي په اوه مې قمري پيړۍ کې د اسلامي تصوّف او فارسي ادب یوځلانده ستوری دی . هغه په ۵۹۲ یا ۶۱۰قمری کال کې د ا یران په لویدیځ کې واقع همدان ښار کې په کمجان کلي کې په یوې علمي کورنۍ کې زیږیدلی .وئیل شوي دي چې عراقي پنځه کلن ؤ چې وتوانید په نهو میاشتو کې قرآن کریم حفظ کړي او په زړه پورې غږ او زړه سواندۍ سره ئې تلاؤت کړي او لا اته کلن ؤ چې په همدان کې مشهور شو. فخرالدین عراقي اولس کلن ؤ چې پر درستو اسلامی معارفو او علمونو مسلط شو او په همدان کې دعلومو او معارفو په تدریس بوخت شو. عراقي اولس کلن ؤ چې د هند ملتان ته لاړ او د سترعارف بهاءالدین زکریا له کړۍ سره یو ځاي شو . فخرالدین عراقي په عرفان کې هغه مقام ته ورسید، چې شیخ زکریا خپله چوغه یا خرقه(کن) پر هغه واچوله او د شیخ زکریا یو ځانګړی او غوره شاګرد شو . دشیخ بهاءالدین زکریا له مړینې وروسته عراقي مکې او له هغه ځایه قونیې ته لاړ او د شیخ صدرالدین قونیوي د درس له کړۍ سره یوځای شو . تر ۶۷۵قمري کال پورې همدلته پاتې شو . عراقي په ۷۸ او یا ۸۲کلنۍ کې د یوې سختې اومرګوني ناروغۍ له امله مړ شو او د دمشق په جبل الصالحیهّ کې د محی الدین ابن عربی د قبر تر شا خاورو ته وسپارل شو . له فخرالدین عراقي ډير آثار په یادګار پاتې دي ، چې مونږ په تیرو پروګرامونو کې تاسو ته د هغه لمعات نومې کتاب درمعرفي کړی دی .
دوستانود فخرالدین عراقي د غزلیاتو په ارزونې دهغه فکري منظومه انځورولی شو . د فخرالدین عراقي د غزلیاتو په ترټولو غوره مضمونونو کې د ملامت کونې ،نامې او ننګ ته بې پروائي ،دعشق درد، غم ، وحدت ، دقلندرۍ روده ،عشق او د عشق او عل مخامخیدنه شامل دي . د فخرالدین عراقي دمکتب تر ټولو زیات لوستونکي او چورلیزي ځانګړنه ، عشق دی .
عشق یو داسې مفهوم دی چې د عرفاني ادبیات او غِنایی ئې په بیلابیلو بڼو اوپنځونو کې پخپلو آثارو کې ورځاي کړي دي . کله چې د ادبیاتو په ډګر کې غِنا (یو ډول ساز) پنځول کیږي،نو بدن باندې ډيرې اغیزې کوي او انرژي ورکوي . او کله چې عرفاني ادبیاتو مخه کوي،نو له خونده روح مست کوي او په هر دواړو جوړښتونو کې دعشق پنځیدا ډيره په زړه پورې او ښکلي بڼه لري .د عراقي په غزلیاتو کې عشق په غم او دهغه په درد سره په اغښل شوی نه ختمیدونکي خوند سره په دوهم ډول او روحانی اړخ کې لازیاته غوره بڼه خپلوي . له بدني عشق سره ددغه عشق تر ټولو مهم توپیر په دې کې دی ، چې عرفاني عشق دمعرفت او محبت زیږنده دی اوهیڅ پاي نه لري . فخرالدین عراقي هغه زړه چې له عشق سره ګروهنه نه لري ، د شیطان کوټه ګڼي . یو هغه لومړنی ټکی چې عراقي ئې له عشق سره په رابطه کې مطرح کوي ،ددغه موهبت د ازلي کیدا بهیر دی .
عشق شوري درنهاد ما نهاد
جان ما دربوتة سودا نهاد
ګفتګویی درزبان ما نهاد
داستان دلبران آغاز کرد
آرزویی در دل شیدا نهاد
دم بدم درهر لباسی رخ نمود
لحظه لحظه جای دیګر پا نهاد

فخرالدین عراقي باوري دی ، چې حسن او اخلاق د ځلا لپاره یو ځاي دی، په همدې اساس هغه عاشق ته د معشوق د ډيرې زیاتې اړتیا خبره کړې ده . هغه په دې اند دی چې معشوق عاشق ته اړتیا لري . د معشوق استغناء او غِنا او د عاشق اړتیا یا ناز او نیاز یو هغه تر ټولو پراخ مطلب او موضوع ده چې دهغه په غزلیاتو کې ورته پام شوی دی . عراقي په څو غزلو کې د موضوع د وحدت په ساتلو سره د یار په کوڅې کې دعاشق په توګه دخپلې اړتیا خبره کړې او محبو او د هغه استغنا ته له پامه پرته هغه ژاړي او په دې اند دی چې که عاشق نه وي نو معشوق به د چا لپاره ناز کوي ؟ احمد غزالي هم باؤری دی، چې معشوق عاشق ته اړتیا لري.د معشوق استغناء او غِنا او دعاشق ضرورت یا ناز اونیاز یوه هغه تر ټولو پراخه موضوع او مطلب دی،چې دهغه په غزلیاتو کې ورته پام شوی دی .فخرالدین عراقي د یار په کوڅې کې د عاشق په توګه د خپلې اړتیا خبرې کوي،او دهغه محبوب او استغناء ته له پامه پرته او ژاړي او په دې اند دی چې دمعشوق دناز لپاره باید خپل ځان هم قربان شي .
باعشق تو ناز درنګنجد
جز درد و نیاز در نګنجد
چه ناز کنی عراقي
جان باز که ناز درګنجد
احمد غزالي هم په همدې اند دی .هغه باؤري دی،چې په عشق کې،هر هغه څه چې له کبریا ، استعنا عزب او جباري سره اړونده دي ، دمعشوق صفتونه دي او هر څه چې کمزورتیا ، خواري ، اړتیا او بیچارتوب دی ، د عاشق په نصیب دي .
په الهي او معنوي عشق کې خپل کار ته دعاشق بې پامي تر ټولو ستر مقصد دی . عاشقان خپل کار ته توجه نه کوي او مقصود ته پام کافري ګڼي .حقیقي عاشقان په ځان سختي تیروی څو دد دوست او معشوق کار سپک او برابر شي .د عراقي په غزلیاتوکې دغه شان مثالونه ډير زیات ترسترګو کیږي . چون ترک مراد خویش ګیري
ګیري همه آرزو در آغوش
په دغه عاشقانه تفکر کې چې یوازې عشق حکومت کوي،عقل پکې هیڅ ځای نه لري . د عارفانو له نظره ،عقل د معرفت نړۍ او د حق نړۍ ته لاره نشي موندلی،د عارفانو په نظر کې دعشق او عقل د پيوستون ټکی هاله برابریږي، چې عقل کمال ته ورسیږي او عرشي شي یعني عرش ته ورسیږي .دغه ډول عقل هیڅکله له عرفان اوعشق سره ډغره نه وهي،بلکې دقیقا دغه عشق عین عقل او عقل هم عین عشق دی چې د الهي حکمت او عشق او عقل پیوستون بلل کیږي .
د فخرالدین عراقي په غزلیاتو کې یو ټر ټولو حساس ټکی دعشق پالونکی درد دی چې عارف او سالک ئې غواړي . د عارف اوسالک په نظر کې حق لاره،هغه په درد خوړونکي درمل دي چې په وجودکې نغښتي ملغلره راپنځوي . عارفان ډير لږ درد هم له دواړو جهانونو لا ښه ګڼي . داسې استفاده چې له دې لارې ترلاسه کیږي،د دوي له نظره له تصوّره بهر دی . درد یا کړاؤ د نبیانو او اهل بیت په نزد له ځانګړي محبوبیّته برخمن دی .له دې امله په عرفاني ادبیاتو کې ددې لپاره د عاشقانه بيّو یا قیمت ورکول شته دي .
درمان اګر نداري ، باري به درد یادآر
کزدوست هرچه آید آن یادګار باشد
بادرد خوش توان بود عمری ببوی درمان
باغم بسر توان برد ګر غمګسار باشد

په همدې اساس ده چې عرفان ته غم او غم پالنه وارده شوي او د غم مفهوم خوښ او دهغو په څير ئې تعبیرونه ،په عرفاني غزلونو کې دود شوي دي . د استاد سعید حمیدیان په اند ، دغه تعبیر د سنائي په شعر کې راغلی دی او د عرفان او تصّوف په وسیله دود شوی دی .
د عارفانو په نزد خوښ غم په دې معنا دی چې سترغم له ښادۍ سره هم یو ځاي نغښتل شوی دی او داسې هیڅ اصیله ښادي او وجد نشته چې د هغو په مزاج کې لږ یا ډیر غم نه وي او یا ددې په اپوټه هیڅ ستر غم نشته چې په هغه کې کومه ښادي نغښتل شوي نه وي . فخرالدین عراقي دغه غم ، د کوثر چینې له اوبو او حتی له دواړو عالمینو هم خوندور ګڼي .
مرا ګرچه ز غم جان میبرآید
غمش عشقت ز جانم خوشتر آید
درین تیمار ر یک دم غم تو
بپرسد حال من جانم برآید
د عارفانو په نظر کې غم د وینې بهیدا ده او دغه د وینو بهیدا لعل او مرجان له ځان سره وړي او په ځان پسې تاندوالی او خوند او عشق لري .
(سیماب)
***********************************************