Aug 04, 2020 16:16 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه او نړیوال ویاړونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایرانیو شخصیتونو او نړیوالو ویاړونو نومې لړۍ له ننني دوه سوه نهه دیرشم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه مطلب کې هم د اوومې او اتمې قمري پيړۍ د یوه ایراني شاعر اوعارف سیف فرغاني په باب درسره غږیږو ،نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

دوستانو په دغه ننني مطلب کې د هغه ایراني شاعر په باب  درسره  غږیږو ، چې که څه هم په ګمنامۍ کې ئې ژوند کړی او  له نړۍ ئې سترګې پټې کړي دي، خو اوس له څو پيړیو  تیریدا وروسته  ایرانیان ، هغه د فارسۍ ژبې د ټولنیزې سیاسي شاعرۍ یو سرخیل  ګڼي دغه ګمنام ایرانی شاعر اوعارف  سیف فرغاني  دی چې په  اوو مې او اتمې  قمري پیړۍ کې ئې ژوند کاوۀ.

د مولانا سیف الدین ابوالمحامد محمد فرغاني  د ژوند او آثارو په باب ډير زیات اطلاعات نشته او دمونږ درست اطلاعات  هغه شعري دیوان ته ځآنګړي  دي،چې  له  هغه  د مونږ لاس ته رسیدلی دی . ځکه چې په  هیڅ یوې سرچینې، لیکنې،یاددښتونو  او ادبی ټولګو کې ددغه توانمن شاعر  د آثارو کومه خبره نشته . د سیف فرغانی زیږنځای د ماوراءالنهر  په شاوخوا کې په فرغانه سیمې کې دی . هغه په ځوانۍ کې واړې آسیا ته تللی او خپل نور عمر ئې  په آقسرا ښار کې تیر کړی دی .د فارسي ادب په تاریخ کې د هغه دګمنام پاتیکیدا تر ټولو ستر علت  دادی چې سیف فرغاني  له ایرانه له کډوالیدا وروسته  په  روم کې په پاتیکیدا پسې بیا خپل وطن ته بیرته نه دی راستون شوی .پردې سربیره  سیف فرغاني  د آقسرا په څير په واړه ښار کې  چې  له هغه وروسته  هم   په کوم مهم مرکز بدل شوی   نه دی ژوند کاوۀ او همالته  ئې له نړۍ سترګې پټې کړي دي .ظاهرا  هغه  د یوه دیوان پرته بل هیح  اثر نه لري  یا د مونږ لاس ته  نه دی رارسیدلی . 

Image Caption

 

             دوستانو په تیر پروګرام کې مو وئیلی  چې د  سیف فرغاني په شعرونو کې د  اوومې او اتمې قمري پيړۍ سیاسی اوټولنیزو شرائطو اهمیّت ته په پام سره لازمه ده  پوهه شو چې  ایران  په هغه وخت کې څه شرائط درلودل . ځکه چې  د  اوومې او اتمې دوو پیړیو د سیاسی،کلتوري او ټولنیزو شرائطو  ارزول  او  د  هغه وخت  شرائطو او پیښوسره بلدتیا،د مونږ دخوښې وړ شاعر سیف فرغاني  د لیدتوګې  په پوهیدا او د هغه وخت  د  پاتې  آثارو  لازیات فهم او پوهیدا لپاره ضروري ده .  

که  د مغولو  ښکارندې  درست  ایران او یا د ایران ګاونډي هیوادونه  له ځينو ټيټو هسکو سره  مخامخولئ ، نو  په مسلمه توګه  به  د ایران په ټولنیزې او حتی عقلي ځوړتیا کې  د هغو ناسمې اغیزې له دې لا ډيرې زیاتې وې  چې  په کتابونو کې نقل شوي دي  او مونږ  له هغو ډيره لږه برخه ستاسو په خدمت کې وړاندې کړې ده .

 له نیکه مرغه پر ایران د مغلو د حملې  د نهیلي کونکو اغیزو مختلف عوامل کم شوي  او ډير کم تاوانونه ئې رامینځة کړي دی .

د هغو یو تر ټولو مهم عامل دا د ی چې پر ایران د مغولو او تاتار د حملو  په پړاؤ کې ، د ایران ځينی سیمې ددغو  حملو د ډول ډول دلیلونو او د هغوي له تیریو او چورتالانه  خوندی پاتې شوي  دي . دغه  چاره  ، د ایران او د شاوخوا سیمو  د ځینو ځاي امیرانو  د هوښیارتیا  له امله وه اویا دا چې  په دغو سیمو  د مغولو حملې ، د چنګیز خان مغول او د چنګیز د  جانشینانو په وسیله  په وروسته  کلونو کې  وې ، په همدې  دلیل  ډيرو تیریو سره  البته لږې  ورانکارئ شوي دي . د مثال په توګه،په ایران د مغولو دحملې په پړاؤ کې،د فارس درسته سیمه د سعد بن زنګي او ابوبکر او دهغه دزامنو په واکمنۍ کې وه، چې  هر دواړه د سُلغریانو د لړۍ ډير ښه  پاچایان  وو .دغه پاچایان  د هنرمندانو او عالمانو او ادیبانو په روزنې کې ډير مشهور و او په فارس کې ئې د خپل حکومت په پړاؤ کې  ډير جوماتونه ،مدرسې  او  عبادت ځایونه  جوړ کړي وو  او  دعلم او  ادب  او هنر په دغه پړاؤ کې ډيره رڼا خوره کړې  وه .

         د چنګیز او هولاګو   حملې  او حتی  د ایلخانانو  په لومړني پړاؤ کې  دغه سیمه د سُلغریانو  دتدبیرونو اواټکلونو له  امله  په امن او آمان کې پاتې  شوي او حتی  د سعد بن زنګي  او ابوبکر  په پړ اؤ کې  ئې  تر یوه حده ترقي وکړه  روڼتیا ئې خپله کړه . همدغه چاره لامل شوي چې  د فارس امنه او کراره سیمه ،  دهغه وخت مشهور لویان  پخپل لور وکاږي او هلته ثبات او آرامښت ټينګ کړي .

د  ایران یو ستر شاعرسعدي  د شیراز د هغه وخت په بیانولو کې شعرونه وئیلی  او شمس قیس رازي  هم په خراسان اوعراق ې د خپلې سربدالۍ شپې ورځې  او همدرااز د فراس له لویانو دمرستې غوښتنې  ذکر کړي دي اود آبادونې ، امنیت او د پارس دخلکو د هوساینې لپاره ئې د سعد بن زنګي د زوي ابوبکر  د  هڅې په باب په تفصیل سره توضیح ورکړی دی . د شمس فیس رازي له خبرو پوهیدلی شو  چې فارس سیمه  او د فارس خلیج بندرونه او  ټاپوګان  د فارس د سُلغریانو په دوران  په ایران کې  د مغولانو دچورتالان او وژلو  او یرغلونو سره سره د  خلکو او پوهانو او ادیبان لپاره یو آباد او امن او کرار  هیواد مثال دی .

په دغه شان آباد ټاټوبو او دغه شان فکر لرونکو خلکو ترمینځ د ناکرارو او ټاټوبو ترڅنګ  او د کړیدلوخلکو او دهغو خلکو تر څنګ چې چورتالان شوي  او  دشاوخوا خلکو ډيرو کرارو سیمو او  دهغه وخت د لویانو  فکر او سوچ په لور ئې  کوچ وکړ . 

                   یو بل مرکز  چې  په هغو شپو ورځو کې په آ رامښت او ثبات کې ئې ژوند کاوۀ، د واړې آسیا ټاټوبی ؤ . په دغه پړاؤ کې دواړې آسیاسلجوقیانو پر دغې سیمې  د قدرت په نهایت  کې حکومت کاوۀ او مغولانو د سلجوقیانو د پړاؤ په وروستیو کې  چې  بې وسه و کمزوري شوي وو،وتوانیدل ، پر  دوي مسلط شي   او د دوي په چارو په باب د چارو په واګو کې نفوذ وکړي . له دې ترمخکې پورې ، د واړې آسیا  مهم  او باؤری ښارونه،تر مودو مودو پورې د ډيرو ایرانیو متفکرانو او هنرمندانو د پناه ځاي شو.هغه لویان چې حتی له ماوراءالنهر له ساحو څخه توانیدلي له یوه ښاره بل ښار ته او له یوه ټاټوبي بل ټاټوبي ته  سفرونه وکړي  او هلته  اقامت وکړائ شي . له دغو کسانو څخه  چې زیاتره  دهغه  وخت مشران وو د جلاالدین محمد مولوي،شمس تبریزي،برهان الدین  محقق ترمذي ، سیف الدین  محمد فرغاني،قاضي سراج الدین  آرموي او نور ډير لویان یادولی شو . په دغو کې هر یو مشر په روم کې  ددیناوي او دینی  چارو  او په عرفاني  چارواکو کې لوړه روتبه درلودله، په دې توګه  چې  د واړې آسیا  په زیاتره ښارونو کې  ایراني مهاجران لیدکیدل  چې  له خلکو سره ئې  اړیکې او راشه درشه درلودل او او خپل زیږنځایونه ئې پریښودلی وو. دې ته په پام سره چې  په دغو کډوالو کې  ډير ایراني فاضلان او متفکران وو، طبیعی خبره ده  ددغو لویانو په وسیله  د فارسي زیات کتابونه اوآثار او کلتور له ځانه سره  د  واړې آسیا ټاټوبو ته منتقل کړي  او هلته پاتې شوي دي .

Image Caption

 

                 د شام او مصر ټاټوبی هم  د مغولو او تاتار پشمول  د ایرانیو فراریانو  یو بل مرکز ؤ . په دغو کسانو کې  هم ځينی لوی مفتکران وو چې  د مغولو د حملې له امله ئې له ایرانه مهاجرت کړی ؤ  او دعمر تر پاي پورې  په شام او مصر کې  دیره  پاتې شول .

د ایران دلویانو یو بل پناه ځاي ، د هندوستان په ټاټوبي کې د سیند سمندر بلې غاړې ته  ؤ   چې د غوریانو لړۍ پرې حکومت کاوه اوپه دغو سیمې کې ئې  د فارسي ژبې د دودیدا په دلیل  دغه سیمه د فارسي ادب اوعلم  په یوه مهم مرکز بدل شوه . غوري امیران، چې د ډیلي  او بنګال د پاچایانو او امیرانو او د سند  د امیرانو په ډلو ویشل کیدل ، ټول په ایراني کلتور اوتربیت سره ورزل شوي  وو او د دوي دربار لویان  زیاتره ایرانیان وو .  او حتی د دوي زیاتره غلامان او سوارۀ هم د ایران  او له ایرانه د کډه په سر شوو په لاس روزل شوي .  د هندوستان د امیرانو په دربار کې ، د ایرانیو لویانو یوه ډله وه چې  یا د مغولو له حملې څخه لږ مخکې  اویا د ماوراءالنهر او خراسان  دپيښو   او د هغو شاوخوا سیمو د بلواؤ په پړاؤ کې د سیند له سیمو تیر شوي او ځانونه ئې  هندوستان ته رسولي  وو .  نورالدین محمد عوفي یو  ایرانی شاعر دی چې  د تاتار د حملو له امله  سند  ته تښتیدلی  ؤ .

 له پارس ، روم او هند  له درو سترو مرکزونو  ورتیر،چې د تښتیدلو ایرانیانو  ستر پناه ځایونه وو،نور مرکزونه هم،د ایرانیو شخصیتونو اولویانو  د غونډیدا ځایونه  وو،چې  د وخت  دکمي له امله په دغه  نننی پرورګام کې ئې ځاي کول ممکن نه دي .  ددغو پناه ځایونو  او هغو ښارونو ټولګه چې  له قتل  او لوټ او چورتالانه  لیرې پاتې شوي ،  د ایرانیانو دساتلو  او همداراز د ایراني تمدن او کلتور د ساتنې او تل پاتې کیدا لپاره  ښې وسیلې شوې ، چې  ایرانیان ئې د هغې سترې بلا او ښکارندې په  پړاؤ کې یو ستر نعمت ګڼي . په  دغو پناه ځایونو کې د پخواني عمل او ادب  او سترو کورنیو ډیر لویان چې  د ایراني تمدن او فرهنګ  ساتونکي شوي،ډير ارزښتمند  کتابونه او نُسخې ئې   ساتلي دي .

              خوږو دوستانو  دایرانیو شخصیتونو اونړیوالو ویاړونو نومې لړۍ د دغه مطلب وخت هم همدومره  ؤ نو تر بل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو، خپل خیال ساتئ او په کرونائي بحران کې ماسک اچوئ او په کرتو خپل مخ او لاسونه په صابن اوشیمپو سره وینځئ   او د سوشل ډیسټنس یا فاصلې  خیال ساتئ او له ناروغیو او نورو ککړتیاؤ  ځانونه محفوظ  او خوندي ساتئ، نو دتل ترتل لپاره درته له خدایه نیکمرغه او سوکاله ژوند غواړو ،بریالي اووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه