په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا بدلونونه
د تهران د پښتوخپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په لویدیځي آ سیا کې د بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په ننني مطلب کې درته په پيل کې په تیرې اونۍ کې ددغې سیمې ځينو مهمو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم رابولو تحلیلی برخې آوریدو ته ،نو له مونږ سره ووسئ .
*/*/*/*/*/ نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې د یو ځاي کولو د پلان ځنډیدا او د غوسې د ورځې مظاهرې */*/*/*/*/ د یمن وروستي بدلونونه او د سعودي عربستان لړزانتیا */*/*/*/*/ په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځينی مهم بدلونونه په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځيني مهم بدلونونه وو،چې په دې اړه مو اوس هم رابولوو، تحلیلي برخې ته ،*/*/*/*/
دوستانو تیره اونۍ د صهیونیسټ رژيم د لیکوډ ګوند مشر بین یامین نتن یاهو او د آبی اوسپين ګوند مشر بني ګانټز په تیر اپریل میاشت کې سره موافقه کړې وه ،د لویدیځي غاړې دیرش فی صدي برخه له نیواکي ټاټوبو سره یوځاي کړي .ټاکل شوې وه دغه پلان د جولائي له لومړۍ نیټې اجرائي شي، خو له سختو اعتراضونو او مظاهرو او د نیکو دڅپې له امله دغه اجرائي پلان وځنډيد.
د فلسطین ملت د تیرې چارشنبې په ورځې د پيړۍ دمعاملې دتش په نامه سولې د پلان او دلویدیځي غاړې د یوځاي کیدا دپلان په محکومیّت کې د :غوسې ورځې : په نامې سره مظاهرې وکړې . شپاړس نړیوالو او فلسطینیو اورګانونو او ادارو درست خلک،د غوسې د ورځې په مظاهرو کې ګډون ته بللي وو.د ټولنیزو چینلو کارونکو هم د : لا لِلٌضم : (یعني یوځاي کیدا نه غواړو ) په هشتګ کارولو سره وئيلي په دغو مظاهروکې بشپړ ګډون کوي.

د غزې په زرګونو خلکو په دغو مظاهرو کې ګډون وکړ .د فلسطین د آزادۍ لپاره دخلق جبهې دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام علی فیصل ددغو مظاهرو په څنډې کې وئيلي ، له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې د ځينو برخو د یوځاي کیدا پلان داسې نوي غمیزه ده چې هیڅکله به اجرا نشي .
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ داطلاع رسونې مسئول د اؤد شهاب هم پخپلوڅرګندونو کې وئيلي دي حتی دفلسطین په یوې چپې خاورې به هم سترګې پټې نه کړو . هغه ټينګار کړی، هیڅ ډول سازباز او خبرې اترې وجود نه لري او امکان نشته چې دغه شان پلان یا نوي طرحه ومنو .دا د فلسطین دملت په ضد اسرائیلو یو نوی غلیمانه پلان دی او دا صهیونیسټي پلان به د حقیقي مقاومت په مقابل کې بشپړ شاتګ وکړي .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي عبداللطیف قانوع هم ددغو مظاهرو په څنډې کې ويلي دي ، د لویدیځي غاړې د یو ځاي کیدا دپلان په ضد په غزې تړانګې کې پراخ ولسی خوځښتونه او د فلسطینیانو پراخه غوسه او کرکه د اسرائيلو ددغه پلان په ضد دملت د وحدت او یووالي او د دوي پر ناکامۍ د دباؤ د زیاتیدا ښودنه کوي .
یوه بله موضوع دا ده چې دصهیونیسټ رژيم په ضد مظاهرې یوازې په فلسطینیانو پورې محددودې نه شوې،بلکې د انګلستان،فرانسې،اسپانیا او فنلینډ په ځين وښارونو او همداراز په واټیکان کې هم د تیرې چارشنبې په ورځې خلکو په مظاهرو ترسره کولو سره د لویدیځي غاړې له نیواکي ټاټوبو سره دیوځاي کولو دپلان مخالفت وکړ او د تیریګر اونیواکګر صهیونیسټي رژيم دغه سپیرۀ اقدام ئې په کلکه محکوم هم کړ .
دوستانو د فلسطینیو او بهرنیو شخصیتونو پراخ مخالفتونه او دومدار خبرداري لامل شوي څو له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې د دیرش فی صدي برخې دیوځاي کولو پلان د جولائي په لومړنۍ نیټه اجرائي نه شي او بل وخت ته و ځنډول شي .
د غوسې او کرکې نومې په ورځې د فلسطنیانو او دځينو نورو هیوادونو پر پراخو مظاهرو او اعتراضونو سربیره،د لویدیځي غاړې د اجرائي پلان د ځنډولو په باب ځیني نورعلتونه هم مطرح دي .په دغو علتونو کې یو له فلسطینیو ډلو سره د یوه نوي جنګ په رامینځةکیدا د صهیونیسټ رژيم جدي اندیښنه هم شامله ده . دفلسطین دمقاومت ډلو په تیره په تیرې یوې میاشتې کې په کرتو خبرداري ورکړي ، د لویدیځي غاړې د ځينو برخو د یو ځای کولو د پلان اجرائي کیدا دی وې بلې انتفاضې او یا د یوه نوي جنګ د رامینځةکیدا لامل کیږي .د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې او د عزالدین قسام کنډکونو ویندوي ابوعبیده صهیونیسټي وحشي رژيم ته خبرداری ورکړی،چې د لویدیځي غاړې د نیواک پلان اجرا یو ډول د جنګ اعلان ګڼي .



په نیواکي ټاټوبو کې داخلی اختلافات،د لویدیځي غاړې د پلان داجرائي کیدا په ځنډیدا کې یو بل عامل دی .د صهیونیسټ رژيم ځینو سرچینو وئیلي دي ،بین یامین نتن یاهو او لیکوډ ګوند دې جمع بندۍ ته رسیدلي دي، چې د بنی ګانټز او د آبی او سپین ګوند د ټولنیزچینل خوځښتونه اوفعالیتونه ډیرکم شوي دي اوکه څلورم ځل پارلیماني انتخابات ترسره شي، نو لیکوډ ګوند به غوڅ اکثریّت ترلاسه کړي . ګانټز هم د یوځاي کیدا د پلان له اجرائي کیدا سره دمخالفت له لارې په دې لټه کې دی د یوځاي کیدا له دغه پلان څخه د نتن یاهو د شخصي ا ستفادې خنډ شي . د امریکا او صهیونیسټ رژيم ترمینځ د موافقې نه ترسره کیدا هم له نیواکي ټاټوبو سره دلویدیځي غاړې د ځينو برخو دیو ځاي کیدا دپلان په نه اجرائي کیدا کې یو بل مهم عامل دی .د نتن یاهو اخستون دا دی چې د امریکا له ملاتړ پرته د لویدیځي غاړې دیوځای کیدا د پلان اجرائي کیدا امکان کمزوری کیږي اویا دا چې د امریکا له ملاتړ پرته ،ددغه پلان د بریالیتوب چانس کمیږي . که څه هم د لویدیځي غاړې د یو ځاي کیدا پلان د پيړۍ دمعاملې د امریکائي توکمپال پلان یوه برخه ده،خو داسې ښکاري،امریکایان د خپلوداخلی نامناسبو شرائیو پشمول په بیلابیلو علتونو سره ،اوسنی وخت،ددغه پلان داجرائي کیدا لپاره مناسب نه ګڼي . په همدې اساس هم خبري سرچینو وئيلي دي ، نتن یاهو دلیکوډ ګوند دغړو په ټول کې ټينګار کړی ، چې له امریکایانو سره ئې ښې او مثبتې خبرې درلودلي دي ،خو دغه خبرې اترې تر دې دمه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي .
دوستانو په تیرې اونۍ کې د یمن بدلونونه دلویدیځي آسیا تر ټولو مهم بدلونونه وو . په وروستۍ یوې میاشتې کې د یمن دمستعفي اوتښتیدلي حکومت د پيّلو او د جنوب دانتقالي شورا د وګړو ترمینځ نښتې زیاتې شوي دي، په دې ډول چې انتقالي شورا په عدن او سقري ټاپو کې د حکومتي اورګانونو کنټرول په اختیار کې اخستی او د شبوه او ابین ولایتونو په کنټرول پسې هم دي .
ځینو سرچینو تیره اونۍ وئيلي دي ، سعودي عربستان د یمن مستعفي او تښتیدلي ولسمشر عبد ربه منصور هادي ته نوی وړاندیز کړی چې د ۲۰۱۹کال په نومبر کې د ریاض د موافقې د اصلاح ښودنه کوي . په ابین ولایت کې دپوځي اقداماتو دریدا او په دغه ولایت کې دپوځي څارونکو دیره کیدا، د انتقالی شورا دکورواکۍ د لغوه کیدا په مقابل کې د ولایت لپاره دنوو چارواکو ټاکل او مرکزي بانک ته د پیسو بیرته ستنیدا چې د انتقالي شورا اړونده ځواکونو مصادره کړي او همداراز دیوې میاشتنی مودې لپاره د اوسني مشر ساتل یا د نوی لومړي وزیر ټاکل د یمن مستعفي شوي حکومت ته د ریاض وړاندیزي چورلیزوهنه دي .
د یمن مستعفي اوتښتیدلي حکومت ته د ریاض په دغو وړاندیزونو کې د جنوب انتقالي شورا سره د اړونده ځواکونو د بې وسلې کیدا خبره نه ده شوې.


منصور هادی ته د ریاض له دغو وړاندیزونو سره په یووخت د قطر العربی الجدید ورځپاڼې په خپل یوه یاددښت کې هغې کودتا ته د رواوالي د بخښنې لپاره چې دیمن په جنوب کې روانه ده ،به مستعفي شوي اوتښتیدلي حکومت باندې دریاض د دباؤ او دجنوب د انتقالي شورا دنوو خوځښتونو په باب د عربستان او متحده عربی اماراتو د یو کیدا خبر ورکړی دی . سعودي عربستان دغه کړچار په داسې شرائطو کې تعقیبوي ، چې د جنوب د انتقالي شورا مشر عید روس الزبیدي هم د د یمن دمستعفي اوتښتیدلی مشر عبد ربه منصور هادي په څير په ریاض کې موجود دی .
سعودي عربستان د ریاض دموافقې د اصلاح او د یمن به جنوب کې د نښتو د کمولو لپاره له هڅې سره په یووخت، د یمن دبیلابیلو سیمو په ضد بې امانه حملو ته دوام ورکړی دی . د سعودي ائيتلاف جنګي الوتکو د تیرې چارشنبې په ورځې د یمن په شمال کې په صنعا اوصعده ولایتونو حملې کړي دي . د یمن د بشری حقوقو وزارت وئيلي دي ،د یمن په پلازمینې صنعا باندې او ددغه هیواد په شمال کې په صعده ولایت باندې د آل سعود رژيم دتیریګرو جنګي الوتکو په یرغلونو کې په ډير زیات ویجاړونکي قدرت سره له غونچه ایزو بمونو استفاده کړې ده چې په دغو حملو کې دیوې ماشومې او بوډۍ ښځې پشمول یو شمیر کسان وژل شوي دي . دسعودي عربستان جنګي الوتکو همداراز دصنعا ولایت په سبعین ولسوالۍ کې د ۴۸روغتونونو د طبی تجیهزاتو پر ګودام هم سخته بمباري کړې ده .

د یمن دروغتیائي چارو وزیر طه متوکل هم د تیرې جمعې په ورځې وئیلي دي، دسونګو دکمښت په دلیلدآکسیجن د تولید د درو کارخانو بندیدا، د خطرې ټلۍ کړنګولې ده او دغې موضوع،په روغتونونو او نورو روغتیائي مرکزونو او کلینیکونو کې د آئي سي یو په برخو کې په زرګونو ناروغان د مرګ له جدي خطرو سره مخامخ کړي دي .
د یمن په بدلونونو کې دتیرې اونۍ یو بل مهم خبر،د متحده عربی اماراتو تر ملاتړ لاندې له ملیشه ؤ،د یوه لوړپوړي قوماندان جنرال عبدالملک خماش الابیض جدا کیدا او د یمن له پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو سره دهغه یو ځاي کیدا وه .جنرال عبدالملک خماش الابیض د یمن له پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو سره له یو ځاي کیدا وروسته له الجزیره خبري سایټ سره په خبرو کې وئیلی دي،د متحده عربي اماراتو پوځيان د یمن د افسرانو ډير زیات سپکاوي کوي . د یمن دپوځ دغه لوړپوړي قوماندان همداراز د متحده عربی اماراتو د ځواکونو په چوکاټ کې د القاعدې ترهه ګرې ډلې دځواکونو د شتون خبر هم ورکړی دی چې د غې خبرې د سعودي ائيتلاف او د القاعدې او داعشی په څير د ترهه ګرو ډلو د دریځونو له یووالي پرده پورته کړې ده .
خوږو دوستانو په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا د ځينو مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو . بریالی اوسوکاله ژوند ولرئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************